امنیت

افغانانو د عسکرو دا ژمنې چې 'د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي' پورې به له هېواد څخه دفاع وکړي، وستایلې

د عمر راپور

افغانانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کب په ۹ مه د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ملي ورځ ولمانځله، او د ملت وسله وال ځواکونه او د سولې لپاره د هغوی ورکړې قربانۍ یې وستایلې. [عمر/خالد زېری]

هرات -- افغانانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پنجشنبې په ورځ /د کب ۹ مه/ د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ملي ورځ ولمانځله، او د ملت وسله وال ځواکونه او د سولې لپاره د هغوی ورکړې قربانۍ یې وستایلې.

افغان حکومت له ۱۳۹۵ کال راهیسې دغه ورځ لمانځي.‌

په هرات کې سږ کال، له ۲۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي او محلي مقامات د افغان ملي اردو په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې راغونډ شول چې د امنیت ساتنې په برخه کې د امنیتي ځواکونو هڅې او د ترهګرۍ پر ضد د هغوی مبارزه وستایي.

د افغان ملي اردو، افغان ملي پولیسو او د ملي امنیت ریاست په شمول له ۳۰۰۰ څخه ډېر منسوبین له هغوی سره یو ځای شول چې خپل پوځي مهارتونه یې وښودل او د امنیتي او نورو حکومتي چارواکو په وړاندې یې رسم ګذشت ترسره کړ.

افغان نجونې د کب په ۹ مه د هرات ولایت په هرات ښار کې د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو عسکرو ته ګلان ورکوي. [عمر]

افغان نجونې د کب په ۹ مه د هرات ولایت په هرات ښار کې د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو عسکرو ته ګلان ورکوي. [عمر]

افغان ورزشکاران د کب په ۹ مه په لغمان ولایت کې د افغان ملي اردو په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو لپاره د مراسمو په ترڅ کې خپل مهارتونه ښیي. [خالد زېری]

افغان ورزشکاران د کب په ۹ مه په لغمان ولایت کې د افغان ملي اردو په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو لپاره د مراسمو په ترڅ کې خپل مهارتونه ښیي. [خالد زېری]

محلي مقامات د کب په ۹ مه په کندوز ولایت کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغان ځواکونو زړورتیا او قربانۍ ستایي. [د کندوز د والي د رسنیو دفتر/فیسبوک]

محلي مقامات د کب په ۹ مه په کندوز ولایت کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغان ځواکونو زړورتیا او قربانۍ ستایي. [د کندوز د والي د رسنیو دفتر/فیسبوک]

په دغو نندارو کې افغان هوایي‌ ځواک هم برخه واخیستله.

ملاتړ ښودل

په هرات کې، ښځو او ماشومانو امنیتي منسوبینو ته د ګلانو ګېډۍ ورکړې چې له هغوی څخه ملاتړ څرګند کړي او له هغوی څخه یې د هېواد د دفاع په برخه کې مننه وکړه. محلي خلکو، ټپي شویو امنیتي منسوبینو ته د وینې ورکولو په شمول، د بېلابېلو کمپاینونو په تنظیمولو سره، له امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ څرګند کړ.

د هرات ښار یوې اوسېدونکې، حمیدې حیدري، چې ۲۸ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «نن ورځ، مونږ ټول د دې لپاره راټول شوي یو چې له خپلو امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ څرګند کړو، او هغوی ته اطمینان ورکړو چې هغوی یوازې نه دي،»

«هغوی باید پوه شي چې ټول خلک د هغوی ملاتړ کوي، او هغوی خپله خوشحالي سره شریکوي.»

د هرات ښار یوې ۱۷کلنې اوسېدونکې روهینې عالمي سلام ټایمز ته وویل، «مونږ دلته د دې لپاره راغلي یو چې د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو، دا ځواکونو زمونږ لپاره قربانۍ ورکوي او ډېر زحمت وباسي. مونږ له خپلو ټولو ملي امنیتي ځواکونو څخه مننه کوو.»

د هرات ښار یوې ۳۵ کلنې اوسېدونکې، شیرین حلیمي وویل، «زه غواړم چې د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړم ځکه چې هغوی زمونږ د امنیت په ساتلو کې ډېرې ستونزې ګاللې دي،»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ امنیتي ځواکونه زمونږ د دفاع لپاره خپل ژوند قرباني کوي، او مونږ په هغه څه ډېر قانع یو چې هغوی یې کوي،»

د هرات د ولایتي شورا رییس، کامران علیزي، سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ خلک د مسؤلیت احساس کوي، او هغوی د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي، او څو چې هغوی ژوندي وي هغوی به د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي،»

له افغانستان څخه دفاع کول

د امنیتي ځواکونو په وینا، افغان امنیتي ځواکونو وکولی شوای چې په لوېدیځه زون کې د ولسوالیو په مرکزونو او ښارونو د طالبانو په سلګونو بریدونه شنډ کړي او د دې مخه یې ونیوله چې اورپکي خپله تر کنټرول لاندې ساحه پراخه کړي.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال نورالله قادري سلام ټایمز ته وویل،‌ «په لوېدیځ زون کې امنیتي ځواکونه د تېرو کلونو په نسبت ډېر پیاوړي شوي دي،»

