اقتصاد

د سینګارتونونو تړلو د افغانستان اقتصاد ته نوې ننګونې رامنځته کړي دي

د احسان الله راپور

یوه چادري واله ښځه د زمري په ۳مه د کابل په شهر نو سیمه کې د ښکلا د یوه سالون مخې ته تېرېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یوه چادري واله ښځه د زمري په ۳مه د کابل په شهر نو سیمه کې د ښکلا د یوه سالون مخې ته تېرېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- په افغانستان کې د ښکلا سالونونو باندې وروستي بندیز منفي اقتصادي پایلې درلودلي دي، ځکه ښځینه سوداګرې له یو شمېر هغو عایداتي سرچینو څخه چې دوی ورته لاسرسی درلود، محرومې شولې.

دغه حکم چې د چنګاښ په ۱۳مه صادر شو، د ښځو اړوند په زرګونو کاروبارونه، چې په ډېرو مواردو کې د کورنیو یواځینۍ عایداتي سرچینې، او د هغوی لپاره له کورونو څخه بهر د راټولېدلو له څو پاتې فرصتونو څخه وې، غیرقانوني وګرځولې.‌

د ښکلا سالونونه چې د تېرو ۲۰ کلونو په ترڅ کې په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې خپاره شوي ول، له نارینه وو څخه لیرې د راټولېدلو او مجلسونو جوړولو لپاره خوندي ځایونه ګڼل کېدل، او د ښځو لپاره یې د کاروبار مهم فرصتونه برابر کړي ول.

دا ډله ایز بندیز د ښځو عایداتي وړتیاوو ته تر ټولو وروستی ګوزار دی.

د کابل د یوه پلورنځي خاوند د زمري په ۱۱مه سینګار توکي او د ښکلا وسایل تنظیموي. [احسان الله/سلام ټایمز]

د کابل د یوه پلورنځي خاوند د زمري په ۱۱مه سینګار توکي او د ښکلا وسایل تنظیموي. [احسان الله/سلام ټایمز]

په کابل کې د یوه سالون خاوندې خاطرې یوسفي وویل، «زما مېړه درې کاله وړاندې د سرطان له امله مړ شو. ما د خپل سینګارتون له لارې د خپل ځان او خپلو دریو ماشومانو لپاره نفقه پیدا کوله.»

يوسفي، چې اوس وزګاره ده، وويل، د هغې درې کارکوونکيو چې د مياشتې ٤٠٠٠ افغانۍ (٤٧ ډالره) عايد یې درلود، هم خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

هغې وویل، «له بده مرغه زما او زما د همکارانو په څېر په سلګونو نورو کسانو هم خپلې دندې له لاسه ورکړلې.»

هغې سلام ټایمز ته وویل،«اوس زه حیرانه یم چې څنګه به خپل او د خپلو درې ماشومانو لګښتونه پوره کړم.»

۲۰ کلنې مریم امیني شاوخوا یو کال مخکې د یوسفي په دوکان کې کار پیل کړ. هغه په ۱۴۰۰ کال کې په ۱۲م ټولګي کې وه چې نجونې ثانوي ښوونځیو او لېسو ته له تللو منع شوې وې.

اميني وويل، «کله چې زه نور ښوونځي ته له تللو څخه ایساره شوم، ما هڅه وکړه چې يو څه وکړم چې کار وکړم او خپلې کورنۍ ته عايد پيدا کړم.»

هغې زیاته کړه، «زما پلار د ترکارۍ کراچۍ لري، خو له بده مرغه په تېر کال کې یې کاروبار ښه نه و. موږ په هغې تنخوا چې ما له سینګارتون څخه ترلاسه کوله، ایله دومره کولای شوای چې خپلې اړتیاوې پرې پوره کړم.»

په کابل کې یوې بلې ښکلا ورکوونکې حمیرا حمیدي یواځې درې میاشتې وړاندې د خپل سینګارتون په سینګارولو سل زره افغانۍ (۱۱۷۶ ډالره) لګولې وې.

حمیدي وویل، «موږ تمه درلوده چې د اوړي په پای کې به چې په کابل کې د ودونو موسم پیل شي، موږ ښې پیسې وګټو، ځکه چې زموږ مشتریان ورسره ډېرېدل، لاکن له بده مرغه چې د سینګارتونونو له تړلو څخه وروسته موږ دا هیله له لاسه ورکړه.»

هغې وویل، «موږ د سینګارتونونو له تړلو سره موافق نه یو، ځکه چې دا زموږ مسلک او زموږ د کورنیو لپاره د حلال عاید سرچینه وه.»

