سياست

لبنان ته د سلیماني میراث: ناامني، بې ثباتي او کورنۍ جګړه

د نحاد توپالیان راپور

د ایراني رسنیو له خوا د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني (ښی) د وروستیو خپرو شویو عکسونو له ډلې څخه یو عکس نوموړی په داسې حال کې ښیي چې د مرغومي په ۱۳مه په بغداد کې له وژل کېدلو څخه څو ورځې مخکې په بیروت کې د یوه ملاقات په ترڅ کې د حزب الله د مشر حسن نصرالله تندی ښکلوي.

د ایراني رسنیو له خوا د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني (ښی) د وروستیو خپرو شویو عکسونو له ډلې څخه یو عکس نوموړی په داسې حال کې ښیي چې د مرغومي په ۱۳مه په بغداد کې له وژل کېدلو څخه څو ورځې مخکې په بیروت کې د یوه ملاقات په ترڅ کې د حزب الله د مشر حسن نصرالله تندی ښکلوي.

بیروت -- نږدې یو کال وروسته له هغه چې جګپوړی ایرانی جنرال قاسم سلیماني په بغداد کې د امریکایي ځواکونو په یوه برید کې ووژل شو، د هغه ناوړه نفوذ اوس هم په لبنان کې د هغه د نږدې ملګري او د حزب الله د مشر حسن نصرالله له لارې احساسیږي.

لبنان له یوه سیاسي او ستر اقتصادي بحران سره مخامخ دی چې د نوي‌ کروناوایرس (کووېډ -۱۹) وبا او د بیروت په بندر کې د زمري د ۱۴مې چاودنې له بد نه بدتر کړی او مرستندویان وایي چې په رغونه به یې ۲.۵ میلیارد ډالر ولګیږي.

ډېر لبنانیان وایي چې حزب الله د دغه هېواد د ستونزو په ریښو کې ځای نیولی، او د لبنان له خوا له بحران څخه د نه راوتلو پړه په یاد ګوند باندې وراچوي.‌

د سلیماني میراث له نصرالله سره د هغه نږدې اړیکو پورې نېغ په نېغه تړاو لري.

د ایران د ستر مذهبي مشر د دفتر له خوا خپور شوی یو بې نېټې عکس ستر مذهبي مشر علي خامنه اي (چپ)، د حزب الله مشر حسن نصرالله (منځ کې) او د قدس ځواک وژل شوی قوماندان قاسم سلیماني ښیي.

د ایران د ستر مذهبي مشر د دفتر له خوا خپور شوی یو بې نېټې عکس ستر مذهبي مشر علي خامنه اي (چپ)، د حزب الله مشر حسن نصرالله (منځ کې) او د قدس ځواک وژل شوی قوماندان قاسم سلیماني ښیي.

د لیندۍ په ۲۲مه اخیستل شوی یو عکس هغه ویجاړتیا ښیي چې د زمري په ۱۴مه په مار میکایل سیمه کې د بیروت د بندر چاودنې په الیکتریسایټ دو لیبان ودانۍ کې رامنځته کړه. ډېرې ویجاړې شوې ودانۍ د څلورو میاشتو له تېرېدلو څخه وروسته هم لا بېرته رغېدلې نه دي. [نحاد توپالیان/المشارق]

د لیندۍ په ۲۲مه اخیستل شوی یو عکس هغه ویجاړتیا ښیي چې د زمري په ۱۴مه په مار میکایل سیمه کې د بیروت د بندر چاودنې په الیکتریسایټ دو لیبان ودانۍ کې رامنځته کړه. ډېرې ویجاړې شوې ودانۍ د څلورو میاشتو له تېرېدلو څخه وروسته هم لا بېرته رغېدلې نه دي. [نحاد توپالیان/المشارق]

په پارلمان کې د فیوچر مومنټ پخواني استازي مصطفی علوش وویل، سلیماني د نصرالله «قوماندان» وو، او ویې ویل چې د نصرالله د رول په اړه ډېره مبالغه شوې وه خو په حقیقت کې د سلیماني تر لاس لاندې وو.

هغه وویل، د سلیماني رول او له نصرالله سره د هغه اړیکې «له هغه نفوذ څخه چې ده په یاد ګوند باندې درلود او مستقیم نظامي، لوجیستیکي او مادي ملاتړ څخه ښه څرګندېږي» چې ده ورته برابراوه.

