امنیت

افغانانو د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ورځ د امنیتي ځواکونو قربانۍ او اتلولي وستایلې

د عمر راپور

افغانانو د کب په ۹ - ۱۰مه د پروګرامونو په جوړولو سره د هېواد په بېلابېلو برخو کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ورځ ولمانځله، او د هېواد عسکرو او پولیسو ته یې د درناوي مراتب وړاندې کړل. [عمر/شمیل مشال]

هرات -- افغانانو تېره اونۍ د پروګرامونو په جوړولو سره د هېواد په بېلابېلو برخو کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ورځ ولمانځله، او د هېواد عسکرو او پولیسو ته یې د درناوي مراتب وړاندې کړل.

د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ورځ چې هر کال د کب په ۹مه لمانځل کیږي، په لومړي ځل په ۱۳۹۶ کې ولمانځل شوه څو د افغانستان د خوندي کولو او په کې د امنیت برابرولو له امله د امنیتي ځواکونو هڅې وستایل شي.

په هرات ښار کې، اوسېدونکي د کب په ۹مه لارو او کوڅو ته ووتل او له امنیتي منسوبینو څخه یې ملاتړ څرګند کړ.

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال امید ناب وویل، ځایي خلکو امنیتي ځواکونو ته ګلان ورکړل چې له هغوی څخه د افغانانو د ازادۍ د خوندي کولو او د هېواد د خپلواکۍ په لاره کې د مبارزې له امله مننه وکړي.

د بادغیس ولایت یو اوسېدونکی د کب په ۱۰مه د ولایت په مرکز قلعه نو کې د افغان ملي اردو د عسکرو ستاینه کوي. [شمیل مشال]

د بادغیس ولایت یو اوسېدونکی د کب په ۱۰مه د ولایت په مرکز قلعه نو کې د افغان ملي اردو د عسکرو ستاینه کوي. [شمیل مشال]

په کندوز کې ښځې د کب په ۱۰مه په کندوز ولایت کې په ۲۱۷ پامیر قول اردو کې افغان امنیتي ځواکونو ته ګلان ورکوي. [هدایت الله]

په کندوز کې ښځې د کب په ۱۰مه په کندوز ولایت کې په ۲۱۷ پامیر قول اردو کې افغان امنیتي ځواکونو ته ګلان ورکوي. [هدایت الله]

هغه وویل، ټول افغانان په ځانګړې توګه نوی نسل د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي او د هغوی تر څنګ ولاړ دي.

ناب زیاته کړه، «امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د هغو دښمنانو پر ضد د جنګ کولو له لارې د هېواد دفاع کوي چې هڅه کوي افغانستان ویجاړ کړي او افغانان ووژني.»

هغه وویل، «موږ به هېڅکله هم خپل امنیتي ځواکونه پرې نه ږدو. که اړتیا شي، موږ به حتی وسلې واخلو او د هغوی تر څنګ به د دښمنانو پر ضد وجنګیږو.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي بهزاد تیموریان وویل، «امنیتي ځواکونو ثابته کړې ده چې هغوی به د هېواد د دفاع په لار کې خپل ځانونه قرباني کړي او موږ د دې لپاره کوڅو ته راوتلي یو چې د هغوی د قربانیو ستاینه وکړو.»

هغه زیاته کړه، «موږ به د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي پورې د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو او د هغوی تر څنګ به ودریږو. ټول خلک باید د امنیتي ځواکونو تر څنګ ودریږي... یواځې د یوې ورځې لپاره نه بلکې د تل لپاره.»

هغه وویل، امنیتي ځواکونو او افغان عسکرو د سولې د ساتنې لپاره غټې قربانۍ ورکړي دي، او زیاته یې کړه چې د هغوی د هڅو له برکته طالبانو د سولې د خبرو له ترسره کولو سره موافقه وکړه او اوس په افغانستان کې دایمي سولې ته هیلې راټوکېدلي دي.

