امنیت

متحده ایالاتو د فاطمیون لوا او د سوریې د ولسمشر پر ضد نوي بندیزونه اعلان کړل

سلام ټایمز

په عکس کې د فاطمیون جنګیالي د وري په میاشت کې په سوریه کې په یوه نامعلوم ځای کې د روزنې په حال کې لیدل کیږي. [آرشیف]

په عکس کې د فاطمیون جنګیالي د وري په میاشت کې په سوریه کې په یوه نامعلوم ځای کې د روزنې په حال کې لیدل کیږي. [آرشیف]

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۸مه/ د سوریې د ولسمشر بشارالاسد او فاطمیون لوا پر ضد نوي بندیزونه اعلان کړل. دغه ملېشه له افغانانو څخه جوړه او د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ‌ له خوا روزل شوې او تجهیز شوې ده.

دا نوي اقتصادي بندیزونه د سوریې د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره د قیصر قانون چې په لنډو ټکو د قیصر قانون په نامه یادیږي برخه دي. د دغه قانون هدف دا دی چې هغه کسان تر پوښتنې لاندې ونیسي چې په سوریه کې د بې ګناه ملکي خلکو پر ضد وحشیانه عملونه ترسره کوي.

د ای اېف پي د راپور له مخې، د قیصر قانون چې تېر کال تصویب او د غبرګولي په ۲۸مه نافذ شو د متحده ایالاتو تر قانون لاندې هرې هغې کمپنۍ ته چې له اسد سره کار کوي سزا ورکوي.‌

دغه قانون د هغه پخواني سوریه یي نظامي عکاس په نامه نومول شوی چې د اسد په زندانونو کې یې د وحشتونو ۵۵۰۰۰ عکسونه اخیستي وو او د سخت ځاني خطر په منلو سره په ۱۳۹۳ کې وتښتېد.

سوریه یان د غبرګولي په ۲۷مه په زاړه دمشق کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د انځور مخې ته روان دي. د سوریې د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره د قیصر د ۲۰۱۹ قانون، چې د متحده ایالاتو یو قانون دی او هدف یې دا دی چې په هر هغه چا باندې چې د سوریې حکومت سره مرسته کوي یا د سوریې د بیارغونې په برخه کې همکاري کوي، بندیز لګوي، د غبرګولي په ۲۸مه نافذ شو. [لوای بیشارا/ای اېف پي]

سوریه یان د غبرګولي په ۲۷مه په زاړه دمشق کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د انځور مخې ته روان دي. د سوریې د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره د قیصر د ۲۰۱۹ قانون، چې د متحده ایالاتو یو قانون دی او هدف یې دا دی چې په هر هغه چا باندې چې د سوریې حکومت سره مرسته کوي یا د سوریې د بیارغونې په برخه کې همکاري کوي، بندیز لګوي، د غبرګولي په ۲۸مه نافذ شو. [لوای بیشارا/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د غبرګولي په ۲۸مه په یوه اعلامیه کې وویل، «نن، د خزانې وزارت او د بهرنیو چارو وزارت د قیصر قانون او ۱۳۸۹۴ نمبر اجرایي حکم لاندې د اقتصادي او سیاسي فشار د یوه روان کمپاین د پیل په توګه د ۳۹ اشخاصو او بنسټونو نومونه خپروي. د دغه ګام هدف دا دی چې د اسد رژیم له هغو عوایدو او ملاتړ څخه محروم کړای شي چې په وسیله یې هغه د سوریې د خلکو پر ضد پراخ وحشتونه ترسره کوي.»

د دغې اعلامیې له مخې، په هغو کې چې بندیزونه پرې لګول شوي دي د سوریې ولسمشر او د هغه مېرمن اسما الاسد او همدارنګه فاطمیون لوا شامل دي.

اعلامیه زیاتوي، «هر څوک چې د اسد رژیم سره معامله کوي، دا مهمه نه ده چې د نړۍ په هرځای کې وي، هغه په بالفعل توګه د سفر په برخه کې له محدودیتونو او مالي بندیزونو سره مخامخ دی.»

فاطمیون لوا بیا د سوریې په هغو سیمو کې چې په کې فعالیت کوي د شیانو، پیسو او تش په نامه موقفونو په سر په شخړو اخته ده.‌

د راپورونو له مخې، تېره میاشت دغې ملېشې په دیرالزور ولایت کې المیادین ښار ته ننوتونکو ملکي خلکو او سوداګرو څخه د امتیازاتو اخیستلو په سر د سوریې رژیم سره ښکر اړم کړل.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د ۱۳۹۷ په مرغومي میاشت کې فاطمیون لوا او ذینبیون غونډ -- چې له پاکستانیانو څخه جوړ دی -- په مالي تور لست کې شامل کړل. د دغه کار هدف دا وو چې نړۍ والو مالي شبکو ته د هغوی لاسرسی غوڅ او عملیات یې بند کړي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزیر سټیون منوچین هغه وخت په یوه اعلامیه کې وویل، «د ایران ظالم رژیم په ایران کې له مېشتو کډوالو څخه ناوړه استفاده کوي ... او له هغوی څخه د سوریې په شخړه کې د انساني سپرونو په توګه کار اخلي.»

