امنیت

په سوریه کې د روسیې او ایران تر منځ د قدرت په سیالۍ کې فاطمیون لوا ته پام ور اوښتی دی

سلام ټایمز

په دغه بې نېټې عکس کې د فاطمیون د جنګیالیو یو ګروپ په سوریه کې په یوه غونډۍ باندې خېځي. [فاطمیون لوا]

په دغه بې نېټې عکس کې د فاطمیون د جنګیالیو یو ګروپ په سوریه کې په یوه غونډۍ باندې خېځي. [فاطمیون لوا]

فاطمیون لوا، د افغان ملېشو یو ګروپچې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ جوړ کړی، حمایه کړی او رهبري کړی دیپه سوریه کې د قدرت ترلاسه کولو په جیوپولیټیکي لوبه کې پام ځان ته ور اړولی دی.

د لوبې لوبغاړيتش په نامه متحدین روسیه او ایران دي.

دغه ملېشه اسلامي انقلابي ګارډ او د قدس ځواک پخواني قوماندان قاسم سلیماني ته ډېره متعهده ده نوموړی چې په ۱۳۹۳ کې د یاد ځواک له جوړېدلو راهیسې یې قوماندان وو، د مرغومي په ۱۳مه په بغداد کې د امریکا په یوه هوایي برید کې ووژل شو.

د هغه له مړینې څخه وروسته، ټولې هغه ملېشې چې د ایران له خوا حمایه کېدلې او د تهران نیابتي جګړې یې پرمخ وړلې د مخته تګ د لارې په هکله د اعتماد له بحران سره مخامخ شوې.

په سوریه کې د روسي او ایراني رژیمونو ګټې له کلونو راهیسې سره شریکې وې، خو اوس چې کورنۍ جګړه پای ته په رسېدلو ده، مسکو هڅه کوي چې تهران له صحنې څخه وباسي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین (چپ) په ۱۳۹۷ کال کې د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي سره د کتنې په حال کې لیدل کیږي. [د ستر مذهبي مشر دفتر]

په سوریه کې د روسي او ایراني رژیمونو ګټې له کلونو راهیسې سره شریکې وې، خو اوس چې کورنۍ جګړه پای ته په رسېدلو ده، مسکو هڅه کوي چې تهران له صحنې څخه وباسي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین (چپ) په ۱۳۹۷ کال کې د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي سره د کتنې په حال کې لیدل کیږي. [د ستر مذهبي مشر دفتر]

په دې عکس کې چې تېر کال د سوریې په دیر الزور کې اخیستل شوی، د فاطمیون لوا د هغه واحد قوماندان عبدالله صلاحي لیدل کیږي چې په ۱۳۹۵ کال کې یې په پالمیره کې د داعش پر ضد مهمه جګړه ترسره کړې وه.‌ [د دي نېشنل له خوا وړاندې شوی عکس]

په دې عکس کې چې تېر کال د سوریې په دیر الزور کې اخیستل شوی، د فاطمیون لوا د هغه واحد قوماندان عبدالله صلاحي لیدل کیږي چې په ۱۳۹۵ کال کې یې په پالمیره کې د داعش پر ضد مهمه جګړه ترسره کړې وه.‌ [د دي نېشنل له خوا وړاندې شوی عکس]

دي نېشنل ورځپاڼې د غوایي په ۳مه راپور ورکړ چې، ان له هغه څخه مخکې، په ۱۳۹۵ کې له داعش څخه د پالمیرا د ازادولو له جګړې راهیسې، کریملین هڅې کولې چې د فاطمیون دایمي قوماندان عبدالله صلاحي ورجلب کړي.

له متحده عرب اماراتو څخه د خپرېدونکې دغې ورځپاڼې د راپور له مخې، صلاحي د «حدرت فیصل العباس» په نامه د فاطمیون لوا د یوه ۵۰۰ کسیز واحد قوماندان دی چې اوس په دیر الزور کې دېره دی.‌

د هغه ملېشې په سوریه کې د روسیې د هغه وخت د وسله والو ځواکونو د قوماندان ډګر جنرال الیګساندر دورنیکوف له خوا د هوایي او ځمکني ملاتړ په نتیجه کې د پالمیرا په بېرته نیولو کې مهم رول درلود.‌

ورځپاڼې راپور ورکړ چې، له پالمیرا څخه د داعش په اېستلو سره، صلاحي په یوه اتل بدل شو او د هغه عکس په بېرته نیول شوي ښار کې هرځای په لوحو ولګول شو.

