روغتیا

۲۵ میلیونه اخته شوي؟‌ د کووېد -۱۹ مشکوکو شمېرو په ایران کې وېره رامنځته کړې ده

سلام ټایمز او ای اېف پي

یوه ایرانۍ ښځه، چې د مخ ماسک یې لګولی دی، د ۱۳۹۹ د زمري په ۱ په پلازمېنه تهران کې په یوه سړک روانه ده. [عطأ کیناري/ای اېف پي]

یوه ایرانۍ ښځه، چې د مخ ماسک یې لګولی دی، د ۱۳۹۹ د زمري په ۱ په پلازمېنه تهران کې په یوه سړک روانه ده. [عطأ کیناري/ای اېف پي]

تهران -- ایرانیان د ولسمشر حسن روحاني له دې څرګندونو څخه وروسته چې کېدی شي بالاخره د هېواد له نیمایي څخه ډېر وګړي په کووېډ - ۱۹ کروناوایرس ککړ شي، وېرې، غوسې او ګډودۍ په سر اخیستي دي.‌

روحاني د چنګاښ په ۲۸مه د وایرس پر ضد د مجادلې د مؤظف ځواک یوې غونډې ته وویل، «زموږ اټکل دا دی چې تر اوسه پورې، ۲۵ میلیونه ایرانیان په دې وایرس باندې اخته شوي دي.»

بیا روحاني وړاندیز وکړ چې تهران هیله لري چې د ډله ییز مصؤنیت ترلاسه کولو له لارې په منځني ختیځ کې د ناروغۍ په تر ټولو خراب خپراوي برلاسی شي.‌

د روغتیا وزارت د یوې څېړنې د پایلو په اساس، روحاني خبرداری ورکړ چې «ښایي په راتلونکي کې له ۳۰ څخه تر ۳۵ میلیونو پورې نور کسان هم ککړ شي» او زیاته یې کړه چې ایران «تر اوسه پورې عام مصؤنیت نه دی ترلاسه کړی».‌

یو ایرانی سړی د مرغومي په ۲۱مه په تهران کې له امیر کبیر پوهنتون څخه بهر د یوه لاریون په ترڅ کې د ګډوډۍ ضد پولیسو سره په شخړه بوخت دی. [ای اېف پي]

یو ایرانی سړی د مرغومي په ۲۱مه په تهران کې له امیر کبیر پوهنتون څخه بهر د یوه لاریون په ترڅ کې د ګډوډۍ ضد پولیسو سره په شخړه بوخت دی. [ای اېف پي]

دغه شمېر په هېواد کې په کووېډ - ۱۹ د اخته کسانو له ۲۹۱۰۰۰ رسمي شمیر څخه ډېر زیات او په ګرده نړۍ کې د ریکارډ شویو نږدې ۱۶ میلیونو کسانو په پرتله ډېر لوړ دی.

ایران د سې شنبې په ورځ /د زمري ۷مه/ له نوي کروناوایرس څخه د ۲۳۵ کسانو د نویو مړینو په هکله راپور ورکړ چې دا په دغه هېواد کې په یوه ورځ کې د ریکارډ په کچه دمړو شمېر دی او په دې توګه یې د مړو ټول شمېر ۱۶۱۴۷ ته ورسېد.

له هغه وخته چې روحاني د داسې ډېرو شمېرو اټکل وکړ، تر اوسه پورې هغه بیا داسې څه ذکر نه دی کړی او نه یې د خپلو ادعاګانو په هکله جزیات وړاندې کړي دي.

یو څه ډاروونکی

د ولسمشر د شمېرنو په هکله د تهران په کوڅو کې ډېر خلک ګنګس او یا ټکان خوړلی وو.

د اشرف په نامه یوه سوداګر چې ۵۰ کاله عمر یې درلود، وویل، «هغه څه چې روحاني ذکر کړل معنی یې دا ده چې د ایران تقریبا ټول وګړي» په وایرس ککړ شوی یا ککړېدونکی دی.

ایران له ۸۰ میلیونو څخه ډېر وګړي لري.

اشرف وویل، «د دې معنی دا ده چې د روغتیایي پاملرنو مراعتولو هېڅ ګټه نه ده رسولې؟» هغه دغه شمېرې وېروونکې وبللې.

د هنرونو یوې معلمې رضایي شک وښود چې دغه شمېرې دې دومره لوړې وي.

