امنیت

په سوریه کې د روسیې په ملاتړ عملیاتو نژدې یو میلیون خلک بې کوره او نهیلي کړي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د لړم په میاشت کې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو سوریایي ملکي خلک په داسې حال کې ښیي چې په روسي پوځي ګاډو باندې، چې په هغو سیمو کې ګزمې کوي چې کریملېن غواړي ویې نیسي، پیترولي بمونه او ډبرې واروي. په سوریه او نورو ځایونو کې د مسکو د وحشیانه تکتیکونو پر ضد غوسه په ډېرېدلو ده.

دمشق -- مصطفی او انس له خپل مور او پلار سره مرسته کوله چې موټر یو ځل بیا بار کړي او د روسیې له خوا ملاتړ کېدونکیو عسکرو له پرمختګ څخه ځانونه په څنګ کړي چې په سیمه باندې بمباري پیل شوه او په کوڅه کې یې وحشت رامنځته کړ.‌

دغه ۱۲ کلن هلک منډه کړه او یوې لارۍ ته یې چې له قالینو او توشکو څخه ډکه وه ورپورته شو، د هغه ۱۰ کلنه خور چې په مخ یې وېرې او ډار سیوری غوړولی وو، هم ورپسې ور وختله.‌

په شمال لویدیځه سوریه کې هره ورځ همدا حال روان وي. دغلته د روسیې له خوا ملاتړ کېدونکي حکومتي عسکر ویجاړونکي بریدونه ترسره کوي چې یاغیان د هغوی له وروستي مرکز څخه وباسي.‌

حکومت او د هغه متحدې روسیې له لیندۍ میاشتې راهیسې پراخې لاسته راوړنې لرلې دي او ۹۰۰ زره سوریایان یې مجبور کړي چې په سخت ژمي کې له خپلو کورونو او سرپناوو څخه وځي. دا د سوریې په ۹کلنه جګړه کې د ملکي خلکو تر ټولو لویه بې ځایه کېدنه ده.

په دې عکس کې، د روسیې له خوا ملاتړ کېدونکي یرغل څخه وروسته، یوه بې ځایه شوې سوریایۍ نجلۍ د سلواغې په ۳۰مه په سوریه کې دیر البلوط کمپ ته په لاره یوې لارۍ کې سفر کوي. [رامي السید/ای اېف پي]

په دې عکس کې، د روسیې له خوا ملاتړ کېدونکي یرغل څخه وروسته، یوه بې ځایه شوې سوریایۍ نجلۍ د سلواغې په ۳۰مه په سوریه کې دیر البلوط کمپ ته په لاره یوې لارۍ کې سفر کوي. [رامي السید/ای اېف پي]

په دې عکس کې، ټپي شوي سوریایي ماشومان د سلواغې په ۲۲مه د سوریې په ادلیب کې له یوه روسي هوایي برید څخه وروسته په یوه موقتي روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. [عبدالعزیز کیتاز/ای اېف پي]

په دې عکس کې، ټپي شوي سوریایي ماشومان د سلواغې په ۲۲مه د سوریې په ادلیب کې له یوه روسي هوایي برید څخه وروسته په یوه موقتي روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. [عبدالعزیز کیتاز/ای اېف پي]

په عکس کې، یو سوریایي یاغي د کب په ۱ د سوریې په شمال لویدیځ کې د روسیې له خوا ملاتړ کېدونکو ملېشو باندې د راکټونو له ور ویشتلو څخه مخکې ځان چمتو کوي. [آرشیف]

په عکس کې، یو سوریایي یاغي د کب په ۱ د سوریې په شمال لویدیځ کې د روسیې له خوا ملاتړ کېدونکو ملېشو باندې د راکټونو له ور ویشتلو څخه مخکې ځان چمتو کوي. [آرشیف]

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دادارې (یونوچا) د اټکل له مخې، د دغه شمېر ۶۰٪ ښځې او ماشومان دي.‌

داسې پراخ شواهد هم شته چې روسي جنګي الوتکې په سوریه کې په قصدي توګه په روغتونونو باندې بمبار کوي څو د سوریې اپوزیسیون کمزوری کړي.

د کریملېن د مرګونیو عملیاتو هدف دا دی چې په سوریه کې خپل اشغال شوی قلمرو پراخ کړي چې د ځایي خلکو له سخت او قهرجن مقاومت سره مخامخ شوي دي.

