تروريزم

د داعش ترکمن اورپکو په سوریه کې له ماتې خوړلو څخه وروسته افغانستان ته ځای بدل کړ

د جمعه ګلي انایوف راپور

د داعش رسنیو دا عکس چې په کې د داعش غړي په افغانستان کې په یوه غره خېژي د چنګاښ په میاشت کې خپور کړ. [ارشیف]

د داعش رسنیو دا عکس چې په کې د داعش غړي په افغانستان کې په یوه غره خېژي د چنګاښ په میاشت کې خپور کړ. [ارشیف]

عشق اباد، ترکمنستان -- د داعش ترکمن غړي په عراق او سوریه کې د امریکا په مشرۍ ایتلافي او د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو له خوا یادې ترهګرې ډلې ته له ماتې ورکولو څخه وروسته سره تیت شوي دي.

په ویانا کې د ترکمنانو د بشري حقونو نوښت موسسې (ټي آی اېچ آر) په ترکیه کې د سرچینو له قوله په یوه اعلامیه کې ویلي، «د هغوی له ډلې څخه ځینې په افغانستان کې په هغو سیمو کې چې له ترکمنستان سره پوله لري ځای پرځای شوي دي، نور یې د ازادې سوریې پوځ سره چې [د سوریې د ولسمشر بشار] الاسد د رژیم پر ضد جنګیږي، یوځای شوي دي.»

د ترکمنانو د بشري حقونو نوښت موسسې (ټي آی اېچ آر) یوې سرچینې د داعش د یوه ټپي شوي ترکمن غړي له قوله چې د سوریې په لتاکیا کې یې ورسره لیدلي وو، وویل، یو شمېر ترکمنان په ۱۳۹۵ کال کې په ترکمنستان کې کیرکي (چې پخوا د اتامیراد په نامه یادېده) ته لاړل.‌

بیا دغه ګروپ په ناقانونه توګه افغانستان ته واوښت او ورپسې د ایران او ترکیې له لارې سوریې ته لاړل.

یو شمېر سړي چې باور کیږي د داعش اورپکي دي د کب په ۲۷مه د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو سره د نښتو په ترڅ کې د سوریې په باغوز کې په لمبو او لوګي کې روان دي. په ویانا کې د ترکمنستان د بشري حقونو نوښت موسسې وویل، د یادې ترهګرې ډلې ترکمن غړي د هغې له ماتې څخه وروسته سره تیت شوي دی. [ای اېف پي]

یو شمېر سړي چې باور کیږي د داعش اورپکي دي د کب په ۲۷مه د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو سره د نښتو په ترڅ کې د سوریې په باغوز کې په لمبو او لوګي کې روان دي. په ویانا کې د ترکمنستان د بشري حقونو نوښت موسسې وویل، د یادې ترهګرې ډلې ترکمن غړي د هغې له ماتې څخه وروسته سره تیت شوي دی. [ای اېف پي]

د ټپي شوي اورپکي په وینا، د داعش تبلیغ کوونکیو دغه ډله په ترکمنستان کې استخدام کړې وه.

په راپور کې د یاد ګروپ په هکله ویل شوي چې، «په مجموعي توګه ۳۰ ترکمنان وو او ۶ یې له خپلو کورنیو سره راغلي وو.»

د ترکمنانو د بشري حقونو نوښت موسسې وویل، د سوریې په حمص کې د داعش اکثر اورپکي ترکمنان ول.

د ترکمنانو د بشري حقونو نوښت موسسې وویل، «هلته د هغوی څو سوه کسان موجود ول. هغوی د لباس او ظاهري بڼې له مخې له نورو څخه نه بېلېدل (ټولو ږیرې لرلې)، او ټولو هڅه کوله چې ترکي خبرې وکړي.»

راپور زیاتوي،‌ «خو کله چې هغوی له ترکمني سوریایانو سره یوځای شول،‌ هغوی دا پټه نه کړه چې هغوی د ترکمنستان وګړي دي.»

نامعلوم شمېر ترکمن اورپکي

د هغو ترکمن اتباعو چې له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره یوځای شوي دي دقیق شمېر ښکاره معلوم نه دی.

د ۱۳۹۶ په یوه راپور کې په متحده ایالاتو کې دېره سوفان سنټر اټکل وکړ چې له ۴۰۰ څخه ډېر ترکمن وګړي له داعش سره یوځای شوي دي.‌

د ترکمنستان حکومت په خارج کې په جنګونو کې د ترکمنانو د برخه اخیستنې او همدارنګه هغو افرادو په هکله چې د داعش لپاره په استخدام تورن دي معلومات نه خپروي.‌

د ترکمنستان د کډوالۍ د دولتي خدمتونو (جي اېم اېس) د ادارې یوې سرچینې په یوه مرکه کې وویل چې د ترکمنستان د کډوالۍ د دولتي خدمتونو افسرانو ته امر شوی چې «په منځني ختیځ کې په پېښو کې د ترکمن اتباعو د ګډون په هکله د معلوماتو د پوښتل کېدلو په صورت کې انکار وکړي».

د ترکمنستان د کډوالۍ د دولتي خدمتونو (جي اېم اېس) سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل،‌ «نو که زمونږ له اتباعو څخه یو کس په داعش کې د ښکېلتیا له امله ونیول شي، مونږ ترې انکار کوو او وایو چې کېدای شي د افغانستان یا عراق ترکمنان وي، یا دا چې هغوی ترکان دي، خو د ترکمنستان اتباع نه دي».

