روغتیا

کووېډ-۱۹ ته کمزوري غبرګونونه د مستبدو رژیمونو کمزورتیا په ګوته کوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

په مسکو کې یو سړی د وږي په ۱۷مه د کروناوایرس د وبا په ترڅ کې، د موسمي زکام د واکسیناسیون د کمپاین په بهیر کې د واکسین له اخیستلو څخه وروسته خپل مټ ښیي. [نتالیا کولیسنیکووا/ای اېف پي]

په مسکو کې یو سړی د وږي په ۱۷مه د کروناوایرس د وبا په ترڅ کې، د موسمي زکام د واکسیناسیون د کمپاین په بهیر کې د واکسین له اخیستلو څخه وروسته خپل مټ ښیي. [نتالیا کولیسنیکووا/ای اېف پي]

د حقیقتونو پر وړاندې ځانښودنه، ځپنه او کرکه: شنونکي وایي، د نړۍ زورواکو رژیمونو د کووېډ -۱۹ کروناوایرس د وبا پر ضد هم تر ډېره هغسې چلند کړی دی لکه د نورو څیزونو په وړاندې یې چې کړی دی.‌ په دې ډله کې د چین، روسیې او ایران حکومتونه شامل دي.

خو ځینې وختونه د خلکو هوساینې ته په څرګنده پام نه کولو، او ورسره مطلقې بې کفایتۍ،‌ هر هغه اعتماد له منځه وړی دی چې خلکو په دغسې مشرانو باندې درلود.

په لویه برتانیا کې د ریډینګ پوهنتون د پراختیایي اقتصاد یوې کارپوهې اومه کامبامپاتي وویل، «هغوی ټول د مشرۍ یو ډول چلند یا د نرواکۍ چلند لري.‌»

هغې وویل، «دغه ډول وبا به هغوی سخت وځوروي.»

چینایي امنیتي منسوبین د وږي په ۱۸مه په بیجینګ کې د خلکو له لوی سالون څخه بهر، د هغو خلکو په درناوي جوړو شویو مراسمو څخه مخکې، ولاړ دي چې د کووېډ-۱۹ کروناوایرس د وبا پر ضد یې مبارزه وکړه. [نیکولاس افسوري/ای اېف پي]

چینایي امنیتي منسوبین د وږي په ۱۸مه په بیجینګ کې د خلکو له لوی سالون څخه بهر، د هغو خلکو په درناوي جوړو شویو مراسمو څخه مخکې، ولاړ دي چې د کووېډ-۱۹ کروناوایرس د وبا پر ضد یې مبارزه وکړه. [نیکولاس افسوري/ای اېف پي]

بل هیڅوک هم ملامت نه دی

کامبامپاتي ای اېف پي ته وویل، د بحران په لمړیو کې له پراخ حضور څخه وروسته، د هندوستان د لومړي وزیر نریندرا مودي او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په څېر مشران اوس ځانونه نه څرګندوي.

هغې وویل، «په لومړیو مرحلو کې هغوی ملامتیا په نورو باندې اچولی شوای، خو اوس چې شپږ میاشتې وتلې دي، هغوی بل څوک نشي ملامتوی.»

هغې زیاته کړه، «دا د هغوی لپاره یو ارامي بښونکی وضعیت نه دی.»

د معافیت نړۍ والې ادارې امنیسټي انټرنېشنل د چین، روسیې، مالیزیا او پاکستان د مثالونو په ورکولو سره وویل، یو معمولي غبرګون دا ده چې له روغتیایي کارکوونکیو او نورو مهمو مؤظفینو څخه راتلونکی انتقادونه وځپي.‌

د معافیت د نړۍ والې ادارې د چنګاښ د میاشتې په یوه راپور کې چې عنوان یې وو «مخامخ شوی، چوپ شوی، تر برید لاندې نیول شوی» داسې پېښې یادې شوې چې په کې حکومتونو داسې محدودیتونه لګولي چې داسې کارکوونکي د پالیسۍ په هکله له غږ پورته کولو څخه منع کوي.

