امنیت

تهران د فاطمیون د وژل شویو غړو د کورنیو لپاره د استوګنې د نومرو تشې ژمنې کړي

د نجیب الله راپور

په دې عکس کې چې اورپکې ډلې د چنګاښ په میاشت کې خپور کړی، د فاطمیون ځوان غړي د ایران په مشهد ښار کې د رضوي زیارت مخې ته لیدل کیږي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې اورپکې ډلې د چنګاښ په میاشت کې خپور کړی، د فاطمیون ځوان غړي د ایران په مشهد ښار کې د رضوي زیارت مخې ته لیدل کیږي. [آرشیف]

کابل -- تهران ژمنه کړې چې د هغو کسانو کورنیو ته د استوګنې نومرې ور ووېشي چې په سوریه کې په فاطمیون لوا کې د خدمت کولو پر وخت وژل شوي دي. ډېر خلک د ایراني رژیم دا کار د هغو کډوالو د دوکه کولو هڅه بولي چې په ایران کې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

فاطمیون لوا د افغان ملېشو یو ګروپ دی چې د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکیو له خوا جوړشوی، حمایه شوی او لارښوونه یې کېږي.

محلي رسنیو د ایراني چارواکو له قوله راپور ورکړی چې هرې څلور کسیزې کورنۍ ته به چې یو غړی یې په ملېشه کې د خدمت کولو پر وخت له لاسه ورکړی دی ۲۰۰ مربع متره نومره ورکړي.

په تهران کې د بسیج (د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکیو نیمه پوځي ځواک) قوماندان سید حمید قریشي د تلې په ۲۲مه د ایران دولتي خبري اژانس دفاع ته وویل، «په ټول هېواد کې به د فاطمیون لوا د شهیدانو کورنۍ د استوګنې نومرې ترلاسه کړي. په لومړي پړاو کې به هغه کورنۍ چې په تهران ولایت کې اوسېږي له دې پروژې څخه برخمن شي.»

ماشومان د تلې په ۱۸مه د ایران په مشهد ښار کې په یوه غونډه کې چې د فاطمیون د یوه وژل شوي غړي په یاد جوړه شوې ده برخه اخلي. د ایران رژیم ډیری وخت له داسې غونډو څخه د پیسو، استوګنځیو او ملکیت له ژمنو سره یوځای، استفاده کوي ترڅو ځوان افغانان دې ته وهڅوي چې له ملېشې سره یوځای شي. [آرشیف]

ماشومان د تلې په ۱۸مه د ایران په مشهد ښار کې په یوه غونډه کې چې د فاطمیون د یوه وژل شوي غړي په یاد جوړه شوې ده برخه اخلي. د ایران رژیم ډیری وخت له داسې غونډو څخه د پیسو، استوګنځیو او ملکیت له ژمنو سره یوځای، استفاده کوي ترڅو ځوان افغانان دې ته وهڅوي چې له ملېشې سره یوځای شي. [آرشیف]

افغانان وایي،‌ دا هسې تشې ژمنې دي

په کابل پوهنتون کې د حقوقو پوهنځي یوه استاد فاروق بشر وویل، «دا بدمرغي ده چې ایرانیان افغانان جنګ ته لېږي.‌ هغوی افغانانو ته د نومرو، استوګنځایونو او نورو امتیازاتو د ورکولو ژمنې ورکوي، خو کله چې هغوی شهیدان شي... څوک یې پروا هم نه کوي.»

افغان چارواکي وایي، تهران باید په نیابتي جنګونو کې له افغانانو څخه استفاده ودروي.‌

په ولسي جرګه کې د پکتیکا ولایت یوه استازي نادرخان کټوازي وویل، «موږ له ایران څخه څو ځلې وغوښتل چې د افغان کډوالو له نهیلي حال څخه ناوړه استفاده ونه کړي او هغوی په فاطمیون لوا کې استخدام نه کړي.»

هغه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) ته په اشارې وویل، «دا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د کډوالو له کنوانسیون څخه یوه سرغړونه ده.»

هغه وویل، «ایران یو زیات شمېر افغانان جنګ ته لېږلي او شهیدان کړي دي. افغان کډوال په یوه نهیلي اقتصادي حالت کې دي. ایرانیانو هغوی ته ۳۸۵۰۰ افغانۍ (۵۰۰ ډالر) ورکول، او هغوی په فاطمیون لوا کې له استخدام کېدلو څخه پرته بله لاره نه لري.»

