امنیت

فاطمیون جنګیالي د افغانستان د سولې نازک بهیر ته ستر خطر بلل کیږي

د سلیمان راپور

د فاطمیون لوا غړي د تلې په میاشت کې د ایران په مشهد ښار کې راټول شوي چې د امام رضا شهادت ولمانځي. [آرشیف]

د فاطمیون لوا غړي د تلې په میاشت کې د ایران په مشهد ښار کې راټول شوي چې د امام رضا شهادت ولمانځي. [آرشیف]

کابل -- شنونکي او حکومتي چارواکي وایي، تهران پلان لري چې د فاطمیون لوا جنګیالي چې له سوریې څخه افغانستان ته راستنېږي د تاوتریخوالي د زیاتولو او د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې د تاریخي هوکړې د کمزوري کولو لپاره وکاروي.

دغه جنګیالي، چې اصلا سوریې ته د دې لپاره لېږل شوي وو چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم په ګټه جنګ وکړي، د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا د هغو افغان کډوالو له منځه استخدام شوي ول چې په ایران کې د مهاجرت ژوند کوي.

اوس چې د شنبې په ورځ /د کب ۱۰مه/ د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شوې ده، تهران کولی شي چې د فاطمیون له غړو څخه د هېواد د بې ثباته کولو لپاره کار واخلي.

په کابل کې د پوځي چارو یوه شنونکي یوسف امین ځاځي وویل، «موږ ټولو شاهد وو چې ایران د ۱۳۷۰مو کالونو په ترڅ کې یوې ډلې ته مالي او پوځي ملاتړ برابراوه، او افغانان اوس هم اندېښمن دي چې ایران ښایي له افغانستان څخه د نړۍ والو ځواکونو په وتلو سره یو ځل بیا ګډوډي جوړه کړي.»

د فاطمیون لوا غړي او ملاتړي د ایران په مشهد کې راټول شوي چې د اسلامي جمهوریت ۴۱مه کلیزه ولمانځي. تورن جنرال قاسم سلیماني چې د سټېج شاته یې عکس لګېدلی دی د افغان ملېشې د جوړونې طراح وو. [ارشیف]

د فاطمیون لوا غړي او ملاتړي د ایران په مشهد کې راټول شوي چې د اسلامي جمهوریت ۴۱مه کلیزه ولمانځي. تورن جنرال قاسم سلیماني چې د سټېج شاته یې عکس لګېدلی دی د افغان ملېشې د جوړونې طراح وو. [ارشیف]

په دې عکس کې چې د کب په ۱ اخیستل شوی،‌ خلک د ایران په مشهد ښار کې راټول شوي چې د فاطمیون لوا هغه دوه غړي ښخ کړي چې په سوریه کې وژل شوي دي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې د کب په ۱ اخیستل شوی،‌ خلک د ایران په مشهد ښار کې راټول شوي چې د فاطمیون لوا هغه دوه غړي ښخ کړي چې په سوریه کې وژل شوي دي. [آرشیف]

هغه وویل، «هغوی [تهران] کولی شي چې په افغانستان باندې د خپل نفوذ د زیاتولو لپاره فاطمیون لوا تنظیم کړي او ملاتړ یې وکړي او خپلو امنیتي موخو ته ځان ورسوي.»

ځاځي وویل، «دا چې د فاطمیون لوا جنګیالیو په سوریه کې د پیسو او د ایران د ګټو لپاره جنګ کاوه،‌ داسې اندېښنې شته چې دغه ډله به یوه ورځ په افغانستان کې د ایران د ګټو د خوندي کولو او د پیسو او قدرت د ترلاسه کولو او مذهبي مسایلو لپاره جنګ وکړي.»

د سولې د هوکړې له لاسلیکېدلو څخه یوه ورځ مخکې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تهران ته خبرداری ورکړ چې له طالبانو سره کېدونکې هوکړه خرابه نه کړي.

پمپیو وویل، «ایران له پخوا راهیسې په افغانستان کې د یوه ویجاړوونکي په توګه رول لوبولی دی.»

تهران اوس هم له لیرې څخه په سختۍ سره د شوي تړون په هکله رډې تبصرې کوي.‌

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ /د کب ۱۱مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، «متحده ایالات د قانون له مخې حق نه لري چې د سولې هوکړه لاسلیک کړي یا د افغانستان د راتلونکي په هکله تصمیم ونیسي.»

نیابتي جنګ

شنونکي او حکومتي چارواکو د پمپیو اندېښنې تکرار کړې او ویې ویل، تهران غواړي چې په افغانستان کې له فاطمیون لوا څخه د نیابتي جنګ لپاره کټه واخلي.

د سیاسي چارو یوه شنونکي امین الله شارق وویل، «د فاطمیون لوا جنګیالیو د ایراني جنرالانو په حکم د نیابتي عسکرو په توګه له کالونو راهیسې په سوریه کې ... تاوتریخوالی ترسره کړی او په راتلونکي کې به په افغانستان کې هم ورته کار ترسره کړي.»

هغه زیاته کړه، «د فاطمیون لوا د جنګیالیو راستنېدل د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره یو جدي خطر دی، او تهران به د افغانستان پر ضد او همدارنګه د امریکايي او ناټو ځواکونو پر ضد هم په خپل نیابتي جنګ کې له هغوی څخه استفاده وکړي.»

هغه وویل، «ایران فاطمیون لوا د خپل نیابتي جنګ او په سیمه کې د خپلو اوږدمهالو هدفونو د ترسره کولو لپاره جوړه کړې ده، او ډېر امکان شته چې هغه به له دغو جنګیالیو څخه په راتلونکي کې استفاده وکړي.»