د هغوی اندېښنې تر ډېره د کاري شرایطو د نه خوندیتوب، د ځاني خوندیتوب د وسایلو د کموالي، غیرکافي روزنې او د روغتیایي پاملرنې د کارکوونکیو د غیرکافي ټېسټونو په هکله وې.‌

آوازو خپرول

د معافیت نړۍ والې ادارې په چین کې هغه پېښه یاده کړې چې په کې د سترګو ډاکتر لي وینلیانګ، چې همکارانو ته یې د کروناوایرس په هکله خبرداری ورکړی وو، په چټکۍ سره «د اوازو خپرولو» له امله چوپ کړای شو.

د معافیت د نړۍ والې ادارې په وینا، په مصر کې چارواکو د وري او غبرګولي تر منځ لږ تر لږه ۹ ډاکتران او درمل جوړوونکي د غږ پورته کولو له امله د «غلطو خبرونو د خپرولو» او «ترهګرۍ» په تورونو تورن او نیولي دي.

عین تورونه د یوه ۶۵ کلن ژورنالست محمد منیر پر ضد چې د الجزیرې لپاره یې کار کاوه او د چنګاښ په میاشت کې د کووېډ-۱۹ له امله مړ شو، هم لګېدلي وو.

د معافیت نړۍ والې ادارې وویل، په پاکستان کې پولیسو د ډاکترانو هغه اعتراض ګډوډ کړ چې د هغوی د کاري شرایطو او د تجهیزاتو د نشتوالي پر ضد یې کړی وو. پولیس د ګڼه ګوڼې منځ ته له سوټیو سره ورننوتل او په لسګونو معترضان یې ونیول.

په سویتزرلنډ کې د امنیتي څېړنو په مرکز کې یوه جګپوړي څېړونکي بینو زوګ وویل، «مستبد هېوادونه یوه ډېره ځانګړې کړنه لري چې د وبا په وسیله لا نوره پیاوړې شوې.»

هغه ای اېف پي ته وویل، «هغوی غواړي چې له ځان نه یو ځواکمن تصویر وړاندې کړي چې د روسیې او چین په برخه کې صدق کوي، او وښیي چې مستبد رژیمونه د ولسوالکو رژیمونو په پرتله په ښه توګه کولی شي داسې یو بحران مدیریت کړي.»

هغه وویل، «هغوی د دې لپاره ګڼ شمېر ګامونه واخیستل چې ټولنه په اساسي توګه مهار کړي او دا یقیني کړي چې بدیل معلومات یا بدیل نظرونه نشته.»

غلط معلومات او دروغ

روسي او چینایي رژیمونه دواړه داسې لاس په لستوڼي ونیول شول چې خبري او ټولنیزو رسنیو ته یې د وایرس په هکله په ښکاره غلط معلومات ورکول.

کریملېن په لوړ اواز اعلان وکړ چې دوی لومړی د کروناوایرس واکسین جوړ کړی دی، خو د نړۍ په لر او بر کې روغتیایي ساینسپوهانو او طبي شنونکو اندېښنې څرګندې کړې چې ښایي دغه نه تایید شوی، نه ازمویل شوی درمل د کووېډ-۱۹ په نسبت ډېر خطرناک وي.

د روسیې آر بي سي د زمري په میاشت کې راپور ورکړ چې، په روسیه کې د سروې شویو ډاکترانو له نیمایي څخه ډېر وایي چې هغوی به د کریملین «سپوتنیک V» د کروناوایرس ضد واکسین تطبیق نه کړي.

د چنګاښ په میاشت کې، د برتانیا د سایبري امنیت ملي مرکز (اېن سي اېس سي) وویل چې روسي هکرانو د برتانیا، متحده ایالاتو او کاناډا د واکسین تحقیقاتي او پرمختیایي موسسې په نښه کړي دي.

