اقتصاد

د تهران ښاروال د داسې ژورې ناخوښۍ په هکله خبرې وکړې چې د اسلامي جمهوریت راتلونکی ګواښي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د تهران ښاروال پیروز حناچي وایي په وروستیو ټاکنو کې د خلکو لږه برخه اخیستنه د هېواد د عمومي وضعیت په هکله د ایرانیانو د ناخوښۍ یوه نښه ده او کېدی شي چې «د هر چا لپاره یو ګواښ وګرځي». [مجید صورتي/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

تهران -- په داسې حال کې چې ایران له یوه ناپایه اقتصادي ځوړ، د کووېد - ۱۹ کروناوایرس له بیا خپراوي او د هستوي پروګرام له امله له زیاتېدونکې نړۍ والې انزوا څخه کړېږي، داسې ښکاري چې په دغه هېواد کې د حکومت پر وړاندې د خلکو ناخوښي په ډېرېدلو ده.

د تهران ښاروال پیروز حناچي د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۷مه/ ای اېف پي ته وویل، په داسې یوه هېواد کې چې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی په وروستیو ټاکنو کې د خلکو لږه برخه اخیستنه پراخه ناخوښي منعکسوي، او په وروستیو کې د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس سختې ځپنې «هر څوک له یوه ګواښ» سره مخامخ کړي دي.

د ایران د سیاسي او سوداګریز مرکز او تر ټولو لوی ښار چې له اتو میلیونو څخه ډېر خلک په کې اوسېږي ښاروال وویل، «د رایو په بکسونو کې د خلکو د رایو کموالی د خلکو د نارضایتۍ د کچې یوه نښه ده.»

هغه وویل، «کله چې د حکومت یا دولت پر وړاندې ناخوښي موجوده وي، هغه هر چاته رسیږي او په دې کې ښاروالي هم شامله ده.»

یو ایرانی سړی د چنګاښ په ۲مه په تهران کې د کووېډ - ۱۹ د وبا په ترڅ کې یوې برقي تختې ته چې د اسعارو د تبادلې نرخونه ښیي ګوري. [عطاء کیناري/ای اېف پي]

یو ایرانی سړی د چنګاښ په ۲مه په تهران کې د کووېډ - ۱۹ د وبا په ترڅ کې یوې برقي تختې ته چې د اسعارو د تبادلې نرخونه ښیي ګوري. [عطاء کیناري/ای اېف پي]

د مرغومي په میاشت کې د اقتصاد د پیاوړتيا لپاره د ایراني رژیم د هڅو په هکله د ایران د ولسمشر حسن روحاني د وینا پر مهال د هغه ځای تر شا چې هغه په کې خبرې کولې دوه کوچنۍ نجونې چې په کثافت کې یې ژوند کاوه په منډه تېرې شوې. [آرشیف]

د مرغومي په میاشت کې د اقتصاد د پیاوړتيا لپاره د ایراني رژیم د هڅو په هکله د ایران د ولسمشر حسن روحاني د وینا پر مهال د هغه ځای تر شا چې هغه په کې خبرې کولې دوه کوچنۍ نجونې چې په کثافت کې یې ژوند کاوه په منډه تېرې شوې. [آرشیف]

په زرګونو ایرانیان د مرغومي په میاشت کې لارو او کوڅو ته راووتل او د رژیم له جګپوړو مشرانو څخه یې وغوښتل چې استعفا ورکړي. [آرشیف]

په زرګونو ایرانیان د مرغومي په میاشت کې لارو او کوڅو ته راووتل او د رژیم له جګپوړو مشرانو څخه یې وغوښتل چې استعفا ورکړي. [آرشیف]

له معتدل ولسمشر حسن روحاني سره متحدو اصلاح غوښتونکیو د کب په میاشت کې د محافظه کارانو د غټې بریا پر وړاندې په پارلمان کې خپل اکثریت له لاسه ورکړ چې دا د راتلونکي کال د ولسمشرۍ له ټاکنو څخه مخکې یوه غټه ماته ده.