سوله خوندي کول

په بادغیس او فراه ولایتونو کې هم ځایي چارواکو، دینی عالمانو او اوسېدونکیو د کب په ۱۰مه د دغې ورځې په مناسبت جوړو شویو پروګرامونو کې برخه واخیستله.

د فراه والي محمد شعیب ثابت په فراه ښار کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ورځې په یوه یادغونډه کې وویل، د طالبانو له نسکورېدلو راهیسې په نژدې دوه لسیزو کې، امنیتي ځواکونو ښودلې چې هغوی د افغانانو د ښېرازۍ او هغوی ته د سولې د راوستلو لپاره سخت کار کړی دی -- دغو هڅو اوس نتایج ورکړي دي.

هغه له طالبانو سره یوه اورکم ته په اشارې سره چې د کب په ۳مه پيل شو، زیاته کړه، «په تاوتریخوالي کې د یوې اونۍ په مخه کموالي ثابته کړه چې افغانان له جګړې څخه ستړي دي او تلپاتې سوله غواړي

هغه وویل، «راتلونکې سوله تر ډېره د امنیتي ځواکونو د ورکړو قربانیو له برکته ده. که زموږ د پوځ هڅې نه وای، سولې ته به هېڅ هیله نه وای.»

ثابت وویل، «امنیتي ځواکونه هره ورځ قربانۍ ورکوي چې د دې هېواد تمامیت او استقلال خوندي کړي. افغان ملت به هېڅکله هم د هغوی قربانۍ هېرې نه کړي.»

هغه وویل، یواځې امنیتي ځواکونه کولی شي چې سوله راولي او خوندي یې کړي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي احمد ضیا علیزي وویل، «امنیتي ځواکونه د دښمن مخې ته ولاړ دي او هره ورځ قربانۍ ورکوي چې زموږ له خاورې څخه دفاع وکړي. موږ نه غواړو چې امنیتي ځواکونه نور خپل ژوند له لاسه ورکړي او غواړو چې هغوی خوندي وي.»

هغه وویل، افغانان له جګړې او وینه تویېدنې څخه ستړي شوي او په خپل هېواد کې یوه تلپاتې سوله غواړي.

په ولسي جرګه کې د بادغیس ولایت یوه استازي ضیاءالدین اکازي وویل، «که امنیتي ځواکونه نه وای، افغانستان به هم نه وه. امنیتي ځواکونه د جګړې په ډګرونو کې د ترهګرو او دښمنانو پر ضد په جنګ کولو سره د افغانانو ارزښتونه او لاسته راوړنې خوندي کوي.»

هغه وویل، طالبانو د امنیتي ځواکونو په زور دا ومنله چې د سولې پروسې سره یوځای شي، او زیاته یې کړه چې اورپکو ډېره هڅه وکړه چې ښارونه او ولسوالۍ ونیسي خو ناکام شول، او په نتیجه کې مجبور شول چې اوربند او د سولې خبرې وکړي.

د افغانانو ملاتړ

د هرات امنیه قوماندان جنرال نظام الدین پاچا په هرات ښار کې په پروګرام کې وویل، «امنیتي ځواکونه د هغه ملاتړ او همکارۍ له برکته چې خلک یې ورسره کوي بریالي دي. که ملکي خلک زموږ ملاتړ ونه کړي، امنیتي ځواکونه ډېر څه نشي کولی.»

هغه وویل، د ولس ملاتړ د خلکو او هېواد د ښې دفاع لپاره د عسکرو مورال قوي کوي.

هغه زیاته کړه، «موږ افغانانو ته ډاډ ورکوو چې موږ به د هغوی د سر، مال او ارزښتونو دفاع وکړو. موږ به هیچا ته هم اجازه ورنه کړو چې زموږ په ملي ارزښتونو او ګټو باندې برید وکړي. لکه څنګه چې په تېرو ۲۰ کالونو کې ښودل شوې ده، امنیتي ځواکونه چمتو دي چې د افغانستان د دفاع او د امنیت د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ورکړي.»

