امنیت

اوبو وړې روسیه ځګ ته لاس اچوي او له چین څخه په اوکراین کې د ملاتړ غوښتنه کوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

اوکرایني وګړي د کب په ۷مه د چلي په سانتیاګو کې د روسیې د سفارت مخې ته د اوکراین په ملاتړ یوه اعتراض کې برخه اخلي. [مارتین بیرنیتي/ای اېف پي]

اوکرایني وګړي د کب په ۷مه د چلي په سانتیاګو کې د روسیې د سفارت مخې ته د اوکراین په ملاتړ یوه اعتراض کې برخه اخلي. [مارتین بیرنیتي/ای اېف پي]

بیجینګ -- په چین باندې فشار په زیاتېدلو دی چې په اوکراین کې د روسیې د جنګ په هکله چې په پراخه کچه له شرم سره مخامخ شو، یو قاطع موقف ونیسي، خو تر اوسه پورې په بیجینګ کې چارواکو دا غوره بللې چې «بې طرفه» پاتې شي.‌

متحدو ایالاتو او اروپا له مسکو سره د بیجینګ د ملګرتیا په هکله اندېښنه ښودلې او په چین باندې یې فشار اچولی څو د روسیې، چې ورځ تر بلې د تجرید خواته روانه ده، له ملاتړ څخه ډډه وکړي.‌

خو په اوکراین باندې د روسیې له یرغل څخه درې اونۍ وروسته، چې ملکي تلفات په کې په ډېرېدلو دي او په روسیې باندې تورونه لګېږيچېد ممنوع کېمیاوي وسلو استعمالولو ته چمتووالی کوي او جنګي جنایتونه ترسره کوي، داسې نښې نښانې لیدل کیږي چې بیجینګ له کریملېن سره خپلې اړیکې پرېږدي.

د کب په ۵مه په ګاونډي هېواد اوکراین باندې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له یرغل راهیسې واشنګټن روسیه د ناکامۍ سرحد ته رسولې؛ د بندیزونو او د تادیاتو له نړۍ وال سیستم څخه د دغه هېواد په اېستلو سره یې اقتصاد ورځپلی دی.

د روسیې له خوا د اوکراین د روان یرغل په ترڅ کې، د ژغورنې کارکوونکي د کب په ۲۵مه په خارکیف کې د ډزو په وسیله د یوې ویجاړې شوې ودانۍ رالوېدلې ټوټې لیرې کوي. [سیرګي بوبوک/ای اېف پي]

د روسیې له خوا د اوکراین د روان یرغل په ترڅ کې، د ژغورنې کارکوونکي د کب په ۲۵مه په خارکیف کې د ډزو په وسیله د یوې ویجاړې شوې ودانۍ رالوېدلې ټوټې لیرې کوي. [سیرګي بوبوک/ای اېف پي]

د اطفایې یو کارکوونکی د کب په ۲۶مه په خارکیف کې د اپارتمانونو په یوه بلاک کې، چې د یوه رالوېدلي راکټ پرچو وهلی دی، رامنځټه شوې ویجاړتیاوې ګوري. [فدل سینا/ای اېف پي]

د اطفایې یو کارکوونکی د کب په ۲۶مه په خارکیف کې د اپارتمانونو په یوه بلاک کې، چې د یوه رالوېدلي راکټ پرچو وهلی دی، رامنځټه شوې ویجاړتیاوې ګوري. [فدل سینا/ای اېف پي]

منزوي شوې روسیې چې ډېرې پیسې یې لګولي او پولي واحد یې مخ پر ځوړ روان دی، د خپلو ګوتو په شمېر پاتې متحدینو له جملې څخه د یوه (چین) لمن نیولې ده.‌

امریکایي چارواکو وویل، تېره اونۍ روسیې له چین څخه د اقتصادي او پوځی مرستې غوښتنه وکړه.‌

چارواکو د خپلو نومونو د پټ ساتلو په شرط نیویارک ټایمز ته ویلي، روسیه په اوکراین کې د جګړې لپاره د پوځي تجهیزاتو او ملاتړ غوښتنه کوي.

