امنیت

ښوونه او روزنه زموږ وسله ده: هزاره ګانو له مرګوني برید څخه وروسته درسي ټولګیو ته د بیا تګ هوډ څرګند کړ

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په کابل کې د یوه ښوونیز مرکز زده کوونکې او له ځانمرګي برید څخه ژوندۍ پاتې وجیهې، د یوه نمونوي امتحان په پروګرام باندې شوي برید څخه وروسته صحنو په هکله د خبرو پر وخت وویل، «یواځینی شی چې موږ یې لرو هغه ښوونه او روزنه ده. ښوونه او روزنه زموږ وسله ده، او هغوی غواړي چې دا وسله له موږ څخه واخلي». په دغه برید کې لږ تر لږه ۴۳ کسان ووژل شول. په ورته وخت کې، له ۱۰۰ څخه ډېرو ښځینه افغان محصلانو د وږي په ۱۱مه په هرات ښار کې لاریون او په کابل کې د شوي برید پر ضد اعتراض وکړ. [زهره نبي/خبریاله/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- که څه هم چې په کابل کې پر یوه ښوونیز مرکز د تېرې اونۍ له یوه ځانمرګي بمي برید څخه وروسته د تلفاتو شمېر په ډېرېدلو دی، د افغانستان هزاره ګانو ژمنه وکړه چې چې خپلو درسي ټولګیو ته به بېرته ورستانه شي.

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ /د وږي ۱۲مه/ اعلان وکړ چې د هغو ۵۳ کسانو په ډله کې چې د تېرې اونۍ په ځانمرګي بمي برید کې ووژل شول، ۴۶ نجونې او ښځې شاملې دي.

د راپورونو له مخې، له ۸۰ څخه ډېر کسان ټپیان شوي دي.‌

یوه ځانمرګي بمي بریدګر د جمعې په ورځ /د تلې ۸مه/ د کابل په دشت برچي سیمه کې، چې له تاریخي پلوه د شیعه هزاره ګانو ځپل شوې ټولنه په کې ژوند کوي، د ښوونې او روزنې په یوه تالار کې چې د جنسیت په اساس سلا جلا شوی دی، د ښځو تر څنګ ځان ته چاودنه ورکړله.

افغانانې د وږي په ۱۰مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې ځانمرګي بمي برید د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه ښوونیز مرکز برید وکړ، شعارونه ورکوي او داسې لوحې ښيي چې «د هزاره ګانو نسل وژنه ودروئ» پرې لیکل شوي دي. [ای اېف پي]

افغانانې د وږي په ۱۰مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې ځانمرګي بمي برید د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه ښوونیز مرکز برید وکړ، شعارونه ورکوي او داسې لوحې ښيي چې «د هزاره ګانو نسل وژنه ودروئ» پرې لیکل شوي دي. [ای اېف پي]

یوه عمومي منظره د تلې په ۸مه د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه ښوونیز مرکز د یوه ځانمرګي بمي برید په ساحه کې ویجاړ شوی تالار ښیي. [ای اېف پي]

یوه عمومي منظره د تلې په ۸مه د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه ښوونیز مرکز د یوه ځانمرګي بمي برید په ساحه کې ویجاړ شوی تالار ښیي. [ای اېف پي]

افغان محصلانې د وږي په ۱۱مه، په کابل کې پر یوه ښوونیز مرکز له ځانمرګي بمي برید څخه دوه ورځې وروسته، د یوه اعتراض په ترڅ کې له هرات پوهنتون څخه د والي د دفتر خوا ته د تګ پر وخت د «ښوونه او روزنه زمونږ حق دی؛‌ نسل وژنه یو جرم دی» شعارونه ورکوي. [محسن کریمي/ای اېف پي]

افغان محصلانې د وږي په ۱۱مه، په کابل کې پر یوه ښوونیز مرکز له ځانمرګي بمي برید څخه دوه ورځې وروسته، د یوه اعتراض په ترڅ کې له هرات پوهنتون څخه د والي د دفتر خوا ته د تګ پر وخت د «ښوونه او روزنه زمونږ حق دی؛‌ نسل وژنه یو جرم دی» شعارونه ورکوي. [محسن کریمي/ای اېف پي]

بمي بریدګر هغه وخت ځان ته چاودنه ورکړله چې په سلګونو محصلینې د پوهنتونونو د کانکور ازموینې څخه مخکې د یوه تمریناتي امتحان لپاره سره ټولې شوې وې.‌

تر اوسه پورې هېڅ ډلې هم د پېښې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو داعش په دې سیمه کې ګڼ‌ شمېر مرګوني بریدونه ترسره کړي چې نجونې، ښوونځي او جوماتونه یې په نښه کړي دي.

د وري په میاشت کې، یو لړ بریدونو په دشت برچي سیمه کې په دوو ښوونیزو مرکزونو باندې بریدونه وکړل، چې لږ تر لږه ۶ کسان یې ووژل او ۲۴ نور یې ټپیان کړل.هېڅ ډلې هم د هغو مسؤلیت ونه مانه.

