کراچۍ -- په کراچۍ کې له تهران سره د تړاو لرونکي یوه ترهګر ګروپ د یوه اورپکي نیونه د دې تر ټولو تازه نښه ده چې ښیي ایران په پاکستان کې خپلو ورانکارو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
د کراچۍ پولیسو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ادارې د زمري په ۱۴مه په عایشه منزل سیمه کې د سید علي رضا نقوي د نیولو اعلان وکړ. ادعا کیږي چې نوموړی د سپاه محمد پاکستان (اېس اېم پي) د ډلې غړی دی.
اېس اېم پي یو شیعه ترهګر ګروپ دی چې د ایران رژیم څخه یې ملاتړ او بودجه ترلاسه کوي.
د سي ټي ډي یوه افسر اسرار اعوان وویل، نقوي په تېرو درې لسیزو کې په کراچۍ کې د دیني عالمانو او د مخالفو سني فرقو د غړو په وژلو کې لاس درلود.
هغه وویل، د ۱۳۷۳ په سلواغه کې په یوه برید کې، نقوي او د هغه ملګرو ترهګرو د کراچۍ د خواجه اجمیر نګري سیمې په بابل اسلام جومات کې په هغو سړیو باندې چې د ماخوستن لمونځ یې کاوه ډزې وکړې چې ۹ کسان یې په کې ووژل او له لسو نه ډېر نور یې ټپیان کړل.
اعوان وویل، «نیول شوی اورپکی د اېس اېم پي ممنوع ډلې پورې تړاو لري او د ذینبیون غونډ له جنګیالیو سره په تماس کې وو. ذینبیون غونډ له پاکستانیانو څخه جوړه ملېشه ده چې د اسد د رژیم د ملاتړ لپاره سوریې ته د جنګ په خاطر لېږل شوې وه.»
د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د مرغومي په میاشت کې، «د هغو ناقانونه شبکو د بندولو د هڅو په لړ کې چې د ایران رژیم یې په نړۍ کې د ترهګرۍ د صادرولو او د ناارامۍ د جوړولو لپاره» کاروي، د ذینبیون غونډ پر ضد بندیزونه اعلان کړل.
اعوان زیاته کړه، نقوي په تېر وخت کې د ایران، عراق او سوریې په ګډون څو هېوادونو څخه لیدنې کړي دي.
د تهران له خوا تمویل شوې ترهګري
وروستۍ نیونه په داسې حال کې وشوه چې پاکستاني مقاماتو د اورپکو ګروپونو پر ضد عملیات زیات کړي او هڅه کوي چې له ګاونډي هېواد افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو څخه وروسته رامنځته شوي امنیتي ګواښونه دفع کړي.
دغو عملیاتو د دواړو؛ سني اورپکو ګروپونو -- لکه تحریک طالبان پاکستان، القاعدې او داعش -- او شیعه اورپکو لکه اېس اېم پي او ذینبیون غونډ ګروپونو غړي په دام کې اچولي دي.
د پاکستان د قانون نافذوونکې ادارې په وینا، دغه ډول شیعه اورپکي ګروپونه په سیمه کې د ایران د نفوذ د پراختیا د هڅې د برخې په لړ کې د تهران ملاتړ ترلاسه کوي.
سي ټي ډي د غبرګولي په میاشت کې د سره کتاب، چې د تر تعقیب لاندې او مشکوکو ترهګرو یو لست دی، او د اېس اېم پي ۲۴ غړي او د ذینبیون غونډ څلور اورپکي په کې شامل دي، وروستۍ نسخه خپره کړه.
د سلواغې په لومړیو کې، د کراچۍ سي ټي ډي عباس جعفري، چې د ادعاوو له مخې د ذینبیون غونډ یو «تر ټولو ډېر تر تعقیب لاندې» اورپکی وو، ونیو.
پولیس وایي، جعفري سربېره پر دې چې په کراچۍ کې یې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره اکتشافي چارې ترسره کولې، د شیعه ځوانانو په استخدام او د ایران د سپاه پاسداران تر لارښوونې لاندې په بهر کې جنګونو ته د لېږلو په چارو کې لاس درلود.