احمدي وويل، «زه هيله لرم چې هغه کسان چې د سینګارتونونو د تړلو پرېکړه يې کړې، په خپله پرېکړه له سره غور وکړي او په دې هکله فکر وکړي چې موږ به څنګه خپلو ماشومانو ته یوه مړۍ ډودۍ برابرو.»

په سوداګرۍ باندې د بندیز اغیزې

په ټول هېواد کې بندیزونو دوکانداران او د ښکلا د محصولاتو پرچون پلورونکي هم اندیښمن کړي دي.

محمد ناصر رؤفي چې د کابل ښار په درېيمه ناحيه کې د یوه تجارتي مارکېټ خاوند دى، او د دوکانونو لپاره ځاى په کرايه ورکوي وویل چې اوس یې په هغو خالي دوکانونو باندې دوه نوي خالي دوکانونه ور اضافه شول چې له دوو کلونو راهيسې خالي وو.

رؤفي وويل، «سره له دې چې ما کرايه راټيټه کړې ده، خو څوک نه غواړي چې دوکانونه په کرايه یې ونیسي.»

هغه وويل، «زما دوه دوکانونه سینګارتونونو نيولي وو، او اوس تش پراته دي.»

رؤفي وویل، داسې اقدامات لکه د سینګارتونونو له منځه وړل به په اقتصاد باندې جدي اغېزه وکړي.

احسان الله احمدزي، چې د کابل ښار د منډوي په بازار کې د سینګار توکو عمده پلورونکی دی، د بندیز له نافذېدلو راهیسې په پلور کې د ډیر کمښت یادونه وکړه.

احمدزي وویل، «زه ویلی شم چې د سینګارتونونو له تړل کېدلو راهیسې زموږ خرڅلاو ۴۰٪ کم شوی دی.»

هغه زیاته کړه، «زموږ ډیری پیرودونکي په کابل او نورو لویو ولایتونو لکه ننګرهار، کندهار او بلخ کې میشت سینګاروونکي ول، او اوس موږ هغه مشتریان له لاسه ورکړي دي.»

د منډوي بازار کې د احمد فيصل په نامه یوه بل دوکاندار چې سينګار توکي او د ښکلا محصولات پلوري، ومنله چې سوداګري يې مخ پر رکود روانه ده.

د فیصل په وینا، له دوه کاله مخکې مودې راهیسې، خرڅلاو ۹۳٪ کم شوی دی.

هغه وويل، «پخوا به زموږ مشتریان د ښه ذوق لرونکي ځوانان وو، چې قېمتي عطر او شامپو به يې اخيستل. دغه راز د سینګارتونوو خاوندان ول چې سينګار توکي یې پېرودل، خو اوس د یوه درک هم نشته.»

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې یوه غړي وویل، د سینګارتونونو د بندولو په څېر وروستیو پرېکړو اقتصاد ته نه جبرانېدونکی زیان ور رسولی دی.

دغه غړي د نوم نه ښودلو په شرط سلام ټایمز ته وویل، د ۱۲۰۰۰ سینګارتونونو تړلو، چې د ۵۰۰۰۰ کارکونکو دندې یې له منځه وېوړلې، د هېواد د بېکارو خلکو شمېر زیات کړی دی.

یادې سرچینې زیاته کړه چې له تړلو څخه مخکې، د سینګارتونونو اوسط کارکونکي په میاشت کې ۵۰۰۰ افغانۍ (۵۸ ډالر) عايد درلود، خو هغه عاید اوس ورک شوی دی.

دغه غړي وویل، «هرڅومره چې خلک پیسې ډیرې ولري، هغومره یې ډېرې مصرفوي. د پیسو دوران د هرچا لپاره اقتصاد ښه کوي، لاکن که هره ورځ بندیزونه ولګول شي لکه څنګه چې اوس لګول کیږي، هېواد به ورځ تر بلې فقر ته نږدې شي.»

هغه وویل، «اقتصادي فعالیتونه یو له بل سره د زنځیر د کړیو په څېر نښتي دي. د سینګارتونونو بندیز به نه یواځې مالکان بلکې واردونکي، پلورونکي او دوکانداران هم اغیزمن کړي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغه زیاته کړه، «مونږ دې ته هم چمتو یو چې خپل متخصصین افغانستان ته را ولېږو چې دلته خاوره وڅېړي او معلومه کړي چې کوم فصلونه په کې ښه وده کوي. موږ دا هم ولیدل چې د افغانستان او ازبکستان تر منځ سرحدي سیمه کې ځمکه مالګینه شوې ده. موږ کولی شو په دې برخه کې هم له تاسو سره همکاري وکړو او هیله لرو چې دا همکاري به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي.» په دې کتنه کې د افغانستان د موقت حکومت د کرنې وزیر له ازبکستاني پلاوي وغوښتل چې د اصلاح شویو تخمونو او حبوباتو په برخه کې له دغه هېواد سره مرسته وکړي. د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف په دې برخه کې د خپل چمتووالي په اعلانولو سره وویل، موږ چمتو یو چې له تاسو سره په بېلابېلو کرنیزو برخو کې په ځانګړې توګه د اصلاح شویو غنمو په برخه کې همکاري وکړو. زموږ په هیواد کې موږ د غنمو بیلابیل ډولونه لرو چې ستاسو د هیواد له خاورې او اوبو سره مطابقت لري او که تاسو وغواړئ موږ کولی شئ ستاسو هیواد ته هیئتونه را واستوو څو د اصلاح شويو تخمونو په هکله خبرې اترې وکړو. ۲/۲