د تېر کال د غوایي په میاشت کې، لږ تر لږه ۸۵ کسان -- چې ډېر یې محصلانې وې -- هغه وخت ووژل شول او خواوشا ۳۰۰ نور ټپیان شول چې په دشت برچي سیمه کې د هغوی له ښوونځي سره نږدې درې بمونه وچاودېدل.

بیا هم هېڅ ډلې د برید مسؤلیت پر غاړه وانه خیست، لاکن د ۱۳۹۹ د وږي په میاشت کې، داعش په عین سیمه کې په یوه ښوونیز مرکز باندې د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست چې ۲۴ کسان په کې ووژل شول او له ۵۰ څخه ډېر نور ټپیان شول.

زه غواړم زده کړه وکړم

ژوندیو پاتې شویو کسانو په امتحان باندې له شوي برید څخه وروسته د وحشت صحنې بیان کړې او ویې ویل چې هرې خواته جسدونه پراته ول، د چاودنې څپو په چت کې غار جوړ کړی وو، او ټولګیوالو یو بل د خوندي کولو په پار کش کول.

سره له دې، چې د هزاره ټولنې زده کوونکي په افغانستان کې د زده کړو پر وړاندې پرتو خنډونو په لړ کې د ښځو له مرګ ژوبلې سره مخامخ شول -- لاکن هغوی ژمنه وکړه چې بېرته به خپلو درسي ټولګيو ته ستانه شي.

له برید څخه یوه ورځ وروسته ۱۹ کلنې وجیهې وویل، «ښوونه او روزنه زموږ وسله ده، او هغوی غواړي چې دا وسله له موږ څخه واخلي.»

هغې ای اېف پي ته وویل، «زه غواړم چې زده کړه وکړم. دا زما خوب دی او زه به تل په دې لاره کې مبارزه کوم.»

په سلګونو زده کوونکي د کاج ښوونیز مرکز کې د یوې ازموینې لپاره راټول شوي ول چې برید پیل شو.‌

وجیهې د ویجاړ شوي درسي ټولګي د صحنې له بیالیدنې څخه وروسته وویل، «موږ په درسي خونه کې ناست وو او لږ مخکې مو ازموینه پیل کړې وه چې ناڅاپه د ټوپکونو د ډزو اواز واورېدل شو.»

هغې وویل، بریدګر چې یو جیګ سړی، نظامي لباس یې پر تن او یو توپک ورسره په لاس کې وو ناتاره ډزې کولې، چې په نتیجه کې یې نجونې مجبورې شولې چې تر چوکیو لاندې پټې شي.‌

وجیهې په غریو نیولي غږ وویل، «د توپک له ډزو څخه وروسته یوه چاودنه رامنځته شوه او د ټولګي ټول چت راپرېوت،‌ بیا بشپړه چوپتیا خپره شوه.»

وجیهې وویل چې هغه خپلې دوه ملګرې او یوه ښوونکې له لاسه ورکړلې.

له سختې ګډوډۍ څخه وروسته، هغې خپلې دوستانې او نارینه زده کوونکي په داسې حال کې ولیدل چې د تېښتې لپاره یې لاسونه او پښې وهل.‌

وجیهې وویل، «ما هلکان په داسې حال کې ولیدل چې د تعمیر په دېوالونو ختل او نجونې یې ورسره کش کولې. ما یو هلک ولید چې پخپله ټپي شوی وو خو بیا یې هم نجونې پورته ور کش کولې.»

هغې وویل، «زه نه پوهېږم چې زه له ټولګي څخه څنګه وتښتېدلم. زه نه پوهېږم چې ما له دېوال څخه څنګ ټوپ وکړ.»

هیڅوک هم نشي کولی چې زموږ مخه ونیسي

۱۸ کلن ارسلان چې د مرکز په انګړ کې یې امتحان ورکاوه، وویل چې هغه د ښځو جسدونه په داسې حال کې ولیدل چې د تالار په فرش باندې پراته ول.

ارسلان چې وایي له ټولګي څخه بهر د ناستې له برکته ژوندی پاتې شو، وویل، «یو وحشت جوړ وو. هرې خواته ګډوډي وه.»

هغه وویل، «ما دوه نجونې بهر ته راکش کړلې خو نور مې نشوای کولی چې دغه کار ته دوام ورکړم.»

هغه وویل، هغه کسان چې د برید تر شا لاس لري غواړي چې د هزاره ګانو د پرمختګ مخه ونیسي.‌

هغه وپوښتل، «هغوی غواړي چې موږ بېخي ورک کړي. ولې هغوی په نورو خلکو باندې برید نه کوي؟»

د دشت برچي سیمې یوې ۱۶ کلنې اوسېدونکې ارزو جاغوري وویل، هېڅ شی به هم هغوی د زده کړو له ترلاسه کولو څخه ایسار نه کړي.‌

هغې وویل، «که هر څه او هر څنګه کیږي، موږ به هېڅکله هم زده کړې ونه دروو.»