هغه زیاته کړه، «هغوی له کالونو راهیسې په سوریه کې جنګ او تاوتریخوالی یي ترسره کړی دی،‌ او اوس ورسره بلد دي. افغانستان ته د هغوی راستنېدل به په هېواد کې تاوتریخوالی او بې ثباتي زیاته کړي.»

په کابل کې د سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنې د بنسټونو د پیوستون کمېسیون رییس محمد ابراهیم رحیمي وویل، افغانستان ته د فاطمیون د غړو راستنېدل کولی شي چې فرقه یي او قومي تاوتریخوالی راوپاروي.

هغه وویل، «د فاطمیون د جنګیالیو راستنېدل کېدی شي د نوي کورونا وایرس د خپرېدلو په څېر وي او کولی شي چې ټول هېواد جنګ او تاوتریخوالي ته تحریک کړي.»

رحیمي وویل، «د فاطمیون جنګیالیو راستنېدل د افغانستان ملي ګټو ته یو جدي خطر پېښوي ځکه چې هغه به هېواد نویو مذهبي او قومي شخړو ته ورټېل وهي.»

په کابل ښار کې یو ۳۳ کلن دوکاندار سید سردار حسیني هم دې ته ورته نظر لري.

هغه وویل، «موږ په خپل هېواد کې مذهبي یا قومي جنګ نه دی لیدلی، خو که د فاطمیون جنګیالي له سوریې څخه افغانستان ته راستانه شي، له بده مرغه چې زموږ په هېواد کې به یو مذهبي جنګ پیل شي.»

سولې ته ګواښ

په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت یوه استازي غلام ولي افغان افغانستان ته د دغې ډلې راستنېدل سولې ته یو احتمالي غټ ګواښ وباله.‌

هغه وویل، «ایران په مستقیم او غیرمستقیم ډول نیمه نظامي ډلو ته پوځي حمایت برابروي، او فاطمیون لوا یوه له هغو ګروپونو څخه ده.»

هغه زیاته کړه، «ایران له فاطمیون لوا څخه په افغانستان کې د خپلو راتلونکو سیاسي او پوځي هدفونو د ترسره کولو لپاره کار اخلي، او د دغه نیمه پوځي ګروپ راستنېدل د افغانستان ملي امنیت ته یو احتمالي ګواښ دی.»

افغان وویل، «مخکې له دې چې د فاطمیون جنګیالي په افغانستان کې په بشپړ ډول ځای پرځای شي او ځانونه بیا تنظیم کړي، حکومت ته په کار دی چې داسې ګامونه واخلي چې د یادې ډلې د فعالیتونو مخه ونیسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام. هغه کسان چې په دې مجله کې یې نظرونه خپاره شوي هغوی پخپله په افغانستان کې د مذهبي اختلافاتو سبب دي، او د قوم پاله حکومت له لارې په افغانستان کې نفاق تحریکوي او شیعه ګان کمزوري کوي. هغوی له وهابي سعودي، امریکا او اسراییلو څخه مستقیماً حکمونه ترلاسه کوي. په یاد ولرئ چې د نن ورځې وهابیزم یوازې د شیعه ګانو پر ضد نه دی، بلکې د حنفي فرقې پر ضد هم دی. هغوی په افغانستان کې په سلګونو دیني مدرسې تر پوښښ لاندې نیسي چې ځوانان د وهابیزم په لور رهبري کوي.‌

ځواب ورکړئ

په دې کې شک نشته چې ایران له افغان کډوالو څخه د سیاسي فشار د هرم په توګه استفاده کړې ده، خو تهران هومره قدرت نه لري چې فاطمیون اورپکي په افغانستان کې استخدام کړي. دویم، په فاطمیون ګروپ کې یو شمېر داسې افغانان هم شته چې هېڅکله به هم دې ته چمتو نشي چې افغانستان ته د دې لپاره راشي څو د جنګ د پیلولو لپاره د نفاق اور ته پوکی ورکړي. درېیم، هغه کسان چې په دې راپور کې د کارپوهانو په نامه یاد شوي دي داسې کسان دي چې د فرقه یي او مذهبي اور په بلولو تورن دي. ځینې خو یې بېخي شته نه، هغوی اکثر جعلي نومونه دي، له دې امله، بهتره دا ده چې د سلام ټایمز چارواکي‌ دې برخې ته متوجه اوسي څو سایټ خپل اعتبار له لاسه ورنه کړي.‌

ځواب ورکړئ

ستاسو راپور هسې چټیات دي. تر اوسه ما داسې هېڅ رسنۍ نه ده لیدلې چې ووایي چې فاطمیون د افغانستان لپاره ګواښ دی. دا صحیح ده چې ځینې هزاره ګان لېږل شوي چې په سوریه کې جنګ وکړي. په سوریه کې مذهبي جنګ روان دی او د دغو فاطمیونو جنګ د داعش پر ضد دی چې هغوی د شیعه ګانو دښمنان دي، خو په افغانستان کې طالبان هزاره ګان نه په نښه کوي. هزاره ګان به خوښ وي چې که طالبان قدرت ترلاسه کړي ځکه چې طالبان به داعش له منځه وېسي، او هزاره ګان به په افغانستان کې د داعش د بریدونو قربانيان نشي. ایران هم پوهیږي چې طالبان د هغوی لپاره ښه دي، او طالبانو سره له څو کالو راهیسې مرستې کوي. ایران پوهیږي چې که طالبان په قدرت کې وي، هغوی به په یوه میاشت کې دننه په افغانستان کې داعش له منځه وېسي. له دې امله،‌ زه له تاسو څخه هیله کوم چې داسې صحیح راپورونه خپاره کړئ چې دروغ نه وي او په حقیقت ودرېږئ.‌

ځواب ورکړئ