امنیت

سپاه پاسداران او ورپورې تړلې نایبې ډلې یې په سیمه کې د ګاونډیانو په قیمت د نشه ییزو توکو له سوداګرۍ څخه ګټه پورته کوي

د سلام ټایمز راپور

د رهبري شویو توغندیو ویجاړونکې یو ایس ایس پاول همېلټن بېړۍ د غوایي په ۱ د عمان خلیج کې د کب نیولو یوې کښتۍ ته نږدې ګرځي. د کیښتۍ مخه په داسې حال کې ونیول شوه چې هڅه یې کوله ناقانونه نشه ییز توکي قاچاق کړي. [د متحده ایالاتو سمندري ځواک]

د رهبري شویو توغندیو ویجاړونکې یو ایس ایس پاول همېلټن بېړۍ د غوایي په ۱ د عمان خلیج کې د کب نیولو یوې کښتۍ ته نږدې ګرځي. د کیښتۍ مخه په داسې حال کې ونیول شوه چې هڅه یې کوله ناقانونه نشه ییز توکي قاچاق کړي. [د متحده ایالاتو سمندري ځواک]

لکه څنګه چې په عربي سمندر او شاوخوا سیمو کې د قاچاق ضد عملیاتو د شمېر له ډېرښت څخه ثابتېږي، سیمه په زیاتیدونکي توګه د غیرقانوني سوداګرۍ د مرکز په توګه راڅرګنده شوې، چې د ډېرو پل بېرته ایران او د هغه نایبو ډلو ته رسېږي.

د ایران سپاه پاسداران پورې تړلې ملېشې له کلونو راهیسې په منځني ختیځ او له هغه څخه بهر سیمو کې د نشه ییزو توکو د قاچاق په تسهیل کې مهم رول لوبوي.

له ایران سره پر پوله پرتې سیمې د کریستال میت، کیپټاګون، چرسو، هیرویینو او تریاکو په ګډون د ناقانونه نشه ییزو توکو د قاچاق په لویو لارو باندې بدلې شوې دي.

یواځې په دې میاشت کې، د څو ملتیزو ګډو سمندري ځواکونو (سي اېم اېف) سمندري ساتونکیو له ایران څخه راغلیو کښتیو څخه له ۱۰۰ میلیونو ډالرو څخه د ډېر ارزښت لرونکي نشه ییز توکي ونیول.

د عراق د ملي امنیت ادارې د غوایي په ۲۹مه په بصره کې د نشه ییزو توکو څلور سوداګر ونیول او ۲۰۰۰۰۰ کپتاګون ګولۍ یې چې له هغوی سره وې ضبط کړې. [آی اېن اېس اېس]

د عراق د ملي امنیت ادارې د غوایي په ۲۹مه په بصره کې د نشه ییزو توکو څلور سوداګر ونیول او ۲۰۰۰۰۰ کپتاګون ګولۍ یې چې له هغوی سره وې ضبط کړې. [آی اېن اېس اېس]

د کب نیولو دوه کښتۍ چې د غوایي په ۱۸مه او ۲۰مه د ایران له چابهار بندر څخه روانې وې د عمان خلیج ته د لیږد پرمهال د متحده ایالاتو د ساحل ساتونکي چټک غبرګون ځواک له خوا ایسارې کړای شوې.

یوې د ۳۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هیرویین او میتافیتامین چې معمولا د کریستال میت په نامه یادیږي او بلې د ۸۰ میلیونو په ارزښت هیرویین لېږدول.

همدارنګه د غوایي په ۱۸مه د انګلستان د شاهي سمندري ځواکونو یوې کښتۍ له عربي بحیرې څخه تېرېدونکې د کب نیولو یوې کښتۍ څخه د ۶ میلیونو ډالرو په ارزښت چرس ونیول.

دا یواځې وروستۍ پېښې په ګوته کوي.

تر دې دمه، سي اېم اېف په سیمه کې د ۲۵۰ ملیونو ډالرو څخه ډیر غیرقانوني نشه ییز توکي نیولي دي.

ګټي ترلاسه کول، ګاونډیانو ته زیانونه رسول

په سپاه پاسداران باندې تور دی چې د خپلو ملېشو له لارې د قاچاق عملیاتو لارښوونه او ملاتړ کوي، او څارونکي وايي چې د نشه یي توکو له قاچاق څخه لویه ګټه ترلاسه کوي او بیا یې د وسلو د پېر او د خپلو فعالیتونو د تمویل لپاره کاروي.