یوه غوړېدونکې ملګرتیا

که څه هم چې دوورنیکوف څو میاشتې وروسته له خپل تاریخي جنګ څخه وروسته له سوریې څخه لاړ، لاکن هغه په صلاحي باندې د خپلې اړیکې په برخه کې پانګونې ته دوام ورکړ.

د فاطمیون یوې سرچینې دي نېشنل ته وویل، «صلاحي او دوورنیکوف سره ملګري ول؛ هغوی په خپلو کې ښې اړیکې لرلې، ډېرې ښې اړیکې او داسې اړیکې چې کار پورې محدودې نه وې.»

صلاحي اوس هم په منظم ډول ځي او له روسي عسکرو سره ګوري.

دغې سرچینې وویل، روسان «اجازه نه لري چې د فاطمیون مرکزونو ته ننوځي ځکه چې ایرانیان د فاطمیون په لیکو کې خبرلوڅان او جاسوسان لري. ډېر وختونه صلاحي هغوی ته ورځي.»

دي نېشنل راپور ورکړ چې، تېره میاشت صلاحي له روسانو سره په خپله اړیکه کې یو بل ګام هم واخیست، او د ستراتیژیکې روزنې او د پرمختللیو روسي وسلو د تأمین په برخه کې یې د هغوی وړاندیز ومانه.

شنونکي وایي، پخوا د فاطمیون د جنګیالیو داسې عکسونه خپاره شوي وو چې روسۍ وسلې یې په لاسونو کې نیولې او له روسي ځانګړیو ځواکونو سره یوځای ولاړ ول، خو په مستقیم ډول د روزنې او تأمیناتو وړاندیز نوی دی.‌

په واشنګټن کې د نږدې ختیځ د پالیسۍ انسټیټیوټ یوه محقق فیلېپ سمېت دي نېشنل ته وویل، «فاطمیون له عراقي ملېشو او له لبناني حزب الله سره توپیر لري.‌ هغه مستقیما د اسلامي انقلابي ګارډ یوه څانګه ده چې د عراقي ډلو په څېر د کورواکۍ په هکله فکر نه لري.»

«د روسانو له خوا دا کار،‌ د ایرانیانو لپاره یو یرغلیز سېګنال دی؛‌ دا په سوریه کې د په سوریه کې د ایران د پرمختګ په مرکزي نقطه باندې مستقیم برید دی.»

ښایي کریملین، په داسې حال کې چې ایران د کووېډ - ۱۹ کرونا وایرس د نړۍ نیوونکې ناروغۍ پر ضد په مجادله بوخت او د متحده ایالاتو له بندیزونو سره لاس او ګرېوان دی، له اسلامي انقلابي ګارډ څخه د ایران د کمزورتیا پر وخت ناوړه استفاده وکړي.

سمېت وویل، «دا بالکل ممکنه ده چې هغوی به ونشي کولی چې په خپلو شبکو باندې په عین سطحه کنټرول وساتي او دا چې روسان له فرصت څخه ګټه پورته کوي.»

د نفوذ لپاره سیالي

بل امکان دا دی چې کریمیلین د سوریې په ختیځ کې د تېلو احتمالي ګټورو میدانونو ته سترګې نیولي وي او غواړي چې له جګړې څخه وروسته د ایران رژیم له لارې څخه ګوښه کړي.

دیر الزور، چې د صلاحي جنګیالي په کې دېره دي، یادو شتمنو میدانونو ته د ورننوتلو لاره بلل کیږی.

دي بغداد پوسټ د غوایي په ۶مه راپور ورکړ چې، تهران په خپله برخه کې د دوامدار پوځي حضور او همدارنګه د ټولنیزو، کلتوري او اقتصادي فعالیتونو له لارې دیر الزور ته «د نفوذ د ساحې» په توګه اولویت ورکړی دی.

په برلین کې د جرمني د نړۍ والو او امنیتي چارو د انسټیټیوټ یوه محقق حامد رضا عزیزي له خوا د یوه چمتو شوي راپور په اساس، دغه ډول یو نفوذ به تهران ته د داسې یوه ځمکني دهلېز د جوړولو فرصت برابر کړي چې ایران د عراق او سوریې له لارې له لبنان سره ونښلوي.

د تېرو دو کلونو په ترڅ کې، اسلامي انقلابي ګارډ او د ایران له خوا حمایه کېدونکو ملېشو له دیر الزور سره لیوالتیا ښودلې او په دې لړ کې یې د ځایي ځواکونو د استخدام له لارې «د کلیو د پوځ» په نامه یو نوی نیمه نظامي ګروپ چې له ۲۵۰۰ ځایي جنګیاليو څخه تشکیل شوی دی، جوړ کړی.

