سياست

د ډېر ستایل کېدونکي ایراني مشر قاسم سلیماني انځور هسې پړسول شوی دی

له ریاض څخه د سلطان البراعي راپور

په عکس کې، د قدس ځواک قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني د زمري په میاشت کې په تهران کې په هغې غونډه کې د برخه اخیستنې په حال کې لیدل کیږي چې په سوریه کې د وژل شویو کسانو د درناوي په پار جوړه شوې وه. [آرشیف]

په عکس کې، د قدس ځواک قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني د زمري په میاشت کې په تهران کې په هغې غونډه کې د برخه اخیستنې په حال کې لیدل کیږي چې په سوریه کې د وژل شویو کسانو د درناوي په پار جوړه شوې وه. [آرشیف]

ایران پلوې رسنۍ په داسې یوه کمپاین بوختې دي چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک د قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني تصویر او اعتبار وځلوي.

کتونکي وایي، په دغو راپورونو کې د سلیماني د سیاسي او نظامي مهارتونو په هکله لاپې شوي، په داسې حال کې چې د هغه پرېکړو او اعمالو تر ډېره د ایران له تجرید او په دغه هېواد باندې د سیاسي بندیزونو د لګېدلو په برخه کې مرسته کړې او اقتصاد یې ور ویجاړ کړی دی.‌

دا خبرونه په داسې حال کې مخې ته راځي چې په ایران کې دننه د سلیماني د هغو اجرأتو له امله ناخوښي او انتقادونه په ډېرېدلو دي چې نوموړی یې له ایران څخه بهر ترسره کوي.

ویل کیږي چې د اصلاح غوښتونکو او سخت دریځو دواړو مشران په ورته ډول د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د مشرتابه له خوا د بهرنیو اړیکو د سمبالولو په هکله ناخوښي دي، او وایي چې دغه ډول کړنې د دوي هېواد لا نورد تجرید او اقتصادي بحران خوا ته بیایي.‌

په عکس کې، سلیماني د تلې په میاشت کې د ایران لوی مذهبي مشر علي خامنه یي سره لیدل کیږي. [آرشیف]

په عکس کې، سلیماني د تلې په میاشت کې د ایران لوی مذهبي مشر علي خامنه یي سره لیدل کیږي. [آرشیف]

د روان کال په لومړیو کې په دولتي تلوېزیون خپاره شوي یوه پیغام کې د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه یي هغه اقتصادي ستونزې چې ایرانیان ورسره مخامخ دي د دغه هېواد لویه او تر ټولو عاجله ستونزه وبلله.‌

په ورته وخت کې،‌ په سلیماني تورونه دي چې په عراق کې د ایران په اړه غوسه راپاروي ځکه چې نوموړی د ځانګړو عراقي ملېشو ملاتړ کوي.‌

ایراني سیاستوالو په هغو راپورونو بې باوري ښودلې چې سلیماني یې له سیمې څخه جیګپوړو چارواکو ته ورلېږي، او هغوی دا راپورونه «ګمراه کوونکي» او «د یوې غلطې ستراتیژۍ» پربنسټ بللي دي.‌

د سلیماني کړنو د ایران د خلکو تر منځ وروسته له هغه هم غوسه راوپاروله کله چې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ په ناسمه توګه پریکړه وکړه تر څو ایران پلوه عراقي ملېشې د اوړي په ترڅ‌ کې په سېلاب ځپلو سیمو کې د مخالفتونو د ځپلو لپاره د مرستې په موخه راولي.

د رسنیو له خوا پړسول شوی انځور

د ایران ناراضي لیکوال او د سیاسي چارو تحلیلګر علي نریماني وویل، «په رسنیو کې د سلیماني پړسول شوی انځور د هغه له سیاسي او نظامي وړتیاوو سره برابر نه دی.»

په عراق او سوریه کې د سلیماني حضور ته د رسنیو پراخ پوښښ دا ښیی چې په ده باندې د رسنیو وروستی تمرکز قصدي دی.

هغه وویل، له دغو سیمو څخه د هغه د لیدنې عکسونه په ښکاره د هغه د مشهورولو لپاره خپاره شول، «خو داسې یې ښودله چې هغه له لبناني، عراقي، افغان، پاکستاني او سوریایي شیعه جنګیالیو سره د لیدنو په ترڅ کې په غیر ارادي توګه اخیستل شوي دي.»

هغه وویل، دا عکسونه هغه په بهر کې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د مشر په توګه په داسې حال کې ښیي چې ګویا تر خپلې قوماندې لاندې ټولو ځواکونو باندې پوره کنټرول لري.‌

نریماني وویل، خو په حقیقت کې د سلیماني فعالیت وسله والو ګروپونوته، چې تر ډېره د «لوټمارانو» په څېر کار کوي او ځانګړي عملیات ترسره کوي، لارښوونه ده «او د هغو هېوادونو چې دوي په کې فعالیت کوي له ګډوډۍ څخه ګټه پورته کول دی».