د لیندۍ په نیمایي کې، سي ټي ډي اعلان وکړ چې هغوی په کراچۍ کې د تېرو شپږو کالونو په ترڅ کې د یو لړ وژنو په تړاو د ذینبیون غونډ دوه تورن غړي نیولي دي.
د ۱۳۹۹ د زمري په میاشت کې، د پاکستان حکومت د خاتم الانبیاء په نامه یو لږ مشهور شیعه ګروپ چې هم په پاکستان کې د فرقه ییز تاوتریخوالي په ګرمولو او هم بهر ته د جنګ لپاره د ځوانانو په لېږلو تورن وو، بند کړ.
د ایران - طالبانو اتحاد
په ګاونډي هېواد افغانستان کې، داسې اندېښنې دي چې ایران د بهرنیو سرتېرو په وتلو او د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي په زیاتېدلو سره خپله لاسوهنه زیاتوي.
د افغانستان د پارلمان غړي وایي، د ایران رژیم طالبانو ته داسې پراخ پوځي ملاتړ برابر کړ چې هغوی ته یې دا وړتیا ورکړه څو د غبرګولي په میاشت کې له ایران سره په پوله درې ولسوالۍ ونیسي.
په ځواب کې، طالبان له تهران سره د افغانستان په هغو سیمو کې چې د هغوی تر کنټرول لاندې دي، د ایراني اورپکي ګروپ جیش العدل د غړو په وژلو کې مرسته کوي.
جیش العدل چې په ۱۳۹۱ کې جوړ شوی، یو سني ګروپ دی چې د سیستان او بلوچستان په جنوبي ولایت کې یې د بمي بریدونو او د ایران د مخکښو سرتېرو د تښتولو ادعاوې کړي دي. دغه ډله وایي چې هغه د ایران له خوا د سني مسلمانانو او بلوچانو پر ضد د توپیري چلند پر وړاندې مبارزه کوي.
متحده ایالاتو د ۱۳۹۸ د چنګاښ په میاشت کې په جیش العدل باندې د یوه ترهګر ګروپ په توګه بندیز ولګاوه.
د جیش العدل ډلې یوه مشر له پاکستان فارورډ سره په خبرو کې وویل، تېره اونۍ طالبانو د دغې ډلې د یوه مهم مشر حاجي زاهد ناروزي د ورور په ګډون، د ډلې پنځه غړي «د افغانستان د هلمند ولایت په هغې سیمه کې چې له پاکستان او ایران سره سرحد لري» ووژل.
د عمیر ناروزي په مشرۍ د جیش العدل یو پلاوی د زمري په ۱۵مه په افغانستان کې یوه سرحدي ښارګوټي ته د دې لپاره تللی وو چې د طالبانو له ځایي مشرانو سره د یادې ډلې د هغو دوو غړو د خوشې کولو په هکله خبرې وکړي چې طالبانو مخکې نیولي وو.
د جیش العدل مشر وویل، سم چې هغوی خپل هدف ته رسېدلي طالبانو پرې ډزې کړي او د عمیر په شمول د ډلې پنځه واړه غړي یې وژلي دي.
هغه وویل، «طالبان د جیش العدل غړي د دې لپاره وژني چې په افغانستان کې د خاورې په نیولو کې د هغوی له وروستۍ همکارۍ څخه وروسته تهران خوشحاله کړي.»
له هغو ترهګرو ډلو سره، چې افغانان په نښه کوي، د ځینو هېوادونو ملاتړ به د سیمې او نړۍ لپاره خطرناک وګرځي. طالب اورپکي، په ځانګړې توګه د هېواد په لوېدیځو برخو کې، له ایران څخه مالي او د سلاح مرسته ترلاسه کوي. په افغانستان او په ځانګړې توګه د هېواد په شمالي برخه کې د وضعیت پر وړاندې د روسیې حساسیت په وروستیو کلونو کې زیات شوی دی.
ځواب ورکړئ2 تبصره
په افغانستان کې په روان حالت کې د روسیې او ایران سیاسي لاسوهنه په هېواد کې د طالب اورپکو پر ضد د افغان حکومت د کمزورتیا او د ناامنۍ د ډېرېدلو سبب شوې ده.
ځواب ورکړئ2 تبصره