یوه چارواکي وویل، همدارنګه دغه هېواد د اضافي اقتصادي مرستې غوښتنه وکړه څو د متحدو ایالاتو، اروپایي اتحادیې او ځینو اسیایي حکومتونو له خوا د لګېدلو پراخو بندیزونو فشار کم کړي.

دغې ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ /د کب ۲۲مه/ راپور ورکړ چې، یادو چارواکو د مسکو د غوښتنو یا د بیجینګ د غبرګون په هکله د نورو جزیاتو له ورکولو څخه ډډه وکړه ترڅو د استخباراتي سرچینې راز پټ وساتي.

دغه راپورونه څو ساعته وروسته له هغه خپاره شول چې سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړ چې که بیجینګ له مسکو سره د بندیزونو د بې اغېزې کولو په برخه کې مرسته وکړي،‌ له سختو «پایلو» سره به مخامخ شي.‌

بیجینګ په مستقیمه توګه دغو راپورونو ته غبرګون ونښود خو پرځای یې په واشنګټن باندې تور ولګاوه چې د اوکراین جګړه کې د چین د رول په هکله له کرکې ډک «غلط معلومات» خپروي.‌

د چین شخصي ګټې

د جګړې له پيلېدلو راهیسې، چین د پوتین د کارونو له غندلو څخه ډډه کړې او ان تر دې چې دغه یرغل یې «جګړه» نده بللې.‌

پرځای یې، همدا تېره اونۍ بیجینګ د دواړو تر منځ اړیکې «د ډبرې په څېر کلکې» وبللې.

بیجینګ په خپله عامه دپلوماسۍ کې هڅه کړې چې خپل ځان یو بې طرفه لوبغاړی وښیي، د سولې د مذاکراتو غوښتنه یې کړې او ناټو یې په دې غندلې چې له اوکراین سره پوځي مرسته کوي.‌

خو د امریکایي د رسنیو راپورونه د استخباراتي معلوماتو په اساس وړاندیز کوي چې ښایي بیجینګ دې ته چمتو وي چې د روسیې اقتصاد د سقوط د کندې له غاړې څخه راوګرځوي او ان په اوکراین کې د روسیې د جنګي عسکرو لپاره د وسلو او لوجیستیکي ترتیباتو اړتیاوې پوره کړي.‌

شنونکي وایي د چین ولسمشر شي جین پینګ لپاره دا یوه ننګونه ده چې د هغې ناڅاپي ګډوډۍ په منځ کې ځان ته لاره وباسي چې د پوتین د کارونو له امله د نړۍ وال نظم ته پېښه شوې، او دا ډاډمنه کړي چې چین له متحدو ایالاتو څخه مخکښی ده.

مسکو هڅه کوي چې انرژۍ ته اړ ګاونډیان یې ارزان تېل او ګاز ترې وپېري، په داسې حال کې چې لوېدیځ ژمنه کوي چې خپل ځان د روسیې له هایدروکاربنونو څخه خلاص کړي.‌

د مسکو په کارنیګي مرکز کې مشر کارپوه الیګساندر ګابوییف وویل، «چین د خپلو شخصي ګټو په دوره کې دی. یوه کمزورې روسیه احتمالا داسې روسیه ده چې تاسو کولی شئ ډېر داسې څه په کې وکړئ چې ستاسو شخصي ګټې تأمینوي، ځکه چې تاسو د فشار د اعمال ډېر ځواک لرئ.»

خو د شي او پوتین تر منځ له ټولو صمیمیتونو سره سره، دغه دواړه هېوادونو د بې باورۍ یوه اوږده تاریخچه لري.‌

ګابوییېف وویل، «د چین موقف دومره د روسیې پلوي نه دی لکه څومره چې د متحدو ایالاتو مخالف دی.»