د زیاتېدونکې نا ارامۍ د غټو نښو له جملې څخه په یوه کې، د لړم په میاشت کې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو سوریایان په داسې حال کې ښیي چې په روسي پوځي ګاډو باندې په هغو سیمو کې چې کریملېن هڅه کوله چې ویې نیسي د پیترولي بمونو او ډبرو وارونه کوي.

د ماشومانو پلار ابو محمد وویل، «اوس زموږ ژوند داسې شوی چې بمونه دي او وېره ده.»

دارت عزه ښارګوټی د سوریې د دویم لوی ښار حلب لویدیځ ته او له ترکیې سره په پوله پروت دی، چې اوس کلک ایسار دی.‌

نوموړی چې یواځې یوه میاشت مخکې د بریدونو په یوه مخکینۍ څپه کې مجبور شوی وو چې په دې لاره لاړ شي، په دغې غرنۍ سیمه کې چې اوس هم د یاغیانو تر کنټرول لاندې ده، ځای پرځای شو.‌

دغه سړی چې شاوخوا د ۵۰ کالونو عمر لري اصلا د ادلیب ولایت د جنوبي برخې اوسېدونکی دی. دغه سیمه حکومت څو اونۍ مخکې شمال ته د پرمختګ په پيل کې ونیوله.

ابومحمد وویل، «موږ په خپلو ماشومانو باندې ډارېږو؛ له دې امله موږ مجبورېږو چې هر ځل سیمه پرېږدو.»

بدترېدونکي شرایط

په دارت عزه کې د استوګنې لپاره، د هغه کورنۍ یو د یوې خونې ورکشاپ په کرایه نیولی وو چې دېوالونه یې تور وو، او د یوه شکېدلي پلاستیک په وسیله له کانکرېټي حوېلۍ څه جلا شوی وو.

ابومحمد وویل، «دا هغه څه وو چې موږ یې د نیولو توان درلود.»

هغه وویل، کورنۍ یې ژمی په ټوخيو او پرنجیو کې تېر کړ.‌

د ادلیب او د ګاونډي حلب ولایت په ځینې غرنیو سیمو کې، هوا تر منفي ۷ درجو پورې سړه شوه او څو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړ.‌

په داسې حال کې چې د اټکل له مخې درې میلیونه سوریایان چې سم نیمایي یې ماشومان دي په یوه ورټولېدونکي ځای کې را ایسار دي، مرستندویې ادارې د یوه بې ساري بشري عاجل حالت خبرداری ورکوي.‌

دغه پلار وویل، «وضعه له بدې نه د بدترې خواته روانه ده. وېره په ډېرېدلو ده؛‌ کله چې ماشومان د یوې جیټ الوتکې یا بم غږ واوري موږ نشو کولی چې هغوی غلي کړو.»

انس چې په یوه تور ژمني کوټ کې یې ځان نغښتی او وړینه خولۍ یې په سر کړې ده، د ابومحمد په څلورو بچیانو کې تر ټولو ډېر ټکان خوړلی دی.

د هغې پلار وویل، «کله چې بمبار شروع شي هغه بېخي کنګل شي.»

هغه وویل، «زه د هغې غوږونه بند کړم او ورته وایم، مه ډارېږه؛ هغه لیرې دی. بمباري نه کیږي، خو بیا هم هغه چیغې وهي او ژاړي.»

د شپې چې هغه ویده کیږي خپل سر تر بالښت لاندې ږدي، چې د پاس تېرېدونکیو جنګي الوتکو غږ وانه وري.

روسیې د اوربند غوښتنې رد کړې

که څه هم چې لارۍ تګ ته تیاره شوه، ابومحمد مطمئن نه وو چې د هغه کورنۍ به بیا چېرې ویده کیږي.‌

هغه وویل، «ښایي چې موږ شپه له یوه تربره کره، چې د روانېدلو پر وخت یې یوه خېمه له ځان سره اخیستې ده، تېره کړو.»

ابومحمد وویل چې هغوی به د اعزاز په لور لاړ شي. دغه ښار خوندي بلل کیږي ځکه چې د ترکیې په پوله پروت دی.

لارۍ دومره ډکه ده چې ځینې کسان مجبور دي چې د توازن د ساتلو لپاره شاته د توشکو د ډېرۍ په سر د ناستې تکلیف پرځان تېر کړي.