تر پښو لاندې شوي حقونه

شنونکي وایي، د ایران رژیم تل د افغان کډوالو له حقونو څخه سرغړونه کړې ده،‌ او په فاطمیون لوا کې د هغوی اجباري خدمت د دغو سرغړونو یو ښکاره دوام دی.‌

د ایراني رسنیو او حکومتي چارواکو له خوا د ورکړل شویو معلوماتو په اساس، د سوریې په جنګ کې د ځینې ماشومانو په ګډون شاوخوا ۲۰۰۰ افغانان وژل شوي دي.‌

د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي پخواني استاد بشر د ایراني رژیم له خوا له نهیلو کډوالو څخه ناوړه استفاده وغندله.‌

هغه وویل، «د افغانستان حکومت باید دې مسئلې ته په جدي نظر وګوري ترڅو ایران له کډوالو څخه ناوړه استفاده ونه کړي، ځکه چې کډوال خپل حقونه لري.»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ ومنله چې د افغان کډوالو استخدام د دې لپاره ترڅو په وسله واله شخړه کې جنګ وکړي له بشري حقونو څخه یوه سرغړونه ده.

هغه وویل، «داسې ښکاره نړۍ وال اسناد شته چې د کډوالو حقونه خوندي کوي. له کډوالو څخه هره ناوړه استفاده له بشري حقونو څخه سرغړونه بلل کیږي، او د وسله والو شخړو لپاره د هغوی استخدام د هغوی د بشري حقونو ماتول ګڼل کیږي.»

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو د وزارت ویاند رضا باهر وویل، «موږ له کوربه هېوادونو څخه غوښتي چې هېڅکله له کډوالو څخه په سیاسي او امنیتي مسایلو کې استفاده ونه کړي.»

هغه وویل، «کډوالي یو بشري او ټولنیز حالت دی، او له دې امله، هیڅوک هم باید د کډوالو له نهیلي حالت څخه استفاده ونه کړي.»

باهر وویل، «موږ په دې برخه کې له پاکستان سره هوکړه لرله -- چې هغوی باید لږ تر لږه په سیاسي او پوځي چارو کې د کډوالو له دخیلولو څخه ډډه وکړي -- او هغوی دا کار وکړ، خو په ایران کې دا مسئله ان له پخوا څخه موجوده وه، او اوس هم روانه ده.»

هغه وویل، په فاطمیون لوا کې د جنګ کولو لپاره د افغان کډوالو استخدام «د کډوالو له نهیلي حالت څخه ناوړه استفاده ده. موږ د دپلوماتیکو چینلونو له لارې غوښتي چې دا کار ودرول شي.»

افغانستان ته د فاطمیون ګواښ

بشر وویل، د فاطمیون لوا ګواښ له سوریې څخه اوړي، ځکه چې هغه د افغانستان راتلونکي ته هم ګواښ پېښوي.‌

هغه وویل، «په هېواد کې درزونه او قوم پالنه په ډېرېدلو دي، او که دا ونه درول شي، فاطمیون کولی شي چې د یوه اورپکي ګروپ په توګه افغانستان ته هر زیان ور ورسوي.»

نوموړي وویل، «هېواد ته د دغو ځواکونو راستنېدل د افغانستان او خلکو لپاره خطرناک دي.»

کټوازي ومنله چې د هغو افغانانو چې په فاطمیون کې یې خدمت کړی دی راستنېدل هېواد له خطر سره مخامخوي‌.

هغه وویل، «هغه افغانان به چې په فاطمیون کې یې جنګ کړی دی د شیعه ګانو او سنیانو تر منځ درزونه پراخ کړي، په داسې حال کې چې موږ مسلمانان یو او کوم مذهبي درز نشو منلی.»

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د حقوقو محصل زلمي رسولي وویل، تهران له فاطمیون څخه د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د خپلو ګټو د پرمخ بولو لپاره کار اخلي.‌

هغه وویل، «کله چې د ایران د ګټو خبره راشي، ایران به له فاطمیون لوا څخه داسې استفاده وکړي چې په افغانستان کې هم تخریبي فعالیتونه ترسره کړي او دا د هېواد د راتلونکي لپاره خطرناک دی.»

رسولي وویل، «که ایران خپل ځان یو اسلامي هېواد او ښه ګاونډی بولي، نو باید د افغان کډوالو له نهیلي حالت څخه ناوړه استفاده ونه کړي او داسې جنګ ته یې ونه لېږي چې هلته هغوی ووژل شي.»