هغې وویل، «موږ د هغو خلکو په حال خفه یو چې په دې لاره کې یې ژوند له لاسه ورکړ، خو موږ په خپلو ځانونو باندې ویاړو. هیڅوک هم نشي کولی چې زموږ مخه ونیسي.»

پراخه غندنه

د جمعې ورځې برید په کابل او ځینو نورو ښارونو کې د ښځو تر مشرۍ لاندې خورو ورو اعتراضونو ته لاره هواره کړله.‌

په دشت برچي سیمه کې شاوخوا ۵۰ ښځو په داسې حال کې چې له یوه روغتون څخه چې د برید ګڼ شمېر قربانیانې په کې تر درملنې لاندې وې، تېرېدلې، «د هزاره ګانو نسل وژنه ودروئ؛‌ شیعه توب جرم نه دی» شعارونه ورکړل.

اعتراض کوونکیو داسې لوحې پورته کړې وې چې پرې لیکلي وو: «د هزاره ګانو وژنه ودروئ

د یکشنبې په ورځ له ۱۰۰ څخه ډېرو ښځو چې ډېرې یې هزاره ګانې وې، د یاد برید پر ضد په هرات کې اعتراض وکړ.‌

معترضانو په داسې حال کې چې له هرات پوهنتون څخه د والي د دفتر خوا ته تللې، د «ښوونه او روزنه زموږ حق دی؛‌ نسل وژنه یو جرم دی» شعارونه ورکول.

امنیتي ځواکونو د والي دفتر ته له رسېدلو څخه مخکې د معترضینو مخه ونیوله، او له ژورنالستانو څخه یې وغوښتل چې د لاریون په هکله راپورونه ور نه کړي.

د وحیدې ساغري په نامه یوې اعتراض کوونکې ای اېف پي ته وویل، «موږ وسلې نه لرلې او د لاریون پر وخت موږ یواځې شعارونه ورکول.»

د ای اېف پي له خوا ترلاسه شوي ویډیو کلېپونه ښیي چې، په سرک باندې د ښځینه محصلانو د یوه ګروپ د اعتراض مخه ونیول شوه او بیا هغوی د پوهنتون په انګړ کې دننه یو جلا لاریون ترسره کړ.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، یا عالم اوسئ یا متعلم یا د هغوی خدمتګار اوسئ. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د څارګرې ادارې اجیران (طالبان او داعش) چې د انګریزانو له خوا په غیر مستقیم ډول ملاتړ کیږي، د ساینس او زده کړو مخه نیسي. مرګ د پاکستان په تروریستي استخباراتو.

ځواب ورکړئ

په داسې حال کې چې افغان نجونې د ښوونې او روزنې د ترلاسه کولو او د ښې راتلونکې د جوړونې لپاره خپل هوډ څرګندوي، طالبانو د نجونو سوله ییز لاریونونه چې دغه ناوړه برید یې غندلو، سخت وځپل. طالبان نه یوازې دا چې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي، بلکه، دوی د روانې غمیزې برخه دي. طالبانو په کابل کې له خلکو ټولې وسلې راټولې کړې دي. دوی کور په کور وګرځېدل، چاڼ یې کړل او یوه مرمۍ یې هم له خلکو سره پرې نه ښودله او چې داسې ده بیا نو دا ځانمرګی له کوم ځای څخه راغللو؟ طالبان د ځانمرګو بریدګرو د جوړولو فابریکه هم په واک کې لري. زه په دې کې شک نه لرم چې طالبان یا د دوی په منځ کې کومه ډله په دې جرم کې لاس لري. امریکا په دې موخه جمهوریت ړنګ کړ، چې داسې حالت رامنځته کړي، چې یوه ترهګره ډله په واک کې وي او بله ترهګره ډله خلک ووژني. مرګ د نړۍ په هغو استخباراتي مشرانو چې د خپلو شومو موخو لپاره زموږ د بې ګناه خلکو وینه تویوي.

ځواب ورکړئ

منافقت مه کوئ. د رسنیو له سټېج نه د قومي جنګ لپاره کار مه اخلئ. هزاره، پښتون، تاجک، ازبک... ټول یو افغان دی. افغانستان د پاکستان،‌ ایران، سعودي ... د جنګ میدان دي چې هر یو یې خپل اجیران لري. د دوی تر څنګ نړۍ وال قوتونه؛ روسیه، امریکا، چین، برتانیا، فرانسه هم لاس لري. د هر افغان ژوند د افغانانو لپاره یو ډول ارزښت لري. که نړۍ وال په ریښتیا غواړي چې د ترهګرۍ مخه ونیسي، باید پاکستان د ترهګرو د سپانسرانو په لست کې واچوي او اقتصادي بندیزونه پرې ولګوي. پاکستان د نړۍ د هر انسان لپاره د سرطان د دانې حیثیت لري.

ځواب ورکړئ