هغه وویل، هغوی په ګاونډیو هېوادونو کې د نفاق تخم کري او د هغوی امنیت ګواښي،‌ او اشاره یې وکړه چې د هغویکړنو ایران «په خلیج کې د هغه له ګاونډیانو سره په جنګ کې ساتي.»

هغه زیاته کړه، د سلیماني د قدس ځواک کړنې د دې سبب شوي چې «په ایران او د ایران په خلکو باندې بندیزونه ولګیږي چې دغه حالت ټولنیز او اقتصادي شرایط لا نور ترینګلي کړي دي.»

په مشرتابه کې عیب

ایراني ناراضي او د تهران اصلي استوګن حسین شایان وویل،‌ «سلیماني عادي نظامي زدکړې لرلې چې له هغه انځور سره چې د هغه لپاره جوړ شوی دی مطابقت نه لري.»

شایان وویل، دا له هغو «جنګ پلوه او پارونکو» الفاظو څخه چې سلیماني د اسلامي انقلابي ګارډ پلویانو او نیابتي ملېشو ته په خطاب کې ترې استفاده کوي له ورایه معلومیږي.

هغه زیاته کړه، «په سیمه ییزه صحنه کې د هغه له راپورته کېدلو وروسته او سره لدې چې په ګاونډیو هېوادونو کې د اسلامی انقلابي ګارډ له خوا د ملاتړ کېدونکو ملېشو قوماندان ده خو سلیماني د مرکې مهارتونه نه لري.»

هغه وویل، «د بحران په ترڅ کې،‌ اکثر وختونه هغه د سیاسي او نظامي وضعیت اور ته پوکی ورکوي په داسې حال کې چې په اکثرو مواردو کې هغه څه چې ډېره ورته اړتیا لیدل کیږي ډپلوماسي او د ترینګلتیا کمول دي.»

د ایران د چارو څېړونکی فتحي السید وایي، سلیماني د کوم متفکر مغزپه توګه چې ښودل کیږي هغسې نده، ځکه چې کوم بهرني عملیات چې نوموړی یې څارنه کوي د خمیني د اجندا د پلي کیدو برخه ده.

هغه یادونه وکړه چې هغه د پراختیا غوښتنې د هغه پروګرام مهندس هم نه دی چې نوموړی یې په سیمه کې د خامنه یي د پلانونو په تطبیق کې ترسره کوي ځکه چې د دې اساس له هغه څخه مخکې جنرال احمد واحدي ایښی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلیماني په عراق او افغانستان کې د زرګونو سنیانو قاتل دی. امریکا هم د سنیانو قاتله ده. امریکا او ایران دواړه په افغانستان، عراق او سوریه کې د ټولو مسلمانانو قاتلان دي.‌

ځواب ورکړئ

که امام زمان هم راستون شي، لومړی به هغه د ملایانو او اخوندانو پر ضد په جګړه لاس پورې کړي. په حقیقت کې، ټول بدعملۍ، فسق او فجور، بدعت او د مذهب ویجاړول د اسلامي حکومتونو له لاسه شوي دي. امام زمان به ژر راشي او د افراطي او زورواکو ملایانو او اخوندانو سرونه به پرې کړي. هېڅ کافر دین ته دومره نقصان نه دی ور رسولی لکه څومره چې ایران ور رسولی دی. ایران له مسلمانانو څخه کافران جوړ کړل او د اسلام نوم یې وشرماوه. اسلام د امن او مهربانۍ دین وو، نه د جنګ او تاوتریخوالي، وژنې او وحشت. دا هېڅکله هم مه هېروئ.

ځواب ورکړئ

نړۍ د تیارو په مقابل کې د رڼا د بریا څنډې ته رسېدلې او څه چې مونږ یې په نړۍ کې وینو هغه پخوانۍ وړاندوینې دي چې ښه به په بدو باندې بریا مومي او د بشر وروستی انجام په ګوته کوي. متحده ایالات او اسراییل هڅه کوي چې د عراق په لویدیځ کې د سنیانو یوه سیمه جوړه کړي او اسراییل پرې خوندي کړي خوعاقبت به هغه څه پېښېږي چې د خدای اراده وي.‌

ځواب ورکړئ

مرګ په امریکا او جاسوسانو یې. تل دې وي د ایران اسلامي جمهوریت.

ځواب ورکړئ

دا ایرانی ځناور زما هم ډیر بد راځي. د ده له لاسه ډیر افغانان په سوریه کی ووژل شول. خو د ده کار یوازی سوریی پوری محدود نه دی. د مطبوعاتو له راپورنو نه ښکاری چي دی او په مجموع کی د سپاه ډله په افغانستان کی هم د سوریی په شان اجیران لري او افغانان وژني.

ځواب ورکړئ