ځواب ورکړئ

د افغانستان د «قوش تیپې» کانال د جوړولو په برخه کې همکارۍ ته د ازبکستان د چمتووالي اعلان د ازبکستان د اوبو لګولو وزارت مرستیال د افغانستان د موقت حکومت له چارواکو سره په کتنه کې د قوش تیپې د کانال په جوړولو کې د همکارۍ وړاندیز وکړ. د یوه راپور په اساس، د ازبکستان د اوبو لګولو د وزارت لومړی مرستیال عظیم جان نظروف، چې د دغه هیواد له لوړ رتبه پلاوې سره کابل ته تللی، د «قوش تیپې» د کانال په جوړولو کې له افغانستان سره د همکارۍ وړاندیز وکړ. د قوش تیپې کانال ۱۰۸ متره پلنوالی لري او په پام کې ده چې د ۸.۵ مترو په ژوروالي سره وکیندل شي. د پیل نقطه یې د بلخ ولایت کلدار ولسوالي ده او د ۲۸۵ کیلومتره واټن په وهلو سره د حيرتان، دولت آباد او اقچې له هوارو څخه په تېرېدلو د فارياب ولايت اندخوى ولسوالۍ ته رسېږي. تر دې وړاندې اکانومیسټ ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې لیکلي وو چې که دا پروژه بشپړه شي، ښايي سیمه ییزې شخړې زیاتې شي، ځکه دا پروژه به له ازبکستان سره پولې ته څېرمه د امو سیند اوبه، چې د پنبې د کروندو د خړوبولو لپاره ترې کار اخلي او په هغه هېواد کې د کاري فرصتونو تر ټولو لویه سرچینه ده، د افغانستان دننه ته رهبري کړي. خو د افغانستان د موقت حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري سره په کتنه کې نظروف وویل، موږ په خپل هیواد کې د اوبولګولو په برخه کې کافي تجربه لرو او که تاسو اجازه راکړئ، موږ کولی شو د قوش تیپې کانال د کار په پرمختګ کې له تاسو سره همکاري وکړو. هغه زیاته کړه، «مونږ دې ته هم چمتو یو چې خپل متخصصین افغانستان ته را ولېږو چې دلته خاوره وڅېړي او معلومه کړي چې کوم فصلونه په کې ښه وده کوي. موږ دا هم ولیدل چې د افغانستان او ازبکستان تر منځ سرحدي سیمه کې ځمکه مالګینه شوې

ځواب ورکړئ

د طالبانو د حکومت له لوري د سینګار تونونو پر دوکانونو بندیز، ښکاره پر میرمنو کاري محدویت دی، چې له ګټې یې تاوان ډیر دی. دغه میرمنې چې کورنيو ته یې یوه کپله حلاله نفقه پیدا کوله، له سوال او بد لمنۍ نه په امن کې وې، زهني فشار پرې نه و او په خپل وطن کې ارامه او اسوده پرتې وې، تا یې له خولې تیاره ګوله واخیسته، په دې کې به یو شمېر ښځې اوس مجبوره وي، چې هرې بېلارۍ، سوال او له وطنه تېښته اړې شي، نو اوس ته اوایه طالب ماما چې تا رښتیا هم عادلانه فیصله وکړه!؟ او کنه، خپله کینه، نفرت او حسد دې په غیر مستقیمه لاره سوړ او پردۍ مخوې ته دې ځان ور سولو. خو دا واوره، چې ددې ځواب ورکول به د قیامت په ورځ درته سخت تمام شي، چې یو شمېر میرمنو خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کوله او تاسو پرې دغه لاره ودروله ! که ستاسو همدا حال وي ، نو باور وکړۍ چې ډېره ژر به درباندې چپه شي، خو پښتون قوم به ستا د بېشعورۍ او ستا د جهالت پور تر ډېره وخته پریکوي.

ځواب ورکړئ