جرم او انصاف

د سوله ییزو ارادو له ادعاوو سره سره، ایران تېريو ته دوام ورکوي

د سلام ټایمز راپور

اور وژونکي د کب په میاشت کې د اوکراین په پلازمینه کییف کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید څخه وروسته لګېدلی اور مړ کوي. اټکلونه ښيي چې ایران روسیې ته د اوکراین پر ضد د بریدونو ترسره کولو لپاره تر ۴۰۰ ډېر ځانمرګې ډرون الوتکې ورکړي دي. [سرګي شیستاک/ای اېف پي]

اور وژونکي د کب په میاشت کې د اوکراین په پلازمینه کییف کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید څخه وروسته لګېدلی اور مړ کوي. اټکلونه ښيي چې ایران روسیې ته د اوکراین پر ضد د بریدونو ترسره کولو لپاره تر ۴۰۰ ډېر ځانمرګې ډرون الوتکې ورکړي دي. [سرګي شیستاک/ای اېف پي]

د کب په میاشت کې له سعودي عربستان سره د غیر متوقع اړیکو جوړولو او له نړۍ والو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ اتومي موافقې ته د ورستنېدلو په موخه د خبرو اترو لپاره له کړې ژمنې سره سره، د ایران کړنې د هغه له خبرو سره ځمکه او اسمان فرق لري.

په داسې حال کې چې ایران ادعاوې د سولې د تعقیبولو کوي، دغه هېواد بې پیلوټه الوتکې چمتو کوي چې بېلابېلو حکومتونو او نایبو ډلو په یمن، عراق، سعودي عربستان، متحده عرب اماراتو، سوډان او په دې وروستیو کې په اوکراین کې د بریدونو ترسره کولو لپاره ترې کار اخیستی دی.

دغه هېواد په عربي خلیج کې د کښتۍ چلولو د نړۍ والو کرښو ټکني کولو ته دوام ورکړی او د سمندر له لارې په سیمه کې نشه ییز توکي او وسلې قاچاق کوي.

او خپلو یورانیمو غني کولو او اتومي وړتیاوو انکشاف ته یې دوام ورکړی دی.

د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو د مرغومي په ۱۶مه له ایران څخه یمن ته د سمندر له لارې له یوې لېږدونکې د کبانو نیولو کښتۍ څخه ۲۱۱۶ میله کلاشینکوف توپکونه ونیول. [د متحده ایالاتو سمندري ځواک]

د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو د مرغومي په ۱۶مه له ایران څخه یمن ته د سمندر له لارې له یوې لېږدونکې د کبانو نیولو کښتۍ څخه ۲۱۱۶ میله کلاشینکوف توپکونه ونیول. [د متحده ایالاتو سمندري ځواک]

هغه عکسونه چې د لړم په ۲۵مه د متحده ایالاتو د سمندري ځواک د چاودېدونکیو توکو شنډوونکي ټیم د اېم/ټي پاسیفیک زېرکون دننه اخیستي، یوه ورځ مخکې د ډرون په یوه برید کې د کښتۍ بورډ ته اوښتی زیان په ګوته کوي. د متحده ایالاتو د سمندري ځواک تحلیلونو د ډرون برید سره د ایران تړاو تایید کړ. [د متحده ایالاتو د سمندري ځواک ګرافیک]

هغه عکسونه چې د لړم په ۲۵مه د متحده ایالاتو د سمندري ځواک د چاودېدونکیو توکو شنډوونکي ټیم د اېم/ټي پاسیفیک زېرکون دننه اخیستي، یوه ورځ مخکې د ډرون په یوه برید کې د کښتۍ بورډ ته اوښتی زیان په ګوته کوي. د متحده ایالاتو د سمندري ځواک تحلیلونو د ډرون برید سره د ایران تړاو تایید کړ. [د متحده ایالاتو د سمندري ځواک ګرافیک]

ایران په منځني ختیځ کې د بې پیلوټه الوتکو ترټولو لویې وسلې لري چې معمولا د ډرون په نوم پیژندل کیږي او هغه یې یو لوی تولیدونکی او صادرونکی دی -- چې په ځانګړي توګه یې په یمن کې حوثیانو او په زیاتېدونکي ډول روسیې ته ور صادروي.

د غوایي په ۱۸مه، د اوکراین هوایي ځواک وویل چې د اوکرایین د هوایی دفاع ځواکونو ۳۵ ایران جوړ شاهد ډرون الوتکې چې روسیې د کییف په سیمه کې ځای پرځای کړې وې، وویشتلې، چې توکړو یې یو شمېر کورونه خراب او ملکي خلک ټپیان کړل.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۲۵مه/ وویل، ایران د زمري میاشتې راهیسې روسیې ته تر ۴۰۰ ډېرې بې پیلوټه الوتکې ورکړي دي، چې په عمده توګه د شاهد ډول الوتکې دي.

