امنیت

په افغانستان کې د میت د تولید زیاتېدلو د سپاه پاسداران له خوا د قاچاق په هکله اندېښنې راپورته کړي دي

د عمر راپور

د راپورونو په اساس، په افغانستان کې د تولید شویو میتامفیتامین مقصد ځایونه، ۱۳۹۸ او ۱۴۰۱. [یو اېن او ډي سي]

د راپورونو په اساس، په افغانستان کې د تولید شویو میتامفیتامین مقصد ځایونه، ۱۳۹۸ او ۱۴۰۱. [یو اېن او ډي سي]

هلمند -- د ملګرو ملتونو یو وروستی راپور ښیي چې په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې د میتامفیتامین تولید ډېر زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه ییزو توکو او جرمونو د چارو ادارې (یو اېن او ډي سي) د وږي د ۱۹مې د راپور په لنډیز کې ښودلې چې په افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کې د نشه ییزو توکو د ضبط څارنې ته په پام سره، «په پنځو کلونو کې د نشه ییزو توکو په نیولو کې نږدې دولس برابره زیاتوالی راغلی چې په ۱۳۹۶ کال کې له ۲.۵ ټنو څخه په ۱۴۰۰ کې ۲۹.۷ ټنو ته رسیدلی دی.»

د یو اېن او ډي سي اجرائیه رییسې غدا ولي وویل، د دې څېړنې هدف دا دی چې نړۍ والې ټولنې ته د مصنوعي نشه ییزو توکو د ګواښ پر وړاندې د مبارزې لپاره مهم معلومات وړاندې کړي.

هغې وویل، «په افغانستان او سیمه کې د میتامفیتامینو په قاچاق کې زیاتوالی ... زمونږ عاجل اقدام ته اړتیا لري.»

په عکس کې چې د وږي په ۱۲مه د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې اخیستل شوی، کرېستل میت او هیرویین لیدل کیږي. [آرشیف]

په عکس کې چې د وږي په ۱۲مه د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې اخیستل شوی، کرېستل میت او هیرویین لیدل کیږي. [آرشیف]

هغې زیاته کړه، «په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د میتامفیتامینو د غیرقانوني تولید د دوامدارې پراختیا د ودرولو لپاره دې ته اړتیا ده چې د محرکو رغوونکیو کېمیاوي موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره سیمه ییزه همغږي رامنځته کړای شي.»

د دغه راپور له مخې، داسې راپورونه ترلاسه شوي چې مشکوک افغاني منشأ لرونکي میتامفیتامین حتی د اروپایي اتحادیې، نږدې ختیځ او منځني ختیځ، جنوب ختیځې آسیا او ختیځې افریقا په څېر لیرې ځایونو کې نیول شوي دي.

په راپور کې د ۱۴۰۱ کال اړوند معلومات نشته.‌

د میت په قاچاق کې د سپاه پاسداران رول

د افغاني نشه ییزو توکو په قاچاقولو کې ګاونډی هېواد ایران هم لاس لري.

د هېوادونو تر منځ د تنظیم شویو جرمونو پر ضد نړۍ وال نوښت د غبرګولي د ۱۹مې په راپور کې راغلي، «ایران چې له افغانستان سره یوه اوږده شریکه پوله لري، د لوېدیځ په لوري د افغاني میت د زیاتېدونکیو مقدارونو د انتقال لپاره د یوه ترانزیتي دهلېز په توګه کار کوي.»

راپور زیاتوي، «نشه ییز توکي لومړی د ځمکې له لارې په اروپا او منځني ختیځ کې مارکېټونو ته، او بیا د سمندر له لارې افریقا او له هغې ایسته لېږدول کیږي.»

افغان، ایراني او پاکستاني د نشه ییزو توکو قاچاقچیان په منظمه توګه په سلګونو کیلوګرامه میتامفیتامین د «دک» سرحدي سیمې له لارې چې درې واړه هېوادونه سره نښلوي، انتقالوي.‌

سرچینو سلام ټایمز ته وویل، نشه یيز توکي د ایران له سپاه پاسداران سره په همغږۍ د ایران خاورې ته ننوځي او بیا د موټرسایکلونو د کاروان او لسګونو وسله والو په بدرګه وړاندې وړل کیږي.