هغې وویل، «او که وي هم، اوس هم سخته ده چې ویې منو، ځکه چې ولسمشر له هغه څه څخه چې مخکې یې ویلي وو اوس انکار کړی دی.»

هغې د کب په میاشت کې په ایران کې د ناروغۍ له پیلېدلو څخه څو ورځې وروسته د روحاني دې خبرو ته اشاره کوله چې ویل یې، په څو ورځو کې دننه به «هر څه عادي حالت ته ستانه شي».

د اشکان دلیري په نامه یوه نایي چې ۲۰ کاله عمر لري، وویل،‌ هغه دغه شمېر حقیقي وباله او ویې ویل چې «ډاروونکی دی».‌

هغه وویل، د دغه اعلان هدف دا وو، «چې خلک ووېرول شي او د لا نورو روغتیایي پاملرنو مراعتولو ته چمتو کړای شي.»

مخ پر ودې بې باوري

په داسې حال کې چې په دولتي بنسټونو باندې د ایرانیانو بې باوري په ډېرېدلو ده، د روحاني ټکان ورکونکې خبرې او ورپسې د هغه چوپتیا ایراني چارواکي مجبور کړي چې د توضیحاتو د ورکولو هڅه وکړي.

د ایران د روغتیا وزارت د تحقیقاتو او ټکنالوجۍ مرستیال رضا ملکزاده وویل، د ۲۵ میلیونو عدد د هغې پلټنې یو اټکل وو چې د وري په میاشت کې «په ۱۳ - ۱۴ ولایتونو کې په شاوخوا ۱۰ زرو کسانو باندې» ترسره شوې وه.‌

هغه د چنګاښ به ۳۰مه اېرنا دولتي خبري اژانس ته وویل، «تر دې مهاله دا ثابته شوې چې د خلکو معافیت ثابت دی، یعنې هغوی د واکسین شویو کسانو په څېر دي.»

د روغتیا وزارت یوه بل مرستیال علي رضا رییسي د چنګاښ په ۳۱مه وویل، دغه شمېر د سیرولوجۍ له ازموینو څخه ترلاسه شوی دی. دا ازموینه یا ټېسټ انټي باډي ګوري او دا معلوموي چې آیا یو کس د کروناوایرس د کوم ډول، نه یواځې کووېډ -۱۹ په وړاندې واقع شوی دی.

رییسي دې وړاندیز ته په ځواب کې چې د داسې عددونو ذکر کول او عام مصؤنیت ښایي عام خلک وارخطا کړي، وویل، «په دغه ډول شمېرو باندې تاکید کول یوه ستراتیژیکه غلطي ده».‌

د روحاني وروستۍ خبرې په داسې حال کې مخې ته راځي چې د دغې وبا په هکله له بېلابېلو منابعو څخه د غلطو معلوماتو د خپراوي یو سېل را روان دی.

فعالان وایي، تهران، مسکو او بیجینګ په هېواد دننه د کروناوایرس د خپراوي په هکله جزیات پټ کړي، د غټو خپراویو پوښښ یې سانسور کړی، او په ورته وخت کې د وبا پر ضد د لویدیځو حکومتونو له خوا د غبرګون په هکله د دروغو خبرونه او انتقادونه خپروي.

دغه درې واړه حکومتونه د کووېډ - ۱۹ د خپراوي د منشأوو په هکله بدیل روایات تبلیغوي.

د کروناوایرس د بحران د اوج په ترڅ کې، د ایران اسلامي انقلابي ګارډ څو د دروغو ادعاګانې وکړې چې ماسکونه،‌ ټېسټ کېټونه او د کروناوایرس د علاج میتودونه یې جوړ کړي دي -- چې یو یې هم مؤثر ثابت نشو.

د وري په میاشت کې، اسلامي انقلابي ګارډ‌ د کووېډ -۱۹ کروناوایرس د کشف د یوې وسیلې مخکتنه وکړه،‌ او هغه یې «حیرانوونکی» او «نوی او واحد ساینسي پرمختګ» وباله -- چې ایراني چارواکو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکیو په پراخه کچه مسخرې پرې وکړې.

د خلکو نارامي

په وروستیو اونیو کې د ایران په بېلابېلو برخو کې اعتراضونه د خرابېدونکي اقتصادي حالت په ترڅ‌ کې د رژیم له خوا د وبا د ناوړه مدیریت له امله د خلکو زیاتېدونکي قهر په ګوته کوي.‌

اعتراض کوونکی وایي، رژیم په خپل هېواد کې د پانګونې پرځای، په سیمه -- په ځانګړې توګه په سوریه کې، د نیابتي جنګونو د حمایه کولو له لارې د ایرانیانو اقتصادي ستونزې لا پسې سختوي.