ای اېف پي راپور ورکړ چې ایران هڅه کوي د هغو په بدل کې له روسیې څخه بریدګرې څرخکې، رادارونه او یاک – ۱۳۰ جنګي روزونکي الوتکې وپېري، او یادونه یې وکړه چې، «په ټولیز ډول، ایران غواړي چې د ملیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات ترلاسه کړي،»

هغه وویل، «د ایران او روسیې ترمنځ د پرمختللیو وسلو، په تېره بیا د پرمختللو بې پیلوټه الوتکو د خرڅلاو په اړه خبرې اترې اوس دوام لري،» ځکه چې روسیه د نورو پرمختللیو پوځي بې پیلوټه الوتکو د ترلاسه کولو په لټه کې ده.

هغه وویل، «دا یوه بشپړه دفاعي ملګرتیا ده چې د اوکراین، منځني ختیځ سیمې او نړیوالې ټولنې ته زیان رسوي،» او زیاته یې کړه چې ژر به نور بندیزونه اعلان شي.

د ځمکې، هوا او سمندر له لارې قاچاق

په یوه راپور کې چې د کب په ۲مه ملګرو ملتونو ته وړاندې شو، د کارپوهانو یوې ډلې ویلي چې ایران ښایي په یمن کې حوثي یاغیانو ته په یوه نوې هوایي لاره بې پیلوټه الوتکې ور قاچاق کوي څو د ګډو سمندري ځواکونو (سي اېم اېف) له خوا له څارل کېدلو څخه ځانونه وژغوري.

هغو ځواکونو چې د ګڼ ملتیز سمندري ایتلاف د یوې برخې په توګه فعالیت کوي په منظم ډول د ایراني وسلو بارونه چې په مشهورو قاچاقي لارو حوثیانو ته لېږدول کېدل، نیولي دي.

د برتانیا یوې جنګي بېړۍ د کب په ۴مه د عمان په سواحلو کې د ټانک ضد توغندیو په ګډون د ایراني وسلو د قاچاق یوه کښتۍ ودروله.

په متحده عرب اماراتو کې د برتانیا سفارت ویلي، کوچنۍ بېړۍ، چې له ایرانه راوتلې وه، په لومړي سر کې د امریکا د هوايي څارنې له خوا په داسې حال کې وپېژندل شوه چې د تیارې له خپرېدلو څخه وروسته یې په نړۍ والو اوبو کې په چټک سرعت سره سفر کاوه.

په کښتۍ کې، برتانوي ځواکونو داسې کڅوړې کشف کړې چې په کې د روسیې د ۹ م ۱۳۳ کورنېټ ټانګ ضد رهبري شویو توغندیو ایرانۍ نسخې چې په ایران کې دهلاویه په نامه یادیږي، او د منځني واټن وېشتونکیو بالستیک توغندیو اجزا شامل ول.

د مرغومي په ۲۵مه، فرانسوي ځواکونو د امریکا د پوځ په ملاتړ د عمان خلیج کې د حوثیانو لپاره د تلونکیو ایرانیو وسلو یو غټ بار ونیو. هغه په داسې لاره تېرېده چې له تاریخي پلوه له ایران څخه یمن ته په غیرقانوني توګه د وسلو د لېږدولو لپاره کارول کیږي.

د امریکا پوځ ویلي، له دغې کښتۍ څخه تر ۳۰۰۰ زیاتې وسلې، ۵۷۸۰۰۰ مرمۍ او د ټانک ضد ۲۳ پرمختللې لارښود توغندي ترلاسه شوي دي.

د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو د مرغومي په ۱۶مه له ایران څخه یمن ته د قاچاق د یوې مشهورې سمندري لارې په اوږدو کې د شپږو یمني وګړو په ګډون له یوې «بې دولته بېړۍ» څخه ۲۱۱۶ میله کلاشینکوف توپکونه ونیول.

د متحده ایالاتو د ساحل ساتونکیو د چټک غبرګون یوه واحد چې په دې میاشت کې د سي اېم اېف د برخې په توګه کار کوي، دوه کب نیونکې بېړۍ چې د ایران له چابهار بندر څخه راروانې شوې وې، ایسارې کړې او په احتمالي توګه د مرګونو غیرقانوني نشه ییزو توکو پراخ بارونه یې ترې ونیول.

