امنیت

د پاکستاني پیسو وینځونکو پر وړاندې عملیاتو د ایران له استخباراتي ادارو سره د هغوی د اړیکو په اړه پرده پورته کړې

د زرک خان راپور

یو صراف د وږي په ۱۶مه په پېښور کې په یوه بازار کې افغانۍ بانکنوټونه شماري. [عبدالمجید/ای اېف پي]

یو صراف د وږي په ۱۶مه په پېښور کې په یوه بازار کې افغانۍ بانکنوټونه شماري. [عبدالمجید/ای اېف پي]

اسلام اباد -- پاکستاني مقاماتو د پيسو وینځونکیو او د ترهګرو د تمویلوونکیو پر ضد د عملیاتو په لړ کې له ایراني استخباراتو سره اړیکې رابرسېره کړي دي.

د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف آی ای) د سلواغې په ۲۰مه په کراچۍ کې د کور جوړونې د تمویل شرکت یو جګپوړی چارواکی ونیو. دا د کور جوړونې د تمویل یو پاکستانی شرکت دی چې د پاکستان د دولتي یا سټیټ بانک پورې تړلې ده.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړ چې، داسې ادعاوې کیږي چې دغه چارواکی «د ایراني استخباراتو لپاره د هونډي او حوالو په کاروبار کې» لاس درلود.

دغه راز، اېف آی ای د همدغو پلټنو په ترڅ کې په کوېټه کې د بلوچستان حکومت یو کارمند چې د ادعاوو په اساس د پیسو وینځلو کې ښکېل وو، ونیو.

یو ساتونکی د سلواغې په ۲۵مه په کراچۍ کې له یوې صرافۍ څخه بهر ولاړ دی. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

یو ساتونکی د سلواغې په ۲۵مه په کراچۍ کې له یوې صرافۍ څخه بهر ولاړ دی. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

په کراچۍ کې د اېف آی ای یوه چارواکي وویل، دغه کسان وروسته له هغه ونیول شول چې مقاماتو په کراچۍ کې د هونډي او حوالو یو لړ معاملې ګډې وډې کړې او یو شمېر بهرنۍ او ځایي اسعار یې چې له لسګونو میلیونو روپیو سره برابرې وې، ونیولې.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، «نیول شویو کسانو د ایران د یوې استخباراتي ادارې لپاره کار کاوه او د پیسو لېږلو د شرکت له لارې په پاکستان او نورو ځایونو کې خپلو فعالیت کوونکیو شبکو ته د پيسو په لېږلو کې ښکېل ول.»

چارواکي وویل، «ګڼ شمېر پاکستاني استخباراتي ادارې د پاکستان په داخلي امنیتي چارو کې د تهران د زیاتېدونکي نفوذ په هکله معلومات شریکوي.»

هغه وویل، د نیول شویو کسانو تحقیقات روان دي او زیاته یې کړه چې لومړني راپورونه ښيي چې د ایران استخباراتي ادارې هڅه کوله ترڅو تهران پورې تړلې اورپکې ډلې لکه زینبیون او سپاه محمد پاکستان (اېس اېم پي) تمویل کړي.

د ایران سپاه پاسداران د زینبیون غونډ، چې له پاکستانيانو څخه جوړه یوه ملېشه ده، د دې لپاره رامنځته کړ ترڅو په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم په ملاتړ او نورو ځایونو کې جنګ وکړي.

دغه راز، داسې ادعاوې کېږي چې د ایران رژیم غیر قانوني اېس اېم پي چې یوه شیعه ترهګره ډله ده، تمویلوله.

د ایران لاسوهنه

وروستۍ نیونې د پاکستان په داخلي امنیت کې د تهران د زیاتېدونکې لاسوهنې تر ټولو وروستۍ نښه ده.‌

د سلواغې په نیمایي کې په بلوچستان کې د بېلتون غوښتونکیو له خوا له بریدونو څخه وروسته، پاکستاني مقاماتو په تهران باندې پړه ور واچوله چې یادو اورپکو ډلو ته اجازه ورکوي چې په ایران کې د هغوی له خوندي پټنځایونو څخه عملیات ترسره کړي.

د کورنیو چارو ایالتي وزیر ضیاءالله لانګو هغه مهال وویل، کېدی شي هغو اورپکو چې په پنجګور او نوشکي کې په بریدونو کې یې امنیتي ځواکونه په نښه کړل د ایران له خاورې څخه استفاده کړې وي او له ایران څخه راغلي وي.

دغه راز، د بلوچستان د ترهګرۍ ضد مقاماتو د تلې په ۲مه اعلان وکړ چې د یوې ترهګرې ډلې درې غړي چې له ایران سره په اړیکو لرلو تورن دي، د بلوچستان په توربت ولسوالۍ کې د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول.

شنونکي وایي،‌ دغه ډول لاسوهنه د پاکستان لپاره ښه شګون نه لري.

د امنیتي چارو یوه شنونکي او د بلوچستان حکومت پخواني سلاکار جان اڅکزي وویل، «ایران په پاکستان او په ځانګړې توګه په بلوچستان کې د خپلو سیاسي، اقتصادي او نیابتي ډلو له لارې خپله د نرم ځواک پالیسي پراخه کړې ده.»

هغه د سلواغې په ۱۸مه په ګلوبل ویلیج سپیس مجله کې په یوه مقاله کې ولیکل، «ایران په بیلابیلو کچو له خپل نفوذ څخه استفاده پیل کړې... او دا معلومه خبره ده چې دغه نفوذ د پاکستان لپاره یو سر درد جوړېدلی شي.»

اڅکزي وویل، بلوچ بېلتون پالي ګروپونه، زینبیون غونډ، فاطمیون لوا -- له افغانانو څخه جوړه یوه ملېشه چې د الاسد د ملاتړ لپاره سوریې ته د جنګ کولو لپاره لېږل شوې وه -- او نورې ملېشې چې ټولې د ایران فقید تورن جنرال قاسم سلیماني جوړې کړې وې، په وروستیو کې فعال شوي او ډېر احتمال لري چې په هېواد کې قانون او نظم خراب کړي.

سلیماني چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان وو، د عراق، سوریې، لبنان، یمن او افغانستان په ګډون په ټوله سیمه کې د یو شمېر پراختیا غوښتونکیو نیابتي جنګونو متفکر مغز وو.‌

هغه د ۱۳۹۸ د مرغومي په ۱۳مه په بغداد کې د متحدو ایالاتو د بې پيلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.

تېره میاشت، په کابل کې د ایران سفارت او د هېواد په نورو ښارونو کې کونسلګریو بېلابېل پروګرامونه جوړ او تمویل کړل چې د سلیماني د مرګ دویم تلین ولمانځي، چې د افغانانو نقد او غوسه یې راوپارول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له دې راپور نه ښه معلومیږي چې امریکا او غربي نړۍ یا کم عقل دي یا یې په سیمه کې هسې ډرامه روانه کړې ده. سړی دې ته حیران شي چې ښه د افغان وینه خو هسې هم قیمت نه لري، د دې خلکو په هغه خپلو عسکرو باندې هم زړه نه خوږیږي چې د پاکستان له خوا ملاتړ کېدونکیو اورپکو ووژل. دا صحیح ده چې ایران د ترهګرو ملاتړ کوي لاکن دا خبره کامله احمقانه ده چې پاکستان دې د ترهګرو د حامیانو له لست نه واېستل شي. هر چېرې چې هر ترهګر ګروپ وي هغه به په یو نه یو ډول له پاکستان سره اړیکې لري.

ځواب ورکړئ