بشري حقونه

د بشري حقونو د څار ادارې په خپل وروستی راپور کې د ایران پراخو سرغړونو ته د انتقاد ګوته ونیوله

د سلام ټایمز راپور

په ایران کې د دغه هېواد تر ټولو لوی دولتي زندان قزل حصار. د بشري حقونو د څار اداره وایي، د ایران قضایي نظام او ځپونکیو امنیتي ادارو د سوله ییز اختلاف قېمت په ډراماتیک ډول لوړ کړی، او د بشري حقونو په لسګونو مدافعین د لسیزو په مخه زندانونو ته ور غورځوي. [اېرنا]

په ایران کې د دغه هېواد تر ټولو لوی دولتي زندان قزل حصار. د بشري حقونو د څار اداره وایي، د ایران قضایي نظام او ځپونکیو امنیتي ادارو د سوله ییز اختلاف قېمت په ډراماتیک ډول لوړ کړی، او د بشري حقونو په لسګونو مدافعین د لسیزو په مخه زندانونو ته ور غورځوي. [اېرنا]

د بشري حقونو د څار ادارې (آېچ آر ډبلیو) د یوه وروستي راپور په اساس چې د ۲۰۲۰ میلادي کال له پیل نه تر پایه پورې په دغه هېواد کې د سرغړونو په هکله جزیات ورکوي، راغلي چې، ایران د خپلو خلکو پر وړاندې ظلمونو ته دوام ورکوي، د اقلیتونو پر ضد توپیري چلند کوي او مخالفتونه په سختۍ سره ځپي.‌

د بشري حقونو د څار ادارې د ۲۰۲۱ نړۍ وال راپور څرګنده کړې ‌چې رژیم د معترضینو د منظمې ځپنې په لړ کې هره ورځ مخالفین نیسي، پوښتنې ګروېږنې ترې کوي او شکنجې ورکوي، او دغه کارونه تر ډېره د اسلامي انقلابي ګارډ د استخباراتي څانګې له خوا ترسره کیږي.

په راپور کې راغلي، په فعالانو او مخالفینو سربېره، رژیم د هغو ګروپونو په لړ کې چې هره ورځ یې له حقونو څخه سرغړونه کیږي، معلول وګړي، اقلیتونه، ښځې، مذهبي او جنسي اقلیتونه ځپي.

اعدامونه

له چین څخه وروسته د نړۍ تر ټولو ډېر اعدامونه په ایران کې ترسره کیږي، او ان داسې کسان اعدامیږي چې د بیان د ازادۍ له امله سزا ورکول شوي تر دې چې کوچنیان هم په کې اعدامیږي.‌

د ایران د رژیم یو مخالف روح الله زم د کب په میاشت کې د محکمې په یوه ناسته کې لیدل کیږي. زم د خپلې وروستۍ محاکمې څخه یواځې څلور ورځې وروسته د لیندۍ په ۲۲مه په دار وځړول شو.‌ [عکس له YJC.ir څخه]

د ایران د رژیم یو مخالف روح الله زم د کب په میاشت کې د محکمې په یوه ناسته کې لیدل کیږي. زم د خپلې وروستۍ محاکمې څخه یواځې څلور ورځې وروسته د لیندۍ په ۲۲مه په دار وځړول شو.‌ [عکس له YJC.ir څخه]

د بشري حقونو موسسې وایي، ایران په تېر [۲۰۲۰ میلادي] کال کې د نومبر تر ۱۹ [د لړم ۲۹] مې پورې لږ تر لږه ۲۳۳ کسان اعدام کړي دي.

په دې ډله کې سیاسي فعال روح الله زم چې ۴۲ کاله عمر یې درلود هم شامل وو چې «پر ځمکه د فساد» تور پرې لګېدلی وو. نوموړي ته د ۱۳۹۹ د غبرګولي په میاشت کې د اعدام سزا واورول شوه.

په داسې حال کې چې د زم له استیناف غوښتنې څخه وروسته د ایران سترې محکمې د هغه د اعدام سزا تایید کړه، نوموړی په ناڅاپي توګه په دار وځړول شو، او پېښه د وروستۍ سزا له صادرېدلو څخه یواځې څلور ورځې وروسته رامنځته شوه.

د زم پلار رسنیو ته وویل چې په دار ځړېدلو څخه یوه ورځ مخکې چې ده ته له هغه سره د ملاقات اجازه ورکړل شوه، زوی ته یې د هغه د قریب الوقوع اعدام په هکله معلومات نه وو ورکول شوي.

همدارنګه په ۲۰۲۰ کې، د ایران قضا لږ تر لږه دوه کسان چې د ادعاوو له مخې په کوچنیوالي کې یې جرمونه ترسره کړي وو په اعدام محکوم کړل.

د ایران اوسنی د جزا قانون بیانوي چې قاضیان اختیار لري ترڅو داسې کسان چې په کوچنیوالي کې یې جرمونه ترسره کړي وي په اعدام محکوم نه کړي.