د عراق د سیاسي چارو شنونکي عبدالقادر النایل وویل، د سپاه پاسداران بله مهمه موخه «ګاونډیو هیوادونو ته زیان رسول، پراختیا، ساختماني پلانونه او د ځوانانو نوښتونه ګډوډول، او د جرمي فعالیتونو خپرول دي.»

هغه المشارق ته وویل، دا کار د دغو هېوادونو د ټولنې جوړښت کمزوری کوي او په دې توګه ایران اوبه خړوي او د خپلې پراختیا غوښتنې د سیاست لپاره کبان په کې نیسي.

النایل وویل، کریسټال میت، یو غیرقانوني نشه ییز توکی چې کولی شي سختې فزیکي او رواني ستونزې رامینځته کړي، او نور غیرقانوني نشه ییز توکي د ایران او سوریې د سرحدونو له لارې عراق ته قاچاق کیږي او په ارزانه بیه پلورل کیږي.

هغه په جبه زارونو کې د پټو بندرونو او د اوبو د کانالونو له لارې قاچاق کیږي، او بیا سیمې ته خپرېږي.

النایل وویل، ایران هڅه کوي چې عراق «په داسې یوه هیواد باندې بدل کړي چې نه یواځې کریسټال میت بلکې ډول ډول نشه ییز توکي مصرفوي او تولیدوي، او د سیمې نورو هیوادونو ته د لېږدو د یوې مهمې نقطې په توګه کارول کیږي.»

عراقي چارواکي هڅې کوي چې سرحدونه کنټرول کړي او په منظم ډول د نشه ییزو توکو د زرګونو پلورونکو او قاچاق وړونکو پر ضد امنیتي عملیات ترسره کوي.

په تر ټولو تازه عملیاتو کې، د عراق د ملي امنیت ادارې (آی اېن اېس اېس) د غوایي په ۱۹مه په بصره کې د نشه ییزو توکو څلور سوداګر ونیول او له هغوی څخه یې ۲۰۰۰۰۰ کپتاګون ګولۍ ترلاسه کړې.

آی اېن اېن اېس هم د وري په ۲۲مه له قاچاق وړونکو سره د ډزو له تبادلې څخه وروسته له ایران څخه د ۲۰ کیلوګرامو کرسټال میت او ۱۰ کیلوګرامو چرسو د ورننوتلو مخه ونیوله.

په همدې ورځ، یادې ادارې اعلان وکړ چې د عراق په جنوب المثنا ولایت کې د نشه ییزو توکو تر ټولو خطرناکه شبکه، چې ۱۵ غړي یې لرل، له منځه وړل شوې ده.‌

د لیندۍ په میاشت کې، عراق د چرسو، کیپټاګون، کریسټال میت او کوکایین په ګډون شاوخوا شپږ ټنه غیرقانوني نشه ییز توکي وسوځول، چې د چارواکو په وینا په یوه لسیزه کې د تخریب ترټولو لوی عملیات و.

د عراق په جنوب ختیځ کې، د شط العرب سیند په اوږدو کې له ایران سره په پوله کې د یوه خندق او بېلوونکې ویالې د جوړولو کار روان دی.

د نويو استحکاماتو د جوړولو کار د غبرګولي په میاشت کې پیل شو، چې موخه یې د نشه ییزو توکو د هغو قاچاقي لارو بندول دي چې قاچاقچي شبکې ترې استفاده کوي.

یوه شریکه ګټه

د سوریې دولت د کپټاګون د نړۍ والې سوداګرۍ په مرکز کې پروت دی، چې د ۱۰ ملیاردو ډالرو غیرقانوني صنعت یې رامنځته کړی، د بشار الاسد رژیم ته وده ورکوي او سوریه یې د نشه ییزو توکو دولت باندې بدله کړې ده.

اردن له سوریې څخه د نشه ییزو توکو له قاچاق سره دوامداره ستونزه لري. هلته د سویدا او درعا جنوبي ولایتونه د لبنان د حزب الله له خوا د نشه ییزو توکو د قاچاق د عملیاتو په مرکز باندې بدل شوي دي.

سوریایي څیړونکي ترکي مصطفی چې د ایران په چارو کې تخصص لري، المشارق ته وویل چې د اردن پولې ته نږدې کلي، په ځانګړې توګه هغه چې په سویلي سویدا کې پراته دي، «اردن ته د نشه ییزو توکو د لېږدولو او قاچاق په ګرمو دهلېزونو باندې بدل شوي دي».