د مخنیوي د دغې پروسې په ترڅ کې چې د غوایي په ۲۰مه ترسره شوه، مسؤلینو د ۸۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هیرویین ونیول، او د غوایي په ۱۸مه یې د ۳۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هیرویین او میتافیتامین چې معمولا د «کرستال میت» په نامه یادیږي، ونیول.

د خلیج اوبو کې تاوتریخوالی په زیاتېدو دی

ایران د کب په میاشت کې له سعودي عربستان سره د سولې له تړون څخه وروسته هم په څو وروستیو پېښو کې د تېلو د ټانکرونو نیولو ته دوام ورکړی دی.

ایران د غوایي په ۱۳مه له یوې اونۍ څخه په کمه موده کې د تېلو دوهم ټانکر ونیو. په دې لړ کې، د سپاه پاسداران د سمندري ځواک چټک واحد له یوې یوناني بېړۍ نیووي څخه هغه وخت چاپېر شو چې هغه په متحده عرب اماراتو کې له دوبۍ څخه فجیره ته تشه روانه وه.

د هرمز تنګي کې د پانامې بیرغ لرونکې کښتۍ نیول شپږ ورځې وروسته له هغه پېښ شول چې د خلیج په اوبو کې یوه ورته پیښه رامینځته شوه. هغه وخت، د ایران سمندري کومانډویان د متحده ایالاتو اړوند مارشال ټاپوګانو بیرغ لرونکې ټانکر بېړۍ اډوانټېج سویټ په فرش باندې ورښکته شول.

اسوسیټیډ پرېس د غوایي په ۱۷مه راپور ورکړ چې د یادې ادارې له خوا تحلیل شوي سټیلایټ‌ عکسونه ښيي چې دواړه د تېلو ټانکر بېړۍ له بندرعباس سره نږدې ساحل کې درول شوې دي.

په بحرین کې مېشت د امریکا د سمندري ځواک ۵م واحد د غوایي په ۷مه د اډوانټېج سویټ له نیول کېدلو څخه وروسته په یوه اعلامیه کې وویل، «د ایران اقدامات د نړۍ وال قانون پرخلاف دي او د سیمې امنیت او ثبات ټکنی کوي.»

د سلواغې په میاشت کې، د لایبریا بیرغ لرونکی ټانکر کیمپو چوک په عرب سمندر کې د بې پیلوټه الوتکې له خوا په یوه برید کې وویشتل شو چې احتمالا له ایراني شاهد – ۱۳۶ څخه په کې کار اخیستل شوی و.

د ایران د ناوړه فعالیتونو په هکله اندیښنې زیاتې شوي ځکه چې هغه د بار لېږدونې په نړۍ والو لارو کې په کښتیو باندې بریدونو ته دوام ورکړی، او متحده ایالات یې هڅولي چې د څو میاشتو په ترڅ کې له ۱۰۰ څخه ډېرې بې چلوونکي بېړۍ چمتو کړي.‌

د سي اېم اېف قوماندان او د امیرالبحر مرستیال براډ کوپر د وري په ۲۵مه وویل، متحده ایالات په پام کې لري چې بې چلوونکې بېړۍ، چې سمندري روبوټ هم بلل کیږي، ولري، چې د دوبي تر پایه پورې به فعالې شي.

د ۵۰ بې چلوونکيو بېړیو د ترلاسه کولو لومړنی هدف د سلواغې په میاشت کې ترلاسه شو.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان د غوایي په ۱۵مه وویل، د منځني ختیځ په هکله د واشنګټن ژمنې «نه ماتیدونکي» دي.

هغه وویل، سیمه «زموږ د ګډ راتلونکي لپاره خورا مهمه ده، او د متحده ایالاتو او زموږ د متحدینو او شریکانو له ګټو سره په ژوره توګه تړلې ده»، هغه د ایران یا د ایران په ملاتړ ملېشو له هر ډول ګواښ سره د مقابلې لپاره د واشنګټن پر تمرکز ټینګار وکړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه د ایران له نوم څخه کرکه لرم. د ایران اخوندي حکومت او د ایران خلک له افغانانو سره ډېر بد چلند کوي. د ایران په خاوره کې د افغانستان له خلکو سره د ایرانیانو ناوړه چلند او هغه څه چې زه یې ګورم، هیڅ انسان چې ځان ته انسان وایي، له نورو خلکو سره دا ډول ناوړه چلند نه کوي. زه د ایران له نوم او نښان څخه کرکه لرم. هغه ظلمونه چې د ایران حکومت د افغانستان پر خلکو کوي، خدای دې وکړي چې ایران تباه او د ایران نقشه د ځمکې له مخ له منځه یوسي.