له دې سره سره هم د بشري حقونو د څار موسسه راپور ورکوي چې څو داسې کسان چې د ادعاوو په اساس په کوچنیوالي کې یې جرمونه کړي وو د جزا قانون لاندې بیا محاکمه او بیا په اعدام محکوم شول.‌

د معترضینو او فعالانو ځپل

په مخالفینو، معترضینو او فعالانو باندې هره ورځ د «رژیم ضد پروپاګند»، «د ملي امنیتي ګټو پر ضد عملونو»، «د عامه نظم د ګډوډولو» او «ستر مذهبي مشر ته د سپکو سپورو ویلو» په څېر مبهم او مجمل تورونه لګول کیږي.

د بشري حقونو د څار اداره وایي، د ایران قضایي نظام او ځپونکیو امنیتي ادارو د سوله ییز اختلاف قېمت په ډراماتیک ډول لوړ کړی، او د بشري حقونو په لسګونو مدافعینو ته د لسیزو په مخه زندانونو ته د ور اچولو سزاګانې ورکوي.

البته، له حقونو څخه سرغړونې سیاسي فعالانو پورې محدودې نه دي. ځپل، پوښتنې ګروېږنې او د زندان سزاګانې د چاپېریال پوهانو په ګډون، چې ډېر یې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ میلادي کالونو کې تعقیب یا بندي کړای شول، د مدني ټولنې فعالانو پورې غځېدلې دي.‌

د آتنا دائمی او فرهاد میثمي په ګډون د بشري حقونو په لسګونو مدافعان د هغوی د سوله ییز فعالیت له امله په زندانونو کې شپې ورځې تېروي.

د ۱۳۹۸ د لړم په میاشت کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې اعتراضونه چې د سون توکو په بیو کې له ناڅاپي زیاتوالي څخه وروسته پيل شوي وو، د اسلامي انقلابي ګارډ‌ له خواپه سختۍ سره وځپل شول چې په پایله کې یې په سلګونو کسان ونیول شول.‌

د معترضینو ځورونې ان تر ۱۳۹۹ پورې دوام وموند.

د ۱۳۹۸ د مرغومي په ۱۸مه د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا د اوکراینۍ الوتکې له غورځولو څخه وروسته د اعتراضونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۰ کسان ونیول شول. معترضین او د الوتکې د قربانیانو د کورنیو غړي وڅارل شول، تر نظارت لاندې ونیول شول او پوښتنې ګروېږنې ترې وشوې.

د هغې غمیزې له پېښېدلو څخه له یوه کال ډېري مودې وروسته چې په ترڅ کې یې په الوتکه کې سپاره ۱۷۶ واړه کسان ووژل شول، ایران تر اوسه پورې هیڅوک د پېښې د مسؤل په توګه نه دی نیولی.

د بښنې د نړۍ والې موسسې [امنیسټي انټرنېشنل] په وینا، د تېر کال په ترڅ کې، امنیتي ځواکونو د ۱۳۹۸ او ‍۱۳۹۹ په اعتراضونو کې د لاس لرلو په تور شاوخوا ۷۰۰۰ کسان ونیول. حکومت د نیول شویو کسانو ټول شمېر څرګند نه کړ.

په لسګونو د کارګرو فعالان، چې اکثر یې کارکوونکي وو، هم ډېر ځلې په ساده ډول د انفلاسیون د ډېرښت له امله په تنخاګانو کې د زیاتوالي یا د هغوی د پاتې اجورو د تادیاتو د غوښتنې له امله نیول شوی او شکنجه شوي دي.

د بشري حقونو د څار موسسه وایي چې اسلامي انقلابي ګارډ «یوه دښمن دولت سره د همکارۍ» په څېر مبهمو تورونو په اساس د ایراني دوه ګوني یا خارجي تابعیت لرونکیو نیولو ته دوام ورکوي. لږ تر لږه له لسو څخه زیات دغه ډول کسان د زندان د میلو تر شا شپې ورځې تېروي، چې له اړینې پروسې څخه محروم دي، او حکومت پلوې رسنۍ یې په منظمه توګه پر ضد تبلیغات کوي.‌

د ښځو له حقونو څخه سرغړونې

د بشري حقونو د څار اداره وایي، ایرانۍ ښځې د واده،‌ طلاق، میراث او د خپلو ماشومانو په هکله د پرېکړو په څېر د شخصي حالت په موضوعاتو کې له توپيري چلند سره مخامخ دي.‌

یوه واده شوې ښځه اجازه نه لري چې د خپل مېړه له لیکلې اجازې څخه پرته پاسپورټ ترلاسه کړي یا له هېواد څخه بهر سفر وکړي، او که مېړه یې د «کورنۍ د ارزښتونو» خلاف وبولي، ښایي چې ښځې ځینې دندې ترلاسه نه کړي.

