تکنالوژي

د نیمروز چارواکو د تهران د نفوذ د محدودولو لپاره ایراني سیم کارډونه او پیسې منع کړل

د عمران راپور

افغان چارواکو د ۱۴۰۱ د وري په میاشت کې، په نیمروز ولایت کې یو کمپاین پيل کړ چې ایران جوړ سیم کارډونه او انټرنټي وسیلې ټول او غیرفعال کړي. هغوی وایي چې دا کار د ایران له خوا د څار د مخنیوي په موخه کوي. [عبدالله عزیزي]

هرات -- د نیمروز چارواکو یو کمپاین پيل کړی چې ایران جوړ سیم کارډونه او انټرنټي وسیلې ټول او غیرفعال کړي. هغوی وایي چې دا کار د ایران له خوا د څار د مخنیوي په موخه کوي.

د وري په ۲۶مه د کمپاین له پیل راهیسې، مقاماتو په سلګونو سیم کارډونه او وای فای وسیلې او د موبایل فون کریډیټ کارډونه، چې د ایران مخابراتي شبکو توزیع کړي وو، ټول او غیرفعال کړي دي.

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس عبدالرحیم فیاض وویل، د دغه کمپاین هدف دا دی چې د ایران د استخباراتي ادارو د څار او د محلي خلکو د نفوذ مخه ونیول شي.‌

فیاض وویل، «دا سیم کارډونه د افغانستان د مخابراتو ادارې له کنټرول څخه په بشپړ ډول بهر دي او د نیمروز د خلکو امنیت ته یې ګواښ پېښ کړی دی.»

ایران جوړ سیم کارډونه او د موبایل کریډیټ کارډونه د وري په ۲۶مه د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې لیدل کیږي. دغه توکي په افغانستان کې د ایران د څار د هڅو د مخنیوي په موخه ضبط شوي دي. [عبدالله عزیزي]

ایران جوړ سیم کارډونه او د موبایل کریډیټ کارډونه د وري په ۲۶مه د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې لیدل کیږي. دغه توکي په افغانستان کې د ایران د څار د هڅو د مخنیوي په موخه ضبط شوي دي. [عبدالله عزیزي]

هغه وویل، «ایراني سیم کارډونو د محلي مخابراتي دستګاوو خدمتونه ټکني کړي،» او زیاته یې کړه چې «موږ به اجازه ورنه کړو چې هغوی په نیمروز کې فعالیت وکړي.»

د نیمروز د مرکز زرنج ښار یوه اوسېدونکي عبدالکریم محمدي وویل، «ایراني رژیم د خپلو مخابراتي شبکو له لارې د خلکو خبرې تعقیبولې څو په نیمروز کې وضعیت تر نفوذ او کنټرول لاندې راولي،» او زیاته یې کړه چې دغه کار به په دې ولایت کې د ایران د جاسوسي هڅو مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه، ایراني سیم کارډونه او د وای فایل وسیلې به د هغوی د افغان سیالانو په پرتله په لږو قېمتونو پلورل کېدل.‌

د زرنج یوه بل اوسېدونکي عصمت الله مبشر وویل، «د ایران رژیم د تېرو څو کالونو په ترڅ کې د موبایل د مخکې تر مخکې چارج د کارډونو له لارې ډېرې ګټې کولې، او دا کار باید سمدلاسه ودرول شي.»

تومان بندول

په ورته وخت کې، د افغانستان بانک په ټول هېواد کې د ایراني تومانو په کارولو باندې بندیز لګولی دی.

د افغانستان بانک ویاند صابر مومند د وري په ۲۹مه سلام ټایمز ته وویل چې له دې وروسته د ایراني اسعارو استعمال ممنوع دی او جریمه هم لري.‌

هغه وویل، «په نیمروز کې د تجارت په برخه کې د ایراني تومانو استعمال د افغانیو نرخ غورځولی او د نیمروز خلک د خپل هېواد د پیسو له استعمال سره نا اشنا دی.»

هغه زیاته کړه،‌په تجارتي معاملو کې د ایراني تومانو استعمال ایران ته ګټه رسولې او په ډېرو مواردو کې افغانستان ته داسې راننوتی چې په بدل کې یې امریکایي ډالر وړل شوي دي.

