کډوالان

ایران افغان کډوال د استوګنې د جوازونو ورکولو په پلمه نیسي او له خپل هېواد څخه یې راباسي

د عمران راپور

ادعا کیږي چې ایراني مقامات د استوګنې د جوازونو د ورکولو په وعدو سره بې اسنادو افغان کډوال په دام کې نښلوي او بیا یې له خپل هېواد څخه راباسي. د غوایي په نیمایي کې، ایراني رژیم بې اسنادو افغان کډوالو ته د استوګنې د شپږ میاشتنیو جوازونو وړاندیز پیل کړ څو هغوی وهڅوي چې په یوه سرشمېرنه کې برخه واخلي. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- ادعا کیږي چې ایراني مقامات د استوګنې د جوازونو د ورکولو په وعدو سره بې اسنادو افغان کډوال په دام کې نښلوي او بیا یې له خپل هېواد څخه راوباسي.

د ایران رژیم د غوایي په ۱۴مه بې اسنادو افغان کډوالو ته د استوګنې د شپږ میاشتنیو جوازونو وړاندیز پیل کړ څو هغوی وهڅوي چې په یوه سرشمېرنه کې برخه واخلي.

چارواکو د دغې سرشمېرنې موده د چنګاښ تر ۱ پورې اوږده کړې ده.‌

خو افغان کډوال وایي، وروستی ګام یواځې یو چل دی چې غواړي کډوال ونیسي او له ایران څخه یې راوباسي.‌

له ایران څخه را اېستل شوي افغان کډوال د غبرګولي په ۱۵مه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې دننه لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

له ایران څخه را اېستل شوي افغان کډوال د غبرګولي په ۱۵مه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې دننه لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

د حسن قرباني په نامه د دایکندي ولایت یوه اوسېدونکي چې په وروستیو کې له ایران څخه را اېستل شوی دی، د یکشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۵مه/ په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې وویل چې د هغه مستخدم ترې وغوښتل چې د جواز لپاره عریضه ورکړي.‌

هغه وویل، «زه په کتار کې د استوګنې د کارډ ترلاسه کولو لپاره ولاړ وم، خو پولیس راغلل او موږ ټول [۶۰ کسان] یې ونیولو او یوه زندان ته یې وېوړلو. موږ یوه شپه په توقیف کې تېره کړه، او بله ورځ را واېستل شوو.»

قرباني وویل، ایراني ځواکونو د هغوی پيسې او موبایل فونونه ضبط کړل.‌

په کمپ کې د بامیان ولایت یوه اوسېدونکي جواد خادمي وویل، د استوګنې د جوازونو له توزیع څخه د ایران هدف دا وو چې له ملګرو ملتونو څخه پیسې ترلاسه کړي.‌

د قرباني په څېر، هغه هم وویل چې د استوګنې د یوه جواز لپاره یې غوښتنه کړې وه خو کله چې د کارډ ترلاسه کولو لپاره په کتار کې ولاړ وو، ونیول شو.

خادمي زیاته کړه، «د استوګنې د جوازونو توزیع یواځې د افغانانو لپاره یو دام دی. اکثر هغه کسان چې په وروستیو کې را اېستل شوي ادعا کوي چې هغوی هغه وخت ونیول شول چې د جوازونو ترلاسه کولو لپاره یې په کتار کې انتظار کاوه.»

ځایي افغان مقامات وایي، د ایران رژیم په ورځ کې د ۲۵۰۰ او ۳۰۰۰ تر منځ افغان کډوال را باسي.

غیرقانوني نیونې

په ورته وخت کې، هغه کسان چې د استوګنې جوازونه یې ترلاسه کړي وایي چې د هغو ارزښت ډېر لږ دی.‌

د غور ولایت یوه اوسېدونکي عبدالرحمان رحیمي چې په هرات ښار کې د کډوالو په یوه کمپ کې ژوند کوي، وویل، ایراني پولیسو افغان کډوال له دې سره سره چې معتبر د استوګنې اسناد یې لرل، ونیول او له پولې یې را واړول.‌

هغه وویل، «ایراني پولیس د کډوالو له نیولو څخه وروسته د هغوی د استوګنې جوازونه له منځه وړي.»

د بادغیس یوه اوسېدونکي علي احمد عزیزي چې په وروستیو وختونو کې له خپلې ښځې او درې ماشومانو سره یوځای را اېستل شوی وو، د ملګرو ملتونو د کډوالو په کمپ کې وویل چې هغه فقط دوه اونۍ مخکې خپل شپږ میاشتنی د استوګنې سند ترلاسه کړی وو.‌

خو بیا هم، ایراني پولیسو هغه او د هغه ټوله کورنۍ ونیول او را ویې اېستل.

هغه وویل، «له ګڼو ستونزو سره سره، ما وکولی شوای چې د استوګنې یو شپږ میاشتنی جواز ترلاسه کړم، خو ما نشوای کولی چې وظیفه پيدا کړم. له اوږده انتظار څخه وروسته، کله چې ما بالاخره په تهران کې په یوه باغ کې یوه وظیفه ترلاسه کړه، پولیس راغلل، لاسونه یې راوتړل او زندان ته یې بوتلم.»

هغه وویل، «کله چې ما خپل د استوګنې جوازونه وښودل، ایراني پولیسو هغه څیرې کړل او ویې ویل چې په ایران کې زموږ لپاره ځای نشته.»

عزیزي وویل، ایران دغه جوازونه صرف د دې لپاره توزیع کوي چې له کډوالو څخه پيسې ولوټي او بیا یې راوباسي.

