امنیت

افغان جنګیالیو په سوریه کې د ملکي خلکو کورونه لوټ کړل او له متحدو ملېشو سره ونښتل

سلام ټایمز

د فاطمیون جنګیالي د وږي په نیمایي کې دلته د سوریې په دیرالزور ولایت کې لیدل کیږي. [آرشیف]

د فاطمیون جنګیالي د وږي په نیمایي کې دلته د سوریې په دیرالزور ولایت کې لیدل کیږي. [آرشیف]

یوه محلي فعال د چارشنبې په ورځ /د تلې ۲۵مه/ وویل، چې د افغان ملېشې غړو، چې په سوریه کې د ایراني افسرانو تر قوماندې لاندې جنګ کوي، په ختیځ دیرالزور ولایت کې په یوه سرحدي ښار کې وروسته له هغه د ملکي خلکو کورونه په سیستماتیک ډول لوټ کړل چې د سوریې د رژیم متحدې ملېشې سره یې نښته پېښه شوه.

فاطمیون لوا،چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ یو بې بندوباره یونټ دی، د البو کمال له ښارګوټي څخه وروسته له هغه ووتل چې د دغې سیمې د کنټرول په سر یې د ملي دفاع ځواکونو (اېن ډي اېف) سره نښته رامنځته شوه.

فاطمیون لوا او اېن ډي اېف دواړه په ښکاره د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د ګټو د ساتنې لپاره جنګ کوي.

ځایي فعال جمیل العابد وویل، اېن ډي اېف هڅه کوله چې المساکن سیمې ته، چې د فاطمیون لوا یو مهم ځای وو، ورشي، خو د فاطمیون لوا جنګیالیو دا نه منله چې نیول شوي کورونه د هغوی اصلي مالکانو او اېن ډي اېف ته ور وسپاري.

په سوریه کې د ایراني افسرانو تر قوماندې لاندې د افغان ملېشې، فاطمیون لوا، غړي د سوریې په دیر الزور ولایت کې په یوه کمپ کې لیدل کیږي.‌ [آرشیف]

په سوریه کې د ایراني افسرانو تر قوماندې لاندې د افغان ملېشې، فاطمیون لوا، غړي د سوریې په دیر الزور ولایت کې په یوه کمپ کې لیدل کیږي.‌ [آرشیف]

هغه وویل، فاطمیون لوا ویل چې ملکي خلک کولی شي چې راستانه شي، خو په دې شرط چې د سیمې امنیت به د هغوی په لاس کې وي، لاکن اېن ډي اېف دا خبره نه منله.

هغه زیاته کړه، کله چې ملکي خلک خپلو کورونو ته ورننوتل، ویې لیدل چې هیڅ شی په کې نه دی پاتې، ځکه چې د فاطمیون لوا غړو له وتلو څخه مخکې او د وتلو په ترڅ کې لوټ کړي ول.

د ایران اسلامي انقلابي ګارډ استخدام پراخوي

له دغه وضعیت څخه رامنځته شوې ترینګلتیا د دواړو لوریو تر منځ جګړې ته لاره هواره کړه، او په نتیجه کې یې فاطمیون لوا د اېن ډي اېف کسان ونیول.

په ورته وخت کې، العابد وویل، چې دا وخت د البو کمال او خواوشا سیمو کنټرول د سوریې رژیم له پوځ او د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ له سیمه ییزې قوماندانۍ څخه د تشکیل شوې ګډې کمېټې په لاس کې دی.

هغه وویل، هغه سیمې، چې د سوریې رژیم یې په دیرالزور ولایت کې کنترولوي، لږې دي، په داسې حال کې چې هغه سیمې، چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ‌ اړوندې ملېشې یې کنټرولوي، پراخې دي.

د ایران اسلامي انقلابي ګارډ‌ په وروستیو کې په الجلاء ښارګوټي کې د استخدام یو مرکز پرانست چې په سوریه کې د ایراني رژیم استازو سره مستقیماً تړاو لري.

