زده کړه

ځوانې افغانې ښځې په کابل کې په لسګونو نجونو ته وړیا ښوونه او روزنه برابره کړې ده

خبریال: حمزه

نجونې د لړم په ۱۰مه په کابل کې په یوه کورني ښوونځي کې په یوه ټولګي کې زده کړه کوي. [عکس له سودابې نژند څخه]

نجونې د لړم په ۱۰مه په کابل کې په یوه کورني ښوونځي کې په یوه ټولګي کې زده کړه کوي. [عکس له سودابې نژند څخه]

کابل -- سودابه نژند چې ۲۱ کاله عمر لري او د کابل په خورشید پوهنتون کې د ژورنالېزم پوهنځي محصله ده، ۱۵۰ نجونو ته په خپل کور کې وړیا ښوونه او روزنه برابروي.

د تېر کال له زمري میاشتې راهیسې، نجونې په افغانستان کې ثانوي ښوونځیو ته له تګ څخه ایسارې شوي دي.‌

نژند د لړم په ۱۰مه سلام ټایمز ته وویل، «ما په خپل کور کې د نجونو لپاره یو خصوصي ښوونځی جوړ کړ څو د شپږم او پورته ټولګیو له نجونو څخه د هغوی درسونه پاتې نشي. موږ زما په کورني ښوونځي کې له ۶ څخه تر ۱۲م ټولګي پورې مضامین تدریسوو.»

هغې زیاته کړه، له ۴۰۰ ورځو څخه واوښتلې چې «د شپږم او پورته ټولګیو نجونې له زده کړو څخه بې برخې شوي دي.‌ د تېرو ۲۰ کالونو لاسته راوړنې ضایع شوي، او د میلیونونو ښځینه زده کوونکیو راتلونکی نامعلوم او د اندېښنې وړ دی.»

هغې وویل، «د ښځینه زده کوونکیو د ملاتړ او د هغو خلکو پر وړاندې د درېدلو لپاره چې ښوونځي یې بند کړي دي، ما پرېکړه وکړه هغه څه مې چې توان کې دي وکړم او د خپلې سیمې د ثانوي ښوونځيو ۱۵۰ ښځینه زده کوونکیو ته د وړیا زده کړو فرصت برابر کړم.»

نژند وویل، «زه د یوې ښوونکې او د ښځو د حقونو مدافع په توګه، د افغان نجونو او ښځو د هغو حقونو د ساتلو او دفاع لپاره کار کوم چې هغوی د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې ترلاسه کړي دي.»

هغې وویل، «زه به پرې نه ږدم چې د افغان نجونو هغه هیلې او امېدونه چې هغوی یې ښوونې او روزنې ته لري په بشپړ ډول له منځه لاړ شي.»

د ښوونې او روزنې غوښتنه

د نژند په ښوونځي کې د نهم ټولګي یوې زده کوونکې ستارې مرادي چې ۱۶ کاله عمر لري، وویل، «ښوونه او روزنه د نجونو او هلکانو دواړو لپاره جبري ده، او ښوونه او روزنه د نجونو اسلامي او انساني حق دی. له موږ څخه د دې حق د اخیستلو هېڅ دیني یا حقوقي توجیه نشته.»

ستارې وویل، «ښځې او نجونې د ټولنې نیمه برخه جوړوي. موږ له چارواکو څخه غواړو چې د نجونو د ښوونځیو دروازې پرانیزي او موږ ته له هلکانو سره برابر د ښوونې او روزنې فرصتونه برابر کړي.»

هغې زیاته کړه، «زما په ګډون ډېرې زده کوونکې په رواني روغتیایي ستونزو باندې اخته شوي دي. موږ غواړو چې د پخوا په څېر ښوونځيو ته لاړې شو او خپلې هیلې پوره کړو.»

د ۸م ټولګي یوې زده کوونکې بهارې احمدي چې ۱۴ کاله عمر لري، وویل، «له ۴۰۰ ورځو څخه ډېر وخت وشو چې زما او نورو نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې بندې دي... زه خوشحاله یم چې په کورني ښوونځي کې زده کړه کوم، خو زه غواړم بېرته هغه ښوونځي ته لاړه شم چې کالونه کالونه زده کړې مې په کې کړي دي.»