هغوی مجبور دي چې یوه بخارۍ، یو د کالیو ګنډلو ماشین او ځینې د پخلي لوښي پرېږدي.‌

د یوه پلار یوه ټکان ورکوونکې ویډیو چې خپلې درې کلنې لور ته دا ورښیي چې هوایي بریدونه او ډزې دې داسې وګڼي لکه لوبه چې کیږي په دې اونۍ کې په ټولنیزو رسنیو باندې ډېره خپره شوه، او په جګړه کې د ماشومانو د ناوړه حالت په لور یې لا نوره پاملرنه ورجلب کړه.‌

سیف دي چایلډرن موسسې وویل، د لیندۍ میاشتې راهیسې د بې ځایه شویو خلکو په کمپونو کې د یخنۍ او د ژوند د خرابو شرایطو له امله لږ تر لږه ۷ ماشومان مړه شوي دي.‌

دهغو نژدې یو میلیون سوریایانو له جملې څخه چې په ادلیب باندې د یرغل په نتیجه کې بې ځایه شوي دي اکثر یې ښځې او ماشومان دي. ډېر وختونه هغوی د ځانونو د تود ساتلو لپاره فرنیچر یا هر هغه څه چې په لاس ورځي سوزوي.

ملګرو ملتونو د اوربند غوښتنه کړې ده څو د هغه څه چاره وکړي چې خبرداری یې ورکړی چې د جګړې په بدترینه بشري ناورین باندې به واوړي.‌

خو د چارشنبې په ورځ /د سلواغې ۳۰مه/ د سوریې د رژیم یوه متحد روسیې په نه حیرانوونکي ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د اوربند د پرېکړې مخه ونیوله.‌

۱۷۰ زره کسان په ازاده فضا کې ژوند کوي

ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ /د کب ۱/ وویل، د ۹۰۰ زرو ملکي خلکو له جملې څخه اټکلا ۱۷۰ زره کسان د سوریې په شمال لویدیځ کې د بې ځایه کېدنې په یوه پراخه څپه کې مجبور شول چې خپل کورونه پرېږدي او په ازاده فضا کې ژوند وکړي.‌

نژدې نهه کاله مخکې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیلېدلو راهیسې دغه تر ټولو لویه بې ځایه کېدنه په سخت ژمي کې وشوه چې د تودوخې درجه په کې اکثر د سانتي ګراد له صفر درجې څخه ټیټه وي او په ځینې ولسوالیو کې واورې ورېږي.

ملګرو ملتونو وویل،‌ «د ژمي سختو شرایطو د دغو کم وسه خلکو، چې د تاوتریخوالي له وېرې یې خپل کورونه پرېښي دي، کړاوونه له بد نه پسې بدتر کړل. د هغوی ډېر شمېر داسې دي چې د نهه کلنې اوږدې شخړې په ترڅ کې څو ځلې بې ځایه شوي دي.‌»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په خپل وروستي راپور کې وویل، د نویو بې ځایه شویو خلکو په پنځو کې یو کس داسې دی چې په ازاده هوا کې ویده کیږي او هېڅ سرپناه نه لري.‌

په دغه راپور کې راغلي، «داسې اټکل کیږي چې د نویو بې ځایه خلکو له جملې څخه شاوخوا ۱۷۰ زره کسان په ازاده فضا کې یا په نیمګړو ودانیو کې ژوند کوي.»

د ملګرو ملتونو راپور زیاتوي، هغه کمپونه چې د پاتې خلکو یو شمېر په کې ژوند کوي ډېرې ستونزې لري او اکثرې کورنۍ په داسې ځایونو کې خېمې دروي چې د تشناب په څېر ابتدایي خدمتونو ته هم لاسرسی نه لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو جګپوړي منتظم مارک لوکاک وویل، د بشري فاجعې د مخنیوي لپاره یوه اوربند ته اړتیا ده. دغه فاجعه د سوریې د جګړې له پیل راهیسې ساری نه لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د خدای لپاره، دا مه وایئ چې څنګه ایران او روسیه په سوریه کې په ملکي خلکو باندې ظلمونه کوي، دا ووایئ چې څنګه سعودي عربستان له دین او مذهبونو څخه د تاوتریخوالي د زیاتولو لپاره کار اخلي.‌

ځواب ورکړئ