امنیت

د چین د بې پیلوټه الوتکو وړونکې بېړۍ د دغه هېواد له خوا په قلمروونو باندې یرغلیزې ارادې په ګوته کوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د ژو های یون بې پیلوټه الوتکو کښتۍ په چین کې په لنګر کې ولاړه ده. [آرشیف]

د ژو های یون بې پیلوټه الوتکو کښتۍ په چین کې په لنګر کې ولاړه ده. [آرشیف]

شنونکي وایي، د چین نوې راوتلې ډرون وړونکې سمندري بېړۍ د بیجینګ د ارادو په هکله، چې غواړي په ارام سمندر کې خپله پوځي برلاسي ډېره کړي، اندېښنې زیاتوي.

په رسمي توګه، هغه یواځې یوه تحقیقاتي بېړۍ ده، خو د چین له خوا تېره میاشت اوبو ته د ژو های یون ورخوشې کول د دې ښکاره نښه ده چې بیجینګ هڅه کوي چې د بې پیلوټه الوتکو یوه ډله چې اتومات به کار کوي، په کار وګوماري.

د دولتي رسنیو د راپورونو په اساس، ژو های یون کولی شي چې نامعلوم شمېر الوتونکې بې پیلوټه الوتکې او همدارنګه د اوبو د سر بېړۍ او اوبتلونه انتقال کړي، او د مصنوعي ځیرکتیا له برکته په اتومات ډول کار کوي.

دغه راپورونه وایي چې دا بېړۍ داسې نظامي وړتیا لري چې «د یرغلیزو هدفونو لاره ونیسي او له منځه یې وېسي».

یوه چینایي ساتونکې بېړۍ د وري په میاشت کې د جنوبي چین په سمندرګي کې د تمریناتو په ترڅ کې د پوښښ جوړولو لپاره لوګي باسي. [د چین د دفاع وزارت]

یوه چینایي ساتونکې بېړۍ د وري په میاشت کې د جنوبي چین په سمندرګي کې د تمریناتو په ترڅ کې د پوښښ جوړولو لپاره لوګي باسي. [د چین د دفاع وزارت]

تېره میاشت چینایي څېړونکیو په ډله ییزه توګه د بې پيلوټه الوتکو یوه تجربه خپره کړه، او ادعا کیږي چې داسې وسیلې یې ښودلې چې په اتومات ډول یې د باڼس بوټو په یوه ګڼ ځنګله کې لاره وهله. [هندوت یومان ګاو او رویي جین/ای اېف پي]

تېره میاشت چینایي څېړونکیو په ډله ییزه توګه د بې پيلوټه الوتکو یوه تجربه خپره کړه، او ادعا کیږي چې داسې وسیلې یې ښودلې چې په اتومات ډول یې د باڼس بوټو په یوه ګڼ ځنګله کې لاره وهله. [هندوت یومان ګاو او رویي جین/ای اېف پي]

په پام کې ده چې دا ۸۹ متره اوږده بېړۍ د روان میلادي کال تر پایه په فعالیت پیل وکړي او په ۱۸ نوټه (څه باندې ۳۳ کیلومتره فی ساعت) سرعت چلېږي، چې د ارام سمندر د پراخې سیمې چې چین یې خپله د نفوذ ساحه بولي، د څارنې امکان په پام وړ توګه زیاتوي.‌

په ګرده نړۍ کې پوځونه د بې پیلوټه الوتکو ډلګۍ په جنګ کې مهم لوبغاړي بولي، چې کولی شي دفاعي سیستمونه، په زیات شمېر کې او پرته له دې چې د عسکرو ژوند لکه له نورو قیمتي جیټانو یا ټانکونو سره په خطر کې واچوي، مات کړي او غلبه پرې وکړي.

د متحدو ایالاتو د پوځ ډګرمن پاول لوشینکو چې د نیویارک په کورنیل پوهنتون کې د نړۍ والو اړیکو یو متخصص هم دی، وویل، «هغه احتمالا د پرمختګ یو لومړنی ډول دی، لاکن په نړۍ کې د متحدو ایالاتو د سمندري ځواک په ګډون نور سمندري ځواکونه په سمندري ساحه کې له لیرې کار کوونکي جنګي وړتیاوې تجربه کوي.»

حتی که د بېړۍ حقیقي وړتیاوې نالیدلې هم پاتې شي، بیجینګ په سیمه کې د قلمرو د ادعاوو د ټینګولو لباره خپله اراده . په ډاګه کوي

لوشینکو ای اېف پي ته وویل، «دا په ریښتیا سره ستر، پاروونکی، سخت او د یرغل کار دی.»