د غلام سخي نیازي په نامه زرنج ښار یوه اوسېدونکي د تومانو په استعمال باندې د بندیز هرکلی وکړ.‌

هغه وویل، «افغانۍ زموږ هویت دی او په ورځنیو معاملو کې له تومان څخه استفاده د افغانستان اقتصاد ته زیان ور رسوي. که په ایران کې له افغانیو څخه استفاده نه کیږي، په افغانستان کې ولې ایرانۍ پیسې وکارول شي؟»

هغه وویل، «په ځینو ولایتونو مثلا هرات او کندهار کې چې تر ډېره په کې افغانۍ کارول کیږي، هلته سوداګرۍ تاوان نه کوي، خو په نیمروز او د فراه په څه برخو کې چې معاملې په کې په تومانو کېږي، هلته سوداګرۍ ډېر تاوانونه کوي.»

هغه زیاته کړه، افغانۍ په ایران کې هېڅ ارزښت نه لري، نو په افغانستان کې هم باید له تومانو سره ورته چلند وشي.

په زرنج ښار کې د اقتصادي چارو یوه پوه محمد حسن مختار وویل چې د تومان د استعمال مخنیوی به په نیمروز کې د افغانیو دوران او ارزښت زیات کړي.‌

هغه وویل، «کله چې په ورځنیو معاملو کې د تومان استعمال منع شي، ځای به یې افغانۍ ونیسي او په بازار کې به یې دوران زیات شي. څومره چې افغانۍ ډېره دوران ته لوېږي، هومره به زمونږ د ملي اسعارو ارزښت زیاتېږي.»

هغه زیاته کړه، «ایراني تومان په نړۍ کې یو له ډېرو بې ارزښته اسعارو څخه دي او په کار دی چې د افغانستان له بازارونو څخه په بشپړ ډول واېستل شي.»

د ایران د نفوذ مخنیوی

شنونکي وړاندوینه کوي چې، دواړه بندیزونه به په نیمروز کې د ایران نفوذ کم کړي.‌

د سیاسي چارو یوه شنونکي خالد سکندر وویل، ایرانی رژیم توانېدلی چې په ځینو سرحدي ولایتونو، په ځانګړې توګه نیمروز کې خپل نفوذ پراخ کړي، او هلته د هغه هېواد استخبارات ډېر فعال جاسوسان لري.

هغه وویل، ایراني رژیم خپل سیم کارډونه په کم قیمت نیمروز ته را صادر کړي «څو په دې توګه په دغه ولایت کې خپل نفوذ وساتي او داخلي مخابراتي شرکتونه کمزوري کړي.»

هغه زیاته کړه، خو د ځپلو په روانو عملیاتو سره به په نیمروز کې د ایران د استخباراتو نفوذ کم شي.

سکندر وویل، «د ایراني سیم کارډونو راواردېدل د ایراني حکومت یو پلان دی. کله چې هغه غیر فعال شي، په افغانستان کې د ایران پټ فعالیتونه به هم کم شي.»

په زرنج ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد اکبر حق دوست وویل، «ایراني رژیم د نیمروز بازار څخه یو تور مارکېټ جوړ کړی دی. هغوی خپل بې ارزښته اسعار مارکېټ ته زرق کړي څو له افغانستان څخه د امریکایي ډالرو او نورو قیمتي توکو په واردولو سره ګټه ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «د ایران استخباراتي فعالانو په نیمروز ولایت کې د تومانو او ایراني سیم کارډونو په ترویج او استعمال کې ډېر مهم رول درلود، خو اوس د دغو کړیو هڅې ناکامې شوي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که زمونږ په هېواد کې په خپل ځان بسیاینې ته د قانون د یوه اصل په توګه لومړیتوب ورکړل شي، زمونږ هېواد به په لنډ وخت کې غوره سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې لاسته راوړنې ترلاسه کړي.

ځواب ورکړئ

ستاسو خبره صحیح ده؛ خو د ځان بسیاینې نشتوالی باید په دې معنی نه وي چې موږ په خپل هیواد کې د بهرنیو هیوادونو اسعار وکاروو.
اقتصادي، ټولنیز، سیاسي او داسې نورې لاسته راوړنې تر ډیره زموږ ملي ارزښتونو ته د وفادارۍ له امله رامینځته کیږي.
د افغانیو د اسعارو کارول د خپلو پیسو درناوى، د خپل هېواد درناوى، زموږ ارزښتونو ته درناوى، خو د پاکستان او ايران د اسعارو کارول د دښمنانو د ګټو د خوندي کولو په معنی دي. که تاسو تېرو څلورو لسیزو ته وګورئ، د پاکستان پوځ تل د هغو وسله والو ملاتړ کړی چې د افغانستان د مرکزي حکومت پر ضد جنګېږي.