د استرالیا په سیدني ښار کې د نیو ساوت وېلز پوهنتون د سیاسي علومو او نړۍ والو اړیکو پروفیسر الیګساندر کورولیف وپوښتل چې، «ولې باید چین حتی په دې هکله غور وکړي چې د روسیې ملاتړ نه کوي، یا تر دې هم بدتر، له روسیې سره خپل اتحاد سست کړي؟»

هغه وویل، «زه فکر کوم دا لیرې ده چې چین دې خپل موقف بدل کړي، او دا په نړۍ وال جیوپولیټیکس کې یو ژور درز په ګوته کوي

د چین لپاره ښه نه دی

د چین د راتلونکیو ګامونو نښې د دغه هېواد د دپلوماتانو له غیر مستقیمو څرګندونو څخه په ډاګه ښکاري.

د سې شنبې په ورځ، د چین دولتي رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي یو پیغام خپور کړ چې ویلي یې وو، «چین د بحران یو لوری نه دی، خو بیا هم غواړي چې بندیزونه پرې ډېر اغېز ونه کړي.

د توکو، په ځانګړې توګه د غنمو او جوارو بیې وار له مخه په نړۍ واله کچه زیاتې شوي. دغه دوه توکي د روسیې او اوکراین له ټوکریو څخه چین ته ورځي.‌

په متحدو ایالاتو کې د چین سفیر قین قانګ د سې شنبې په ورځ په واشنګټن پوسټ کې د یوې لیکنې له لارې هڅه وکړه چې د اوکراین په اړه د بیجینګ د موقف «پوره وضاحت ورکړي او په دې برخه کې هر ډول غلط پوهاوي او اوازې رد کړي.»

هغه لیکلي، «چین د عدالت د یوه سرسخت اتل په توګه، د مسایلو په هکله د هغوی د اهمیت له مخې تصمیم نیسي.»

نوموړي لیکلي، «د اوکراین په هکله، د چین موقف په واقعیتونو ولاړ او بې طرفه دی: د ملګرو ملتونو د منشور هدفونه او اساسات باید په بشپړ ډول رعایت شي؛ د اوکراین په ګډون د ټولو هېوادونو د استقلال او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی باید وشي؛ د ټولو هېوادونو مشروع امنیتي اندېښنې باید جدي ونیول شي؛ او د ټولو هغو هڅو ملاتړ باید وشي چې د بحران سوله ییز حل ته لاره هواروي.»

هغه وویل، «د روسیې او اوکراین تر منځ شخړه د چین لپاره ښه نه ده.»

خو د دې پرځای چې د پوتین غیرعادلانه جنګ وغندي، قین له واشنګټن څخه وغوښتل چې «په هېڅ ډول د تایوان د خپلواکۍ د بېلتون پالنې ملاتړ ونه کړي».

هغه وویل، په اوکراین باندې د روسیې یرغل او د تایوان په هکله د چین موقف ته سره ارتباط ورکول «غلطي» ده.‌

په واشنګټن کې د چین سفیر وویل، «اوکراین یو مستقل دولت دی، په داسې حال کې چې تایوان د چین د خاورې یوه نه بېلېدونکې برخه ده»‌.

په داسې حال کې چې بیجینګ د تایوان ټاپو د مالکیت ادعا کوي او هوډ لري چې یوه ورځ یې (که اړتیا پېښه شي د زور له لارې) ونیسي، دیموکراتیک تایوان د اوکراین وضعیت له نږدې څخه څارلی دی.