سرچینې وویل، «هر څوک پوهېږي چې زمونږ خلک [ترکمنان] هلته [په عراق، سوریه، یا افغانستان کې] جنګ کوي او دا چې داعش ته د هغوی ورغللې لاره په ترکیه تېرېږي... خو دا ناشونې ده چې حساب وشي چې هلته څومره کسان دي.»

د هېواد د سرحدي خدمتونو دولتي څانګه (جي پي اېس) کې یوې سرچینې وویل، «په تېر یو نیم کال کې، د تګته بازار،‌ کیرکي او سرخت اباد د سرحدي خدمتونو دولتي ماموریتونو کې له ۱۰ څخه ډېرې داسې پېښې وشوې، خو د ملي امنیت او کورنیو چارو د وزارتونو د سرحدي سرتېرو او ځانګړیو ځواکونو د ګډو عملیاتو په واسطه شنډې کړای شوې.»

د سرحدي خدمتونو د دولتي څانګې (جي پي اېس) افسر د نوم نه ښودلو په شرط وویل، «سرغړونکي ونیول شول. څو کسان یې بېرته هغه ځای ته ستانه کړای شول چې ترې راغلي ول.»

د کډوالۍ د دولتي خدمتونو (جي اېم اېس) سرچینې وویل، «تاسو کولی شئ چې هغوی [د داعش اورپکي] وپېژنئ -- هغوی په ګرمو اوبو کې را ایسار دي، او هغوی هر چېرې او د هر چا له خوا وهل کیږي. اوس یې یو شمېر هېواد یعنې سوله ییز ترکمنستان ته راستانه شوي، خو حتی په کور کې هم هیڅوک هغوی نه غواړي او نه ورته اړتیا لري.»

هغه زیاته کړه، «په هغو ځایونو کې چې افراطیان راڅرګندېږي، هلته حتماً ګډوډي، وینه تویونه او دښمني جوړیږي. مونږ هغوی ته اجازه نه ورکوو.»

په سرحد کې پېښې

ترکمن مقامات له افغانستان او ایران سره په سرحدونو کې د وضعیت په هکله خلکو ته معلومات نه خپروي، خو د داعش د هغو غړو کیسې په منظمه توګه څرګندیږي چې هڅه کوي ترکمنستان ته راستانه شي.

د مثال په توګه، د ازادۍ راډېو ترکمني سروېس د ۱۳۹۷ د زمري په میاشت کې د ترکمنستان د دفاع وزارت د سرچینو له قوله راپور ورکړ چې، «خواوشا ۵۰» اورپکو چې ټول ترکمن اتباع وو د وخت په یوه نامعلومه موده کې په جلا جلا پېښو کې هڅې وکړې چې په زور سره ترکمنستان ته ننوځي.»

ازادۍ راډېو وویل، ترکمن ځواکونو د هغوی خواوشا ۳۰ کسان ونیول او نور یې وتښتېدل.

د ترکمنستان حکومت د دغه راپور نه پخلی کړی دی او نه یې رد کړی دی.‌

له دې سره سره، مقاماتو د هېواد د جنوبي سرحدونو په اوږدو کې امنیت کلک کړی، د خپلو احتیاطي ځواکونو د قسمي خوځښت حکم یې کړی او په خپل سرحدي زون کې چټک پوځي تمرینونه ترسره کوي.

د ترکمنستان د نظامي څارنوالۍ یوه څارنوال قاسم ګلي چې د خپل تخلص له یادولو څخه یې ډډه وکړه، وویل،‌ ځایي تحلیلګران دا راپورونه د باور وړ بولي چې د داعش غړي له افغانستان څخه ترکمنستان ته را داخل شوي دي.

قاسم ګلي وویل، په خطرناکو پېښو پسې سملاسي وروسته د سرحدي عسکرو د هغه وخت د قوماندان «رتبه د خپلو رسمي وظایفو د نه قانع کوونکیو اجرأتو او د هغه تر صلاحیت لاندې خدمتونو کې د لټۍ له امله ډګروالۍ ته راښکته کړای شوه.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افراطیت په هر څه کې بد دی. ایا اوس د انسانیت، مهربانۍ او سولې د تبادلې وخت نه دی؟ ځکه تور تل ماتې خوري.

ځواب ورکړئ

د لوي اوبښونکي خداي ج په فضل سره داعش په افغانستان کښي هيڅ انتن نشي ورکولي دا يوه خاريجي لاسپوسي شبکه ده انشااللٌه د دوزخ کندي ته به ټيل وهل کيږي أنشاأللٌه دا افغانستان د داعشي ځناورو لپاره د دوزخ اخيرني کنده ده ومن اللٌه توفيق

ځواب ورکړئ

تاسو د داعش اندېښنه کوئ زما بیا د فاطمیون ملېشو ته اندېښنه ده. داعش خو لږ تر لږه له دې معلومیږي چې اوږدې ږیرې لري او د وحشي ځناورو په څېر انسانان وژني چې هم یی د اسلام نوم بد کړ او هم یې د خلکو رواجونه سپک کړل، لاکن د منافق ایران له خوا روزل شوي د فاطمیون هزاره ملېشې کیدای شي په راتلونکي وخت کی په افغانستان کی د حکومت او هغه ایتلاف لپاره چی احتمالا د ایران د رژیم د راپرځولو لپاره جوړول کیږي په لوی سرخوږي واوړي. کوشش باید وشي چی افغانستان ته راستانه شوي د فاطمیون غله او داړه ماران یو یو را پیدا او په عمري حبس محکوم کړای شي چې په راتلونکي کی افغانستان د هغوی له شر نه وژغورل شي.

ځواب ورکړئ