د بې پیلوټه الوتکو ډله ییزې تجربې

د اتومات او نسبتا غیرقیمتي بې پیلوټه الوتکو د ګروپونو جوړول به د ارام سمندر په سیمه کې د چین له خوا د نورو د لاسرسي د مخنیوي لپاره د چین وړتیا ډېره زیاته کړي.‌

د ژو های یون بېړۍ کولی شي چې د چین له خوا د سمندر د سطحې نقشه کشۍ ته وده ورکړي، او د هغه تحت البحري ځواکونو ته یو پټ امتیاز ور په برخه کړي.

د دودیزو الوتک وړونکیو بېړیو یا ویجاړوونکیو بېړیو پر خلاف چې په سلګونو عسکر لېږدوي، دا بې پیلوټه وړونکې بېړۍ کولی شي چې پخپله هم د اوږدې مودې په مخه په سمندر کې سفر وکړي او داسې وسایل واستوي چې د څارنې یوه «شبکه» جوړوي او په بالقوه توګه دا وړتیا هم لري چې توغندي وتوغوي.

د ستراتیژۍ پوهانو جوزېف تریویتیک او اولیور پارکین د غوایي په مایشت کې په وار زون وېب سایټ کې ولیکل، «دا داسې وړتیاوې دي چې د تایوان ټاپو په سر د شخړې په ګډون په هرو راتلونکیو احتمالي شخړو کې چې چین یې پیلوي د پام وړ اهمیت لري.»

بیجینګ د تایوان د کنټرول ترلاسه کولو لپاره خپلې هیلې نه دي پټې کړي، او د پوځي چارو شنونکي وایي چې هغه په اوکراین باندې د روسیې د یرغل پر وړاندې د لوېدیځ غبرګون له نږدې څخه څاري او په دې ځان پوهوي چې څنګه او کله اقدام وکړي.

تېره میاشت چینایي څېړونکیو په ډله ییزه توګه د بې پيلوټه الوتکو یوه تجربه خپره کړه، او ادعا کیږي چې ۱۰ داسې وسیلې یې ښودلې چې په اتومات ډول یې د باڼس بوټو په یوه ګڼ ځنګله کې لاره داسې وهله چې په ونو یا بل څه باندې نه لګېدلې.

د امنیتي پالیسۍ لپاره د جنیوا مرکز کې د خطرونو د څانګې رییس جین مارک ریکلي وویل،‌ «نهایي هدف داسې څه دی چې جمعي ځیرکتیا ولري.»

هغه ای اېف پي ته وویل، «دا د کبانو ډلې ته ورته دی. هغوی په اوبو کې داسې شکلونه جوړوي چې د هېڅ یوه کب تصمیم پورې اړه نه لري بلکې د هغوی د جمعي هوش په نتیجه کې رامنځته کیږي.»

د جنګ د وخت شکونه

د پخپله لاره موندونکیو بې پیلوټه الوتکو یوه ډله کولی شي چې د تیورۍ له پلوه ګڼ شمېر دفاعي سیستمونه یا پرمخ روان ځواکونه له کاره وغورځوي، او په ځمکه یا سمندر کې جنګي زونونه داسې وولي چې د مخالف لوري د وسلو ذخیره پای ته ورسوي.

ریکلي وویل، «یو متعارف برید هغه وخت ناشونی کیږي چې تاسو له لسګونو، سلګونو یا زرګونو داسې وسیلو سره مخامخ یاست چې د هغو جوړول او کارول د درنو متعارفو وسلو په پرتله ډېر ارزان وي.»

دا له موجودو وسلو څخه یو غټ ټکنالوجيک پرمختګ دی چې کېدی شي پروګرام شي او نیمه اتومات وګرځول شي خو باید چې انساني چلوونکي ولري څو د غیرمتوقع ننګونو پر وړاندې غبرګون وښیي.

په معاصرو جنګونو کې د دغه غټ بدلون په یادولو سره، د رنډ (RAND) موسسې د ۱۴۰۰ کال یوې څېړنې وموندله چې په داسې حال کې چې بې چلوونکي عرادې د چلولو په برخه کې د پام وړ بدلونونو ته اړتیا لري، «د محاسبې مجموعي وړتیا به د عصري معیارونو له مخې په منځنۍ کچه او اصلا د یوه عصري ځیرک تلفون په پرتله کمه وي.»

دغه څېړنه د الوتکو ارزانې کارول شوې ټکنالوجۍ ته په اشارې سره وایي، «د تقریبا ۹۰۰ کسانو یوه ډله چې په صحیح توګه تجهیز او تربیه شوي وي، کولی شي چې په ورځ کې د ۱۲۰۰ الوتنو په ترڅ کې په هرو شپږو ساعتونو کې ۳۰۰ د ارزان بیه هوایي ټکنالوجۍ وسیلې (اېل - سي سي ای ټي) والوزوي او راکوزې کړي.»