په ۱۳۹۵ کال کې د څای اینګ وین له خوا د ولسمشرې په توګه د واک ترلاسه کولو راهیسې، بیجینګ په تایوان باندې پوځي، سیاسي او اقتصادي فشار زیات کړ ځکه هغه د چین له خوا د دغه ټاپو د مالکیت ادعا ردوي. هغه په ۱۳۹۹ کې بیا د ولسمشرې په توګه انتخاب شوه.‌

یواځې څو ورځې مخکې له دې چې پوتین خپلو ځواکونو ته د یرغل قومانده ورکړي وویل چې اوکراین داسې یو «هېواد ده چې روسیې رامنځته کړی» او دا غلط کار وه چې شوروي اتحاد ړنګ شو او موږ اوکراین او نور شوروي جمهوریتونه پرېښودل چې بیل شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

8 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

روسیه اوس پوهېږي چې یوه لویه تېروتنه یې کړې ده. پوتین هم دومره احمق دی چې بې فکره یې پر اوکراین د برید پریکړه وکړه. اوس د نړۍ هېوادونه دوه انتخابونه لري: لومړی انتخاب دا دی چې دا جګړه اوږده کړي او روسیې ته ماتې ورکړي او له اوکراین سره مرسته وکړي. په دې انتخاب سره به د روسیې اقتصاد سقوط وکړي، خو د اوکراین ټوله عامه زیربنا به له منځه وېسي، په میلیونونو نور اوکراینیان به بې ځایه شي، او د دواړو خواوو زرګونه ملکي وګړي او سرتیري به ووژل شي. سربېره پر دې، احتمال لري چې روسیه د اټومي یا حتی هایدروجني وسلو کارولو ته مخه کړي. په دې صورت کې به ټول اروپایي هیوادونه په لوی خطر کې ولوېږي، او د ناټو او روسیې ترمنځ دا جګړه به د نه منلو وړ په نړیوال جنګ بدل شي. دوهم انتخاب سملاسي سوله ده. ناټو باید روسیې ته ضمانت ورکړي چې اوکراین به هیڅکله د ناټو غړی نشي، یا حتی که دا هم وي، دا به مشروط غړیتوب وي. پر روسیې ټول بندیزونه باید لیرې شي او روسیه باید سمدستي د اوکراین له ټولو برخو ووځي. که دا هر څه وشي، روسیه باید اوکراین ته د جګړې او ویجاړۍ تاوان هم ورکړي.

ځواب ورکړئ

شپږمه برخه: اوکراین باید د نړیوالو څارونکو په شتون کې په ټولټاکنو کې د کریمیا خپلواکي پیاوړې کړي. په دې پروسه کې به په سیواستوپول کې د تور سمندرګي بیړۍ (The Black Sea Fleet) ځواکونو د وضعیت په اړه د هر ډول ابهام لرې کول شامل وي. پورتني عناصر اصول دي نه کومې نسخې. د سیمې دسیاست او پیښو سره آشنا خلک پوهیږي چې دغه اصول به د ټولو خواوو د منلو او رضایت وړ نه وي. ازموینه مطلق اطمینان نه بلکه متوازن نا رضایت دی. که د دې یا ورته عناصرو پر بنسټ دغې سترې مسئلې ته حل لاره ونه موندل شي، نړۍ به د یوې بلې اوږدې او خونړۍ جګړې خواته ولاړه شي چې ډیره لیرې نده.