د نشه یيزو توکو یوه قاچاقچي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، سلام ټایمز ته وویل، هره ورځ په فراه او هلمند ولایتونو کې د پام وړ اندازه میتامفیتامین تولیدیږي او بیا ایران ته لیږدول کیږي.

هغه وویل، «موږ په فراه او هلمند کې تولید شوې شیشه [میتامفیتامین] د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار ته څېرمه سیمو ته لېږدوو.»

هغه وویل، «د نشه ييزو توکو څو قاچاقبران سره راټولېږي او خپل نشه ييز توکي له بېلابېلو لارو ايران ته لېږدوي.»

هغه وویل، «هر ځل، موږ مخکې له دې چې خپل نشه ییز توکي ایران ته ولېږدوو، د سپاه پاسداران له ځینو غړو سره ناسته کوو. موږ هغوی ته مخکې له مخکې پیسې ورکوو، چې هغوی زموږ کاروانونو ته ستونزې جوړې نه کړي.»

قاچاقچي وویل چې دوی سپاه پاسداران ته په سلګونو زره ډالر د دې په بدل کې ورکوي چې پرته له کومې ستونزې د نشه ییزو توکو د لېږدولو اجازه ورکړي.

هغه وويل، سپاه پاسداران وخت ناوخته له قاچاقچیانو سره په همغږۍ کې لږ مقدار نشه ييز توکي نیسي، څو یو څه امنيتي لاسته راوړنې وښيي.

له افغانستان څخه ايران ته د نشه ييزو توکو د قاچاق بله لار د نيمروز ولايت د کنګ ولسوالي او د فراه ولايت د لاش و جوين ولسوالۍ سره په سرحدي سيمو تېره شوې ده. د میتامفیتامین سربیره، اپین هم هره ورځ په دې لاره قاچاق کیږي.

د نشه ييزو توکو یوه بل قاچاقچي د نوم نه ښودلو په شرط سلام ټایمز ته وویل چې د ایران له سرحدي ځواکونو سره په همغږۍ د لاش و جوین ولسوالۍ له لارې ایران ته میتامفیتامین او اپین قاچاق کوي.

هغه وویل، د ایران پوځ د هر کیلوګرام نشه یيزو توکو په سر شاوخوا یو میلیون ایراني تومان (۲۴ ډالر) اخلي.

هغه وويل، «له افغانستان څخه قاچاقېدونکي نشه ييز توکي د ايران زابل او زاهدان ولايتونو ته لېږدول کېږي. د زاهدان د ايرانشهر، خاش او سراوان ولسوالۍ د نشه ييزو توکو د زېرمه کولو اصلي ځايونه دي. نشه ييز توکي بيا د ايران په بېلابېلو ښارونو کې وېشل کېږي.»

هغه وويل، «د نشه ييزو توکو يوه برخه د زاهدان له لارې په جنوب کې بندر عباس ته لېږدول کېږي. له هغه ځايه نشه يیز توکي په لویو او وړو کښتيو کې عربي هېوادونو لکه عمان ته قاچاق کېږي.»

هغه وویل، د کرسټال میت او هیروینو په ګډون، بله برخه د ایران له لویدیځو ښارونو څخه ترکیې ته قاچاق کیږي.

هغه زياته کړه، دغه نشه ييز توکي د سترو شبکو له لارې د ترکيې له لارې يونان ته او له هغه ځايه اروپا، امريکا او د نړۍ نورو برخو ته قاچاق کېږي.

په فراه او هلمند کې د میت فعالې فابریکې

د میتامفیتامین د تولید ډیری فابریکې په فراه او هلمند کې موقعیت لري -- د افغانستان د میتامفیتامین له ۹۰٪ څخه د ډېرو سرچینه ده. دغه ناقانونه فابریکې د خپلو فعالیتونو د پټولو لپاره د شپې له مخې فعالیت کوي.

