تجزيه

ایران ته د سلیماني میراث: په قېمتي نیابتي جګړو کې د ایرانیانو د پیسې مصرفول

د سلام ټایمز راپور

په عکس کې، د قدس ځواک وژل شوی قوماندان قاسم سلیماني او د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي په ۱۳۹۷ کې لیدل کیږي. [Leader.ir]

په عکس کې، د قدس ځواک وژل شوی قوماندان قاسم سلیماني او د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي په ۱۳۹۷ کې لیدل کیږي. [Leader.ir]

شنونکي وایي، د ایران رژیم د ایران د خلکو په لګښت د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک د وژل شوي قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني د میراث په ساتلو باندې ټینګار کوي.‌

د تېر کال د مرغومي په ۱۳مه په بغداد کې د متحده ایالاتو په یوه هوایي برید کې له وژل کېدلو څخه مخکې، سلیماني د عراق، سوریې، لبنان، یمن او افغانستان په ګډونپه ټوله سیمه کې د یو شمېر نیابتي جنګونو له لارې د اسلامي انقلابي ګارډ د پراختیا غوښتونکې اجندا مشري کوله.

په دغو نوښتونو باندې ډېر لګښت وشو، چې په مکرر ډول د تهران بې ځایه لومړیتوبونه په ګوته کوي، په داسې حال کې چې ایرانیان په ډېرېدونکي ډول د حکومت او اقتصاد پر وړاندې ناخوښي ښیي.

د سیاسي چارو کارپوه کریم صمدیان وویل، «له کالونو راهیسې، د اسلامي انقلاب ګارډ ادعا کوله چې په سیمه کې د ایران فعال حضور مذهبي ریښې او د ایران د ستر مذهبي مشر خامنه اي له روحاني نفوذ سره تړاو لري.‌

د ایران د کلتور وزیر عباس صالح د ۱۳۹۹ د غوایي په میاشت کې د قاسم سلیماني یو انځور د یوه شیعه امام په لاس د سلیماني لور زینب ته وړاندې کوي.‌ [Jamaran.ir]

د ایران د کلتور وزیر عباس صالح د ۱۳۹۹ د غوایي په میاشت کې د قاسم سلیماني یو انځور د یوه شیعه امام په لاس د سلیماني لور زینب ته وړاندې کوي.‌ [Jamaran.ir]

انځور خبرې کوي. په داسې حال کې چې د ایران ولسمشر د تېر کال د مرغومي په میاشت کې د ایران د رژیم له خوا د اقتصاد د پياوړتیا په هکله خبرې کولې، دوه بې وزلې کوچنۍ نجونې د هغه ځای تر شا په منډه تېرې شولې چې د ایران ولسمشر حسن روحاني په کې وینا کوله. [آرشیف]

انځور خبرې کوي. په داسې حال کې چې د ایران ولسمشر د تېر کال د مرغومي په میاشت کې د ایران د رژیم له خوا د اقتصاد د پياوړتیا په هکله خبرې کولې، دوه بې وزلې کوچنۍ نجونې د هغه ځای تر شا په منډه تېرې شولې چې د ایران ولسمشر حسن روحاني په کې وینا کوله. [آرشیف]

هغه وویل، حقیقت دا دی چې اسلامي انقلاب ګارډ «له مالي ستونزو سره مخامخ دی او دومره ډېرې پیسې نشته چې د اسلامي انقلاب ګارډ د قوماندانانو او په سیمه کې د خپلو متحدینو جېبونه ډک کړي.»

هغه وویل، د پیسو شنتوالی، چې تر یوه حده د ایران او په ځانګړې توګه د اسلامي انقلاب ګارډ پر ضد د متحده ایالاتو د حکومت د بندیزونو له امله دی،‌ د ایران د اجیرو ګروپونو تر منځ د وروستي اختلاف او ناخوښۍ لامل دی.

صمدیان وویل، دا ثابتوي چې په دا دومره وخت کې مذهب نه بلکې پیسې د اسلامي انقلاب ګارډ «ایډیالوژي» وه.

په ختیځه سوریه کې په ځانګړې توګه د عراقي ملېشې کتائب حزب الله او د اسلامي انقلابي ګارډ د قوماندانانو او همدارنګه د نورو هغو اجیرو ډلو تر منځ چې په سیمه کې د قدرت او نفوذ ترلاسه کولو هڅې کوي، اختلافات په ډېرېدلو دي.

د سوریې د قومي شورا یوه غړي شیخ مدار الاسد وویل، دغه درزونه تر ډېره د مشرتابه، د شتمنۍ د سرچینو او په میدان کې د حاکمو ملېشو تر منځ د نفوذ ترلاسه کولو لپاره له تاوتریخوالي څخه د ډکې سیالۍ په نتیجه کې رامنځته شوي چې میاشتنۍ تنخاګانې یې د یوه جنګیالي په سر له ۱۵۰۰ ډالرو څخه ۳۰۰ ډالرو څخه کمو ته راښکته شوې.