ځواب ورکړئ

پنځمه برخه: پوتین باید دا ومنې چې هر هغه نا رضایتۍ او اندیښنې به د یوې بلې سړې جګړې لامل شي چې لا امله یې نوموړی د نظامي لارو چارو څخه کار اخلي نو له همدې امله، امریکا هم باید د روسیې سره د یو غیرعادلانه هیواد په توګه د چلند کولو څخه ډډه وکړي کوم چې به د حالت په نورمالولو کې تر یوه حده مؤثر وي. پوتین د روسیې په تاریخ کې یو جدي ستراتیژیست ګڼل کیږي نو د امریکا په ارزښتونو او رفتار پوهېدل به د هغه لپاره سم نه وي؛ او همدا رنګه د روسیې د تاریخ او چلند درکول هم د امریکا د پالیسي جوړونکو لپاره یوه قوي نقطه نده ثابته شوي. د ټولو ښکیلو اړخونو مشران باید دداسې پریکړو پایلې په نظر کې ونیسي نه دا چې یو بل ته په مورچو کې کښیني او جګړې ته لمن ووهي. دلته زه د یوې پایلې په توګه خپل څو نظریات وړاندې کوم چې د ټولو ښکیلو اړخونو د امنیتي ارزښتونو او ګټو سره مطابقت لري: ۱. اوکراین باید حق ولري چې د اروپا په ګډون په آزاده توګه خپل اقتصادي او سیاسي متحدین غوره کړي. ۲ . اوکراین باید له ناټو سره یوځای نشي، هغه دریځ چې ما اوه کاله وړاندې کله چې دا موضوع را پورته شوه خپل کړی وو. ۳ . اوکراین باید خپلواک وي او هر هغه حکومت جوړ کړي چې د ددې هیواد د وګړو د څرګندې ارادې سره مطابقت ولري. هوښیار او پوه اوکرایني مشران به بیا د خپل هیواد د بیلابیلو برخو ترمنځ د پخلاینې پالیسي غوره کړي. په نړیواله کچه باید دوې د فنلند غوندې یو حالت غوره کړي.د اوکراین د قوي خپلواکۍ په اړه هیڅ شک نشته مګر په اغلب ګومان، دوې به ډیرو برخو کې له لویدیځ سره همکاري کوي خو که دوې غواړي په امن کې وي، باید محطاطه واوسي او د روسیې سره له دښمنۍ لاس واخلي.

ځواب ورکړئ

څلورمه برخه: د اوکراین له خپلواکۍ څخه یوازې ۲۳ کاله تیریږي او نوموړی هیواد د ۱۴ پیړۍ راهیسې د بهرنیو تر واکمنۍ لاندې و. د حیرانتیا خبره داده چې د اوکراین مشرانو د جوړجاړي هنر لا تراوسه نه دی زده کړی او آن لږ هم خپل تاریخ او هغه تیروتنې چې دوی پخوا کړې وې په نظر کې نه نیسي. د اوکراین له خپلواکۍ وروسته داخلي سیاست او پالیسي په ښکاره ډول دا په څرګندوي چې د ستونزې اصلي ریښه د اوکراین د ختیځو او لویدیځو برخو په سیاستوالو کې ده ځکه دوې د هیواد په هغو سیمو چې اوسیدونکي یې د مقابلو لوریو د پریکړو او ارادو مخالف دي خپلې هر ډول ارادې او تصمیمونه پری تحمیلوي؛ ددغې ستونزې اصلي لامل د ویکتور یانوکوویچ او د هغه تر ټولو سر سختې سیاسي سیالې یولیا تیموشینکو ترمنځ سیاسي رقابت دی ځکه دوې د اوکراین د دوو برخو استازیتوب کوي او د واک شریکولو او په یو مرکزي دولت ودریدلو ته هیڅ لیوالتیا نه لري. په داسې ترینګلي حالت کې به د اوکرایین په اړه د متحده ایالاتو یو عاقلانه پالیسي دا وي چې د نوموړي هیواد د دوو مخالفو برخو (د ختیځ او لویدیځ) ترمنځ د همکارۍ، یوځای والي او جوړ جاړۍ ته لاره هواره کړي. موږ باید په دغه هیواد کې د نفاق او تفرقې اچولو پرځای د پخلاینې او جوړجاړي هڅه وکړو. روسیې او لویدیځ او لږ تر لږه په اوکراین کې ټولو داخلي مخالفو سیاسي ډلو په دې اصولو عمل نه دی کړی او هر یو وضعیت نور هم ترینګلې کړی دی. روسیې ته به په داسې وخت کې د ځان منزوي کولو پرته بله نظامي حل لاره پاتې نه وي چې ډیری پولې او سرحدات به یې نا امنه وي. د لویدیځ لپاره د ولادیمیر پوتین کم ارزښته کول یوه پالیسي نه بلکې یوه بهانه ده.