العابد وویل،‌«ځوانان د پیسو او هغو میاشتنیو تنخاګانو په وسیله،چې د سوریې د رژیم د اردو او اېن ډي اېف له خوا له ورکول کېدونکیو پیسو څخه زیاتې دي، جلب او جذب کیږي،»

په دې طریقه، د ایران اسلامي انقلابي ګارډ هڅه کوي چې د استخدام په هڅو حاکمیت ولري او د سوریې د اردو او اېن ډي اېف له خوا د ځوانانو د استخدام یا د هغوی د جبري عسکري خدمت د ترسره کولو، مخه ونیسي.‌

د ایران د نیابتي جګړې په وړاندې مخالفت کول

افغان چارواکي د ایران له خوا د فاطمیون لوا لپاره د افغان شیعه ګانو روان استخدام، او همدارنګه په بهرنیو هېوادونو او جنګونو کې د تهران څرګندې لاسوهنې، پرېشان کړي دي.‌

ولسمشر اشرف غني د وږي په ۲۷ مه وویل، «افغانستان د هېڅ هېواد لپاره د نیابتي جګړو، چې هغه زمونږ ملي وحدت ته زیان رسوي، سیمه او د جنګ میدان نه دی، او مونږ باید د دغه نیابتي جنګ مخه ونیسو،»

هغه وویل، «د افغانستان د جزا د قانون په اساس، هر هغه افغان، چې په یوه درېیم هېواد کې جنګ کوي، د جرم ترسره کوونکی دی،»

د مشرانو جرګې مرستیال، محمد آصف صدیقي، سلام ټایمز ته وویل، «افغان اتباع د سوریې جنګ ته لېږل زمونږ د ملي ګټو پر ضد کار دی،»

هغه وویل،‌«په حقیقت کې، دغه کار د افغانانو او افغانستان امنیت له خطر سره مخامخ کړی دی. حکومت باید دغه ډول افرادو ته جزا ورکړي او د دې مخه ونیسي چې افغانان د ایران په استازیتوب په سوریه کې په هره ممکنه طریقه په جنګ کې ښکېل شي.»

[په قاهره کې ولید ابو الخیر او په کابل کې سلیمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زمونږ په خپل هېواد کې جګړه روانه ده، او بیا دا احمقان ځي او عربان وژني، چې په ټول تاریخ کې یې له مونږ سره څه بد نه دي کړي. اوه!

ځواب ورکړئ

په هغه حالت کې، هغه افغان اتباع، چې د سعودي او قطر او نورو هېوادونو په استازیتوب، په سوریه کې جنګ کوي، هم باید له داسې کولو څخه مخکې ایسار کړای شي.

ځواب ورکړئ

دا اکثر د عبدالعلی مزاری د حزب وحدت ملېشې او د هغوی اولادونه دي چی په ۱۹۹۰مو کالونو کې یی په کابل بیلابیل جنایتونه ترسره کړل تر دی چې له ښځو نه یې سینې پرې کړې. اوس د ایران د کثیف او منفور رژیم د قدرت د پراخولو لپاره په سوریه کې انسانان وژني. د دغو بدبختانو د عملونو په وجه نن د داعش ترهګره ډله په کابل او نورو ځایونو کې په مکتبونو او تعلیمي مرکزونو حملې کوي.

ځواب ورکړئ

که څه هم چې د فاطمیون ډلې دا جنګ څه سیاسي او مذهبي اجندا نه لري، او یوازې د مالي امتیازاتو لپاره دی، خو بیا هم دا کار غلط دی او فاطمیون باید نه وای کړی.‌ دا د کیسې یو اړخ دی. بل اړخ ته،‌ او په عین وخت کې،‌ زمونږ د هغو سني پښتنو ورونو کارونه، چې په نورو هېوادونو کې جنګونه کوي، هم بد او د غندلو دي. سربېره پر دې، د هغو کارونه، چې د طالبانو او داعش تر بیرغونو لاندې د خپل وطن افغانستان د ورانولو لپاره جنګیږي، هم د کرکې وړ دی او باید وغندل شي. زه هیله لرم چې رسنۍ، چاپي او بصري دواړه، د بې طرفۍ اساس ته ژمن پاتې شي او خلکو ته صحیح او بې طرفانه راپورونه برابر کړي، څو خلک خبر شي او په ورته وخت کې ژورنالستیکه بشپړتیا خوندي وساتل شي.‌

ځواب ورکړئ