په یمن کې، په وروستیو میاشتو کې د هغو نشه ییزو توکو مقدار ډېر زیات شوی دی چې د دغه هېواد هغو برخو ته چې د ایران له خوا حمایه کېدونکي حوثیان (انصارالله) یې کنټرولوي، قاچاق کیږي.

دا زیاتوالی، لږ تر لږه په قسمي توګه، له دې امله دی چې حوثیان اړ دي ترڅو د ایران له خوا خپلو اجیرانو ته د مرستو په اندازه کې د کموالي له امله، بدیلې عایداتي لارې ولټوي.

بې ځایه لومړیتوبونه

ایران په پیسو کې له کمي سره سره، د ایرانیانو د ورځنیو اړتیاوو د خوابولو او پوره کولو پرځای د ترهګرۍ صدور، فرقه یي شخړو او د غلطو معلوماتو په برخو کې لګښتونو ته لومړیتوب ورکولو ته دوام ورکوي.

ایراني رسنیو راپور ورکړ چې، د ایران حکومت د لیندۍ په ۱۲مه د راتلونکي مالي کال لپاره چې د وري په ۱ پیل کیږي، پارلمان ته د ۳۳.۷ میلیاردو ډالرو دولتي بودجې مسوده وړاندې کړه.‌

په مسوده کې وړاندې شوې بودجه ۸۴۱۳ تریلیون ریاله – چې د ریالو په حساب د تېر کال په پرتله ۷۴٪ زیاتوالی ښیې خو په اصل کې د ریالو په ارزښت کې د چټک سقوط له امله د تیر کال په پرتله شاوخوا ۵ میلیارده ډالره کمه ده.‌

په دغې بودجه کې ۸۰.۵ میلیارده ریال (۳۲۷۰۰۰ ډالر) د قاسم سلیماني د کارونو د خوندي کولو او خپرولو بنسټ ته، چې په عمومي توګه «د قاسم سلیماني بنسټ» په نامه یادیږي او دده له مرګ څخه وروسته رامځته شو، ځانګړي شوي دي.‌

دغه موسسه د سلیماني د ۲۹ کلنې لور زینب سلیماني تر مشرتابه لاندې کار کوي.‌

زینب د لیندۍ په ۱۵مه یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې هغه به دغه پیسې ونه مني، او یادونه یې وکړه چې غوره ګڼي دغه پیسې د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو باندې ولګول شي.

خو نورو راپورونو وښودله چې یاد بنسټ سږ کال له حکومت څخه ۴۰۰۰۰۰ ډالر بسپنه ترلاسه کړه او دغه پیسې د قاسم سلیماني بنسټ ته په روان کال کې د اسلامي انقلابي ګارډ د بودجې د یوې فرعي کټیګورۍ په توګه ځانګړې شوې وې.‌

پخپله د اسلامي انقلابي ګارډ لپاره پیسې ډېرې دي

د وري په میاشت کې، خامنه اي د اسلامي انقلاب ګارډ لپاره د راتلونکي کال پیسې د هغه څه په پرتله چې حکومت یې وړاندیز کړی وو، ۳۳٪ ډېرې کړې.

د بې ځایه لومړیتوبونو یوه بله نښه دا ده چې د اسلامي انقلاب ګارډ د خپلو قوماندانانو د مجسمو او په دېوالونو باندې د یادګارونو په انځورولو باندې پیسې لګوي. په دغو کې د بغداد هوایي ډګر ته د ننوتلو په لاره کې کښل شوی «د فتحې ښکلا» اثر هم شامل دی چې د غبرګولي په ۳۰مه د ولسي خوځښت ځواکونو (پي اېم اېف) له خوا پرانستل شو.

دغه اثر سلیماني او د پي اېم اېف د مشر مرستیال ابو مهدي المهندس چې دواړه له هوایي ډګر سره نږدې د متحده ایالاتو په هوایي برید کې ووژل شول، په داسې حال کې ښيي چې د عراقیانو یوې ګڼې ګوڼې ته سلام کوي.

د غبرګولي میاشت کې د کروناوایرس د بحران په ترڅ کې، د سلیماني یوه نوې مجسمه د هغه د پلرني ولایت کرمان په جیرفت ښار کې ودرول شوه چې ډېرو خلکو د مسخرو وړ وبلله،‌ او د ټولنیزو رسنیو کاروونکیو د ایراني رژیم په لومړیتوبونو باندې انتقادونه وکړل.

