هرات -- ایران د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې، افغانستان ته، د داسې مهمو خامو موادو په شمول، چې د هرات د صنعتي ښار د چلولو لپاره ورته اړتیا وه، له ۱۰۰ څخه د ډېرو توکو صادرول بند کړي، چې د قېمتونو د لوړېدلو او د اقتصادي بې ثباتۍ سبب شوي دي.
د هرات د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رئیس، سعد خطیبي، سلام ټایمز ته وویل، «له بده مرغه، دغه بندیز ستونزې رامنځته کړي او زمونږ فابریکې یې خرابې کړي دي. د دغو اقلامو له جملې څخه ځینې، لکه خوراکي محصولات، مهم توکي دي، چې د هغو کموالي د خلکو په ژوند باندې تاثیر کړی دی.»
له ایران څخه د افغانستان د کالنيو وارداتو اندازه اټکل ۲ میلیارده ډالرو ته رسېږي، چې اکثر یې افغانستان ته په هرات ولایت کې د اسلام کلا له لارې را داخلېږي.
خطیبي وویل، «زمونږ سوداګرو ډېر شمېر محصولات له ایران څخه پېرودلي، چې رسمي صادراتي پروسیجرونه یې په ایران کې بشپړ شوي، خو د افغانستان پولې ته په را رسېدلو سره، ایراني مقاماتو دغه پروسه ودرولې او افغانستان ته د توکو د را پرېښودلو مخه یې نیولې ده. ایراني مقاماتو توکي بېرته ایران ته ګرځولي دي.»
فابریکو ته زیانونه
د هغو ۱۰۰ قلمه توکو له جملې، څخه چې افغانستان یې له ایران څخه را واردوي، ۲۳ قلمه یې د هرات د صنعتي ښارګوټي لپاره د اړتیا وړ خام مواد دي. نژدې ۱۰۰ هغه فابریکې، چې له دغو خامو موادو څخه استفاده کوي، د دغه بندیز له امله له سختو زیانونو سره مخامخ شوي دي.
د هرات د صنایعو او کانونو د خونې رییس، حمیدالله خادم، سلام ټایمز ته وویل، «د کاغذ د صنعت، پیترولي کېمیاوي موادو، پلاستیکي تولیداتو، او د غیر الکولي نوشابو د تولید لپاره مواد او پلاستیکي بوتلونه یا کوتۍ د هغو وارداتي توکو په ډله کې دي چې ایران یې صدور ځنډولی دی،»
هغه وویل، «له همدې امله، د هرات صنعتي ښارګوټي کې د تولیداتو سطحه ډېره کمه شوې ده،»
تحلیلګران وایي، په ایران باندې لګېدلو بندیزونو دغه هېواد فلج کړی،او د دې سبب شوی چې افغانستان ته خپل صادرات ودروي او په دې توګه خپل داخلي صنایع بیا په حال کړي او په افغان حکومت او د هغه په لوېدیځو ملګرو، په ځانګړې توګه، متحده ایالاتو باندې فشار واچوي.
د هرات د والي مرستیال، محی الدین نوري، سلام ټایمز ته وویل، په هرات او کابل کې چارواکي په دې کار کوي چې دا ستونزه «د دپلوماتیکو چینلونو له لارې» حل کړي.
د هرات والي محمد آصف رحیمي او په هرات کې د ایران لوی کونسل محمود افخمي رشیدي د چنګاښ په ۱۹مه د والي په دفتر کې سره وکتل چې د هرات صنعتي ښارګوټي کې د برېښنا د تعطیل په هکله خبرې اترې وکړي. د هرات د چارواکو په وینا، کونسل کافي وضاحت یا د حل لاره وړاندې نه کړل.
د بدیلونو لپاره لټه کول
وروسته له هغه، چې د ایران حکومت د هرات صنعتي ښارګوټي ته د برېښنا صدور محدود کړ -- چې له تړون نه یې داسې سرغړونه وکړه چې د افغانستان سوداګرو ته یې د پام وړ مالي زیانونه ور واړول -- د انرژۍ او اوبو وزارت، د خصوصي سکټور په مرسته، هڅه کوي چې په هرات ښار کې د ۵۰ میګاواټه لمریزې برېښنا یوه پروژه تطبیق کړي.