د راپور پر بنسټ، تهران لږ تر لږه دوه پوځي اډې -- په البو کمال او د المیادین په څنډو کې جوړ کړي دي. هغه په دیر الزور کې دوه «کلتوري مرکزونه» جوړ کړي چې خپله ایډیالوژي خپره کړي.‌

په ورته وخت کې، جهاد البناء -- تعمیراتي شرکت چې مرکز یې په لبنان کې دی او د حزب الله له خوا جوړ شوی او چلېږي او د ایران له خوا بسپنه ترلاسه کوي -- په سیمه کې د بیارغونې او بېخبنا په بېلابېلو پروژو کې د ښکېلتیا له لارې د عراقي قومونو ملګرتیا ترلاسه کړې ده.

روسیې ته د ښه راغلاست ویلو موده مخ په کمیدو ده

د مسکو له خوا له فاطمیون لوا سره اتحاد ښایي د کریملېن لپاره د دې یوه لاره وي چې په سوریه کې د روسي عسکرو په وړاندې په ډېرېدونکې کینه باندې برلاسی ومومي.

له هغه وخت نه چې روسي عسکرو د سوریې د خاورې د اشغال پراختیا پیل کړې، هغوی د ځایي خلکو له خوا له سخت مقاومت سره مخامخ شوي دي.

د تېرې تلې په میاشت کې، د روسیې دفاع وزارت د ای اېف پي او نورو رسنیو ژورنالستان د سوریې یوې کتنې ته ور وبلل او داسې ښکارېدله چې د مسکو ځواکونه د اوږدې مودې د پاتې کېدا لپاره کلک سنګرونه جوړوي.

د سوریې د مدیترانې ساحل په طرطوس کې د سمندري ځواکونو په اډه کې، روسۍ جنګي بېړۍ او اوبتله په پوره طاقت سره نندارې ته ولاړې وې.

خبریالانو داسې جمنازیمونه ولیدل چې هلته غیر مؤظفو عسکرو وزنونه پورته کول، پخوونکیو روسۍ کولچې پخولې، د بانیاس په نامه له لرګیو څخه جوړې ساوناګانې جوړې شوې وې او ان دا چې ارتودوکس کلیساګانې چې د پیاز په څېر ګومبدې یې لرلې له عکسونو څخه ډکې وې.

یوه افسر وویل، روسي عسکرو ته «د اړتیاوړ هر راحت» برابر کړای شوی دی.‌

خو د سوریې د بشري حقونو شبکې د تلې په ۸مه په یوه راپور کې وویل چې څلور کاله وړاندې د سوریې په جګړه کې د روسیې د پوځي لاسوهنې له پیل راهیسې، د روسيې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې له ۶۵۰۰ څخه ډېر ملکي خلک وژل شوي دي.

دغه راپور څو ورځې وروسته له هغه خپور شو چې متحده ایالاتو په سوریه کې د روسیې د قاچاق وړلو د عملیاتو د په نښه کولو لپاره نوي بندیزونه اعلان کړل. دا کار وروسته له هغه وشو چې تایید شوه چې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد ځواکونو د کېمیاوي وسلو یو بل برید ترسره کړی دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هغه وخت وویل، د اسد رژیم د تېر غوایي په ۲۹مه په الاتکیه ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې کلورین استعمال کړي دي. دا له ادلیب سره نږدې د یاغیانو غټ مرکز وو چې حکومت غوښتل بېرته یې ونیسي.‌

دا د مسکو له خوا د حمایه کېدونکي رژیم له خوا د کیمیاوي وسلو د تایید شویو استعمالونو څخه یو وو او په دې لړ کې په ۱۳۹۷ کې په یوه بله پېښه کې چې په دوما کې وشوه ۸۰ کسان ووژل شول.

په تېر لړم میاشت کې داسې نوي شواهد رابرسېره شول چې ښودل یې چې روسي جنګي الوتکو په سوریه کې په روغتونونو باندې په قصدي توګه بمونه غورځولي چې د الاسد د رژیم مخالفین وځپي.