په فراه کې ځايي سرچينې وايي، په بکواه ولسوالۍ کې د نشه يي توکو شاوخوا ۱۰۰۰ فابريکې فعالې دي.

د هلمند په سنګین، موسی کلا او بهرامچه ولسوالیو کې د میت د تولید په سلګونو کارخانېد شپې له مخې فعالیت کوي.

د بکواه ولسوالۍ يوه اوسېدونکي شاه ګران وويل، پخوا به د نشه ييزو توکو د توليد کارخانو په ازاده توګه فعاليت کاوه، خو اوس يې فعاليتونه غير قانوني بلل کېږي.

هغه وويل، «زموږ په کلي کې د کرسټال ميت جوړولو شاوخوا لس فابريکې فعاليت کوي،» او زیاته یې کړه چې، ډیرې یې په دښته کې موقعیت لري چې د خلکو له سترګو څخه پناه دي.

هغه وويل، «امنيتي ځواکونو په لیرې پرتو کليو کې د نشه ييزو توکو د توليد څو کارخانې ويجاړې کړې،» او يادونه یې وکړه، چې دا کار د دې لامل شوی چې يو شمېر قاچاقچیان او ځايي خلک په خپلو کورونو کې نشه ييز توکي توليد کړي.

د بکواه ولسوالۍ يوه قومي مشر محمد انور وويل، قاچاقچیان او د نشه ييزو توکو توليدونکي په وسلو سمبال دي او د خپلو فابریکو د ویجاړېدلو په وړاندې مقاومت کوي.

هغه زیاته کړه، «څو وسله وال ساتونکي د هرې فابریکې ساتنه کوي او چا ته اجازه نه ورکوي چې نږدې ور شي. د شپې له مخې له فابریکو څخه لوګی پورته کیږي چې د نشه ییزو توکو بوی په کلیو کې خپروي.»

هغه وویل، تولیدوونکیو په دې فابریکو کې د کار کولو لپاره ځوان محلي سړي استخدام کړي دي، او زیاته یې کړه چې «په هره فابریکه کې له پنځو څخه تر ۱۰ پورې کسان کار کوي، څو د تولید بهیر یو لاس وساتي.»

تر دې وروسته، د نشه ییزو توکو بارونه چې کلک امنیت یې نیول شوی وي، له دې فابریکو څخه په پولو اړول کیږي او د منزلونو په لور لېږدول کیږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران ټر په پر پټوي. ایران خپله د مخدره توکو تولیدونکی هیواد دی، دا څنګه په افغانستان تور لګوي. په ایران کې خو زموږ ټول مهاجر وروڼه پوډریان شول، دا له کوم طرفه پوډریان شول؟ خو په دغه مرداخور هیواد کې دا هردڅه شته کنه . زه چې خپلو ګلالیو ځوانانو ته ګورم، چې په ایران کې په نشو اخته شوي دي، په ایران مې هیڅ زړه نه خوږیږي، چې همدا بیکاته ړنګیږي، خیرات به وکړم. زموږ دغه دوه نجس ګاونډي هیوادونه پاکستان او ایران چې په یوه ورځ کې د نړۍ له نقشې ووځي او ړنګ شي زړه به مې پرې درد ونکړي. د خدای ﷻ له سپیڅلي درباره د دوی لپاره د همداسې یوې ورځې غوښتونکی یم.