د چارواکو په وینا، د دې پروژې لپاره د چمتووالي کار پیل شوی او تمه ده چې په دې پروژه باندې حقیقي کار په یوه کال کې دننه پيل شي. کله چې د لمریزې برېښنا سیستم کار پیل کړي، د هرات صنعتي ښار به بیا له ایران څخه را واردې شوې برېښنا ته اړتیا ونه لري.
خادم وویل، «د ایران د حکومت له خوا د صادراتو ودرېدا مونږ ته ستونزې جوړې کړي،او مونږ د بدیلونو په لټه کې یو،»
د هرات صنعتي ښارګي کې د یو شمېر فابریکو مالکان د اړتیا وړ خام مواد له منځنۍ اسیا، ترکیې او پاکستان څخه را واردوي خو دومره نه دي چې د هغوی تقاضا پوره کړي.
په هرات کې یوه اقتصادپوه، محمد یعقوب مشعوف، سلام ټایمز ته وویل، «د افغانستان سوداګریانې باید بدیلونه ومومي،»
هغه وویل، «د مهمو توکو د صدور مخنیوي په تولیداتو او د هرات د خلکو په ژوند باندې منفي تاثیر کړی دی، البته، افغان حکومت باید دا وضعه مدیریت کړي او هڅه وکړي چې نورې حللارې راوباسي.»
په محلي مارکېټونو کې د قېمتونو لوړېدل
په هرات کې محلي مارکېټونه تر ډېره په ایراني توکو او تولیداتو باندې متکي دي.
د هرات د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رییس، خطیبي، وویل، «له بده مرغه، چې له ایران څخه د وارداتو محدودیت په هرات کې د اوسېدونکیو په ژوند باندې منفي تاثیر کړی او افغان مصرفوونکیو ډېر زیات تاوانونه کړي دي. د تېرې میاشتې په ترڅ کې، د هرات په مارکېټونو کې قېمتونه زیات شوي دي.»
له ایران څخه په واردېدونکیو توکو باندې بندیز د افغانستان بازارونو ته د پاکستاني او هندي توکو، اکثر خوراکي توکو، راتګ ته لارې پرانستې دي. که څه هم، چې د پاکستاني توکو قیمتونه له ایراني توکو څخه لوړ دي، خو دا وخت، په هرات کې په مارکېټونو کې اکثر موجود تولیدات پاکستاني دي.
غلام حبیب سروري، چې ۴۸ کاله عمر لري او د هرات په مرکز کې د خوراکي توکو یو پلورنځی لري، سلام ټایمز ته وویل، «پخوا، مونږ یوه ۲۰ کیلویي د غوړیو ډبه په ۱۳۰۰ افغانۍ (۱۷ ډالره) خرڅوله، خو اوس دغه قېمت ۱۷۰۰ (۲۲ ډالره) افغانۍ ته لوړ شوی دی. له ایران څخه د وارداتو په ټکني کېدلو سره د نورو توکو قېمت هم لوړ شوی دی.»
افغان سوداګر باید هڅه وکړي چې خپل مالونه له نورو لارو څخه افغانستان ته را وارد کړي. د افغانستان په اړه د ایران او پاکستان سیاست حتی په اونیو کې بدلیږي. د نړۍ نور هېوادونه هېڅکله خپلې ترانسپورتي لارې نه بندوي. ایران او پاکستان په میاشت کې یو یا دوه ځلې خپلې ترانسپورتي لارې تړي او پرانیزي، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو لپاره سر درد جوړوي. ایران هیڅکله افغانستان ته د یو ډول خلکو د ننوتلو مخه نه نیسي او هغه وسله وال جنګیالي دي چې تل د افغانستان او ایران ترمنځ ازادانه تګ راتګ کوي.
ځواب ورکړئ2 تبصره
زمونږ ګاونډیان احمقان دي که نه افغانستان ته د ترهګرو د تربیه کولو او رالېږلو په ځای یې کولی شوای چې په افغانستان کې پانګونه وکړي چې له یوې خوا به یې افغانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي وای او بلې خواته به یې پیسې ګټلې وای.
ځواب ورکړئ2 تبصره