په ورته وخت کې، چینایي رژیم هڅه کوي چې تاریخ بیا له سره ولیکي او په کورنیو او نړۍ والو رسنیو کې د کووېډ-۱۹ وبا پر ضد مجادله کې په زور او شور سره د چین «د اتلوالې هڅو» تبلیغولو ته دوام ورکوي.

د بحران له پیل راهیسې، بیجینګ په فعاله توګه هڅه کوي چې د کروناوایرس په وبا کې د خپل رول پر وړاندې انتقاد له ځانه نه لیرې کړي، او د دې کار لپاره د توطیې نظریې تبلیغوي.

دغه خبرداری د خطر د اعلانونو یوې لړۍ او هغو راپورونو پسې وروسته ورکړل شو چې په کې په ایران، شمالي کوریا، روسیه او چین کې د حکومت له خوا ملاتړ کېدونکیو هکرانو باندې تورونه لګېدلي وو چې د غلطو معلوماتو له خپرولو څخه نیولې د کارکوونکیو او پوهانو په نښه کولو پورې د کروناوایرس د وبا اړوند بدغوښتونکی فعالیتونه ترسره کوي.‌

د ایران رژیم اوس هم د کووېډ-۱۹ وبا په هکله غلط معلومات او دروغ خپروي.

په لومړیو کې، د ایران اسلامي انقلابي ګارډ د کووېډ-۱۹ د تشخیص د یوې «عجیبه» خو جعلي وسیلې د جوړولو له امله په انټرنټ کې په پراخه کچه ریشخند شو او ان د ایران د روغتیا وزارت او د ولسمشر سلاکار هم رد کړه.

د څارنې زیاتول

شنونکي وایي، د بشري حقونو پر ضد ناوړه استفادې تر ډېره د بیان د ازادۍ او د غونډو د محدودولو په بڼه وې.

یوه د پام وړ استثنا بیلاروس دی چې هلته د وبا بې نظمه مدیریت چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د تقلب له تورونو سره مل وو، د لاریونونو سبب شو.

هغوی وایي،‌ د فلیپین، روسیې، قرغزستان او قزاقستان او نورو حکومتونو ته له دې امله د ملامتیا ګوته نیول کیږي چې د وبا په هکله یې د انتقاد غږونه چوپ کړي دي.‌

ډېرو رژیمونو، د کووېډ-۱۹ د خپراوي د مخنیوي له اړتیا څخه په استفادې سره، د څارونکیو تجهیزاتو-- چې اکثر په چین کې جوړیږي -- لکه جي پي اېس، سي سي ټي وي کمره، د څېرې او هویت پېژندونکی سافټ ویر، لګښتونه زیات کړي دي.‌

د امنیتي څېړنو د مرکز څېړونکې زوګ وویل، «یو ځل چې نظارت ترسره شي، بیا کېدی شي چې له هغه څخه په راتلونکي بحران کې استفاده وشي یا حتی د یوه دایمي ګام په توګه وکارول شي.»

په ورته وخت کې به یو شمېر ځواکمن به د هغوی د عیبونو له امله د خلکو د ملاتړ د کموالي یا ان د کووېډ-۱۹ د بې اعتباره درملو لکه هایدروکسي کلوروکین، یا غیرمعمول څیزونو لکه د پیټرولو یا نباتي شیرې په وسیله د لاسونو وینځلو څخه د ملاتړ له امله له ریشخند سره مخامخ شي.‌