هغه وویل، «حزب الله او د سوریې د رژیم امنیتي عناصر د سویدا ولایت د اوسېدونکو له منځ څخه قاچاقبران استخداموي چې اردن ته نشه ییز توکي انتقال کړي،»

د اردن په پوځ کې د پوځي رسنیو مشر ډګروال مصطفی الحیاري د تېر غوایي په میاشت کې دولتي تلوېزیون المملکت ته وویل، له ۱۳۹۹ کال راهیسې، د اردن چارواکي ویني چې له سوریې څخه د نشه یيزو توکو قاچاق زیات شوی دی، او د سلګونو میلیونو ډالرو په ارزښت ناقانونه نشه ییز توکي اردن ته را ننوتي دي.

هغه وويل، «موږ د پولو په اوږدو کې له يوې جګړې سره مخامخ يو، د نشه ييزو توکو جګړه چې د بهرنيو سازمانونو له خوا يې ملاتړ کېږي. دغه ايراني ملېشې تر ټولو خطرناکې دي ځکه چې دوی د اردن ملي امنيت په نښه کوي،»

د الحیاري په وینا، د اردن او سوریې په پوله کې د نشه ییزو توکو قاچاقچیان له درېوو څخه تر څلورو ګروپونو کې چې په هر ګروپ کې له ۱۰ څخه تر ۲۰ پورې کسان وي، فعالیت کوي.

هغه خبرداری ورکړ چې اردن د سعودي عربستان او خلیجي هیوادونو لپاره د منزل او ترانزیت په مرکز باندې بدلېږي، او یادونه یې وکړه چې په وروستیو کلونو کې د نشه ییزو توکو له سوداګرۍ څخه ګټه لس برابره زیاته شوې ده.

سعودي عربستان هم د نشه ييزو توکو د قاچاق او راکړې ورکړې د شبکو پر وړاندې خپله جګړه پرمخ وړي او په تېرو مياشتو کې يې د پرله پسې څارنې عملياتو او د ملکي خلکو د معلوماتو په اساس د نشه ييزو توکو د زياتې اندازې په نيولو بريالي شوي دي.

د اردن پاچا عبدالله د چنګاښ په میاشت کې وویل، «د نشه ییزو توکو او وسلو د قاچاق عملیات زمونږ او د دوستو عربي هېوادونو لپاره یو ګواښ دی،»

هغه وویل چې اردن له دې ګواښ سره د مقابلې لپاره د نورو هیوادونو سره همغږي کوي، «او موږ ټول پوهیږو چې د دې ګواښ پر وړاندې مقابله یوه شریکه ګټه ده».

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ما یو خبر چې په لاندې ډول پیغام یې درلود، ولوست، او ومې لیدل چې ایران د هیڅ ډول اصولو او قواعدو پابند نه دی. زه د افغانستان له نوي حکومت څخه غوښتنه کوم چې له اسرائیلو سره چې د ایران دښمن دی، اړیکې ټینګې کړي او د اسرائیلي کارپوهانو په مرسته پرمختللې پوځي وسلې او تجهیزات ترلاسه کړي ترڅو په راتلونکي کې د ایران د شرونو مخه ونیول شي. د ایران مشر ویلي، که هېواد یې غواړي اټومي وسلې جوړې کړي، لوېدیځ نشي کولی د تهران مخه ونیسي. ایت الله علي خامنه يي پر لویدیځوالو نیوکه وکړه او ویې ویل: د تهران د اټومي وسلو په اړه خبرې درواغ دي او دوی پرې پوهیږي. ښاغلي خامنه يي دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۱ مه/ د ایران د اټومي صنعت د کارپوهانو او چارواکو له یوې ډلې سره په کتنه کې وکړې. هغه دا خبرې په داسې وخت کې وکړې چې د ایران د اټومي پروګرام په سر د اسلامي جمهوریت او لویدیځ ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی. د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، ښاغلي خامنه يي وویل: د امریکا استخباراتي ټولنې د وروستیو میاشتو په ګډون څو ځلې دا حقیقت منلی چې د اټومي وسلو د جوړولو په لور د ایران د حرکت هیڅ نښه نشته. علي خامنه یي د ډله ایزې تباهۍ اټومي او کیمیاوي وسلې د اسلام د لارښوونو خلاف وبللې او زیاته یې کړه: که دا په اسلام کې منع نه وای او د اټومي وسلو د جوړولو اراده مو لرلې نو دا کار به مو کړی وای او دښمنان هم پوهیږي زموږ مخه نشي نیولی. ښاغلی خامنه یي د ایران اټومی صنعت د دغه هېواد د ځواک او اعتبار له بنسټیزو برخو څخه وګاڼه او ویې ویل: هر هغه څوک چې له ایران او د دغه هېواد له ځواکمنتیا او پرمختګ سره مینه لري، باید د اټومي علمي، څېړنیزو او صنعتی فعالیتونو قدر او درناوی وکړی. لوېديځ په تېره بيا امريکا پر ايران تور لګو