ځواب ورکړئ

د یوه راپور له مخې چې څو کاله وړاندې ما ولوست، په افغانستان کې د نشه یيزو توکو له کښت څخه تقریباً دوه میلیارده ډالره ګټه د افغانانو جیبونو ته ځي چې یوه لږه برخه یې د بزګرانو جیبونو ته ورځي په داسې حال کې چې هغوی د کوکنارو د کرلو او د هغه د فصل ټولولو تکلیف او کړاو تېروي. په ورته وخت کې د افغانستان د نشه ييزو توکو د عوایدو ۵۸ میلیارده ډالر د ایرانیانو، پاکستانیانو، ترکانو، اروپایانو او امریکایانو جیبونو ته ځي چې د افغانستان د کوکنارو د حاصلاتو ثمره (هیرویین» غرب ته رسوي. ویل کیږي چې په افغانستان کې د جمهوریت د شل کلنې دورې په ترڅ کې په افغانستان کې میشتو ځینو کورنیو او بهرنیو مافیایي کړیو له افغانستان څخه هیرویین را ایستل او لویدیځو هیوادونو ته یې وړل. په نتیجه کې نه یوازې افغانان بلکې اروپایان او امریکایان هم په دې ناوړه اعتیاد روږدي شول. د میت په اړه باید ووایو چې دغه ناوړه پدیده له افغانستان [ایران] او تاجکستان څخه افغانستان ته را خپره شوې ده. که نه، په افغانستان کې په تېرو وختونو کې داسې نه و. زما په اند دا مهال په افغانستان کې نسبي امنیت راغلی دی، نه یوازې افغانان، بلکې د نړۍ د کلي اوسیدونکي کولی شي، چې د وضعیت له ښه والي څخه په استفادې سره او په افغانستان کې د نشه یيزو توکو د کښت او حاصل د مخنیوي لپاره له دغه فرصت څخه ګټه واخلي. اوسنی حکومت باید د افغانانو او نړۍ غوښتنو ته ځواب ووایي او اجازه ورنکړي چې افغانستان یو ځل بیا د نشه ییزو موادو په دوزخ باندې بدل شي.

ځواب ورکړئ

نشه ييز توکي معمولاً د انسانانو د تباه کولو لپاره کارول کېږي، نو هېڅ انسان ته اړتيا نشته چې قاچاق او کښت یې وکړي لاکن کله چې ایرانیان پر افغانستان تور پورې کوي هسې غول خوري، ځکه ایران پخپله داسې یو هېواد دی چې نشه یيز توکي تولیدوي. له بلې خوا د ایران حکومت هېڅکله له افغانستان سره ښه چلند نه دی کړی، نو افغانان نور څه نشي کولی، باید بل څه وکړي.

ځواب ورکړئ

له ډېرو کلونو راهیسې د افغانستان خلک نشه ييز توکي د ایران او تاجکستان له لارې اروپا او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لېږدوي. دلته د حیرانتیا خبره دا ده چې دا نشه ييز توکي څنګه په ټنونو کې په خوندي ډول د اروپايي هېوادونو بازارونو ته رسېږي؟ زه فکر کوم چې د ایران او ترکیې پولیس هم له دغو قاچاقچیانو سره لاس لري. که د اروپایي هیوادونو پولیسو په خپلو هیوادونو کی د نشه ییزو توکو څکول کم کړي وای، د افغانستان خلکو به هیڅکله په خپلو ځمکو کی د کوکنارو تخم نه وی کرلی، ځکه په بهرنیو هیوادونو کی د نشه ییزو توکو استعمال ورځ په ورځ زیاتیږي، او په نورو هېوادونو کې کوکنار نه کرل کیږی. په همدې دلایلو، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کچه لوړه شوې ده. که د هغو هېوادونو پولیسو چې له لارې یې دغه نشه‎ ييز توکي لېږدول کېږي، د نشه ‎ييزو توکو د قاچاق مخه نیولی وای، په افغانستان کې به هیچا هم په خپلو ځمکو کې د کوکنارو تخمونه کرلي نه وای. په هغو لارو کې چې نشه ییز توکي پرې انتقالیږي، ټول پولیس په دې برخه کې ښکېل دي. که هغوی ښکیل نه وای، هیچا به په دې لارو یو ګرام نشه یيز توکي انتقال کړي نه وای.