د کب د میاشتې په ټاکنو کې د رایه ورکوونکیو برخه اخیستنه وروسته له هغه په تاریخي توګه له ۴۳٪ څخه راکمه شوه چې د اسلامي جمهوریت د ساتونکیو شورا چې یوه پیاوړې څانګه ده په زرګونو اصلاح غوښتونکي کاندیدان له سیالۍ څخه منع کړل.

حناچي چې یو تجربه کار دولتي چارواکی دی، د ښارونو د پراختیا په برخه کې یې کار کړی او له اصلاح غوښتونکو سره اړیکې لري، خبرداری ورکړ چې، د رایه ورکوونکیو دغه ډول ستړیا «کولی شي چې نه یواځې د اصلاح غوښتونکیو یا محافظه کارانو لپاره، بلکې د هر چا لپاره ګواښ وګرځي.»

د خلکو د ناخوښۍ په ډېرېدلو او د اقتصاد په سقوط سره، لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي له ۱۳۹۱ راهیسې په لومړي ځل د مرغومي په میاشت کې په تهران کې خطبه ورکړه او هڅه یې وکړه چې نا ارامي کمه کړي .

تر هغه څو ورځې مخکې، په لسګونو زره ایرانیان لارو او کوڅو ته ووتل او د «مرګ په دکتاتور» -- چې خامنه اي ته یې اشاره کوله -- «مرګ په دروغجنو» او نور د رژیم ضد شعارونه یې ورکړل.

خامنه اي د هغو مسایلو په هکله د خبرو پر ځای چې ایرانیان یې اغېزمن کړي دي هڅه وکړه چې خپلې خبرې د اسلامي انقلابي ګارډ‌ د قدس ځواک د قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني وژنې ته چې د مرغومي په ۱۳مه پېښه شوه، واړوي.

یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې سلیماني په بغداد کې وواژه.

د خامنه اي د ملاتړ ترلاسه کولو هڅو ډېر ایرانیان لا نور په قهر کړل.

ډېر ایرانیان وایي رژیم په خپل هېواد کې د پانګونې پر ځای، په سیمه -- په ځانګړې توګه سوریه، عراق او یمن کې -- د نیابتي جنګونو د حمایه کولو له لارې د خپلو خلکو اقتصادي ستونزې ډېروي.

کمزوری کېدونکی اقتصاد

د پیسو نړۍ وال صندوق وایي، د ایران اقتصاد به سږ کال ۶٪ کمزوری شي.

حناچي وویل، «موږ خپله ټوله هڅه کوو، خو زموږ وضعه نورمال نه ده. موږ تر بندیزونو لاندې یو او اقتصادي وضعیت مو خراب دی.»

کله چې هغه د خپل دفتر په سالون کې خبرې کولې، بهر له کوڅې څخه د کثافت وړونکیو موترونو د قهرجنو چلوونکیو چیغې اورېدل کېدلې چې شکایت یې کاوه چې هغوی له څو میاشتو راهیسې تنخواګانې یا تقاعد نه دی ترلاسه کړی.

ښاروال دغه کوچنی لاریون له دې امله کم اهمیته وباله چې «د هر بل هېواد په ښاروالۍ کې» کېدی شي پېښ شي،‌ او زیاته یې کړه چې دغه سړي د ښاروالۍ له خوا نه بلکې د قراردادیانو له خوا مقرر شوي ول.

د ایران ماتېدونکي اقتصاد، د نړۍ والې سوداګرۍ ډېرېدونکي کمی او د تېلو له مهمو عایدو څخه محرومتیا هغه وخت یو بل غټ ټکان وخوړ چې دغه هېواد د وري په میاشت کې کووېډ - ۱۹ وبا وواهه.

د رسمی ارقامو له مخې، له هغه وخت راهیسې، د ناروغۍ خپراوي له ۱۲۰۰۰ څخه ډېر ایرانیان وژلي او ۲۴۸۰۰۰ نور یې ککړ کړي دي چې د روانې اونۍ په لومړیو کې یې د ورځنیو مړینو شمېر ۲۰۰ ته رسېده.

