امنیت

د افراطیانو زیاتېدل د ترکمنستان-افغانستان په پوله د کړکېچ سبب شوی

جمعه ګلي انایېف

د ترکمنستان نظامي افسران په مارچ کې له دولت سره د وفادارۍ لوړه کوي. [د جمعه ګلي انایېف له خوا اخیستل شوی عکس]

د ترکمنستان نظامي افسران په مارچ کې له دولت سره د وفادارۍ لوړه کوي. [د جمعه ګلي انایېف له خوا اخیستل شوی عکس]

عشق اباد -- ترکمنستاني چارواکي په ګاونډي افغانستان کې وضعیت له دې ډاره له نږدې څخه څاري چې د دواړو هیوادونو په شریکه پوله امنیتي وضعیت د خرابېدو په لور روان دی.

دا بیداري په داسې وخت کې رامنځته شوې چې ترکمنستان له افغانستان سره سملاسي اقتصادي همکارۍ ته ودې ورکولو ته په دې هیله ادامه ورکوي چې سوکالي به په دغه جنګ ځپلي هیواد کې د ۳۰ کلونو بې وقفې جنګ په ختمولو کې مرسته وکړي.

په وروستۍ اقتصادي همکارۍ کې، څنګه چې یې د ترکمنستان د الټن عصر (طلايي دور) د تلویزیون له خوا راپور ورکول شوی، دوه تر کار لاندې سترې پروژې شاملې دي: د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هندوستان (TAPI) د طبعي ګازو پایپ لاین او د ترکمنستان-افغانستان-تاجکستان اورګاډی. چارواکي همداراز د افغانستان-ترکمنستان-اذربایجان-جورجیا-ترکیې د یوې ترانزیتي لارې فکر کوي چې، که بشپړه شي، افغانستان ته به سمندر ته د عبور یوه لاره ورکړي.

د افغانستان په شمال کې ستونزې

که څه هم چې اقتصادي همکاري په افغانستان کې په سولې پورې تړلې ده، خو سوله په دې وخت کې لیرې ښکاري.

د ازادۍ راډیو د ترکمنستان سرویس د جون په ۱۸مه راپور ورکړ چې په تېرو دوو یا درې کلونو کې د دغه هیواد په شمال کې وضعه بدتره شوې ده.

د کندوز ولایت پخواني والي محمد عمر ساپي د افراطیانو په ضد د ضرب عضب په نامه هغو عملیاتو چې په جون ۲۰۱۴ کې پیل شوي وو په اشاره ازادۍ راډیو ته وویل چې افراطیانو "وروسته له هغې چې د پاکستاني پوځ له خوا له شمالي وزیرستان څخه وشړل شول ... د افغانستان په شمال کې یې پناه ځای پیدا کړ."

هغه اټکل وکړ چې طالبان دا وخت د افغانستان د شمال تر نیمې زیاته برخه کې فعالیت لري.

د نورو رسنیو د راپورونو له مخې طالبان د خپلو قوانینو د تحمیلولو، په پوله تېرو شوو سرحدي بېخ بناوو لکه د هغو برقي لینونو چې د ترکمنستان برق د افغانستان ښارونو ته انتقالوي د کنټرول په نیولو، او حتی ښايي د مرکزي اسیا پر هیوادونو په بریدونو کولو سره په شمال کې وحشت ترسره کوي.

د ۲۰۱۴ په فبروري او می کې د افغان طالبانو ګڼ شمېر بریدونو د ترکمنستان شپږ پوله ساتونکي ووژل.

په جون کې د ترکمنستان بدیل خبرونه (ای این ټي) چینل په ماري او ترکمن اباد کې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړ چې د ترکمنستان د ۲۷ تنو وژل شوو پوله ساتونکو مړي د هغوی خپلو ښارونو ته د خښولو لپاره انتقال شوي ول.

د ترکمنستان دولت د دغو مرګونو او یا د دغه مرګ د سببونو خبره نه ده منلې.

په عین حال کې، د دفاع وزارت سره نږدې سرچینو په بالواسطه طریقه سنټرل ایشیا آنلاین ته تصدیق کړه چې په دې وروستیو کې په یوه بله پېښه کې په ماري ولایت کې د ترکمنستان نامعلوم شمېر پوله ساتونکي وژل شوي وو. خو دغو سرچینو د دې ځواکونو د مرګ د سبب په هکله څه ونه ویل.

د دولت د سرحدي خدمتونو د ادارې (جي پي ایس) یو افسر روزي ګیلدي، چې په تاګتا بازار کې ګومارل شوی، سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چې د دې پېښې مجرم ښايي تروریزم نه بلکې کومه د "جبري کار" پېښه وي چې نتیجه یې مرګونی تاوتریخوالی راوتلی وي.

سرحدي امنیت څرګند دی

که څه هم چې د ترکمنستان چارواکي د افغانستان په شمال کې د امنیت په هکله نا ارامي احساسوي، اورپکي د عشق اباد له خوا د پولې د امنیت د زیاتولو وروستۍ هڅې ویني.

په کابل کې د افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې یوه تحلیلګر عبید علي د جون په ۱۸مه د ازادۍ راډیو ترکمني سرویس ته وویل چې ترکمنستان له افغانستان سره د خپلې پولې په خوندي کولو یقیناً له تاجکستان نه بهتر کار کوي.

علي وویل چې هغه اورپکي چې د افغانستان په جنګ کې ځانونه شریکول غواړي نږدې هیڅکله د ترکمنستان د سرحدي امنیت په ماتولو نه بریالي کېږي، په داسې حال کې چې هغوی له تاجکستان څخه افغانستان ته په ننوتلو بریالي کېږي.

علي وویل، "فاریاب چې له ترکمنستان سره پوله لري د افغانستان د نورو شمالي ولایتونو په نسبت ډېر کم بهرني جګړه ماران لري. [بهرني جګړه ماران] ... دغه ځای ته له ختیځو ولایتونو څخه راځي، د ترکمنستان له خاورې څخه نه ورننوځي."

د ترکمنستان چارواکي چې د افغانستان په سرحدي ولایتونو جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات او سرپل کې پراخې جګړې ویني نو په سرحدي سیمه کې د ځواکونو د زیاتولو غبرګون ښيي.

هغوی په مارچ او اپریل کې د جګړې له پاره د ځواکونو د تیاري ناڅاپي معاینې ترسره کړې. هغوی همداراز له افغانستان سره د شریکې پولې تر ټولو ضعیفو کنډکونو ته کومکي ځواکونه واستول.

د دولت د سرحدي خدمتونو د څانګې افسر روزي ګیلدي وویل چې د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې نا ارامي "د افغانستان یوه داخلي مسئله ده. زمونږ کار د خپلو پولو حفاظت کول دي. که هر څه وي، مونږ به خپله وظیفه ترسره کوو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500