امنیت

د سولې دښمنانو په کابل کې د ولسمشر په مرستیال صالح باندې بمي برید وکړ

سلام ټایمز او ای اېف پي

په کابل کې د وږي په ۱۹مه د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په کاروان له یوې چاودنې څخه وروسته د لوګي یوه غوړسکه پورته کېږي. صالح ژوندی پاتې او برسېرن ټپي شو. [نجیبه نوري/ای اېف پي]

په کابل کې د وږي په ۱۹مه د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په کاروان له یوې چاودنې څخه وروسته د لوګي یوه غوړسکه پورته کېږي. صالح ژوندی پاتې او برسېرن ټپي شو. [نجیبه نوري/ای اېف پي]

کابل -- په داسې حال کې چې د حکومت له خوا ملاتړ کېدونکي مرکچیان او طالبان دې ته تیاری کوي چې په قطر کې د سولې د خبرو لپاره سره وګوري، د ولسمشر لومړی مرستیال د چارشنبې په ورځ /د وږي ۱۹مه/ په یوه چاودنه کې چې د هغه کاروان یې په نښه کړ او لږ تر لږه ۱۰ کسان یې ووژل، برسېرن ټپي شو.

په کابل کې شوی برید په چټک ډول وغندل شو او دا یوه داسې هڅه وبلل شوه چې غواړي د سولې پروسه ټکنۍ کړي. جګپوړو افغان او بهرنیو چارواکو د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه وکړه څو د دواړو جګړه مارو لوریو تر منځ مذاکرات بریالي شي.

له چاودنې څخه لږ وروسته په فیسبوک باندې خپره شوې یوه ویډیو کې، صالح ،چې د طالبانو یو ښکاره منتقد دی، وویل چې هغه خپل دفتر ته روان وو چې په کاروان باندې یې برید وشو.‌

صالح په داسې حال کې چې په چپ لاس یې پټۍ لګېدلې وه، وویل، «زه ښه یم، خو زما ځینې ساتونکي ټپي شوي دي. زما زوی چې له ما سره په موټر کې وو، او زه دواړه ښه یو.»

حکومتي چارواکي د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح سره (چې په لاس باندې یې پټۍ لګېدلې ده) د وږي په ۱۹مه د هغه په کاروان باندې له شوي برید څخه وروسته ګوري. صالح ژوندی پاتې او برسېرن ټپي شو. [وحید عمر/ټوېټر]

حکومتي چارواکي د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح سره (چې په لاس باندې یې پټۍ لګېدلې ده) د وږي په ۱۹مه د هغه په کاروان باندې له شوي برید څخه وروسته ګوري. صالح ژوندی پاتې او برسېرن ټپي شو. [وحید عمر/ټوېټر]

هغه وویل، «زما مخ او لاس یو څه سوزېدلي دي. چاودنه قوي وه.»

د کورنیو چارو وزارت وویل، بم هغه مهال له لیرې څخه وچول شو چې د صالح کاروان تېریدو.

د دغه وزارت ویاند طارق آرین د پېښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل، «له بده مرغه چې ۱۰ ملکي کسان چې اکثر یې داسې خلک ول چې په سیمه کې یې کار کاوه ووژل شول او د ولسمشر د مرستیال د یو شمېر ساتونکیو په ګډون ۱۵ نور ټپیان شول.»

طالبانو په پېښه کې لاس لرل رد کړل.‌

عبدالله چې په همدې سیمه کې دوکان کوي وویل چې چاودنې د هغه د دوکان کړکۍ ماتې کړې.

هغه وویل، «یوه دوکان چې د ګازو ډبې یې خرڅولې هم اور واخیست چې په نتیجه کې یې ډبې وچاودېدلې.»

دا لومړی ځل نه دی چې په صالح باندې داسې برید کیږي.‌

هغه تېر کال هم د ولسمشرۍ له ټاکنو څخه مخکې له یوې مرګوني برید څخه ژوندی ووت. په هغه برید کې لږ تر لږه ۲۰ کسان -- چې ډېری یې ملکیان ول -- ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول. په تېر برید کې یوه ځانمرګي بریدګر او وسله والو سړیو په کابل کې د هغه په دفتر باندې برید کړی وو.‌

هغه د یکشنبې په ورځ /د وږي ۱۶مه/ وویل، د کابل مرکچي ټیم به د سولې د خبرو په پیل کې په یوه تلپاتې اوربند باندې ټینګار وکړي.