په وروستیو میاشتو کې د اقتصاد موقت تعطیل او د سرحدونو بندوالي غیر تېلي صادرات چې د ایران مخ پر ودې مهم شاهرګ جوړوي، سخت کم کړل.

دغه اقتصادي په شاتګ د امریکايي ډالرو په مقابل کې د ایراني ریال ارزښت لا نور پسې کم کړ او داسې ګواښ یې رامنځته کړ چې د انفلاسیون نرخ به لا نور پسې زیات شي.‌

بې حده لوړه کچه ټیټ

ریال تېره میاشت د ریکارډ په کچه تر ټولو ټیټ قېمت ته ښکته شو، او اقتصادپوهانو وویل چې دغه ټیټوالی په قسمي توګه د کروناوایرس د خپراوي له امله وو.‌

د ای اېف پي د ژورنالستانو په وینا، په فردوسي واټ کې د تهران د بهرنیو اسعارو د تبادلې په مارکېټ کې د چنګاښ په ۲مه د ورځې په نیمایي کې دغه کرنسي د یوه ډالر په مقابل کې په شاوخوا ۱۹۲۸۰۰ باندې تبادله کېدله.

د حکومت د پلان او بودجې د ادارې رییس محمد باقر نوبخت وویل، ایران سږ کال د وري تر میاشتې پورې د تېلو او د هغه د اړوندو محصولاتو د خرڅلاو له درکه یواځې ۸.۹ میلیارده ډالر ګټلي چې له یوې لسیزې څخه لږ مخکې د اوج له اندازې څخه چې ۱۱۹ میلیارده ډالر وو ډېر کم شوي دی.

د کروناوایرس وبا چې د عوایدو کموالی ورسره مل وو، اقتصاد په موقته توګه ودراوه، سرحدونه ورسره بند شول او د غیر تېلي انتقالاتو د ودرېدلو سبب وګرځېد.

اقتصادپوه سعید لیلاز چې د ایران د ولسمشرانو د سلاکار په توګه یې کار کړی دی، وویل، «د روان بحران اصلي سبب کروناوایرس دی.»

هغه د ټیلیفون له لارې له ای اېف پي سره په یوه مرکه کې وویل، د کووېډ - ۱۹ د خپراوي له امله «زموږ غیرتېلي صادرات په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو ته تقریبا درېدلي دي.»

د کووېډ - ۱۹ او ککړتیا پر ضد مبارزه

اوسمهال د وایرس د خطر په تله کې د ایران د ۳۱ ولایتونو له ډلې څخه ۹ ولایتونه لوړه درجه خطر لرونکي درجه بندي شوي او د «سره» رنګ په وسیله رنګ شوي دي.‌

د روغتیا وزارت ویاندې سیما سادات لاري وویل، د پلازمېنې تهران او شاوخوا ولایت په ګډون ۱۰ نور د تیارسۍ په حالت کې دي.

حناچي وویل، یواځې په یوه څپه کې د تهران ښاروالۍ ۹ میلیونه ډالر (۲ تریلیونه ایراني ریال) له دې امله له لاسه ورکړل چې په وروستیو میاشتو کې عامه ټرانسپورټ ته اړتیا کمه شوه‌.

کله چې د تهران اوسېدونکیو د ځمکې لاندې اورګاډو او بسونو له ګڼه ګوڼې څخه د خلاصي په لړ کې د خپلو موټرونو استعمال ته مخه کړه، هغوی د تهران د اوږدې مودې د هوا د ککړتیا د مسئلې په حلولو کې هېڅ مرسته ونه کړه.

د ښاروالۍ په وینا، په تهران کې د نوي لمریز کال له پیل راهیسې یواځې ۱۵ ورځې هوا «پاکه» وه.

د حناچي له وظایفو څخه یوه دا ده چې هم د وایرس پر ضد او هم د هوا د ککړتیا پر ضد مبارزه وکړي -- او دا یو سخت کار دی ځکه چې د خلکو لپاره په موټرو کې سفر خوندي دی خو د هوا ککړتیا زیاتوي چې اکثر وختونه یې پلازمېنه پوښلې وي.