پاکستان زموږ لومړۍ درجه دښمن دی، ایران زموږ دوهمه درجه دښمن دی، دا باید د هېواد په ښوونځیو کې تدریس شي، ځکه دغو دوو هېوادونو په تېرو څلورو لسیزو کې دا ثابته کړې ده.

ځواب ورکړئ

دا ډېر غوره اقدام دی خو حکومت ته ښایي چې په نورو ولایتونو کې هم له ورته اقداماتو کار واخلي. د پاکستان سره په سرحد کې اکثرا ولایتونو کې په کلدارو راکړه ورکړه ترسره کېږي او دا چاره ورځ تر بلې لا پسې غښتلې کېږي. په دې سره نه یوازې د افغانستان ملي حاکمیت تر سوال لاندې راځي بلکې تر ډېره د افغانستان د ملي پولي واحد (افغانۍ) ارزښت کموي، د افغانستان اقتصاد ته زیان رسوي او په ټوله کې افغانستان د نورو محتاج ساتي. حکومت که واقعا په خپل دې تصمیم کې جدي وي نو باید ژر تر ژره د پاکستان سره په سرحدي ولایتونو کې د پاکستانۍ کلدارې د چلښت مخه ونیسي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د سیم کارتونو په بندولو او د هغوی د پیسو په کارولو سره د ایران د نفوذ مخه نیول په دې برخه کې یو کوچنی ګام دی او داسې ښکاري چې له هغه هېواد سره په پوله پرتو ولایتونو کې ډېر اغېز لري. افغان حکومت باید په ټول هیواد کې د ایران کلتوري یرغل او نفوذ ته پام وکړي. ایران په تیرو کلونو کې د کلتور په ډګر کښې د زیات نفوذ د لرلو او د هغه د پراخولو لپاره په لسګونو کلتوري مرکزونه پرانیستي، کتابونه او مقالې یې خپرې کړې او تر یوه حده یې خپل هدف ترلاسه کړی دی. افغانستان ته په کار ده چې د دغو مرکزونو او د هغه هېواد له خوا د خپرو شويو کتابونو او موادو په جدي توګه په څارنې سره په افغانستان کې د دغه هېواد د نفوذ مخه ونيسي.

ځواب ورکړئ

نه یوازې ایراني بلکې په کار داده او ډېره اړینه ده چې پاکستان جوړ توکي/وسایل هم د افغانستان مقدسې خاورې ته بند کړل شي او اجازه دې نه ورکول کېږي چې د افغانستان خاورې ته داخل شي. که ایران زموږ دښمن دی نو پاکستان وار ترې څو قدمه وړاندې د افغانستان بربادۍ پسې رااخیستې ده. پاکستان لسګونه کلونه کېږي چې په خپله خاوره کې ترهګر روزي او د افغان د نوم او نښان د ورکولو لپاره یې د افغانستان خاورې ته رااستوي. پاکستان نه غواړي افغانستان دې پر ځان بسیا او بچي دې یې تعلیم یافته او د هېواد جوړونې په فکر رالوی شي. څنګه چې لسیزې وړاندې انګرېزانو د افغانستان د ملي اتل او مترقي پاچا غازي امان الله خان واکمني د خپلو جاسوسانو په ذریعه ړنګ کړه دغسې پاکستان د ولسمشر محمد اشرف غني حکومت را ړنګ کړ او موږ یې اوس د پردیو خیرات ته کېنولي یو. افغانستان د غازي امان الله خان د ارمانونو خلاف په يوه افراطي او له ازادۍ څخه محروم مسير باندې روان دی او د دې تر شا د پاکستان لاس دی.

ځواب ورکړئ

هو، دا لیکنه مې خوښه شوه. حکومت باید نه یوازې ایراني بلکې پاکستاني توکي هم بند کړي. زمونږ اوله درجه دښمن پاکستان دی ځکه پاکستان له څلور نیمو لسیزو راهیسې ورانکاري تربیه کوي او افغانستان پرې ورانوي. اوس لا تازه خبر نن دا راوتلی چې د بګرام هوایي اډه کې د پاکستان د ترهګر پوځ او د چین د پوځ منسوبین ځای پرځای شوي دي.

ځواب ورکړئ