ځواب ورکړئ

درېیمه برخه: اوکراینیان به ددغه دعوې پرېکنده عناصر وي. دوی په داسې یو هیواد کې ژوند کوي چې پیچلي تاریخ او څو ژبه ییز جوړښت لري. د اوکراین لویدیځه برخه په ۱۹۳۹م کال کې کله چې سټالین او هټلر غنیمتونه سره ویشل، په شوروي اتحاد کې شامله شوه، . کریمیا، چې ۶۰ سلنه وګړي یې روسان دي، په ۱۹۵۴م کال کې کله چې اوکراین الاصله نیکیتا خروشچیف له کازاکیانو سره د روسیې د تړون د ۳۰۰ مې کلیزې د نمانځنې د یوې برخې په توګه یاده جایزه ورکړه دغه ځای د اوکراین یوه برخه وګرځیده. د اوکراین په لویدیځو برخو کې ډیری وګړي د کاتولیک مذهب پیراون دي او په اوکرایني ژبه خبرې کوي په داسې حال کې چې په ختیځو څنډو کې یې په عمده ډول د روسیې ارتودوکس مذهب خپور شوی او ددغو سیمو وګړي په روسي ژبه غږیږي. که د اوکراین ختیځه برخه هر ډول هڅه کوي ترڅو په لویدیځې هغې یې واک وکړي او پرې مسلطه وي لکه څنګه چې موږ یې ژوندۍ بیلګه ولیده بالاخره به کورنۍ جګړې یا هم د اوکراین په دوه برخو د تجزیه کیدلو لامل شي. که اوکراين د ختيځ او لويديځ ترمنځ د جګړې د يوې برخې په توګه په پام کې ونیول شي دا به د لسيزو لپاره د روسيې او لويديځ په ځانګړې توګه د روسيې او اروپا د همکارۍ په نړيوال سيستم کې د را وستلو هر ډول امکانات له منځه ویسي.

ځواب ورکړئ

دویمه برخه: غرب باید په دې پوه شي چې روسیه هیڅکله اوکراین د یو بهرني او ځانته هیواد په توګه نه شي منلی ځکه د روسیې تاریخ له همدغې کیوان-روس څخه پیل شو چې اوسنی اوکراین یې بولي. نوموړی ځای د روسانو د مذهب سرچینه هم بلل کیږي. اوکراین له پیړیو راهیسې د روسیې یوه برخه وه، او د دوی تاریخونه تر هغه دمخه له یو بل سره تړل شوي وو. د روسیې د خپلواکۍ د اخیستلو لپاره ځینې خورا مهمې جګړې چې په ۱۷۰۹ زیږدیز کال کې د پولتاوا له جګړې سره پیل شوې وې د اوکراین په خاوره کې ترسره شوي. د تور سمندرګي بیړۍ(The Black Sea Fleet) د روسیې سمندري ځواک دی چې په مدیترانې کې د روسیې د قدرت ښودلو یوازینې وسیله هم بلل کیږي. دغه ځواک د کریمیا په سیواستوپول کې د اوږد مهاله اجارې پر بنسټ پروت دی؛ له همدې امله د الکساندر سولژینیتسین او جوزف بروډسکي په څیر مشهورو مخالفانو ټینګار وکړ چې اوکراین د روسیې تاریخ یا په حقیقت کې د روسیې د خاورې یوه نه بېلېدونکې برخه ده. اروپايي اتحادیه باید دا ومني چې ددوې بیوروکراتیکه ګډوډي او د اروپا سره د اوکراین د اړیکو په اړه په مذاکراتو کې د کورنۍ پالیسۍ ستراتیژیک عنصر ته غاړه ایښودل به دغه مذاکرات په یو بحران بدل کړې. د یو هیواد بهرنۍ پالیسي په حقیقت کې ددغه هیواد د لومړیتوبونو د ټاکلو هنر دی.