ښاروال وویل، وروسته له هغه چې د غبرګولي په میاشت کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره په موټرو کې په سفر کولو باندې محدودیتونه ولګېدل، هغه وارخطا وو چې تر ځمکې لاندې اورګاډو کې به یو ځل بیا د کاري ساعتونو پر وخت ګڼه ګوڼه د ښار د مرکز په څېر زیاته شي.

حناچي خبرداری ورکړ چې د تهران لوی بازار چې اوس دوکاندارانو په کې ازدحام جوړ کړی دی «کیدی شي چې د وبا د خپراوي مرکز وګرځي».

په ښار کې د وایرس پر ضد د مبارزې مشر علي رضا زالي وویل، «تهران له یوه ډېر نازک حالت سره مخامخ دی.«

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ایران د دکتاتور نظام زوال رانژدې دی ځکه چې د هغه هېواد حکومت له ملت سره ډېر ظالمانه چلند کوي. په راروانو انتخاباتو کې به تاسو وګورئ چې د ایران په انتخاباتو کې به ۵ میلیونه خلک هم برخه وانه خلي ځکه چې د دغه هېواد خلک له موجود نظام څخه خوښ نه دي.

ځواب ورکړئ

د ایران حکومت د هغه هېواد په سنیانو او بلوچانو باندې ظلمونه کوي. هغه عکس چې تاسو په خپل راپور کې خپور کړی دی د سني مېشتو سیمو دی او د هغوی له کالیو څخه ښکاري چې هغوی بلوچانې دي. د ایران بلوچان په ډېر فقر کې ژوند کوي. د ایران حکومت هغوی ته هېڅ توجه نه کوي، او تر اوسه پورې هغه حکومت د بلوچ مېشتو سیمو د اقتصاد د غوړېدلو لپاره هېڅ کار نه دی کړی. کله چې تاسو کرمان، زاهدان، او د ایران نورو هغو ولایتونو ته چې سنيان او بلوچان په کې ژوند کوي لاړ شئ، تاسو به وګورئ چې هلته له افغانستان څخه ډېر فقر دی. د ایران سنیان باید د ایران د ظالم رژیم پر ضد ودریږي او خپل حقونه وغواړي.‌

ځواب ورکړئ

د ایران خلک په حکومت کې یوه اساسي بدلون ته په تمه دي ځکه چې له شمالي کوریا څخه وروسته د ایران رژیم په نړۍ کې تر ټولو ډېر دکتاتور رژیم دی. د ایران خلک د ایران له ظالم رژیم څخه پوزې ته رسېدلي دي. د نړۍ د نورو خلکو په څېر، هغوی غواړي چې ازاد ژوند وکړي او غواړي چې حکومت یې د نړۍ له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري. د ایران حکومت د دې پرځای چې د خپلو خلکو ستونزې حل کړي په نورو هېوادونو کې لاس وهي. د ایران حکومت په سوریه، یمن، لبنان او افغانستان کې په افراطي ډلو باندې په میلیونونو ډالر لګوي، په داسې حال کې چې د دغه هېواد خلک له فقر او لوږې سره مخامخ دي.‌ له دې امله، په کار ده چې د ایران خلک د خپل ظالم او دکتاتور حکومت پر ضد ودریږي او دغه نظام رانسکور کړي او پرځای یې داسې یو واقعي ولسواک نظام رامنځته کړي چې د هېواد د اقتصاد او پرمختګ په هکله فکر وکړي او د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې ولري. همدارنګه د ایران خلک باید داسې یو حکومت ولري چې نه هستوي وسلې جوړې کړي او نه په نورو اسلامي هېوادونو کې لاس ووهي. زه باوري یم چې د ایران خلک به یوه ورځ داسې ستړي شي چې دغه حکومت به نسکور کړي. دغه ورځ به ډېره ژر راشي. تاسو صرف انتظار کوئ.

ځواب ورکړئ