په ورته وخت کې، په لبنان کې د ایران ملګري او د دغه هېواد له خوا تمویلېدونکي حزب الله د مارون الرأس په جنوبي ښارګوټي کې د سلیماني یوه مجسمه ودروله.‌

د ایران له خلکو څخه پیسې انتقالول

په داسې حال کې چې د ایران خلک له بدترېدونکي اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان دي، خامنه اي د بسیج بودجه هم دوه برابره کړه.‌ له بسیج څخه د داخلي مخالفتونو د ځپلو لپاره کار اخیستل کیږي.

د بسیج نیمه نظامي ځواکونه د تېر لړم د میاشتې د پراخو اعتراضونو په ترڅ کې، چې د موټرو د سون توکو په قېمتونو کې د ۲۰۰٪ ډېرښت له پرېکړې څخه وروسته راوپارېدل، توظیف شوي وو.

د عفوې نړۍ والې ادارې وویل، د هغو ځپونکو بریدونو په ترڅ کې د ایران امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۳۰۴ سړي، ښځې او ماشومان ووژل.

تهران په ښکاره د اعتراضونو پر وړاندې د اسلامي انقلابي ګارډ لاسوهنې او ځپنې له درملو یا خوړو څخه هم ډېرې ضروري بولي.‌

ایران وایر په ایران کې د ځایي خبري سرچینو په استناد راپور ورکړ چې، د وري په میاشت کې، خامنه اي ژمنه وکړه چې د کووېډ-۱۹ پر ضد د مبارزې لپاره د ایران ملي پرمختیایي بودجې څخه به ۱ میلیارد یورو (۱.۲ میلیارد ډالر) را وباسي، خو د ایران د روغتیا وزارت د هغو پیسو یواځې ۲۷٪ ترلاسه کړي او نشي کولی چې د روغتیایي پاملرنې د کارکوونکیو تنخاګانې ورکړي.

د پارلمان د روغتیا د کمېټې رییس حسین علي شهریاري محلي خبري رسنیو ته وویل، «له بودجې څخه یو میلیارد ډالر را اېستل شوي خو په کوم بل ځای کې لګول شوي دي. حکومت باید حساب ورکړي او د روغتیایي کارکوونکیو عادلانه غوښتنو ته ځواب ووایي.»

په ایران کې د وبا په خپرېدلو سره، د هېواد د روغتیایي پاملرنې کارکوونکیو ته د اړتیاوړ تجهیزاتو او درملو د برابرولو پرځای، د اسلامي انقلاب ګارډ د وري په میاشت کې د کووېډ -۱۹ د «معلومولو» لپاره له یوې ریشخند وړ جوړې شوې وسیلې څخه پرده پورته کړه.

دا د رژیم له خوا د سلیماني له مرګ څخه مخکې او وروسته په یو شمېر مرګونو ناوړو پېښو پسې د اسلامي انقلاب ګارډ د خراب شوي انځور په ښه کولو باندې د نامشخصو منابعو او قېمتي وخت د لګولو څو مثالونه دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

قاسم سلیماني یو اتل وو. هغه وکولی شوای چې په سوریه، یمن، عراق او افغانستان کې د ملعونې امریکا په سلګونو شیطاني پلانونه شنډ کړي. هغه وکولی شوای چې په قدس او فاطمیون ځواکونو کې د امریکا پر ضد په زرونو خلک استخدام کړي، او اوس دغه ځواکونه په یادو هېوادونو کې د امریکا پر ضد جنګ کوي.‌

ځواب ورکړئ

تاسو یوه قاتل ته اتل وایئ. هغه هېڅکله هم د امریکا پر ضد نه وو، بلکې هغه فرقه يیزې جګړې کولې.‌ هغه هڅه کوله چې په سوریه، افغانستان، یمن او عراق کې فرقه ییزو شخړو ته لمن ووهي. د ایران ګټې د یادو هېوادونو په جنګونو کې نغښتې دي. ایران هڅه کوي چې په دغو ټولو هېوادونو باندې حاکمیت او نفوذ ولري. زه فکر کوم چې له متحده ایالاتو څخه وروسته په تېرو شلو کالو کې په دغه هېواد کې ایران تر ټولو غټ نفوذ درلود.‌ تر دې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په کابینه کې یې وزیران ټاکلي دي. همدارنګه یې له افغانستان څخه په زرونوخلک په سوریه کې جنګ ته لېږلي دي.‌ سلیماني په دغو ټولو جرایمو او مداخلو کې یو مهم رول ولوباوه.‌ هو دغه شخص د ایران لپاره یو اتل وو خو د افغانستان لپاره نه.

ځواب ورکړئ

بیخي د شرم ځای ندی چې تاسو یو چا ته اتل وایي چې په زرګونو بیګناه انسانان یې وژلي دي؟

ځواب ورکړئ