ځواب ورکړئ

تاسو عجیب خلک یاست! آیا ایران او په ځانګړې توګه سپاه کله هم له افغانستان سره ښه کړي دي؟ مونږ خو کله داسې څه نه دي اورېدلي. د ایران د کثیفو استخباراتو ادارې د پاکستان د پوځي استخباراتو سره یوځای په تېرو څلور نیمو لسیزو کې د افغانستان په ویجاړولو کې مستقیما لاس درلود. ایران په ۱۹۹۰مه لسیزه کې له یوې خوا د برهان الدین رباني په مشرۍ د جمعیت د حکومت ملاتړ کاوه او بل طرف ته یې د عبدالعلی مزاري په مشرۍ د حزب وحدت شیعه هزاره ملېشو ته وسلې او پیسې ور رسولې. جمعیت او حزب وحدت دواړو یو د بل پر ضد جنګونه کول. احمدشاه مسعود چې د رباني د حکومت د دفاع وزیر او اصلي واکمن و د کابل په هزاره مېشتو سیمو باندې بمبارۍ کولې چې په سلګونو او زرګونو هزاره افغانان یې ووژل.‌ د مزاري په مشرۍ وحدت ګوند سني پښتانه او تاجکان نیول او وژل. د پورتنۍ خبرې مطلب دا دی چې ایران یوازې دا غوښتل چې جنګ باید ګرم روان وي او دواړو طرفونو ته افغانان ووژل شي. پاتې شوه د میت او شیشې خبره، دا واقعیت دی چې ایران له افغان قاچاقچیانو سره یوځای په سیمه کې د مخدرو موادو قاچاق کوي. له ۵۰٪ څخه ډېر هغه افغانان په ځانګړې توګه ځوانان چې له ایران څخه راستنېږي، هغوی په نشه ییزو توکو معتاد شوي دي. سربېره پر دې، ایران د تېرو ۲۰ کلونو په ترڅ کې یو طرف ته د افغانستان د جمهوري حکومت ملاتړ کاوه او بل طرف ته یې د علیپور او شجاعي په نومونو لوچکانو ملاتړ کاوه چې د حکومت پر ضد جنګېدل. له دې سره سره یې، د طالبانو ملاتړ کاوه چې د افغانستان تاسیسات ویجاړ کړي. له دا هر څه وراخوا یې په زرګونو او لسګونو زره هزاره ځوانان د سوریې او عراق جنګونو ته ولېږل چې ډېر یې هلته ووژل شول. د اکثرو یې مړي هم همالته پاتې شول.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې چې هر د قانون خلاف کار ترسره کېږي، که څېړنه وشي مطمین یم چې ریښه به یې په ګاونډیو کې وي. یا به ګاونډی د هغه کار غوښتونکی وي چې په نورو افغانانو یې ترسره کوي او یا به خپله مستقیم لاس په کې لري. افغانستان کې چې څومره جرمونه کېږي، قاچاق کېږي، نشه یي توکي تولیدیږي؛ حتما به یې تر شا یا د ایراني لاس وي، یا چینایي، یا پکستاني یا روسي... ځکه افغانان ډېرو مسایلو سره بلد نه دي. په نشه یي توکو کې یوازې کوکنار کري او اپین ترې ترلاسه کوي، خو وروسته چې پوډر ځیني جوړیږي اوایلو کې افغانان پرې نه پوهېده او نه ورسره ماشینونه وو. اول کې چې افغانستان کې د پوډرو تولید شروع شو پنجابیانو او ایرانیانو پکې استادي کوله چې دا پروسه بیا ورو ورو د افغانانو لاسته ولوېده، خو سپانسر یې بیا هم ایراني او پاکستاني کاروباریان وو. یو بل ژوندی مثال که زه ورکړم او هغه دا چې له افغانستانه ګڼ شمې مسافر ایران او پاکستان ته روغ لاړ شي، خو چې بېرته راګرځي یا به پوډري وي، یا چرسي، یا شرابي... نو افغانان تر ډېره له دې مسایلو سره سرو کار نه لري، خو چې استاد یې ګاونډی شي بیا نو مجبور په دې چټلو کارږنو کې ځان اخته کړي...

ځواب ورکړئ