امنیت

د افغانستان حکومت د وژل شویو امنیتي منسوبینو د کورنیو امتیازات زیات کړل

د نجیب الله راپور

د افغان ملي اردو کومانډو ځواکونه د اورپکو ډلو پر ضد د جګړې لپاره د چمتووالي د برخې په توګه، د لړم په ۱۹مه دهرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو په مرکز کې یو لړ پوځي تمرینونه ترسره کوي. [عمر/سلام ټایمز]

د افغان ملي اردو کومانډو ځواکونه د اورپکو ډلو پر ضد د جګړې لپاره د چمتووالي د برخې په توګه، د لړم په ۱۹مه دهرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو په مرکز کې یو لړ پوځي تمرینونه ترسره کوي. [عمر/سلام ټایمز]

کابل -- افغان حکومت هڅه کوي چې د یوه نوي نوښت له لارې د هغو افغان امنیتي منسوبینو کورنیو ته اضافي مرسته برابره کړي چې په جنګ یا ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي او د امتیازاتو پروسه ساده کړي.

دغه نوښت په هغو امتیازاتو سربېره چې تر اوسه د شهیدانو کورنیو ته ورکول کېده، ۱۰۰۰۰۰ افغانۍ (۱۲۹۰ ډالر) نورې هم هغوی ته ځانګړې کوي.

د دفاع وزارت یوه ویاند فواد امان وویل، «د شهیدانو د کورنیو د ملاتړ پروسه ډېره اسانه شوې ده. پخوا دا پروسه ورو وه، خو اوس یوه یا په اعظمي توګه دوه ورځې وخت نیسي.»

هغه روښانه کړه چې، حکومت د لست په اساس د شهیدانو کورنیو ته نومرې، کورونه او اپارتمانونه ور وېشي.

امان وویل، «تېر کال، په سلګونو کسانو نومرې ترلاسه کړې. د کورونو او اپارتمانونو د جوړولو لپاره نغدې پیسې هم وېشل شوي دي. تر دې چې موږ هغو کورنیو ته چې نومرې ورکول کېږي د ودانۍ د جوړولو لپاره نغدې پیسې هم ورکوو.»

هغه وویل، «موږ د شهیدانو کورنیو او له خپلې خاورې څخه د دفاع په لاره کې ټپي شویو عسکرو ته د هغوی د ټپونو د سختوالي په پام کې نیولو سره پیسې ورکوو. که ټپي شوي کسان په هېواد کې دننه د رغېدلو نه وي، موږ یې د درملنې لپاره بهر، تر ډېره ترکیې او هندوستان ته لېږو.»

د دفاع وزارت بل ویاند روح الله احمدزي وویل، «د افغان ملي اردو د هر شهید شوي غړي کورنۍ د اکرامیې په نامه د هغه د یوه کال برابر معاش په نغد ډول ترلاسه کوي،‌ او د دفاع وزارت په وړاندیز او د ولسمشر په منظورۍ د یوې رتبې په ورکړې سره ترفیع هم ورکول کیږي.»

هغه د ټپي شویو منسوبینو لپاره د جبران په هکله وویل چې، تادیات د ټپ سختوالي پورې اړه لري چې له ۱۵۰۰۰ افغانیو (۱۹۰ ډالرو) څخه پیل کیږي. هغه کسان چې ډېر سخت ژوبل شوي وي هغوی به ۳۰۰۰۰ افغانۍ (۳۹۰ ډالر) ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې ژورو ټپونو والا کسانو ته به ۵۰۰۰۰ افغانۍ (۷۴۰ ډالر) ورکول شي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضيأ ضیأ وویل، د نوي پلان له مخې به دغه وزارت د هغو سرتیرو کورنیو ته چې له هېواد څخه د دفاع په لاره کې یې ژوند له لاسه ورکړی وي نومرې توزیع کړي.‌

هغه وویل، «تر ننه پورې، د شهیدانو ۱۵۸۹۲ کورنۍ د محلي اورګانونو مستقل ریاست ته ورمعرفي شوي چې په خپلو ولایتونو کې نومرې ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «تر اوسه پورې، د شهید شویو افغان ملي پولیسو ۵۱۲۶ کورنیو ته نغدې پیسې ورکړل شوي چې د نومرو له ترلاسه کولو څخه وروسته کورونه پرې جوړ کړي. په کابل کې د ۸۳ شهیدانو کورنیو ته اپارتمانونه هم ور وېشل شوي دي.»

ضیأ وویل، حکومت د شهیدانو بچیانو ته د سکالرشیپونو مرسته هم برابروي، او زیاته یې کړه چې،‌ «د افغان ملي پولیسو ۹۸ بچیان د زده کړو لپاره هندوستان ته لېږل شوي دي.»