ظلم او په زور پيسې اخیستل

وروستی پلان هم په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د ایراني مقاماتو په لاس د شکنجې او په زور د پیسو اخیستلو په هکله راپورونه روان دي.

د غزني ولایت یوه اوسېدونکي حبیب الله سادات چې په وروستیو کې له ایران څخه را اېستل شوی، وویل ایراني ځواکونو له هغه څخه ۲ میلیونه ایراني ریال (۴۷ ډالر) په زور واخیستل.

هغه وویل، «پولیس په تهران کې په یوه تعمیراتي ساحه کې ما پسې راغلل، شکنجه یې کړم، لاسونه یې راوتړل او بندي یې کړم.»

هغه زیاته کړه، «زه درې ورځې په یوه تشناب کې بندي وم. هغوی په هرو ۱۲ ساعتونو کې ماته یوه ټوټه ډوډۍ او یوه وړه کوتۍ مستې او یو بوتل اوبه راکول. زه مجبور شوی وم چې په عین ځای کې چې ډوډۍ خورم حاجت هم رفع کړم.»

هغه وویل، ایراني پولیسو څو ځلې له هغه څخه په زور پیسې واخیستلې، او چې افغانستان ته یې را اړاوه له هغه سره هېڅ پیسې پاتې نه وې.

د هرات یوه اوسېدونکي محمد قاسم عثماني چې د غبرګولي په ۱۵مه له ایران څخه را اېستل شوی هم وویل چې هغه ولیدل چې ایراني پولیسو افغان کډوال په بې رحمۍ سره شکنجه کول.

هغه وویل، «ایراني پولیسو به کډوال په هر هغه څه چې په لاس کې به یې وو، وهل. هغوی په هیچا باندې هم رحم نه کاوه او تر دی چې ماشومان او تنکي ځوانان یې هم د برقي شاکونو او کېبلونو په وسیله شکنجه کول.»

هغه زیاته کړه، «ما ونشوای کولی چې له خپل مستخدم څخه خپل ۶ میلیونه ایراني ریال (۱۴۱ ډالر) واخلم. ما پولیسو ته عذر زارۍ وکړې چې اجازه راکړي څو خپلې د مزدورۍ پیسې ترلاسه کړم، خو هغوی اجازه رانه کړه. هغوی زه دې ته هم پرې نښودم چې خپل کالي او بوټان له خپلې کوټې څخه راواخلم.»

عثماني زیاته کړه، د هغه مستخدم هغه ته د یوې نیمې میاشتې تنخوا ورنه کړه،‌ او سربېره پر دې، پولیسو هغه نغدې پیسې چې په هغه وخت کې له هغه سره وې هم ترې واخستلې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

غوره به وي چې که اسلامي امارت له دغو مهاجرینو څخه د کندو په کیندلو کې ګټه واخلي ترڅو د هغو سیندونو لوری بدل کړي چې ګاونډیو هېوادونو ته ځي او اوبه یې د افغانستان وچو سیمو ته ور برابرې کړي. دا به نه یوازې د دغو کډوالو لپاره، چې ګاونډیو هېوادونو ته د کار په لټون پسې ځي، د کار په پیدا کولو کې مرسته وکړي، بلکې همدارنګه به په افغانستان کې د کرنیزو ځمکو په بیارغونه کې هم مرسته وکړي. افغانستان به د کرنیزو تولیداتو په برخه کې پر ځان بسیا شي او حتی دا وړتیا به ترلاسه کړي چې صادر یې کړي. دغه راز به، د اوبو چې د افغانانو وقار دی، د وتلو مخه ونیسي، او په زرګونو نورې ګټې به هم ولري.‌

ځواب ورکړئ

د ایران د اسلام ضد او بشر ضد رژیم لخوا یو بل خیانت او جنایت ترسره شو. ان شاءالله هغه ورځ به راشي چې د ایران حکومت به د دې ټولو جنایتونو حساب یو په یو ورکړي. لکه څنګه چې دوی زموږ له بدبختیو او بدمرغیو څخه ګټه پورته کوي او د بې وسه افغان مهاجرینو له شکنجه کولو څخه خوند اخلي، پخپله ایرانیان به ډیر ژر له داسې سختو ورځو سره مخامخ شي.‌

ځواب ورکړئ

ایران او پاکستان د کالونو په اږدو کې له افغان کډوالو سره د مرستو په نوم له مرستندویه هېوادونو او نورو موسسو څخه سلګونه میلیونه ډالر ترلاسه کړي، خو په عمل کې د دې پر ځای چې لازمې مرستې وکړي او د هغوی د وضعیت د ښه کولو لپاره دغه مرستې مصرف کړي هغوی شکنجه کوي او لکه څنګه چې په راپور کې ویل شوي هغوی له خپلو هیوادونو څخه شړي. ایران په بې شرمۍ سره دا تاوان او غلا کوي او زه حیران یم چې ولې د بشري حقونو سازمانونه او د مهاجرینو د حقونو نور مدافعین د هغه په وړاندې غږ نه پورته کوي او نه لاس په کار کیږي؟ ایا دا د دوی دنده نه ده چې د پناه غوښتونکو او مهاجرینو له حقونو څخه دفاع وکړي؟ که هو، نو ولې دغو بې وزلو او بې ځایه شویو مهاجرینو ته چې په خپل هیواد او بهر کې ځای نه لري، نه ور رسیږي؟ ایا د دوی یوازینۍ دنده معاش اخیستل او عکسونه اخیستل دي؟

ځواب ورکړئ