بهارې وویل، «هغه هېوادونه پرمختللي او نېکمرغه دي چې سړیو او ښځو لپاره د ښوونې او روزنې برابر حقونه لري.»

هغې وویل، «موږ، نجونو ته باید ښوونې او روزنې ته د لاسرسي حق راکړل شي څو وکولی شو چې په راتلونکي کې د خپل هېواد په پرمختګ کې یو فعال رول ولوبوو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تاسو ریښتیا لیکلي، جناب. ما دا راپور ولوست. ټولو ښه ویلي دي. د بهاره جان خبره مې ډېره خوښه شوه چې وایي، «هغه هېوادونه چې د ښځو او نارینه وو لپاره د تعلیم او کار مساوي حقونه لري، پرمختللی او سوکاله کېږي». ما د نړۍ څو هیوادونو ته سفر وکړ، او ما په خپلو سترګو ولیدل چې نارینه او ښځینه دواړه کار کوي. کار چې هر چیرې ترسره کیږي هغه خپل اغیز لري. له بده مرغه زموږ په هېواد کې څه باندې څلور لسیزې جګړې او جنجالونه روان دي او دا هر څه په یوه خبیثه دوران باندې بدل شوي دي. یوه جګړه پای ته نه وي رسېدلې چې بله جګړه پيل شي. خدای دې په موږ او زموږ په خلکو باندې رحم وکړي. آمین

ځواب ورکړئ

خورجانې، ستاسو کار د ستایلو دی. کاش چې ټولو نجونو ستاسو په څیر فکر لرلی. ما لیکنه ولوستله او ډیر خوښ شوم. تاسو کولی شئ دې کار ته پراختیا ورکړئ او نجونې یوازې مه پریږدئ. زه د یو افغان په توګه ستاسو د کار ستاینه کوم او له تاسو څخه غوښتنه کوم چې خپل کار ته دوام ورکړئ ترڅو زموږ هیواد له سواد څخه بې برخې نشي. زه په تاسو وياړم نجونو. په درنښت

ځواب ورکړئ

په کار خو داده چې د داسې نجونو او هلکانو چې په خپل لګښت یې ښوونځي جوړ کړي او خلکو ته یې د زده کړو فرصتونه برابر کړي تشویق او مالي برخه کې ورسره مرسته وشي. خو داسې رسنیز کول یې نه دي په کار. پکتیا کې هم څه موده مخکې د قومي مشرانو د او د ښوونځیو د استادانو په ملاتړ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي پرانیستل شول چې د څو ورځو په تېرېدو سره طالبانو بېرته بند کړل. د ښوونځیو له بندېدو سره ځایي نجونو مظاهره وکړي چې طالبانو همغه نجونې، د هغوی استادان او څو تنه قومي مشران ونیول او تر اوسه د طالبانو په بند کې دي. نو د سلام ټایمز له ادارې هیله لرو چې د داسې ښوونځیو په افشا کېدو سره د روښنايۍ مخه ونه نیسي. پرېږده چې د دې وطن لورګانې په یو نه یو ډول تعلیم او زده کړې وکړي او هدف ته ورسېږي.

ځواب ورکړئ

د داسې خلکو تشویق ښه کار دی خو په هکله یې ‌ډېر جزیات مه ورکوئ. ځکه کېدی شي چې له ستونزو سره مخامخ شي او د داسې کورنیو ښوونځیو مخه هم ونیول شي. یو وخت ما په سلام ټایمز مجله کې د هغو ښځو په هکله معلومات ولوستل چې په کابل کې به یې د خپلو حقونو ترلاسه کولو مظاهرې کولې، دوه که درې ورځې وروسته ونیول شولې او هغه سلسله ورسره تقریبا ختمه شوه. زه د سلام ټایمز له لارې له ملایانو څخه غواړم چې د ښځو دې علاقه مندۍ ته په پام سره، هغوی ته اجازه ورکړي چې خپل تعلیم بیا پیل کړي. افغانستان مسلکي او په کار پوهو ښځو ته اړتیا لري، که مونږ په هره برخه کې تحصیل یافته ښځې ونه لرو، زمونږ ټولنه به نیمګړې وي.

ځواب ورکړئ