بیجینګ -- که څه هم چې په اوکراین باندې د روسیې روان یرغل په نړۍ واله کچه وغندل شو، چین د دوشنبې په ورځ /د کب ۱۶مه/ د صادراتو د زیاتېدلو په ترڅ کې وویل چې د بیجینګ او مسکو تر منځ اړیکې اوس هم د ډبرې په څېر کلکې دي.
تېره میاشت د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتیژیک مشارکت د «حدودو د نشتوالي» په هکله له اعلان څخه وروسته، چین د خپل نږدې متحد مسکو د غندلو څخه ډډه کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په بیجینګ کې د چین د مشرتابه د کلني سیاسي کانګرس په ترڅ کې وویل، «د دواړو ولسونو تر منځ ملګرتیا د ډبرې په څېر کلکه ده، او دواړه لوري په راتلونکي کې د همکارۍ په هکله پراخ لیدونه لري.»
د بهرنیو چارو وزیر د چین - روسیې اړیکه «د نړۍ تر ټولو ډېره مهمه دوه اړخیزه اړیکه» وبلله چې «د نړۍ سولې، ثبات او پرمختګ ته لاره هواروي».
دا په داسې حال کې ده چې اقتصادي مشارکت کاملا نابرابر دي. د نړۍ وال بانک د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د چین ناخالص داخلي تولید (جي ډي پي) له ۱۴.۷ تریلیونو ډالرو څخه ډېر وو چې د روسیې د ۱.۵ تریلیونو ډالرو څخه کم مقدار په پرتله تقریبا ۱۰ برابره زیات وو.
ګاز پروم او بانکونو چین ته مخه کړله
د بندیزونو له خولې لګولو څخه وروسته، لوی روسي شرکتونه چې د سوداګرۍ له شریکانو څخه په بې برخې کېدلو دي اوس مجبور شوي چې په چین باندې تکیه وکړي.
په دې میاشت کې د روسیې د ګازو سترې کمپنۍ ګاز پروم وویل چې هغې داسې یو تړون لاسلیک کړی چې په اساس یې چین ته یو پایپ لاین تېر کړي، او دا د تولیداتو د یوې نوې هوکړې په لور داسې ګام دی چې کولی شي په اروپايي پېرودونکیو باندې د روسیې تکیه کمه کړي.
او روسي بانکونو د یکشنبې په ورځ، وروسته له هغه چې وېزه کارډ او ماسټرکارډ په مسکو باندې د بې مخېنې بندیزونو له لګېدلو څخه وروسته خپل فعالیتونه وځنډول، وویل چې هغوی پلان لري داسې کارډونه صادر کړي چې د چین له یونین پی (UnionPay) سیستم څخه به کار اخلي.
وانګ متحدو ایالاتو او د هغه هېواد لوېدیځو متحدینو ته، چې په وروستیو ورځو کې یې له چین څخه د شخړې په حل کې د یوې ډېرې فعالې منځګړتیا لپاره لابي کوله، په یوه اخطار کې وویل چې د هغوی غیر رسمي اتحاد به «د درېیمو لوریو مداخله ونه زغمي».
د استرالیا لومړي وزیر د روسیې له خوا په اوکراین باندې یرغل «د چین لپاره د انتخاب وخت» وباله او په چین باندې یې ټینګار وکړ چې د خپلې متحدې روسیې عملونه سم کړي او ثابته کړي چې بیجینګ نړۍ والې سولې ته ژمن دی.
سکاټ موریسن د لووي انسټیټیوټ په نامه څېړنیز مرکز ته په خبرو کې وویل، «اوس به د اوکراین پر وړاندې د روسیې له تاوتریخوالي څخه ډک یرغل باندې د چین په پرتله بل هېڅ هېواد دومره ډېر اغېز ونه لري.»
شنونکي په دې فکر کوي چې آیا د روسیې یرغل به چین دې ته وهڅوي چې د تایوان پر ضد، چې خپل خلک یې په کې واک چلوي او بیجینګ ادعا کوي چې د هغه قلمرو دی، ورته اقدام وکړي.
صادرات په زیاتېدلو دي
د دوشنبې په ورځ د چین د ګمرکاتو له خوا د خپرو شویو ارقامو په اساس، د مرغومي او سلواغې په میاشتو کې د نړۍ والې تقاضا او له روسیې سره په اوکراین کې د جنګ د چټکتیا په لړ کې د سوداګرۍ د زیاتوالي له امله د چین صادرات په ګډه ۱۶.۳٪ زیات شول.
د رشد اندازه د اقتصادپوهانو له توقعاتو څخه چې د تېر کال په نسبت ۱۵.۷٪ زیاتوالی وو، زیاته شوله.
روسیې ته صادرات په تېر کال کې د عین مودې په پرتله ۴۱٪ زیات شول.
د مرغومي او سلواغې په میاشتو کې د چین د لویو سوداګریزو شریکانو تر منخ روسیې ته صادرات ډېر زیات شول، چې اروپایي هېوادونو او متحدو ایالاتو سره له تجارت څخه مخکې شول.
روسیه هم د چین لپاره چې له خپل ګاونډي څخه د انرژۍ تولیدات پېري، د وارداتو دویمه تر ټولو غټه سرچینه وه.
د روسیې لپاره، چې وار له مخه په ۱۳۹۳ کې له اوکراین څخه د کریمیا سیمې د نیولو په سر د لوېدیځ له بندیزونو سره مخامخ شوې وه، له چین سره سوداګري حیاتي ارزښت لري.
د روانې میاشتې په لومړیو کې په اوکراین باندې د مسکو له یرغل څخه وروسته د روسیې انزوا لا نوره ژوره شوله.
د چین د سوداګرۍ وزارت د ارقامو په اساس، چین له یوې لسیزې څخه ډېر وخت راهیسې د روسیې تر ټولو غټ د سوداګرۍ شریک دی.
بیجینګ په اوکراین کې د شخړو له پیلېدلو څخه یواځې څو ساعته مخکې له روسیې څخه د غنمو واردات تایید کړل.
زه فکر کوم دا غلط کار وشو چې د رومانو رسنۍ په نوره نړۍ کې بندې شوې او په نتیجه کې یې روسیې د نورې نړۍ رسنۍ په روسیه کې بندې کړې. اوس به په روسیه کې میشت خلک نشي کولی چې حقیقي خبرونه واوري او وګوري. څو ورځې مخکې یوې اوکراینۍ ویل چې په روسیه کې یې خپلوان اوسیږي، دې ښځې ورته ډېر وویل چې روسانو په اوکراین کې عام خلک وژلي او ودانۍ یې ویجاړې کړي دي او اوس هم خپلو حملو ته دوام ورکوي. هغو خپلوانو یې چې په روسیه کې اوسېدل دا ورسره نه منل. هغوی ویل چې دا دروغ دي. دغسې به نور هم ډېر خلک وي چې یوازې د روسي رسنیو خبرې به اوري او له حقایقو نه به نه خبریږي. زما په نظر د دې ټولو علت همدا وو چې نړۍ د روسیې رسنۍ بندې کړې او په مقابل کې یې روسانو د نورۍ نړۍ میډیا بنده کړه.
ځواب ورکړئ1 تبصره