کابل -- په افغانستان کې، په عامه توګه د جنسي مسایلو په هکله خبرې اترې کول نه یوازې له کلتوري پلوه بد ګڼل کیږي بلکه همدارنګه کولی شي چې په اسانۍ سره د بې لارې توب نښه وګڼل شي.
خو د هیواد ځوانانو په یوه حکومتي مرستندوی لین کې د خواله کولو داسې یو ملګری پیدا کړی دی چې هغه د ممنوع ګرځول شویو موضوعاتو په هکله مشورې وړاندې کوي.
یوه سړي چې د ۲۰ کلونو په خواوشا کې عمر یې درلود له دغه مرستندوی لین څخه له مشورې ترلاسه کولو څخه وروسته ای اېف پي ته وویل، «که تاسو له دوستانو یا د کورنۍ غړو نه د خپلې کمزورۍ په هکله مشوره وغواړئ، په تاسو باندې به د بداخلاقه ...یا نامرد ټاپه ولګوي.»
هغه وویل، «دا مرستندوی لین یو رحمت دی.»
هره ورځ سلګونه ټیلیفونونه
دغه مرستندوی لین چې په ۲۰۱۲ کال کې د ملګرو ملتونو د نفوسو د وجهي صندوق (یو این پي ایف) په مرسته رامنځته شوی دی، په کابل کې د ۱۰ مشاورینو له خوا چلېږي -- دا کسان په مسلکي توګه روزل شوي سړي او ښځې دي چې د یوه مسلکي سکسولوجست (د جنسي ناروغیو متخصص) له خوا روزل شوي دي -- او هره ورځ سلګونو ټیلیفونونو ته ځوابونه وایي.
د مرکز رییس عبدالله شاهد وویل، مشاورین د ډپریشن او جبري واده په څېر موضوعاتو په هکله مشورې ورکوي، خو خواوشا ۷۰٪ ټیلیفونونه د جنسي مسایلو په هکله وي.
د افغانستان د روغتیا وزارت هم تیر کال په کابل کې «د ځوانانو د خوښې» کلینیکونه جوړ کړل، چې له مشاورینو سره مخامخ ناستې وړاندې کوي.
۲۱ کلنې ریحانې په کابل کې په دغسې یوه کلینیک کې ای ایف پي ته وویل، «ما نشوا کولی چې خپلې ستونزې مې له مور یا خور سره شریکې کړم، خو دلته زه کولی شم چې په ازادانه توګه خبرې وکړم.»
د نورو شیانو تر څنګ، د ټیلیفون کولو مرکز او کلینیکونه ځوانو افغانانو ته په سیکس د اعتیاد، غیر مصؤنې جنسي معاملې او له نشه یيزو توکو څخه د بدې استفادې په هکله خبرداري ورکوي.
شاهد وویل، «مونږ خپلو ټیلیفون کوونکیو ته مشوره ورکوو چې د خپلو جنسي ستونزو د حلولو لپاره د اپین کارولو ته مخه نه کړي. پرځای یې، مونږ له هغوی څخه غواړو چې د خپلې پرېشانۍ او اضطراب تداوي وکړي او د ژوند کولو یوه روغتیایي طریقه په مخکې ونیسي.»
په یوه محافظه کار چاپېریال کې
اکثر وختونه، یوه بله ممنوع ګرځول شوې موضوع چې په خبرو اترو کې مخې ته راځي هغه همجنسبازي ده.
شاهد وویل، «یو ځل یوې ښځینه همجنسبازې ټیلیفون را وکړ او له دې امله یې د ډپریشن نه شکایت وکړ چې د هغې شریکه ودېدله،» او زیاته یې کړه چې د هغه مشاورینو له دې پرته، څه نشوای کولی، چې ټیلیفون کوونکې ته ووایي چې هغه دې داسې لارې ولټوي چې د هغې د ستونزې په هکله پرې فکر وکړي.
بیا هم، دغه پروګرام د مروجې کلتوري محافظه کارۍ په وړاندې مبارزه کوي.
کله چې افغان روغتیایي چارواکو په وروستیو وختونو کې له کابل پوهنتون څخه لیدنه وکړه چې په ځوانانو کې د خبرتیا یو کمپاین ترسره کړي، یو شمیر محصلانو هغوی بداخلاقۍ ته په وده ورکولو تورن کړل.
د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکې الیشا علوي وویل، «مونږ کوشش وکړ چې محصلانو ته دا توضیح کړو چې دغه پروګرام د شریعت مطابق دی او په هغه کې غیر اسلامي هیڅ شی نشته،»
هغه ای ایف پي ته وویل، »مونږ یوه داسې وظیفه اجرا کوو لکه په پېچومي ختل.»
نور تفسرې له پاره څه نلرم دومره وایم چې ښه پرځای پروګرم دی او زه په خپله په سخته رواني ناروغي اخته یم که مرسته را سره وکړئ درنه هیله کوم
ځواب ورکړئ3 تبصره
دا یو کاملا مناسب عمل دی چې ستونزو ته پاملرنه کوي. د اسلامي احکامو له مخې، له نورو سره مرسته کول او د ستونزو د ډول له پام کې نیولو څخه پرته د هغوی ستونزې هوارول لوی ثواب لري. مهم شی دا دی چې د یوه شخص یا یوه انسان ستونزه به حل شي. زمونږ حکومتي چارواکي باید کوشش وکړي چې، د فزیکي او غیرفزیکي ستونزو په شمول، د هر چا ستونزې حل کړي. یو شخص چې جنسي ستونزې لري او داسې څوک نه لري چې خبرې ورسره پرې وکړي به په خپل ټول عمر کې له داسې ستونزو سره مخامخ کیږي.
ځواب ورکړئ3 تبصره
دا زمونږ د ټولنې د ټولو صنفونو تر منځ د خبرتیا د ډیرولو لپاره ډیر ګټور دی. زمونږ ستونزې د معلوماتو له نشتوالي څخه رامنځته کیږي.
ځواب ورکړئ3 تبصره