د تېرې لیندۍ په میاشت کې، د سوریې د شمال په لږ تر لږه دوه ښارونو کې اوسېدونکیو د ډبرو په وسیله د روسي عسکرو د ویشتلو او په روسي پوځي کاروانونو باندې د بریدونو له لارې خپله غوسه څرګنده کړه.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږئ ادارې (یونوچا) د کب په ۱ راپور ورکړ چې، په سوریه کې د کریملین له خوا بمباري او ځمکني عملیات دوام لري، چې په نتیجه کې یې له ۹۰۰ زرو څخه ډېر ملکي خلک -- چې شاوخوا ۶۰٪ یې ښځې او ماشومان دي -- په دې ژمي کې بې ځایه شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

11 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د فاطمیون جنګیالي د افغانستان د سولې د پروسې لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کیږي. ایران غواړي چې د فاطمیون له هغو جنګیالیو څخه چې له سوریې څخه افغانستان ته راستنېږي داسې کار واخلي چې تاوتریخوالی ډېر کړي او د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه کمزورې کړي. که په سوریه کې جنګ پای ته رسیږي، ښایي چې دا جنګیالي د ایران په قم او مشهد ښارونو کې د هغوی د استخدام او روزنې په اصلي ځایونو کې وساتل شي، په ځانګړیو مواردو کې د افغانستان د ملي ګټو پر ضد وکارول شي، او په راتلونکي کې د خپل هېواد د امنیت د ګواښلو لپاره یو جدي خطر وګرځي.

ځواب ورکړئ

فاطمیون لوا داسې مستقل ګروپ نه دی چې نظامي تاسیسات ولري، بلکې هغه یو منظم نظامي ګروپ دی چې له ایران څخه بهر د ایران د ګټو او د ملي امنیت د دفاع لپاره جنګ کوي. هر کله چې فاطمیون لوا د ایران د حکومت له حکم څخه بهرڅه کار کوي،‌ هغه به مات او منحل کړای شي.‌ دغه لوا د خپلې بقا لپاره بې له دې چې د ایران د پوځي قوماندانانو حکمونه ومني بله لاره نه لري، او نشي کولی چې په مستقل ډول خپل ځان په جنګونو کې مخکې کړي.

ځواب ورکړئ

د فاطمیون لوا په جوړولو سره، د ایران حکومت غواړي چې د سیمې په هېوادونو کې له خپلو ملي ګټو او ملي امنیت څخه دفاع وکړي، او ایران د خپلو مخالفو هېوادونو پر ضد د ګټو په جګړه بوخت دی.‌ همدارنګه، که په افغانستان کې د ایران ګټې او ملي امنیت ایجاب کړي،‌ دا به له احتمال څخه لیرې نه وي چې د فاطمیون لوا پوځي څانګه په دې هېواد کې فعالیت پيل کړي.‌

ځواب ورکړئ

د افغانستان ستونزه په سیمه کې د نیابتي جنګونو، په ځانګړې توګه د سعودي عربستان او د ایران اسلامي جمهوریت تر منځ د نیابتي جنګ له امله ده. اصلاً، دا جنګ د افغانانو تر منځ نه دی، بلکې د سعودي عربستان او ایران تر منځ دی. سعودي عربستان داعش او طالبان د دې لپاره تمویلوي چې ایران او د هغه متحدین له منځه وېسي، او ایران فاطمیون لوا د دې لپاره جوړه کړې چې په سوریه او د افغانستان په شمول نورو هېوادونو کې له خپلو ګټو څخه دفاع وکړي، له دې امله،‌ غریب افغانستان د ایران او سعودي عربستان تر منځ د سیالۍ په اور سوزیږي. سعودي عربستان هڅه کوي چې په افغانستان کې شیعه – سني جنګ پیل کړي.

ځواب ورکړئ

فاطمیون لوا قدس ځواک پورې تړلې یوه ملېشه ده چې د افغانستان له شیعه ګانو څخه جوړه شوې ده. دغه ډله د دې لپاره جوړه شوې وه چې داعش، چې د متحده ایالاتو او سعودي عربستان له خوا جوړ شوی وو، له منځه وېسي. د فاطمیون عسکرو په سوریه کې د داعش په ماتولو کې مهم رول ولوباوه.‌

