مظاهرې

په ایران کې تازه اعتراضونه له رژیم څخه زیاتېدونکې ناخوښي څرګندوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د چنګاښ په ۳۰مه په ټیلیګرام خپور شوی یو عکس ایراني کارکونکي په داسې حال کې ښیي چې په شوش کې مظاهره کوي. [آرشیف]

د چنګاښ په ۳۰مه په ټیلیګرام خپور شوی یو عکس ایراني کارکونکي په داسې حال کې ښیي چې په شوش کې مظاهره کوي. [آرشیف]

تهران -- په ایران کې له حکومت سره د نارضایتۍ په ډېرېدلو او د اقتصادي وضعیت په کمزوري کېدلو سره د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې اعتراضونه د ډېرېدلو په لور روان دي.

ایراني پولیسو د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۳۰مه/ وویل، هغوی د هغو لاریونونو تر شا لاس لرونکي کسان نیولي چې تېره اونۍ د هېواد په جنوب لوېدیځ کې پیل شوې، په داسې حال کې چې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ وویل چې هغوی یو شمېر هغه «پاروونکي» نیولي چې په مشهد کې یې په لارو کې د اعتراضونو ترسره کولو غږ کړی وو.‌

ایراني پولیسو د جمعې په ورځ /د چنګاښ ۲۷مه/ وویل، هغوی په خوزستان ولایت کې د خلکو یو اعتراض چې د اقتصادي ستونزو پر ضد یې «نورم ماتوونکي» شعارونه ورکول تیت او پرک کړ.

ایرنا دولتي خبري اژانس د بهبهان د امنیه قوماندان ډګروال محمد عزیز له قوله وویل، «له یوې غوښتنې څخه وروسته، د بهبهان ښار لږ شمېر خلک د پنجنشبې د ماښام په ۹ بجو /د چنګاښ ۲۶مه/ راټول شول چې د اقتصادي وضعیت پر ضد اعتراض وکړي.‌

یو ایرانی سړی د مرغومي په ۲۱مه په تهران کې له امیر کبیر پوهنتون څخه بهر د یوه لاریون په ترڅ کې د تاوتریخوالي ضد پولیسو سره په شخړه بوخت دی. [ای اېف پي]

یو ایرانی سړی د مرغومي په ۲۱مه په تهران کې له امیر کبیر پوهنتون څخه بهر د یوه لاریون په ترڅ کې د تاوتریخوالي ضد پولیسو سره په شخړه بوخت دی. [ای اېف پي]

هغه وویل، په پیل کې پولیسو هڅه وکړه چې له خلکو سره خبرې وکړي، «خو هغوی نه یواځې دا چې سره تیت نشول بلکې د غیر اخلاقي شعارونو ورکول یې پیل کړل.» ایراني مقامات معمولا د نظام ضد شعارونه غیر اخلاقي بولي.‌

هغه له ایرانیانو څخه وغوښتل «چې د نظام د دښمنانو تر اغېز لاندې دې نه ځي چې غواړي په روانو حساسو حالاتو کې خلک راوپاروي.»

د ټولنیزو رسنیو پوستونو د لسګونو هغو معترضینو عکسونه او ویډیوګانې وښودلې چې په ښکاره په بهبهان کې په یوه کوڅه کې راټول شوي ول.

د نېټ بلاکس (Netblocks) په نامه یوه سایټ چې اعتراضونه څاري، وویل، د اعتراض پر وخت په خوزستان کې د درې ساعتونو په مخه انټرنټي لاسرس محدود او ټکنی شوی وو.‌

د ایرانیانو اندېښنې له پامه غورځول

دغه اعتراضونه څو ورځې وروسته له هغه پیل شول چې ایران د درې هغو سړیو لپاره د مرګ د سزاګانو ملاتړ وکړ چې د تېر لړم د خونړیو اعتراضونو په تړاو نیول شوي ول. هغه اعتراضونه د پیترولو په قیمتونو کې د ډېرښت له امله راپارېدلي وو.

خو د یکشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۹مه/، رژیم د خلکو له فشار سره مخامخ شو او اعدامونه یې په موقت ډول وځنډول.‌

د حکم له اعلان راهیسې په هېواد کې د اعدامونو د بندولو لپاره د مه اعداموئ (Don't Eexecute) هشټاګ په کارولو سره په آنلاین ډول ګڼو خلکو غږ پورته کړ.

د لړم په میاشت کې لاریونونه وروسته له هغه پيل شول چې چارواکو په یوه ورځ کې د تېلو قېمتونه له دوه برابره څخه هم ډېر زیات کړل، او په داسې یوه هېواد کې یې اقتصادي ستونزې لا زیاتې کړې چې وار له مخه بندیزونه پرې لګېدلي ول.

لاریونونو ګڼ شمېر ښارونه ولړزول او مخکې له دې چې د ایران په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۱۰۰ ښارونو ته خپرې شوې په تاوتریخوالي بدل شول.‌

د خلکو د ناخوښۍ په ډېرېدلو او د اقتصاد په سقوط سره، لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي له ۱۳۹۱ راهیسې په لومړي ځل د مرغومي په میاشت کې په تهران کې خطبه ورکړه او هڅه یې وکړه چې نا ارامي کمه کړي.

تر هغه څو ورځې مخکې، په لسګونو زره ایرانیان لارو او کوڅو ته ووتل -- او د «مرګ په دکتاتور» -- چې خامنه اي ته یي اشاره کوله «مرګ په دروغجنو» او نور د رژیم ضد شعارونه یې ورکړل.