هغه وویل، «د خزانې وزارت له خوا د ایران تر ملاتړ لاندې ملېشو او نورو بهرنیو نایبو ډلو په نښه کول زموږ له خوا د فشار د هغه روان کمپاین برخه ده څو هغه ناقانونه شبکې وتړو چې رژیم ترې نړۍ ته د ترهګرۍ او ناارامۍ د صادرولو لپاره کار اخلي.»

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت په وینا، فاطمیون لوا «په ایران کې د میلیونونو بې اسنادو افغان کډوالو او مهاجرینو په منځ کې ښکار کوي او هغوی په دې ګواښ سره چې وبه نیول شي یا به له دغه هېواد څخه واېستل شي، مجبوروي ترڅو لاړ شي او په سوریه کې جنګ وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د امریکا لپاره له خپلو ګټو څخه پرته هیڅوک او هېڅ شی مهم نه دی. په دې کې شک نشته چې هغه به هڅه وکړي چې د خپل حضور د دوام لپاره افغانستان ناامنه وساتي او له وضعیت څخه به ګټه واخلي.‌ دا به ښه وي چې مونږ یوه لحظه فکر وکړو چې په سوریه کې د ټولو خطرناک ترورستي ګروپ، سني افراطیانو او داعش مخه چا ونیوله. مونږ باید حقیقی‌ قضاوت وکړو. په ګرد منځني ختیځ کې د داعش د افراطي اورپکو د پراخ حضور په هکله فکر وکړئ. که خدای مه کړه، هغوی له سوریې څخه پښه را اړولې وای، اوس به دلته هېڅ ژوندی انسان نه وای پاتې. مونږ باید په داسې حال کې چې په نرمو او تودو توشکونو باندې ناست یو له ځانه نظرونه ورنه کړو. مونږ باید حقیقت په پام کې ونیسو. که فاطمیون جنګیالي ښه وي که بد، لاکن مونږ باید د داعش په مخنیوي کې د هغوی قربانۍ هېرې نه کړو. زه فکر نه کوم چې دغه ډله دې افغانستان ته کوم خطر پېښ کړي ځکه چې (له یوه قومي ګروپ څخه پرته) نور هیڅوک هم د خپل کور په لوري ډزې نه کوي. دا هم یو نظر دی.

ځواب ورکړئ

مننه ولسمشر ټرمپه؛ مننه وزیر پمپیو! په داسې حال کې چې مونږ دا منو چې داعش د افغانانو وژلو ته دوام ورکوي، مونږ باید له خپلو ځانونو څخه وپوښتو چې داعش افغانستان ته د څه لپاره راغلی وو؟ چا دې ته لاره هواره کړه چې هغوی افغانستان ته راشي؟ په ایران کې د ولایت فقیه رژيم، که لږ واضح وویل شي آیت الولایه خامنه اي، قصاب قاسم سلیماني، د هغوی د مزدورانو فاطمیون لوا له لارې. بیا هم مننه د ټرمپ ادارې. حامد امین

ځواب ورکړئ

دا یو ښه ګام دی چې د فاطمیون لوا په جنایتکارانو باندې بندیز ولګول شو. دا بندیز باید داسې شي چې حتی عادي سرګروپ یې هم ترورست وبلل شي، افغانستان ته په راننوتلو یې بندیز ولګول شي او ټک په ټک ووژل شي ځکه چې افغانستان ترهګرو ته نه بلکې په کار پوهو خلکو ته اړتیا لري. فاطمیون لوا ایرانی داعش دی چې سروکار یې له وژلو او لوټلو سره دی.

ځواب ورکړئ

له طالبانو سره د سولې له تړون څخه وروسته به فاطمیون لوا د افغانستان د راتلونکي د ثبات او امنیت لپاره یو جدي ګواښ رامنځته کړي، ځکه چې ایران له تېرو ۲۰ کالو راهیسې په افغانستان کې طالبان تمویلوي او له فاطمیون لوا څخه په سوریه، عراق او یمن کې استفاده کوي، خو اوس چې داعش ته په سوریه، عراق او یمن کې ماتې ورکړل شوې او طالبان به له افغان حکومت سره سوله وکړي،‌ ایران به هڅه وکړي چې د فاطمیون اورپکي په افغانستان کې د خپلو اوږدمهالو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره فعال وساتي او له هغوی څخه به د راتلونکي حکومت پر ضد چې له طالبانو سره یو ځای به جوړ شي، استفاده وکړي. دا یوه ساده مسئله نه ده. لومړی، نړۍ واله ټولنه په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالات باید هڅه وکړي چې له طالبانو سره سوله وشي ځکه چې که طالبان سوله وکړي، په افغانستان کې به یو ډېر قوي حکومت جوړ شي،‌ چې نه ایران او نه پاکستان به وکولی شي چې د افغانستان د ورانولو لپاره کار وکړي.‌ دویم، هغه باید له افغان حکومت سره خپلو مالي او پوځي مرستو ته دوام ورکړي څو حکومت د فاطمیون لوا پر ضد جنګ وکړي. درېیم، هغه باید په افغانستان کې تولیدي فابریکې جوړې کړي چې د افغانستان خلک په ځانګړې توګه په زرونو افغانان د کار لپاره ایران ته لاړ نشي او د ایران استخبارات یې په فاطمیون لوا کې استخدام نه کړي.‌

ځواب ورکړئ