علوش وویل، دغه نفوذ په هغه څه باندې چې په لبنان کې دننه پېښ شول مستقیما اغېز درلود.

د لبنان د پرمختګ ټکني کول

علوش وویل، «حزب الله له ۴۰ کالونو راهیسې د لبنان د بې ثباتۍ سبب دی ځکه چې هغه په دولت کې دننه بل دولت دی.»

هغه وویل، حزب الله خپل د نه پیوستون سیاست څخه په سرغړونې سره «لبنان ویجاړوونکیو جنګونو ته ورکش کړی» او دا کار یې تر ډېره د سوریې په جنګ کې کړی، او «هېواد یې د ترهګرۍ د هلاکت کندې ته وربرابر کړی دی.»

نوموړي وویل، دغه ګوند د خلیج د دولتونو په ګډون، چې لبنان ته یې ډېر مالي امکانات او مرستې ورکړي دي، له ګاونډیانو سره د لبنان اړیکو ته صدمه رسولې او هم یې له لویدیځ سره د دې هیواد اړیکې زیانمنې کړی دی.

علوش وویل، که حزب الله نه وای د لبنان سیاسي ګوندونو «به دیموکراتیکو جوړجاړیو ته مخه کړې وای»، خو د هیواد د سیاسي نظام د برخې په توګه د حزب الله حضور «په دې ګوند باندې د لګېدلو بندیزونو له امله، د حکومت د جوړونې مخه نیولې ده.»

علمي څېړونکي او د لي حقي خوځښت فعال ماهر ابو چکره وایي چې د لبنان د بې ثباتۍ اصلي مسؤلیت د حزب الله پر غاړه دی ځکه چې هغه په سیاسي نظام باندې حاکم دی.

هغه زیاته کړه، د ۱۳۹۸ د تلې په میاشت کې د ولسي اعتراضونو له پیل راهیسې هغه موجود ناقص نظام جاري ساتلی دی.

هغه وویل، «حزب الله یوه وسله واله ډله ده او یو ګډ اقتصادي او نظامي سیستم، او قدرت لري چې په هېواد کې دننه ژورې ریښې لري. له دې امله هغه د دولت په نسبت ډېر ځواکمن شوی او دولت او خلکو ته یې یو جدي خطر جوړ کړی دی.»

نوموړي وویل، د دغې ډلې قوت «له ایران سره له مستقیم ارتباط او د نصرالله او سلیماني تر منځ پخواني ارتباط» څخه سرچینه اخلي.

ابوچکره وویل، دا په داسې حال کې ده چې د هغه داخلي قوت په هېواد کې له فاسدو سیاسي ځواکونو څخه سرچینه اخلي چې د هغه په پراختیا باندې سترګې پټوي او د حکومتي، ښاروالۍ، پارلماني او د سوداګریزو اتحادیو په ټاکنو کې لاس ورسره یو کوي.

نصرالله د سلیماني تر لاس لاندې وو

د سیاسي چارو فعال او د حزب الله مخالف لقمان سلیم وویل، «سلیماني له حزب الله سره خپله اړیکه نه پټوله.»

سلیم وویل، هیڅوک هم داسې ادعا نشي کولی چې د دغې اړیکې په هکله به په هر څه خبر وي، «خو له هغه لږ څه څخه چې موږ پرې خبر یو دا دي چې هغه د یوه آمر او مادون تر منځ اړیکه ده.»

هغه د دې ټکي په یادولو سره چې په سوریه، یمن او عراق کې د حزب الله ټول فعالیتونه په هغو ځایونو کې وو چې سلیماني غوښتل د ایران نفوذ په کې پراخ شي، وویل، «سلیماني د حزب الله په وظایفو کې بریالیتوب خپل بریالبتوب ګاڼه.»

سلیم وویل، د یادو دوو سړیو تر منځ اړیکه کې، دا «څرګنده وه چې څوک امر کوي او څوک اطاعت کوي»، او زیاته یې کړه چې «د سلیماني وژل کېدلو د ایران دفاعي تصویر خراب کړ او داسې یې خراب کړ چې تر دې مخکې هېڅکله داسې نه وو خراب شوی.»

هغه وویل، دغه کار نصرالله هم کمزوری کړ.

هغه وویل، د ګوند تصویر د حزب الله د هغه فعال سلیم عیاش چې د لیندۍ په ۲۱مه په ۱۳۸۴ کال کې د لبنان د پخواني لومړي وزیر رفیق حریري د وژلو په تور پنځه ځلې د عمري بند سزا واورول شوه، منعکس کړی دی.