هغه وویل، «مونږ ویاړلي هوایي ځواکونه، کمانډو ځواکونه او د ملي امنیت ځانګړی ځواک لرو، او ټولو امنیتي ځواکونو ښې لاسته راوړنې لرلې دي،»

قادري وویل، «د افغانستان دښمنانو غوښتل چې په ۱۳۹۷ کې ولسوالۍ، ښارونه او لویې لارې ونیسي، خو زمونږ ځواکونو د عامو خلکو په ملاتړ د دښمنانو پر ضد جنګ وکړ او هغوی ته یې ماتې ورکړه،»

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ پوځ او جنرالانو ثابته کړې چې هغوی زمونږ د هېواد له هرې لوېشتې څخه دفاع کوي، او زه غواړم چې ولس ته ووایم چې په لوېدیځ زون کې زمونږ ګډ ځواکونه غټې وړتیاوې لري،»

هغه وویل، «که اړتیا ولیدل شي، زه به پخپله وسلې ته لاس کړم او زمونږ د جنرالانو تر قوماندې لاندې به د دښمن پر ضد وجنګېږم،»

د افغان کمانډو یوه عسکر جګړن عبدالرزاق سلام ټایمز ته وویل، «مونږ به د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي پورې د افغانستان د دښمنانو پر ضد جنګ وکړو،»

د سرحدي امنیتي ځواکونو یوه افسر امیر سلیمانخېل سلام ټایمز ته وویل، «زه د یوه عسکر په توګه، افغانانو ته اطمینان ورکوم چې زه به د هېواد په دفاع کې له هېڅ قربانۍ څخه شاته نشم،»

هغه وویل، «زه به د وینې تر وروستي څاڅکي پورې د افغانانو، زمونږ د هېواد، زمونږ د ګډ‌ کلتور او ملي ارزښتونو دفاع وکړم،»

د هرات ولایت امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل سلام ټایمز ته وویل، «مونږ له خپل وطن او وقار څخه دفاع کوو. مونږ هر چاته ښه راغلاست وایو او هغه څوک چې ریښتني افغانان وي او غواړي چې له خپلو خلکو سره یوځای شي، زمونږ غېږې ورته پرانستې دي.»

په ننګرهار کې د عسکرو درناوی

په ننګرهار ولایت کې هم افغانانو د جلال اباد ښار په شېرزي لوبغالي کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ورځ ولمانځله. ځایي خلکو په خپلو مخونو د افغانستان د بیرغ رنګونه لګولي وو، نورو بیا خپل ځانونه په بیرغونو پوښلي ول.‌

د افغان ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد زمان وزیري په غونډه کې وویل، «مونږ په ننګرهار کې داعش ته ماتې ورکړه او ډېرې سیمې مو له طالبانو څخه پاکې کړې، مونږ د هر دښمن په وړاندې په قوت سره ولاړ یو، او مونږ هوډ لرو چې د دښمن پر ضد جنګ وکړو او ویې وژنو،»

هغه وویل، «هغه ستره مینه چې ولس یې زمونږ زړورو ځواکونو ته ورکوي، هغه زمونږ مورال پیاوړی کوي او مونږ ته دا وړتیا راکوي چې خپل دښمن سخت ووهو،»

په دغو مراسمو کې قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او د مدني ټولنې فعالانو برخه اخیستې وه او په یوه خوله یې له امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلام کړ.‌

دیني عالم مولوي نعمت الله د مراسمو په ترڅ‌ کې وویل، «په هغو دې لعنت وي چې د خپلو امنیتي ځواکونو په مړو د جنازې لمونځ نه کوي. مونږ په خپلو ټولو عسکرو ویاړو، او مونږ له هغوی سره ولاړ یو،»

هغه وویل، «هر وخت چې هغوی مونږ ته اړتیا لري، مونږ به اوږه په اوږه له هغوی سره ولاړ اوسو،»

یوه پولیس افسر،‌ ډلګۍ مشر حمیدالله، سلام ټایمز ته وویل، «زه په دې افتخار کوم چې زه یو عسکر یم، او زه له خپل هېواد او ملت څخه دفاع کوم. کله چې زه د هغوی مینه وینم، ماته الهام رابخښي او زمونږ مورال لا نور پیاوړی کوي.»

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو یوه عسکر رحیم الله د لمانځنو په ترڅ کې سلام ټایمز ته وویل، «زما یو ورور په اردو کې شهید شو، او زه د دې هېواد دفاع ته ولاړ یم. زه په دې ویاړم چې د خپل هېواد او خلکو دفاع کوم.»

[له جلال اباد څخه خالد زېري د دې راپور په برخه کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500