په هرات ولایت کې د افغان ملي اردو یوه افسر بریدمل عبدالرحیم رحماني وویل، «امنیتي ځواکونه چې هر چېرې تللي، افغانانو یې ملاتړ کړی دی. د خلکو ملاتړ زموږ مورال قوي کوي او موږ ته دا احساس راکوي چې موږ یواځې نه یو.»

هغه زیاته کړه، «زه افغانانو ته ډاډ ورکوم چې موږ به خپله هڅه وکړو چې د خپلې وینې تر وروستی څاڅکي پورې امنیت وساتو.»

په بادغیس ولایت کې د افغان ملي اردو یوه افسر بریدمل ذبیح الله وویل، د افغانانو له خوا تشویق د هغوی د بریا اصلي عامل دی.

هغه زیاته کړه، «موږ ... د هغه ملاتړ قدر کوو چې په بادغیس کې یې خلک له موږ سره کوي. د عسکرو د مورال د پیاوړتیا بهترینه لاره د عامو خلکو ملاتړ دی.»

هغه زیاته کړه، د ځایي خلکو ملاتړ عسکر تشویقوي چې د ترهګرو پر ضد خپله جګړه پرمخ بوځي او له خپل هېواد څخه په بهتر ډول دفاع وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د کب ۹مه د افغان امنیتي ځواکونو لپاره یوه ښه ورځ ده.‌

ځواب ورکړئ

افغان عسکر د افغانستان قوي مټې دي. افغانان سوله د دغو مخلصو او زړورو عسکرو تر سیوري لاندې ویني. د دغو عسکرو په سر سازش د خلکو لپاره د منلو وړ نه دی. یو عسکر چې اصلاً د هلمند اوسېدونکی دی هغه د دې لپاره جنګ کوي چې د کندوز اوسېدونکیو ته نجات ورکړي. یو عسکر چې د اروزګان اوسېدونکی دی هغه د دې لپاره جنګ کوي چې کندهار ته نجات ورکړي. دا ټول داسې شواهد دي چې د هغوی د سرونو قرباني او د افغانستان په وړاندې ژمنه او تعهد په ګوته کوي. مونږ هیله لرو چې مونږ به نور د افغان عسکرو مرګ ونه وینو، خو مونږ هیله لرو چې د افغانستان د قسم خوړلیو دښمنانو شرمېدل په خپلو سترګو ووینو.‌ افغان عسکرهېڅ قوم او نژاد پورې تړلي دي نه دي، بلکې هغوی د افغانستان ټولو خلکو پورې تړلي دي. مونږ باید د خپل هېواد د عسکرو د قربانیو درناوی وکړو.‌

ځواب ورکړئ

مونږ غواړو چې زمونږ خلک زمونږ د عسکرو د اخلاص ملاتړ وکړي، او مونږ له حکومت څخه تمه لرو چې زمونږ امنیتي ادارې له فساد څخه خلاصې کړي څو یو خپلواک افغانستان ولرو. کله چې یو عسکر د خپلې کورنۍ لپاره ډوډۍ ونه لري نشي کېدای چې هغه یو ښه عسکر واوسي، کله چې یو عسکر د خپل سبا په هکله مطمئن نه وي نشي کېدای چې هغه یو ښه جنګیالی جوړ شي، او کله چې یو عسکر دا احساس نه کړي چې حکومت هغه ته څومره اړتیا لري یا یې څومره عزت کوي هغه عسکر یو ښه جنګیالی نشي جوړېدلی.‌

ځواب ورکړئ

افغانستان داسې یو هېواد دی چې له ۴۰ کالو راهیسې په کې جنګ روان دی. د دې جنګ یوازنی سبب دا وو چې مونږ ملي اردو نه لرله.‌ زمونږ ملي اردو ویجاړه شوې وه،‌ چې په نتیجه کې یې په میلیونونو خلک په دې هېواد کې شهیدان شول. اوس چې مونږ یوه قوي اردو لرو، مونږ باید افتخار پرې وکړو، او قربانۍ یې وستایو.‌

ځواب ورکړئ