که یو قاضي یې منظوره کړي، د ایران قانون اجازه ورکوي چې نجونې په ۱۳ کلنۍ او هلکان په ۱۵ کلنۍ یا تر دې کم عمر کې واده وکړي.‌ په ۱۳۹۸ کې د پارلمان قضایي کمېسیون د پارلمان د یو شمېر استازو د دې هڅو مخه ونیوله چې د واده لږ تر لږه عمر زیات کړي.‌

په ورته وخت کې، ایراني مقاماتو او د ښځو د حقونو فعالانو د کووېډ-۱۹ د بندیزونو په ترڅ‌ کې د کورني تاوتریخوالي د ډېرښت په هکله راپور ورکړ.‌ د بشري حقونو د څار موسسه وایي، ایران د کورني تاوتریخوالي په هکله داسې قانون نه لري چې د ناوړه چلند مخه ونیسي او له تاوتریخوالي څخه پاتې کسان خوندي کړي.‌

د اقلیتونو پر ضد توپیري چلند

د بشري حقونو د څار موسسې وویل، مقامات له ډېر وخت راهیسې په مبهمه توګه د تعریف شویو عملونو چې غیر اخلاقي ګڼل کیږي د ترسره کولو له امله ایرانیان تر قانوني تعقیب لاندې نیسي.‌

د ایران تر قانون لاندې، همجنس بازانو ته په درو وهلو او مرګ سره سزا ورکول کیږي. که څه هم ایران اجازه ورکوي چې هغه کسان چې په پیل کې د یوه جنس لرونکي بلل شوي وي بل جنس ته د بدلون عملیات وکړي او په دې برخه کې یې سبسیدي هم وکړې، لاکن هېڅ قانون د هغوی پر ضد د توپیري چلند مخه نه نیسي.

د مذهبي اقلیتونو په برخه کې، حکومت د سني مسلمانانو او د بهایي عقیدې د پلویانو پر ضد توپیري چلند کوي، او د هیواد د اذري، کردي، عرب او بلوچ قومي اقلیتونو تر منځ کلتوري او سیاسي فعالیتونه محدودوي.

د ستر مذهبي مشر علي خامنه اي له خوا له سنیانو سره د یووالي په هکله له لاپو سره سره د ایران سنیان په منظمه توګه ځپل کیږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

لږ مخکې مې د بي بي سي پښتو ویب سایټ کې ولوستل: (ایران د سنیانو عیدګاه جوړولو ته اجازه ورنه کړه، یو سني مذهبي مشر یې نیولی). د ایران له خوا سنی مسلمانانوسره دا ډول چلند ښیي چې د ایران حکومت له یهودو، نصاراوو نه بدتر او د اوس زمانې د برما د متعصبو بودایانو په څېر دی چې له مسلمانانو سره د کرکې پر اساس ولاړ چلند کوي. د دې کار په ځواب کې باید ټول سنی اسلامي هیوادونه له ایران سره بالمقابل چلند وکړي. مرګ د ایران او پاکستان په ترهګرو پوځونو او استخباراتي ادارو.

ځواب ورکړئ

د ایران حکومت په نړۍ کې تر ټولو ډېرمستبد نظام دی چې په دغه هېواد کې یې د اقلیتونو ټولې فردي او مذهبي ازادۍ بندې کړي دي. د ایران د وګړو له ۲۰٪ څخه ډېر سنیان دي، خو تاسو یو سني وزیر په کې نشئ موندلی. ټول قدرت شیعه ګانو په لاس کې اخیستی دی. په ایران کې تر ټولو وروسته پاتې سیمې هغه دي چې سنیان په کې اوسېږي. په سنیانو کې پراخ غربت موجود دی. د سنیانو په سیمو کې وچکالي او د اوبو نشتوالی عامه خبره ده.‌ د ایران حکومت د سنیانو او د سني مېشتو سیمو د پرمختګ لپاره هېڅ کارنه دی کړی.

ځواب ورکړئ

ستاسو تحلیل صحیح نه دی. د ایران په حکومت کې دکتاتوري نشته. تر دې چې د دغه هېواد عیسویانو او یهودیانو ته هم مذهبي ازادي ورکړل شوې ده، او تاسو به هېڅکله هم نه وي لیدلي چې په ایران کې د مذهبي مراسمو په ترڅ کې په خلکو باندې حمله شوې وي،‌ خو په افغانستان کې چې تاسو یې ښه او دیموکراتیک نظام بولئ، د افغانستان په شیعه ګانو باندې په سلګونو ځلې د هغوی د مذهبي مراسمو د لمانځلو پر وخت حملې شوي دي.‌ تاسو باید پاروونکې لیکنې ونه کړئ. تل هڅه کوئ چې ریښتیا ووایئ.

ځواب ورکړئ

ایران باید د مستبدو هېوادونو په فهرست کې شامل کړای شي ځکه چې حکومت یې هیچاته هم ازادي نه ورکوي.‌ په ایران کې خلک فردي ازادي نه لري. تر دې چې خلک مذهبي ازادي نه لري او نشي کولی چې خپل مذهبي مراسم په ازادانه ډول ترسره کړي.‌

ځواب ورکړئ