ځواب ورکړئ

د ایران رژیم د افغانانو غټ دښمن دی. دا د تاند خبري ویب سایټ لیکنه ده چې د ایران د ظلم په رابطه یې کړې ده: ((یو شمېر افغانانو چې په قاچاقي لارو یې ایران ته د تګ هڅه کړې ده، ادعا کړې چې ایراني سرحدي ځواکونو ۲۳ افغان کارګر یا وژلي یا یې په اوبو کې غرق کړي دي. له دې ډلې یو ژوندی پاتې افغان شاه ولي وايي، د ده په شمول ۵۷ افغانان په قاچاقي لار د ایران، افغانستان او ترکمنستان په پوله د ایران خاورې ته دننه شول، خو هلته ایراني ځواکونو ونیول او ګڼ ملګري يې ترې په ډزو ووژل. شاه ولي وايي، ایراني ځواکونو ۵۷ واړه افغانان د هريرود سیند ته واچول ،، وهیې وهل او له دې ډلې یې ۲۳ تنه مړه شول. د پېښې بل عیني شاهد او د ایراني ځواکونو لخوا شکنجه شوی افغان شیراقا طاهري چې اوس په هرات کې دی خبریالانو ته یې ویلي، ایراني ځواکونو تره شپه یوه بجه دوی ټول سیند ته اچولي وو: (( موږ د هرات او فاریاب له لارې ذوالفقار سیمې ته داخل شوو چې ونیول شوو او سیند ته واچول شوو.)) د هرات د حوزوي روغتون چارواکي هم وايي، چې په اوبو کې د پنځو افغانانو مړي موندل شوي او له ایرانه د افغانستان پولې ته یې مړي رالېږدول شوي دي. د هرات د حوزوي روغتون مشر عارف جلالي خبریالانو ته ویلي، دغه مړي ټول د هغو کسانو دي چې غوښتل یې ایران ته په قاچاقي ډول د کار لپاره واوړي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد که څه هم د ایراني ځواکونو لخوا د افغان کارګرو د وژلو خبره رد او تایید نه کړه، خو وايي په دې اړه پلټنې پیل شوې دي. بلخوا د ایران قونسلګرۍ د یوې بیانیې په ترڅ کې دا ادعا رد کړې چې ګواکې افغان کارګر د ایراني پولیسو لخوا وژل شوي دي، بلکې اعلامیه وايي، دغه افغان کډوال هیڅکله د ایراني پولیسو لخوا نه دي نیول شوي.))

ځواب ورکړئ

وروسته له هغه چې په سوریه کې جنګ پای ته ورسیږي، او د فاطمیون عسکرو په شمول د قدس ځواک له هغه هېواد څخه راوځي، کیدای شي چې د فاطمیون لوا غړي افغانستان ته راستانه شي او د داعش پر ضد د جنګ کولو په بهانه بیا کار پیل کړي. دا اورپکي چې د ایران د قدس ځواک تر قوماندې لاندې کار کوي،‌ ښایي په داسې یوه وسیله باندې واوړي چې په افغان حکومت باندې فشار راوړي او دا هېواد د نیابتي جنګونو په ډګر باندې واړوي.‌

ځواب ورکړئ

که په سوریه کې جګړه پای ته ورسیږي، ښایي چې د فاطمیون جنګیالي خپل هېواد افغانستان ته راستانه شي. هغه خلک چې جنګ ته ځي او له جنګ او تاوتریخوالي سره اموخته کیږي هغوی نشي کولی چې په اسانۍ سره خپل د تاوتریخوالي عادت ورک کړي، نو اندېښنه دا ده چې که دغه خلک راستانه شي څه به کوي؟ زه فکر کوم چې ایران به دا ځواک په افغانستان کې د مذهبي جنګ د لګولو لپاره وکاروي.‌

ځواب ورکړئ

په هر قېمت چې وي متحده ایالاتو او ناټو باید له افغان حکومت سره په ګډه د فاطمیون لوا او د ایران له خوا د نورو حمایه کېدونکو افغان ملېشو پښې ورماتې کړې چې افغانستان ته راداخل نشي. اصلا یوازې فاطمیون نه بلکې د محقق په څېر د ایران نور جواسیس هم داسې کارونه کوي چې له فاطمیون څخه بدتر او په سیمه کې د ایران د پراختیا غوښتنې نمایندګي کوي. او دا ډله یا دې ته ورته نورې ډلې نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې او نړۍ لپاره خطرناکې دي. که پرېښودل شي عین د پاکستان استخباراتي ادارې ترې جوړېږي چې په ښکاره د حکومت په چوکاټ کې اداره ده او په حقیقت کې د نړۍ او په ځانګړې توګه د سیمې لپاره د سرطان دانه ده.

ځواب ورکړئ

آیا ستا نظر دا دی چې هزاره ګان باید په ډله ییز ډول ووژل شي؟ که ایران له افغان کډوالو نه ناوړه استفاده کوي، دا په افغانستان کې ټولو شیعه ګانو پورې څه ارتباط لري؟
لږ له خپل مغز نه کار واخله.

ځواب ورکړئ

ډېر ښه تحلیل

ځواب ورکړئ