ځواب ورکړئ

د اوکراین ناورین څنګه پای ته رسیدلی شي؟ اوله برخه: د اوکراین په اړه عمومي بحث په دغه هیواد که د جګړې پیښیدل دي مګر آیا موږ پوهیږو چې کوم لوري ته روان یو؟ ما په خپل ژوند کې څلور لوی جنګونه له نیږې څارلي دي چې ټول یې د دولتونو په لیوالتیا او د خلکو په ملاتړ پیل شوي مګر موږ هیڅ نه پوهیدو چې دغو جنګونو ته څنګه د پای ټکی کیږدو او آن له دريو هغو څخه یې په یوه اړخیزه توګه او بې له کومې کامیابۍ ووتلو. زموږ پالیسۍ ته ممکن یوازینۍ ازموینه دا وي چې څنګه کولای شو هغه جنګونه پای ته ورسوو چې موږ رامنځته کړي نه دا چې څنګه یې پیل کړو. له ډیرې مودې راهیسې د اوکراین مسئله د یوې نندارې په توګه را برسیره کیږي که دغه هیواد له ختیځ او یا هم لویدیځ سره یوځای کیږي، په دواړو صورتونو کې به دوی له لویو ناورینونو سره مخ شي. مګر د دوی د بقا او سوکالۍ لپاره دا اړینه ده چې باید د دغو دوو سترو بلاکونو ترمنځ د جګړې د ډګر پر ځای د یو اقتصادي پل په توګه عمل وکړي. روسیه باید دا درک کړي چې که دوی د اوکراین په چارو کې لاسوهنه کوي، له دغه هیواده خپله مستعمره جوړوي، او یا هم خپلې پولې د اوکراین خوا ته غځوي، مسکو به له غرب او متحده ایالاتو سره د متقابلو فشارونو لپاره د ځان بشپړولو دوره یو ځل بیا تکرار کړي.

ځواب ورکړئ

زما لپاره دا خبر ډېر جالب دی. د ځمکې د یوه او بل سر دوه انسانان چې په ځمکه یو بل سره دښمني لري په فضا کې یو بل ته غېږې ورکوي. له دې نه یوه خبره ثابتیږي چې عام امریکایان، عام روسان، عام اروپایان، عام مسلمانان،‌ عیسویان، موسویان، هندوان، بودایان...‌یو له بل سره مشکل نه لري بلکې سیاستوال دي چې خلک سره جنګوي او خپل قدرت ته پرې دوام ورکوي. (( نن ورځ د روسي او امريکايي ورورۍ تصور ډېر سخت دی. خو تر ځمکې هاخوا په فضا کې دغسې څه امکان لري. روسي ستورمزلو ته په نړيواله فضايي اډه کې تود هرکلی وشو. د روسي ستورمزلو فضايي الوتنه بريالۍ وه: اولېګ آرتېميف، دنيس ماتويېف او سرګي کورساکوف له خپلې سويوس ام اس ۲۱ ډوله فضايي بیړۍ سره نړيوالې فضايي اډې ته ورسېدل. دغه څه د متحده آيالاتو د فضايي ادارې ناسا په انځورونو کې ليدل کيږي. هلته ورته د دوی روسي همکارانو انتون شکاپلروف او پيوتر دوبروف او امريکايانو مارک وېندې های، مارکوس مارشبرن، راجا چاري او کيلا بارون او همداراز آلماني ماتياس ماورېر هر کلی وکړ. هغوی لاسونه سره ورکړل، چک چکې يې وکړې او يادګاري عکسونه يې ورسره واخيستل.)) آلماني ستورمزلي د سالګرې ډوډۍ بلنه ورکړه ماورېر، چې د جمعې په ورځ يې خپله ۵۲مه کليزه په فضا کې ولمانځله، مخکې لا ويلي وو چې غواړي ټوله عمله ډوډۍ ته راوبولي. د آلمان د زارلند آيالت اوسیدونکي دغه ستورمزلي وويل چې »زه غواړم تر ټولو ښه شيان ورته وړاندې کړم، يعنې د زارلند خواړه.»

ځواب ورکړئ