د ریډینګ پوهنتون کمبهمپاتي وویل، «زه فکر نه کوم چې کوم قدرت مند مشران دې له دغه حالت څخه په ښه ډول راوځي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زما په نظر، اوس د سیمې د هېوادونو لپاره د دې وخت نه دی چې یو د بل پر ضد منفي تبلیغات خپاره کړي او ووایي چې دا هېواد د کرونا پر ضد مات شو، خو هغه هېواد بریالی شو. د کرونا وایرس د ماتولو لپاره، اوس د دې وخت دی چې حکومت او ټول هېوادونه ګډ کار وکړي او داسې یو واکسین جوړ کړي چې کولی شي په ریښتیا سره دغه ناروغي دفعه کړي. که چین د کووېډ-۱۹ د ماتولو په هکله خبرې کوي، نور هیوادونه باید له چین سره کار وکړي او د چین له تجربو څخه زده کړه وکړي چې هغوی څنګه کووېډ-۱۹ ته ماتې ورکړه، او که روسیې د کووېډ-‍۱۹ واکسین کشف کړی وي، هغوی باید له روسیې سره کار وکړي چې ټول هېوادونه او خلک ژر واکسین ترلاسه کړي، ځکه تاسو پوهېږئ چې د کرونا وایرس له خپراوي راهیسې تقریباً یو کال تېر شو خو اوس هم هیوادونه د دغې مرګونې ناروغۍ پر ضد مجادله کوي. مثلاً، په هندوستان کې هره ورځ تقریباً ۱۰۰۰۰۰ خلک په دې ناروغۍ باندې ککړېږي او د ناروغۍ په نتیجه کې۱۰۰۰ کسان مړه کیږي. دغه وایرس د نړۍ په ټولو هېوادونو کې چارې ودرولي، تعلیمي موسسات یې بند کړي، رسټورانټونه یې بند کړي، الوتنې او داسې نور یې بند کړي دي. له دې امله، زه غواړم چې ټول هېوادونه خپلې منفي سیالۍ یو طرف ته کړي او د کوویډ-۱۹ د ماتولو لپاره یو د بل تر څنګ کار وکړي.‌

ځواب ورکړئ

ما د چینایانو رسنۍ نه دي لیدلي خو د سپوتنیک پښتو او دری په څیر د روسانو خبري ادارې اکثر داسې تبلیغات کوي چې د نورې نړۍ د خلکو پر وړاندې کرکه ښيي.‌ دغسې سلام ټایمز او نورې رسنۍ د روسانو، چینایانو، او ایرانیانو پر ضد راپورونه خپروي. زه فکر کوم چې نفرتونه خپرول نه دي په کار. نفرتونه په جنجالونو باندې بدلیږي او جنجالونه په جنګونو او جنګونه د انسانانو په مرګ او وژنه باندې تمامیږي چې شیطان پرې خوشحالیږي. په کار دی چې د نړۍ زبرځواکونه په ځانګړې توګه امریکا، چین، روسیه، برتانیا او د اسلامي کانفرانس غړي مخکښ هیوادونه ټول خپل با استعداده کدرونه سره یو لاس کړي،‌ د بشر د هوساینې لپاره کار وکړي، په نړۍ کې فقر له منځه وېسي، نفرتونه له منځه وېسي، د افغانستان، فلسطین، کشمیر... په څېر مسایل حل کړي او علم او ساینس ته پرمختګ ورکړي خو داسې ساینس ته نه چې وسلې جوړې کړي او د انسانانو د مرګ سبب شي بلکې داسې ساینس او ټکنالوجۍ ته پرمختګ ورکړي چې الله تعالی پرښتو ته ووایي چې وګورئ پرښتو زما د خلیفه (ادم ع) اولادونو څومره پرمختګونه وکړل، څومره یو د بل لاسنیوی کوي، څومره یو له بل سره مرسته کوي، څومره زما د خوشحالولو لپاره له خپلو ملګرو انسانانو سره مینه او محبت کوي او یو بل ته اسانتیاوې برابروي، په حیواناتو، اقلیم او چاپېریال باندې رحم کوي. الله تعالی دې مونږ ټولو ته هدایت وکړي او الله تعالی دې مونږ ټول انسانان د محمد رسول الله (ص) په لاره برابر کړي. امین

ځواب ورکړئ