خامنه اي د هغو مسایلو په هکله د خبرو پر ځای چې ایرانیان یې اغېزمن کړي دي هڅه وکړه چې خپلې خبرې په بغداد کې د اسلامي انقلابي ګارډ‌ د قدس ځواک د قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني وژنې ته چې د مرغومي په ۱۳مه پېښه شوه، واړوي.

د خامنه اي د ملاتړ ترلاسه کولو هڅو ډېر ایرانیان لا نور په قهر کړل.

مخ پر زوال اقتصاد، مخ پر ودې نا ارامي

ډېر ایرانیان وایي رژیم په خپل هېواد کې د پانګونې پر ځای، په سیمه -- په ځانګړې توګه سوریه، عراق او یمن کې -- د نیابتي جنګونو د حمایه کولو له لارې د خپلو خلکو اقتصادي ستونزې ډېروي.

د ایران اقتصاد له ۱۳۹۷ کال راهیسې هغه وخت چې متحده ایالات له مهم هستوي تړون څخه ووتل او په ایران باندې یې بندیزونه بیا ولګول، ډېر کمزوری شوی دی.

د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس وبا د ایران اقتصادي اندېښنې زیاتې کړي چې ورسره اقتصاد په موقت ډول ځنډېدلی، صادارت کم شوي، د دغه هېواد د پیسو ارزښت یې ډېر ټیټ کړی او انفلاسیون یې زیات کړی دی.

ولسمشر حسن روحاني د شنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۸مه/ وویل،‌ کېدی شي چې ۳۵ میلیونه ایرانیان په کروناوایرس ککړ شي.

د پيسو نړۍ وال صندوق (آی اېم اېف) وړاندوینه کوي چې سږ کال به د ایران اقتصاد ۶٪ رکود وکړي.‌

د تهران ښاروال پیروز حناچي د چنګاښ په ۱۷مه ای اېف پي ته وویل، په داسې یوه هېواد کې چې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی په وروستیو ټاکنو کې د خلکو لږه برخه اخیستنه پراخه ناخوښي منعکسوي، او په وروستیو کې د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس سختې ځپنې «هر څوک له یوه ګواښ» سره مخامخ کړي دي.

هغه وویل، «د رایو په بکسونو کې د خلکو د رایو کموالی د خلکو د نارضایتۍ د کچې یوه نښه ده.»

د کب د میاشتې په ټاکنو کې د رایه ورکوونکیو برخه اخیستنه وروسته له هغه په تاریخي توګه له ۴۳٪ څخه راکمه شوه چې د اسلامي جمهوریت د ساتونکیو شورا چې یوه پیاوړې څانګه ده په زرګونو اصلاح غوښتونکي کاندیدان له سیالۍ څخه منع کړل.

د رایه ورکوونکیو دغه ډول ستړیا «کولی شي چې نه یواځې د اصلاح غوښتونکیو یا محافظه کارانو لپاره، بلکې د هر چا لپاره ګواښ وګرځي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران او پاکستان دواړه منافقان دي. د دوی نه په ایمان اعتبار په کار دی او نه په دوستۍ. پاکستان د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلی وه خو کله چې ورباندې امریکایانو فشار واچاوه د طالبانو سفیر یې په کش کولو او پوره اهانت سره امریکایانو ته وسپاره. ایران طالبانو ته وسلې ورکوي چې افغانستان کې ورانکاري فعالیتونه وکړي خو نن می ولوستل چې په ایران کې په کوم پارک کې د طالبانو حامیانو د طالبانو بیرغ سره عکسونه اخیستي او په ټولنیزو رسنیو خپاره کړي، ایراني مقاماتو اعلان کړی چې طالبان ترهګره ډله ده او کسان یې نیولي دي. پوښتنه دا ده چې که طالبان ترهګر دي بیا ایران پیسې او وسلې ولې ورکوي؟ دوی خو د خپل ځان په ضد عریضه کوي او معنی یې دا ده چې دوی د یوې ترهګرې ډلې ملاتړ کوي.

ځواب ورکړئ

دا یوه احمقانه پوښتنه ده.‌ یو افغان څنګه کولی شي ووایي چې هغه په خپل هېواد کې د ایران په مداخله باندې خوشحال دی، او د ایران مداخله د خپل هېواد لپاره ګټوره بولي؟ ما داسې احمقانه پوښتنه نه ده اورېدلې.

ځواب ورکړئ

د ایران فاسد حکومت به ایران او ایرانیان بدبخت کړي او د دغه هېواد اقتصاد به له بد نه بدتر کړي. ایرانیان باید د دغه هېواد د غلطو پالیسیو پر ضد ودرېږي او اعتراض وکړي چې حکومت په عربي هېوادونو او افغانستان کې د ترهګرو تمویلول ودروي.‌

ځواب ورکړئ

د ایران اقتصاد له یوې ورځې څخه بلې ته خرابیږي، او خلک یې مجبور دي چې د ترهګرو د ملاتړ کوونکي رژیم پر ضد احتجاج وکړي. د ایران حکومت د خپلو خلکو او حکومت په اقتصاد باندې د تمرکز کولو پرځای، هر کال د ترهګرو په تربیه او تمویل باندې په میلیاردونو ډالر لګوي.‌ که د ایران حکومت خپل غلط سیاستونه بدل نه کړي، یوه ورځ به د ایران خلک د ایران دکتاتور اخوندي رژیم رانسکور کړي.‌

ځواب ورکړئ