ځواب ورکړئ

د ایران عام او حکومت ډېر پست او رزیل خلک دي. زه یې له داخل خبر نه یم چې څه حال به په کې وي. خو له افغان مهاجرو سره چې ایران کوم چلند کوي پوهېږم څه ډول ظالم هېواد دی. هره ورځ لاس ماتي او پښه ماتي افغان مهاجر په نیمروز پوله افغانستان ته رااړوي. سخت ظلم له مهاجرو سره کوي. په ټوله نړۍ کې د مهاجرو لپاره قوانین شته خو ایران هیڅ یوه قانون ته ژمن نه دی او نه د مهاجرت ستونزې درک کوي. د ایران نه یوازې چې حکومت جابر دی خلک یې هم ډېر ناروا کوي. یوازې یو څه کې ښه دی چې افغان د افغان په مقابل کې جنګولی شي. مثلا افغان هزاره ورونو ته ځیني داسې خبرې کوي چې د پښتنو یا هم نورو قومونو په مقابل کې یې راپورته کړي. خو چې د تیښتې وخت راشي خپله پښې سپکې کړي او بېرته افغان قومونه په خپلو کې سره واچوي. له هزاره ورونو مو غوښتنه ده چې د ایران په خوله هېڅ یو کار ونه کړي. دا اوس داسې خبرې اورم چې ایران هڅه کوي د هزاره ګانو په واسطه په افغانستان کې جګړه پیل کړي. دا جګړه که څه هم د اوبو په سره پیلوي خو هدف یې په افغانستان کې تلپاتې ناکراري ده چې نه یوازې له خپلې برخې ډېرې اوبه ترلاسه کوي؛ بلکې د افغانستان ډېرو نورو کارونو کې لاسوهنې ته ورته زمینه برابرېږي.

ځواب ورکړئ

ایران د شیطان بچی دی. ایران په ټول حماقت سره اوس کوشش کوي چې په افغانستان باندې حمله وکړي. ایران غواړي چې د فاطمیون ترهګر ګروپ څخه استفاده وکړي او د اوبو په بهانه په افغانستان باندې یرغل وکړي. افغانستان باید له امریکا او اسرايیلو سره خبرې وکړي، مالي او تسلیحاتي مرسته ترې وغواړي. افغانان باید همیشه د ایران او پاکستان پر ضد تیار واوسي ځکه دغه دواړه هیوادونه نه غواړي چې په افغانستان کې ارامي راشي. دا دوه هیوادونه ډېر چټل هیوادونه دي. دوی افغان کډوال یرغمل نیولي او له هغوی څخه په افغانستان باندې د واکمن نظام پر ضد عسکرګیري کوي. د کمپونو مهاجرو ته ترهګریزه تربیه ورکوي او بیا یې افغانستان ته د تخریب لپاره رالیږي. ایران باید پوه شي چې افغانستان وران دی او که ایران جنګ شروع کړي، ایران به هم ویجاړ شي.‌

ځواب ورکړئ

اسیا براعظم یو له لویو براعظمونو څخه دی خو بدبختي دا ده چې خپل منځي کړکېچونه په کې خورا زیات دي. تر ټولو لویه بدبختي په کې بیا دا ده چې په دې ځمکه /اسیا د پاکستان او ایران په څېر تروریستي هېوادونه هم پراته دي. که هېوادونه ډېران ته غورزېدلی، باوري یم چې اسیایانو به ایران او پاکستان لا د وخته ډېران ته غورزولي وای. د ځمکې په سر چې هر ناقانونه کار دی، شروع یې له همدې دواړو څخه شوې. انساني قاچاق، مذهبي مخالفتونه، د انساني اعضاو غلا، اختطاف، جنسي تېري، د ناقانونه موادو تولید او نورې ډېرې بدبختۍ له همدې دوه کثیفو هېوادونو څخه سرچینه اخلي. د یادونې ده چې نه یواځې دا چې اسیا بلکې اروپا، امریکا او نوره ډېره ځمکه له همدې ځایه نا ارامه ده. د شرم خبره بیا دا ده چې دا دواړه هېوادونه د مسلمانو هېوادونو په شمار کې هم ځان راولي. دا په داسې حال کې ده چې د دوی کړنې په هیڅ صورت له انساني او مسلماني کړنو سره اړخ نه لګوي. عراق، سوریې، افغانستان، کشمیر … کې چې اور بل دی، د همدې تروریستي هېوادونه وجه ده چې د یادو هېوادونو د اوسېدونکو ژوند خراب شو.

ځواب ورکړئ