د کووېډ -۱۹ کروناوایرس وبا د اقتصاد د موقت بندښت له لارې د اقتصادي ستونزو په زیاتولو کې مرسته کړې او صادرات یې کم کړي دي، چې دغه کار د ریالو ارزښت ډېر کم کړی او انفلاسیون یې زیات کړی دی.

د چنګاښ په ۲۶مه، پولیسو هڅه وکړه چې د خوزستان ولایت په بهبهان کې دغسې یو اعتراض مات کړي. هلته اعتراض کوونکیو د مرغومي د میاشتې د هغو اعتراضونو په څېر چې په ګرد هېواد کې ترسره شول او د «مرګ په دکتاتور» شعارونه یې ورکول هغسې د رژیم ضد شعارونه ورکړل. له دې څخه د هغوی هدف ستر مذهبي مشر علي خامنه اي وو.

وروستي اعتراضونه څو ورځې وروسته له هغه پیل شول چې ایران د درې هغو سړیو لپاره د مرګ د سزا ملاتړ وکړ چې د تېر لړم د خونړیو اعتراضونو په تړاو نیول شوي ول. هغه اعتراضونه د پیترولو په قیمتونو کې د ډېرښت له امله راپارېدلي وو.

د چنګاښ په ۲۹مه، رژیم د خلکو له فشار سره مخامخ شو او اعدامونه یې په موقت ډول وځنډول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ایران ولسمشر روحاني یو دروغژن شخص دی. هغه غواړي چې په دغو غلطو خبرو سره د خپل هېواد اقتصادي کمزورتیا پټه کړي. د ایران د اقتصادي کمزورتیا سبب د دغه هېواد فاسد حکومت دی.‌ که د ایران موجود رژیم ترورستي سیاستونه نه تعقیبولی،‌ ایران به په سیمه کې یو ډېر پرمختللی هېواد وای.‌ په نړۍ کې ډېر هېوادونه د بدو، فاسدو، متعصبو او ظالمو سیاستوالو له امله ویجاړیږي.

ځواب ورکړئ

د ایران د حکومت ناسم سیاستونه به یو ورځ دغه هیواد اقتصاد بحران خوا ته اوباسي او خلک به یي مجبوره شي چې د دغسې ظالم او جبار نظام پر وداندې ودریږي او راوېپرزیي. د ایران هېواد د ټولو ناخواله لوی عامل د دغه هېواد خپل نظام و حکومت یې دی. ځکه ایران د ډیر غني معادن او نفت ځېرمو درلودو سره بیا هم د اقتصادي بحران سره مخ دی، ځکه د دغه هېواد ډېری عواید د تروریزم په ملاتړ مصرفیږي.

ځواب ورکړئ

ایران بدبخت شو. کروناوایرس د نړۍ ټولو هېوادونو ته ډېر تاوانونه ور ورسول، خو دا زیانونه د نړۍ د نورو هېوادونو په نسبت ایران ته ډېر وو، ځکه چې ایران ډېر عواید د تېلو له خرڅانه څخه ترلاسه کوي، خو د تېلو قېمتونه راولوېدل، او ایران ته په میلیاردونو ډالر تاوان ور واوښت.‌

ځواب ورکړئ

په ځینې هېوادونو کې د کرونا خپراوي سیاسي عوامل درلودل. ځینې حکومتونو په خپلو هېوادونو کې د هغو کسانو شمېر چې په کرونا اخته شوي ول په لسګونو ځلې ډېر وښود چې مرستې جذب کړي.‌ زه فکر کوم چې د ایران حکومت د داخلي اختلافاتو له امله د خلکو د خولو د بندولو لپاره په کرونا د اخته کسانو شمېر د هغوی له اصلي شمېر څخه څو ځلې ډېر راپور ورکړ ځکه چې د ایرانیانو اقتصاد له یوې ورځې څخه بلې ته بدتریږي، او خلک یې حکومت د اقتصاد د خرابېدلو اصلي سبب بولي. تهران مجبور دی چې خپله اقتصادي کمزورتیا کووېډ – ۱۹ پورې وتړي څو د خلکو شورغلی کړي.‌

ځواب ورکړئ