طالبان د جنګیالیو کورنۍ په ډاګ میدان پرېږدي

د ولسي جرګې وکیلانو او شنونکو د امتیازاتو د زیاتوالي هرکلی وکړ او د پروسې اسانول یې یو مثبت ګام وباله.

په ولسي جرګه کې د هرات ولایت یوې استازې مسعودې کروخي وویل، «زه ډېره خوشحاله یم چې وینم چې حکومت د وسله والو ځواکونو د شهید شویو،‌ ټپي شویو او معلول شویو غړو کورنیو ته پاملرنه کوي. په پارلمان کې موږ هڅه کوو چې د هغوی معاشونه زیات شي.»

هغې وویل، «دا سرتیري خپل ژوند د یوه مقدس هدف لپاره له لاسه ورکوي، او حکومت د هغوی د کورنیو ملاتړ کوي، خو له بده مرغه چې ځینې ځوانان د طالبانو په لیکو کې جنګ کوي؛‌ او کله چې هغوی ووژل شي مشران یې د هغوی د کورنیو لپاره هېڅ هم نه کوي.»

هغې وویل، «موږ پوهېږو چې په هرات کې په ځینو ولسوالیو کې طالبان د دې پرځای چې د خلکو خدمت وکړي او د خپلو جنګیالیو په کورنیو باندې پام وکړي، په منظمه توګه د عشر په نامه پیسې په زور اخلي.»

کروخي وویل، «تر دې چې هغوی د هغې مرستې چې حکومت د ملی دسترخوان پروګرام تر نامه لاندې کړې وه یوه برخه غلا کړله.»

د کورنیو چارو وزارت یوه پخواني افسر او په کابل کې د پوځي چارو پوه متقاعد جنرال محمد طاهر یرغل د حکومت دغه نوښت وستایه.‌

هغه هیله څرګنده کړه چې د هېواد د وسله والو ځواکونو لپاره امتیازات به زیات شي.

هغه وویل، د شهیدانو له کورنیو سره اخلاقي او مالي مرسته یو ارزښتناک کار دی چې حکومت یې باید وکړي. څومره چې حکومت ډېر د هغوی ملاتړ کوي، هومره به کورنۍ د خپل غړي له لاسه ورکولو څخه وروسته لږ د درد احساس وکړي.‌

هغه زیاته کړه، «هغه کسان چې د طالبانو لپاره جنګیږي د وژل کېدلو په صورت کې څوک نه لري چې په کورنیو یې پام وکړي، خو هغه کسان چې د خپل هېواد د وسله والو ځواکونو لپاره خدمت کوي، هغوی به د ځواکونو له امتیازاتو او اسانتیاوو څخه ګټه واخلي.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي احمد بهروز وژل شویو او ټپي شویو عسکرو او د هغوی بچیانو ته د حکومت له خوا د پاملرنې ډېرېدا وستایله .

هغه وویل، «یو وخت داسې وو چې د شهیدانو کورنیو به د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره څو ورځې وخت لګاوه، خو د نوې کړنلارې په اساس، حالات ډېر ښه شوي دي. دا ښیي چې حکومت په دې برخه کې موجودې ننګونې درک کړې او د پرمختګ لپاره یې ګام پورته کړ.»

بهروز وویل، بل طرف ته طالبان د خپلو مړو شویو کسانو کورنۍ په ډاګ میدان پرېږدي.

هغه وویل، «زه ځینې داسې کورنۍ پېژنم چې زامن یې د طالبانو په لیکو کې وه. د هغوی د زامنو له مرګ څخه وروسته، بې وزلۍ هغوی مجبور کړي چې کابل ته راشي او ان په کوڅو کې خیرات وغواړي. د طالبانو مشران او قوماندانان له خپلو جنګیالیو څخه د جګړې د یوه ماشین په توګه کار اخلي او کله چې هغوی مړه شي بیا یې د کورنیو مسؤلیت پر غاړه نه اخلي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه له حکومت نه مننه کوم چې د افغان امنیتي ځواکونو د شهیدانو امتیازات یې زیات کړل، خو حکومت باید د عسکرو د تنخاګانو زیاتوالي ته هم پام وکړي، ځکه چې د افغان امنیتي منسوبینو تنخاګانې ډېرې کمې یعني له ۲۰۰ ډالرو څخه هم کمې دي چې حکومت یې په میاشت کې افغان امنیتي منسوبینو ته ورکوي.‌ حکومت باید امنیتي ځواکونو ته لږ تر لږه د میاشتې ۴۰۰ ډالر ورکړي چې هغوی په ارام ذهن خپل کارونه ترسره کړي.