په کورنیل پوهنتون کې د نړۍ والو اړیکو کارپوه لوشینکو د بیجینګ د نوې ډرون وړونکې بېړۍ په هکله د خبرو پر مهال وویل، «موږ داسې معلومات لرو چې د چین وړتیاوې په چټکۍ سره پر مخ ځي.»

هغه وویل، «هغه څه چې موږ یې نه لرو هغه د تجربو په اساس ارقام دي چې د چین یو ګوندیز دولت کولی شي چې اصلا دغه بېړۍ په جنګ کې په بشپړ ډول وکاروي.»

یو پر بل تورونه لګول

چین د ژو های یون بېړۍ پرانسته په داسې حال کې کوي چې تېره میاشت دغه هېواد په جنوبي ارام سمندر کې له یوې غټې دیپلوماتیکې ماتې سره مخامخ شو.‌

د ارام سمندر د ټاپو د ۱۰ هېوادونو مشرانو د فیجي په پلازمېنه سووا کې د خبرو په ترڅ کې د چین د بهرنیو چارو د وزیر دا هڅه چې هغوی د بیجینګ په مدار راټول کړي، رد کړه.

د دغه کوچني ټاپو هېوادونو د یوه سیمه ییز امنیتي تړون لپاره د بیجینګ «غیرصادقانه» وړاندیز ولید، او د هغه پرځای یې دا غوره وبلله چې د حکومت او صنایعو په برخه کې د چین له نفوذ څخه مستقل پاتې شي.‌

دا همدارنګه د چین او استرالیا تر منځ د غبرګولي د ۵مې د پېښې په ګډون چې په کې یوې چینایي جنګي الوتکې په نړۍ وال هوایي حریم کې د استرالیا د ګزمې د یوې الوتکې لاره ونیوله، د یو شمېر امنیتي او تجارتي مسایلو په سر له شخړې څخه وروسته رامنځته شوله.‌

استرالیا د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۸مه/ ټینګار وکړ چې د دوې د ګزمې الوتکه په نړۍ وال هوایي حریم کې وه کله چې چینایي جنګي الوتکې د هغوی د ګزمې مخه نیوله او د چف په نامه د المونیم د کوچنیو تارونو یوه ورېځ یې خوشې کړله.‌

ځینې چف، چې داسې جوړ شوي چې د رادار له لارې رهبري شويو توغنديو څخه لاره ورکوي، د استرالیایي الوتکې په ماشینونو کې ننوتلي وو. کنبېره دغه پېښه «ډېره خطرناکه» وبلله.

د چین د دفاع وزارت ویاند تان کیفایي د سې شنبې په ورځ وویل چې د استرالیا پي - ۸ الف تحت البحري ضد د ګزمې الوتکه د جنوبي چین په سمندر کې د پاراسیل لانجمنو ټاپوګانو - چې په چین کې د زیشا په نامه یادیږي - فضا ته نږدې راغله.

هغه تور ولګاوه چې د استرالیا الوتکې د چین حاکمیت او امنیت ګواښه او حکومت یې «دروغژن معلومات» خپروي.‌

بیجینګ د جنوبي چین سمندر په ډېره برخه باندې د حاکمیت یا یو ډول قلمرو ادعا کوي، او په اسیا کې ځایونو ته نومونه ږدي څو د هغو ادعاګانو لپاره یوه حقوقي قضیه جوړه کړي.‌

د جنوبي چین په سمندر باندې چې هر کال پرې د تریلیونونو ډالرو سوداګريز توکي تېرېږي، د چین د ادعا پر وړاندې مقابلې ته بروني، مالیزیا، فلیپاین، تایوان او ویتنام ولاړ دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پوتین یو وخت ویلي وو چې دموکراسي، تروریزم، بشري حقونه او یو څو نور شیان د امریکا هغه دامونه دي چې وروسته پاتې هیوادونه پکې نښلوي او بیا تجاوز پرې کوي. دا خبره یو وخت موږ نه منله خو اوس د هرې ورځې په تېرېدو په واقعیت بدلېږي. په افغانستان کې د یوناما مشرې له سراج الدین حقاني سره ملاقات کړی او له هغه یې غوښتي چې د تروریزم او ترهګرۍ پر ضد چټک ګامونه واخلي. :) جاوید واک

ځواب ورکړئ

دا ټول هسې کثافت دی چې د انسان د تباه کولو لپاره جوړ شوي دي. که د نړۍ غټ قوتونه غواړي چې د ځمکې پر مخ ژوند دوام وکړي، ټول باید وژونکې وسلې ختمې کړي او د انسان د رفاه لپاره کار وکړي. هغه بودجه چې چین یې هر کال د دفاع په برخه کې لګوي، هغه بودجه چې امریکا، روسیه او نور یې هر کال د دفاع په برخه کې لګوي هغه د دفاع لپاره نه بلکې د ځمکې پر مخ د تخریب لپاره ده. باید چې د امریکا، روسیې، چین، هند، جرمني ... په شمول لوی هیوادونه سره لاسونه ورکړي او د انسانانو د تباهۍ پر ځای د انسانانو د خیر ښېګڼې لپاره کار وکړي.

