امنیت

روسي هیکرانو د سایبري جاسوسۍ په عملیاتو کې خپل ځانونه د ایراني رژیم په بڼه وښودل

سلام ټایمز

برتانوي او امریکایي چارواکو وویل چې یوه روسي ګروپ د ایران له خوا د انټرنټي جاسوسۍ یو عملیات یا اپرېشن وتښتاوه څو په دې توګه چې خپل بریدونه ترسره کړي. [آرشیف]

برتانوي او امریکایي چارواکو وویل چې یوه روسي ګروپ د ایران له خوا د انټرنټي جاسوسۍ یو عملیات یا اپرېشن وتښتاوه څو په دې توګه چې خپل بریدونه ترسره کړي. [آرشیف]

واشنګټن ډي سي -- برتانوي او امریکایي چارواکو وویل چې یو روسی ګروپ د ایران له خوا د سایبري جاسوسۍ یوه عملیات ته ورننوت چې په لسګونو هېوادونو کې په حکومتي او صنعتي موسساتو باندې بریدونه وکړي او په ورته وخت کې ځانونه د ایران د رژیم هیکران وښیي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې او د برتانیا د ملي سایبري امنیت مرکز (اېن سي اېس سي) په یوه ګډ راپور کې چې د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) خپور شو، وویل، دغه ګروپ چې د "تورله" په نامه مشهور دی، په تېر وخت کې "له یو لړ وسایلو او تخنیکونو څخه په استفادې سره حکومتي،‌ پوځي، د ټکنالوجۍ،‌ انرژۍ او سوداګریزو چارو موسسات په نښه کړي چې استخباراتي معلومات ټول کړي."

داسې باور کیږي چې تورله د روسیې د اېف اېس بي استخباراتي ادارې له خوا تمویلیږي.

د برتانیا په جي سي اېچ کیو استخباراتي اداره کې یوه جیګپوړي چارواکي پاول چیچیستر وویل، "تورله ایراني وسایلو او وړتیاوو ته لاسرسی وموند،‌ او د هغو په معرفي کولو او له هغو څخه په استفادې سره یې د خپلو هدفونو په پرمخ بوولو لاس پورې کړ."

د هیک کولو کمپاین له ۳۵ څخه ډېر هېوادونه په نښه کړل چې اکثر یې په منځني ختیځ کې ول. په راپور کې راغلي چې په دغو سایبري عملیاتو کې بېلابېل اسناد ترلاسه کړې شول.

چیچیستر وویل، په پیل کې بریدونه داسې ښکارېدل چې اصلا له ایران څخه کېږي، خو اېن سي اېس سي معلومه کړه او ویې ویل چې خبره داسې نه ده.

اېن سي اېس سي وویل، تورله هغه تش په نامه نهالونه چې د "نیورون" او "ناوتیلوس" په نومونو د مشکوکو ایراني هیکر ګروپونو له پخوانیو کمپاینونو څخه راوتلي وو، وتښتول. د دې لپاره چې دغو وسایلو او بېخبنا ته لاسرسی برابر کړي، تورله پخپله په ایران کې مېشت مشکوک هیکر ګروپونه هم د بدګومانۍ ښکار کړل.‌

اېن سي اېس سي وویل، ایراني بېخبنا ته په لاسرسي سره، تورله وتوانېده چې د ایراني ګروپ "د قوماندې او کنټرول" د سیستمونو په کارولو سره خپل مخرب یا ناوړه کوډ په کار واچوي.‌

استخباراتي چارواکو وویل چې د د روسي ګروپ او ایرانی قرباني تر منځ د توطیې هېڅ شواهد ونه موندل شول.

د روسیې تر ټولو وروستی سایبري برید

دا پېښه د روسانو تر ټولو وروستۍ هڅه ښیي چې د سایبري جاسوسۍ له لارې په هېوادونو او موسساتو باندې برید کوي او خپل ناوړه نفوذ اعمالوي.‌

د ۱۳۹۷ د غوایي په میاشت کې، دوه روسي دپلوماتان هغه وخت ونیول شول چې هڅه یې کوله په هاګ کې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي موسسه (او پي سي ډبلیو) هیک کړي او لاره ورته وکړي.

د هالنډ حکومتي چارواکو وویل چې تورنو روسي اجنټانو چې د جي یو (پخوانۍ جي آر یو) پوځي استخباراتو د ادارې غړي ول له یوه نژدې هوټل څخه بهر په یوه پارک شوي موټر کې پټو شویو برقي وسایلو څخه استفاده کوله.‌

د هیک کولو د هڅې وخت مهم وو ځکه چې په مسکو تور لګېدلی وو چې په قصدي توګه د سوریې په دوما کې د کېمیاوي وسلو د برید ساحې ته د او پي سي ډبلیو د لاسرسي مخه نیسي او کریملېن هڅه کوي چې له ساحې څخه لاره کږه کړي.‌

په هغه وخت کې، او پي سي ډبلیو د پخواني روسي دوه طرفه جاسوس سرګي سکریپال او د هغه د لور د تسمم په قضیه چې د ۱۳۹۷ د وري په میاشت کې د برتانیا په سالیسبوري کې پېښه شوې وه، او همدارنګه په سوریه کې یوه لویه کېمیاوي حمله باندې څېړنې کولې.‌

د ۱۳۹۷ د غبرګولي په میاشت کې، د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت وویل چې هغوی داسې یو انټرنټي ډومین نیولی چې هغه د کورونو او دفترونو د شبکې د نیم میلیون ککړو شویو روټرونو یو خطرناک بوټنېټ رهبري کاوه او د داسې هیکرانو له خوا کنټرولېده چې باور کېده چې روسي استخباراتو پورې اړه لري.

د دغه حرکت هدف دا وو چې هغه یو عملیات مات کړي چې په کوچنیو او د منځنۍ سطحې په کمپیوټري شبکو کې په ژوره توګه ننوتی وو او هیکرانو ته یې فرصت په لاس ورکاوه چې د کمپیوټرونو کنټرول په لاس کې واخلي او ډېټا په اسانۍ سره غلا کړي.

د متحده ایالاتو استخباراتي ادارو وویل، دغه ګروپ په داسې عملیاتو کې ښکېل وو چې د ۱۳۹۵ کال په ترڅ کې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د دیموکراتانو د ګوند په هکله تخریبوونکي معلومات هیک کول او شریکول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د نړۍ د امنیت ګواښلو لپاره ایران او پاکستان د سرطاني غدو په څېر دي او سرطاني غدې چې پر وخت لېرې نه شي, ټول بدن متضرره کوي

ځواب ورکړئ