ځواب ورکړئ

هیله ده کوشش وکړئ چې د افغانستان په هکله پرمختیایي خبرونه خپاره کړئ. هره ورځ جنګ وي، طالبان وي، القاعده وي او چاودنې وي چې دا زمونږ په روح او روان باندې منفي تاثیرکوي. په هېواد کې موجود حالات دومره هم بد نه دي لکه رسنۍ یې چې راپور ورکوي. په سلګونو ښه او هیله بخښونکي خبرونه موجود دي، خو رسنۍ هڅه کوي چې د جنګ خبرونه خپاره کړي. له هغه وخت نه چې زه په دې هېواد کې پیدا شوی یم، جنګ او وژنې روان دي. د خدای لپاره،‌ مونږ هم انسانان یو او حق لرو چې ژوند وکړو.‌ مونږ باید خوښ واوسو او هره ورځ خپله ورځ په خفه خبرونو باندې پیل نه کړو.

ځواب ورکړئ

د دفاعي او امنيتي ځواکونو غړو ته باید په ژوندوني د کورونو جوړولو لپاره نومرې ورکول شي یا اپارتمانونه ورته جوړ کړای شي او لګښت یې په تنخا کې ترې وګرځول شي. چې مړ شي بیا یې څه کوي؟ بله خبره دا ده چې د حکومت د وسله والو مخالفینو کونډې او یتیمان هم د افغانستان د خاورې بچیان دي، حکومت باید له هغوی سره هم مرسته وکړي. په دې توګه به له یوې خوا د هغوی د سوال کولو مخه ونیول شي او بلې خواته له حکومت سره د هغوی مینه پیدا شي خکه په پاکستان کې دا اوس هم د هغه هیواد د استخباراتي او پوځي ادارو له خوا د سپانسر شویو ادارو په اخبارونو او مجلو کې د افغانستان ملي اردو ته د کافرې او اجیرې اردو اصطلاحات کارول کیږي خو که له دغو کونډو او یتیمانو سره مرسته وشي زه باوري یم چې دا به د هغوی فکر بدل کړي.

ځواب ورکړئ

د حکومت دا کار د ستاینې وړ دی. د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو امتیازات باید لا نور زیات شي څو هغوی په صداقت سره د خپل هېواد خدمت وکړي.‌ خلک د افغان امنیتي ځواکونو له برکته په امن کې ژوند کوي.‌ که دا ځواکونه نه وای، خلک به نه وای توانېدلي چې ارام ژوند وکړي.

ځواب ورکړئ

له دې سره سره چې حکومت خپلو امنیتي منسوبینو ته امتیازات ورکوي، هغوی اوس هم خپلو وظایفو ته هومره ژمن نه دي لکه څومره چې طالب جنګیالي خپل نظام او مشرانو ته ژمن دي، دا په داسې حال کې ده چې هغوی له طالبانو څخه کومه تنخا یا امتیازات هم نه ترلاسه کوي.‌ که خبره د امتیازاتو شي او افغان عسکر په افغان حکومت کې یوازې د تنخا او امتیاز ترلاسه کولو لپاره خدمت کوي، دا به نتیجه ورنه کړي. هغوی باید پوه شي چې هغوی د دې لپاره خدمت کوي چې افغانستان خوندي کړي او دا چې د هغوی موجودیت د نظام لپاره مهم دی، او هغوی باید پوه شي چې د هغوی وینه به ضایع نشي او له هغوی څخه به د څه نوروهدفونو لپاره استفاده ونشي.‌ له بده مرغه چې یو شمېر افغان امنیتي منسوبین د پارلمان د وکیلانو، وزیرانو، زورواکانو او حتی د نڅاګرو ښځو په خدمت کې دي،‌ او له هغوی څخه فاسد خلک استفاده کوي. د یوه هېواد ملي اردو باید د نورو هېوادونو له خوا د یرغل پر ضد له خپل هېواد څخه دفاع وکړي او دا د ملي اردو اصلي وظیفه ده، او پولیس په هېواد کې تر ډېره د دې لپاره کار کوي چې نظم رامنځته کړي،‌ خو په افغانستان کې دغسې نه ده. ملي اردو همدارنګه د داسې کسانو امنیت هم نیسي چې هغوی د حکمتیار، عطامحمد نور، صلاح الدین رباني او نورو په څېر د حکومت ضد شعارونه ورکوي.‌ دغه راز، له ملي اردو څخه په پلټنو او د تلاشۍ پوستو کې هم استفاده کیږي چې دا کار به د ملي اردو مورال کمزوری کړي.‌ ملي اردو باید ښه مجهزه او دې ته چمتو وي چې په خپلو بېسونو باندې د دښمن د برید پر ضد لاس په کار شي، او هرکله چې دښمن برید کوي،‌ دوی باید د هغوی پر ضد ودرېږي.‌

ځواب ورکړئ