سلیم وویل، «په بندر کې له چاودنې څخه وروسته، دا روښانه شوه چې په یوه هېواد کې دننه دوه مستقل بنسټونه یعنې 'دولت او دولتګی' سره یوځای کار نشي کولی.»

هغه زیاته کړه، «اوس باید لبنان د دې دوو تر منځ یو خوښ کړي چې، ایا ایرانی موډل غوره کوي چې دولتګی په کې واکمني کوي او دولت د یوه دروغژن شاهد په توګه کار کوي، او که غواړي چې دولت بېرته جوړ کړی.»

حزب الله پورې تړلي وزیران تورن شول

ای اېف پي راپور ورکړ چې، د بیروت بندر په چاودنه کې د لبنان سر څېړونکي د لیندۍ په ۲۰مه په تلونکي لومړي وزیر حسن دیاب -- چې د حزب الله متحد دی -- او درې نورو پخوانیو وزیرانو باندې د غفلت تورونه ولګول.

یوې قضایي سرچینې وویل، یاد څلور کسان د «وظیفوي غفلت او د سلګونو کسانو د مرګ او د زرګونو نورو د ژوبلې» په تورونو تورن شول، او دا د لبنان په تاریخ کې په یوه واکمن لومړي وزیر باندې لومړنی داسې رسمي اتهام دی چې ولګول شو.

له چاودنې څخه وروسته معلومه شوه چې جګپوړي امنیتي چارواکي او سیاستوال له کالونو راهیسې خبر ول چې د بیروت په بندر کې په سلګونو ټنه امونیم نایترېت سره په خطرناک ډول ذخیره شوې خو نه وو توانېدلي چې په دې برخه کې احتیاطي ګامونه واخلي.

یادې سرچینې وویل، قاضي فادي ساوان دا فیصله وروسته له هغه وکړه چې څېړنې تایید کړه چې مشکوکو کسانو «ګڼ شمېر داسې لیکلي یادښتونه ترلاسه کړي وو چې هغوی ته یې د امونیم نایترېرت سرې په لیرې کولو کې د ځنډ پر ضد خبرداری ورکړی وو.»

سرچینې چې په موضوع د خبرو کولو د صلاحیت نه لرلو له امله یې د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کولې، زیاته کړه، «هغوی همدارنګه داسې اړتیاوړ ګامونه نه وو اخیستي چې د ویجاړونکې چاودنې او د هغې د پراخې ویجاړتیا مخه ونیسي.»

نور هغه جګپوړي چارواکي چې تورونه پرې لګېدلي دي پخوانی د مالیې وزیر علي حسن خلیل او د عامه فوایدو پخواني وزیران یوسف فینانوس او غازي زیتر دي.

متحده ایالاتو د وږي په میاشت کې په زیتر او فینانوس باندې د اداري فساد او د حزب الله د ملاتړ په تور بندیزونه ولګول.

اوږدې پوښتنې لا پاتې دي

علوش وویل، ډېرې پوښتنې چې باید ځواب شي لا پرځای پاتې دي لکه دا چې ولې هغه کشتۍ چې دغه چاودېدونکي توکي یې لېږدول بیروت ته راغله او چا پرېکړه وکړه چې بار یې په ۱۲م نمبر ګودام کې ذخیره کړي.‌

هغه وویل، دا باید معلومه شي چې آیا له دغو امونیم نایترېتو څخه چې د چاودېدونکیو موادو یو مشهور جز دی د حزب الله په کومو پوځي عملیاتو کې ګټه اخیستل شوې ده.

علوش وویل دا پوښتنې «باید د مقاماتو له خوا، چې بدبختانه هغوی د حزب الله د دولتګي د صلاحیت مادونان دي، د یوې څېړنې له لارې په روښانه توګه ځواب شي.»

د لي حقي فعال ابو چکره وویل چې حزب الله «چې د سیاسي نظام برخه دی، د بندر د چاودنې او د خطرناکو او بې پامه پاتې موادو د موجودیت مسؤل دی.»

هغه وویل،‌ خو «دا معلومه نه ده چې څېړنې به د مسؤلو کسانو نومونه یاد کړي» ځکه چې د مقصر سیاسي قشر غړي یو د بل پرده کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه لیکنه وه، خو زه فکر کوم چې معلومات یې کم وو.‌

ځواب ورکړئ