ځواب ورکړئ

د افغانستان هغه ولایتونه چې له ایران سره په پوله پراته دي، اکثرو کې یې نشه یي توکي کرل کېږي. کله چې کوکنار ورسيږي، آپین وکړي او چې بنګ او نور نشه يي توکي ورسېږي، نو لومړنی پروسس یې هملته ورکول کېږي او بیا د ایران او نورو نورو تجارانو له خوا اخیستل کېږي. ایران د دې لپاره چې له نشه یي توکو زیاته ګټه پورته کړي په خپله خاوره کې یې شاید کر ته اجازه نه وي ورکړي خو زموږ خلک آن واړه ماشومان هم د ایرانیانو له وجې په نشو اخته دي. ایران د نشې او تماشې لوی مارکېټ دی.

ځواب ورکړئ

یو تن چې غوښتل یې د ایران له لارې په قاچاقي لارو اروپا ته لاړ شي، له ایران څخه بېرته راستون شوی و. ده د ایران په اړه راته ډېرې کیسې وکړې. ځوان ویل، څوک چې په ایران کې وخت تېر کړي، که نشه یي او بې لارې نه شو، پوه شه چې دا به ډېر پیاوړی انسان وي. د ده په قول په ایران کې د ځوانانو، د نارینه او ښځینه و تر منځ نشه کول ډېر عادي کار او د ورځنیو فعالیتونو څخه یې یو دی. د دې ښاغلي په و ینا، د ایران اخوندي نظام ځوان نسل په مکمله توګه محکوم کړي. واک د اخوندانو او د ایران د سپاه پاسدارانو چې د اخوندانو تر تاثیر لاندې دي او د یوې وسیلې په حیث یې استعمالوي، دی. ځوان راته د ایران د جابر نظام په اړه ډېرې کیسې وکړې. پوه شوم چې د ایران سپاه پاسداران عینا د پاکستان د فوج د میجرانو او کرنیلانو په څېر دي. پاکستاني کرنیلانو هم ټول عمر د پاکستان د مظلوم ولس وینې څښلې. نن که د پاکستان بې چاره ولس وضعیت ته نظر وکړو، دې نتیجې ته رسېږو چې دا هر څه د پاکستاني غلو مشرانو وجه کیدی شي. دواړه، سپاه پاسدارن او پاکستاني کرنیلان د خلکو په وژلو، د نشه یي توکو په قاچاق او نورو هر ډول ناقانونه تجارتونو کې لاس لري. دوی د پیسو د پیدا کولو لپاره هر څه کوي تر څو د خپلو کورنیو لپاره په بهرنیو هېوادونو کې د ارام ژوند امکانات برابر کړي. دوی نه یواځې دا چې پورتنۍ غیر انساني کړنې تر سره کوي، بلکې د ګاونډیو هېوادونو د اتباعو ژوند یې هم خراب کړی. اروپا، امریکا او عربي هېوادونو ته د نشه یي توکو په رسولو کې د ایراني او پاکستاني فوج د مشرانو مستقیم لاس دی. دا جابر خلک په دې برخه کې روزل شوي او په وسلو سنبال غښتلی بانډونه لري. تر څو پورتنیو ذکر شویو اهدافو ته نشه یی توکي ښه په مهارت سره ورسوي.

ځواب ورکړئ

البته د یادونې ده چې دوی په خپله دا کار ممکن و نه کړي. دوی هدف ته د دې شیانو د رسولو لپاره د دریمې نړۍ د هېوادنو هغه اتباع چې د خپل اولاد لپاره صرف او صرف یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي، استعمالوي. که په لنډ دول و ویل شي، د ایران سپاه پاسداران او ورسره پاکستانی فوج د نړۍ او په خاص ډول د سیمي لپاره اصلي تروریستان دي. که نړۍ په ریښتیا امن غواړي، ښه به دا وي چې د دې فوجونو په له مینځه وړلو فکر وکړي، که نه، نه نړۍ امن وه، نه ده او نه به وي.

ځواب ورکړئ