صالح طلوع نیوز ته وویل، «د طالبانو لپاره لومړۍ ازموینه اوربند دی. که هغوی اوربند ومني، هغوی سولې ته ژمن دي. که نه، نه دي.»

د سولې دښمنان

غندنه چټکه او نړۍ واله وه.

په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې دفتر وویل، دغه برید د «سولې د هڅو د ویجاړوونکیو له خوا د نهیلۍ کار» وو.

په افغانستان کې د ناټو ماموریت په یوه اعلامیه کې وویل، «د سولې دښمنان» د سولې د خبرو پيلېدلو ته د افغانانو په هیلو خاورې اړوي.

ولسمشر اشرف غني، چې له چاودنې څخه لږ وروسته یې له صالح سره وکتل، په خپل لومړي مرستیال باندې شوی برید وغانده او هغه یې یو «ترهګریز برید» وباله.

غني په یوه اعلامیه کې وویل، «ترهګر او د هغوی بهرني ملاتړي نشي کولی چې په سوله، ولسواکۍ او زموږ د هیواد په روښانه راتلونکې باندې د خلکو قوي ایمان کمزوری کړي.»

د افغان مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي وویل، د دې لپاره چې د سولې پروسه بریالۍ شي په کار ده چې تاوتریخوالی ودرول شي.

هغه په یوه اعلامیه کې وویل، «د بهانو جوړولو وخت تېر شوی دی. د خلکو وژل باید پای ومومي.»

په کابل کې د متحده ایالاتو چارسنبالي راس وېلسن په ټوېټر په یوه پوسټ کې ولیکل، «ما د ولسمشر په لومړي مرستیال امرالله صالح باندې د شوي ننني برید له کبله ټکان وخوړ او سخت پرې خواشینی شوم.»

هغه وویل، «متحده ایالات د ولسمشر د مرستیال امرالله صالح په ګډون د افغانستان ولسواک بنسټونه او مشران په قوت سره حمایه کوي او موږ په کلکه د هغو هڅو ملاتړ کوو چې موږ هیله لرو ژر به د تلپاتې سولې د راتګ لپاره په دوحه کې پیل شي او دغه ډول تاوتریخوالی به پای ته ورسوي.»

ویلسن وویل، «زه د بې ګناه خلکو د وژل او ټپي کیدو له کبله خپل ژور تسلیت وړاندې کوم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زما امرالله صالح نه خوښيږي ځکه چې د دغه سړي د امنیت د ریاست په وخت کې بې شمېره عادي پښتانه ځوانان د طالبانو په نامه بندیان او ووژل شول خو په ده باندې د حملې په رابطه سړی ویلی شي چې کیدای شي روسیه په کې لاس ولري ځکه چې د روسیې سپوتنیک خبري اژانس یو ځل مخکې هم ده پسې څه لیکل کړي وه. که روسیه نه وي پاکستان خو هسې هم د ټولو افغانانو دښمن دی حتما به د باکستان استخبارات په کې لاس لري.

ځواب ورکړئ

د امرالله صالح په کاروان باندې برید مستقیماً د هغه له هغو څرګندو خبرو سره تړاو لري چې هغه څلور ورځې مخکې او د هېواد د ملي اتل احمدشاه مسعود د تلین له ورځې نه یوه ورځ مخکې له طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې وکړې.‌ هغه په خپلو خبرو کې ښکاره وویل چې طالبان د پاکستان وسیلې وې، او هغه ډیورنډ کرښه په رسمیت نه پېژني، او هغه وویل چې پېښور د افغان پاچاهانو ژمنۍ پلازمېنه وه.‌ همدارنګه، هغه دا حقایق ښکاره کړل چې پاکستان په افغانستان کې یو قوي حکومت نه غواړي، ځکه چې که دلته یو قوي حکومت وي، هغه به د کونړ سیند اوبه مهار کړي او پاکستان به درې فیصده کالنی زیان وویني.‌ له دې امله، پاکستان د سپتمبر په ۱۹مه د ولسمشر په لومړي مرستیال امرالله صالح باندې شوې چاودنه کې مستقیماً دخیل وو. آی اېس آی نشي کولی چې د امرالله صالح په څېر یو ازاد فکره، هوښیار، او د پاکستان ضد څېره د افغان حکومت په مشرتابه کې وزغمي.‌

ځواب ورکړئ