ځواب ورکړئ

که پر اوکراین د روسیې یرغل د دریمې نړیوالې جګړې لامل نه شي، زه ډاډه یم چې پر تایوان یا د جنوبي چین سمندرګي پر کوم اختلافي ټاپو باندې د چین برید به د دریمې نړیوالې جګړې لامل شي. نو ټول سوله خوښوونکي هېوادونه په تېره بيا د سيمې هېوادونه بايد د چين د تېريو او تمايلاتو پر وړاندې د يو بل تر څنګ ودرېږي. دوی هم باید په سیمه کې د امریکا د کړکېچنو سیاستونو د اجرا کېدلو مخه ونیسي. دوی باید اجازه ورنکړي چې د نړۍ دا برخه د نړۍ د زبرځواکونو د جیوپولیټیک لوبو قرباني شي. که دوی داسې ونه کړي، نو بې له شکه د دوی وضعیت به تر افغانستان، لیبیا، یمن، عراق او سوریې هم بدتر شي.

ځواب ورکړئ

د نړۍ خوار ملکونه د تاریخ په اوږدو کې د لویو قدرتونو د انډوخر په مېنځ کې ځپل شویدي. یوازې د معاصر تاریخ په اوږدو کې نړۍ یو ځل د اروپایي ملکونو لکه فرانسې، انګلستان، روسیې، هسپانیې جرمني او... ملکونو په شخړو کې ښکېل وه، بیا د انګلستان او روسیې، بیا د نازي جرمینیانو، جاپانیانو او ایټالویانو او بیا د روسیې او امریکا د شخړو له امله وځپل شوه. دا دی اوس به د چین او امریکا د لوبو او شخړو قرباني کېږي. د نړۍ زبرځواکونه په ټول توان لګیا دي د بې وزله ملکونو وینې او شتمنۍ زبېښې او پر همدې یې ځانونو ته د ځمکې پر سر جنتونه جوړ کړیدي. تر څو چې د نړۍ بې وزله ملکونه لاس سره ورنکړي او هر یو په خپله خاوره کې ددې وحشي ملکونو مخه ونه نیسي دا وضعیت بدلون نه کوي. خو دا چاره به متاسفانه ډېره سخته څه چې ناممکنه وي.

ځواب ورکړئ

سره له دې چې د چین خلک په سخت اقتصادي حالت کې ژوند کوي، دغه هیواد په ملیاردونو ډالر د خپلې جګړې په بودیجه باندې لګوي. معلومات ښيي چې که څه هم د چين اقتصاد د پرمختګ په حال کې دی، خو په دغه هېواد کې عام وګړي لا هم له بې وزلۍ سره مخامخ دي. د رپوټونو له مخې، د چين څه دپاسه پنځوس سلنه وګړي په کرهڼيزو چارو بوخت دي. کاریګر ۲۴٪ دي او کارمندان او سوداګر د هیواد د ټول فعال کاري ځواک ۲۶٪ جوړوي. په هرصورت، نږدې ۲۰۰ ملیونه چینایان د ورځې له یو ډالر څخه په لږ ژوند کوي. په هیواد کې د بیخبنایي ستونزو په دوام سره، ملیونونه چینایان هم په خورا بې وزلۍ کې ژوند کوي. وضعیت د هغو ستونزو له امله چې د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ څخه وروسته رامنځته شوې او همدارنګه د اوکرایین د جګړې په نتیجه کې د اقتصادي بحران له امله خراب شوی، په داسې حال کې چې چین یوازې د کمونیست ګوند د غرور او حرص د پوره کولو لپاره ملیاردونه ډالر په خپل پوځ باندې مصرفوي. نور هیوادونه، لکه هند، چې نږدې نیمایي نفوس یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، په ملیاردونو ډالر نظامي بودیجه هم لري. د دې پرځای، دغه بودجه د هیواد په اقتصاد په لګولو سره به د دې خلک ډېر ژر بډای شي او هوسا ژوند به ولري، خو د دوی تمرکز لا هم پر پوځ او نظامي ځواک دی. کله به انسانان له خپلو مغزونو او خپلو حواسو څخه کار واخلي؟

ځواب ورکړئ