هغه وویل، «دا به د هغو کسانو لپاره چې له جنګ څخه یې پیسې ترلاسه کړې دي... سخته وي چې عادي ژوند ته ستانه شي، او د افغانستان د راتلونکي لپاره به ګواښ رامنځته کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانانو ستونزه دا ده چې د اسلام له مقدس دین څخه خبر نه دي او ځینې تش په نامه اسلامي ګوندونه او سازمانونه د هغوی له ناپوهۍ څخه ناوړه استفاده کوي او هغوی د خپلو هدفونو د ترسره کولو لپاره جنګ ته سوقوي. د ایران خلکو ولې د سوریې او عراق په جنګونو کې برخه وانه خیستله چې د افغانستان خلکو برخه اخیستله؟ د شیعه ګانو شمېر په ایران کې ډېر دی که په افغانستان کې؟‌ په ایران کې له ۵۰ میلیونو څخه ډېر شیعه ګان ژوند کوي، خو یوه یې هم د عراق او سوریې په جنګ کې برخه نه ده اخیستې، خو د افغانستان ټول شیعه ګان له درې میلیونو څخه لږ دي، لاکن د دغو بدبختو هزاره ګانو په زرونو کسان په سوریه او عراق کې په هغو هېوادونو کې د ایران د هدفونو د پوره کولو لپاره جنګ کوي، او د هغوی په زرونو کسان وژل شوي او معلول شوي دي.

ځواب ورکړئ

د ټي اېس ټي له خوا د بیدارولو یوه بله ټوټه! افغان حکومت نه دا ځواک لري او نه هم انګېزه چې د فاطمیون پر ضد چې د ایران د فارسي صفوي حلقاتو له خوا چلول کیږي جګړه وکړي. غټ خلک لکه د ولسمشر مرستیال ښاغلی دانش، ښاغلی محقق، مېرمن سمر، ښاغلی بهزاد، ښاغلی خلیلي، ښاغلی داودزی او داسې نور د فاطمیون د پروژې لپاره نېغ په نېغه لابي کوي او ګټه ترې پورته کوي. تهران بریالی شو چې د فاطمیون له لارې په افغانستان کې د داعش لپاره لاره هواره کړي. عادي بې دفاع افغانان، په ځانګړې توګه هزاره افغانان د خپل ژوند او کورنیو د قرباني کېدلو قېمت پرې کوي. په حکومت کې د فاطمیون لابي ګران خوښ دي چې په افغانستان کې دننه او په پاکستان کې په هزاره افغانانو باندې بریدونه وشي. ولې؟ ځکه چې ځینې هزاره افغانان ښایي د خلاصون یوازنۍ لاره دا وګڼي چې له فاطمیون سره یوځای شي او انتقام واخلي. د ورځې په پای کې به ګټه څوک کوي؟ تهران، الاسد، پوتین، بیجینګ او په افغانستان کې محلي لابي ګران. تاوانیان څوک دي؟ عادي سوریایان، عراقیان، لبنانیان، پاکستانیان، افغانان. ټي اېس ټي! تاسو یوه ښه وظیفه ترسره کوئ! خدای دې پر تاسو رحم وکړي! زنده باد! کور ودان!

ځواب ورکړئ

که د دوی هېواد امن وای، ولې به ایران او پاکستان ته تلل؟

ځواب ورکړئ

بس له هر خوا دغه بدبختی په افغانانو راغلی. یو شمیر یې پاکستان غلوي او یو شمیر یې ایران غلوي او یو شمیر یې روسیه او امریکا. زموږ ټول مشکل اقتصاد دی. که چیره زموږ اقتصاد لکه د نورو هیوادونو خکلو جوړ وای نو موږ به ولی د پردیو ګټو لپاره جنګیدو. له ټول افغانانو نه مې هیله داده چې را ځی د تفرقه ای څخه لاس واخلو و د خپل هیواد د اقتصاد ودې لپاره کار وکړو تر څو خپل خلک د فقر او بی وزلی څخه وژغورو.

ځواب ورکړئ

د فاطمیونو په څېر خلک چې په سوریه او عراق کې د ایران د ګټو لپاره جنګ کوي کم عقل دي.‌ که د ایران حکومت هغوی ته د جنګ په بدل کې د پیسو او د استوګنې د کورونو د ورکولو ژمنه کړې وي، د هغوی جنګ غیرمشروع دی، ځکه هر څوک چې د پيسو په خاطر جنګ کوي او خلک وژني هغه په دوزخ کې اچول کیږي، او هغوی احمقان دي ځکه چې ایران له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی. څنګه کېدی شي چې ایران په خپل هېواد کې په زرونو افغانانو ته پیسې او کورونه ورکړي؟ هغوی باید پوه شي چې ایران هغوی غولوي او په زرونو دغه بدبخت افغانان ووژل شول او په زرونو نور ټپي او معلول شول. اوس هغوی په پیسو څه وکړي؟‌ آیا پیسې او کورونه کولی شي چې هغوی راژوندي کړي؟ آیا پیسې او کورونه کولی شي چې د دغو معلولو خلکو تداوي وکړي؟

ځواب ورکړئ