د ښځو حقوق

ژونالستانې د ښځو غږونه خپروي او هوډ یې کړی چې په ټولنه کې به خپل ځای ساتي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د بېګم راډېو کارکوونکې وایي چې هغوی به له ډاره پرته خپل کار ته دوام ورکړي او هوډ یې کړی چې په ټولنه کې به خپل ځای ساتي.‌ [سټرینګر/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- د بېګم راډېو کارکوونکو ژمنه کړې چې د افغانو ښځو د حقونو ترلاسه کولو لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي. دغه راډېو سټېشن له کابل څخه د ښځو غږ خپروي.‌

د هغوی هوډ د زمري په میاشت کې د پخواني افغان حکومت له نسکورېدلو راهیسې هغوی تر دې ځایه پورې رارسولي دي.‌

د سټېشن کارمندانې د ښځو له خوا د ښځو لپاره جوړ شوي پروګرامونه ډکوي. په هغو کې تعلیمي نندارې، د کتابونو لوستل او د ټیلیفون له لارې مشورې ورکول شامل دي.

د سټېشن بنسټګرې حمیدې امان چې ۴۸ کاله عمر لري او په سویتزرلنډ کې لویه شوې ده، ژمنه وکړه چې، «موږ خپل کار نه دروو.» د هغې کورنۍ په افغانستان باندې د شوروي اتحاد له یرغل څخه څو کاله وروسته خپل هېواد پرېښود.‌

دا عکس چې د لیندۍ په ۷مه اخیستل شوی د بېګم راډېو په دفتر کې د راډېو په څپو د خپرېدونکي ټولګي برخه وال زده کوونکي ښیي. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

دا عکس چې د لیندۍ په ۷مه اخیستل شوی د بېګم راډېو په دفتر کې د راډېو په څپو د خپرېدونکي ټولګي برخه وال زده کوونکي ښیي. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

دا عکس چې د لیندۍ په ۷مه اخیستل شوی د سټېشن رییسه سبا چمن (ښۍ) او د هغې همکارانې په کابل کې د بېګم راډېو په سټوډیو کې د کار کولو پر مهال ښیي. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

دا عکس چې د لیندۍ په ۷مه اخیستل شوی د سټېشن رییسه سبا چمن (ښۍ) او د هغې همکارانې په کابل کې د بېګم راډېو په سټوډیو کې د کار کولو پر مهال ښیي. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

حمیده چې له ۱۳۸۰ څخه وروسته افغانستان ته راستنه شوه، وویل، «موږ باید وښیو چې موږ باید ونه ډارې شو.»

هغې وویل، «موږ باید د ټولنې د خلکو تر منځ کېدونکي بحثونه تر اغېز لاندې راولو.»

د غږونو کیښتۍ

دغه سټېشن د تېر کال د کب په ۱۸مه د ښځو د نړۍ والې ورځې په مناسبت او د هغه وخت د حکومت له نسکورېدلو څخه پنځه میاشتې مخکې جوړ شو.‌

په کابل او شاوخوا سیمو کې او په فیسبوک باندې په ژوندۍ بڼه خپرونو ته دوام ورکوي.‌

د «بېګم» لفظ چې ترکي ریښه لري او د مېرمن په معنی دی یو اشرافي لقب وو چې په جنوبي اسیا او ایران کې کارول کېده او اوس هم د واده شویو ښځو لپاره کارول کیږي.‌

حمیدې امان وویل، «دا سټېشن د ښځو د غږونو، د هغوی د درد، د هغوی د خفګانونو لپاره د یوې کښتۍ حیثیت لري.»

بېګم راډېو شاوخوا ۱۰ کارکوونکي لري چې له نارینه همکارانو سره به یې، چې د ځوانانو د یوه راډېو سټېشن لپاره یې کار کاوه، په یوه دفتر کې کار کاوه.

اوس هغوی جلا دي. هر جنسیت خپل منزل لري، او د ښځو د دفتر مخې ته یوه خړه پرده راځړېدلې ده.‌

امان وویل، خلک د پاپ موزیک په پرتله دودیزو سندرو او «نرم موزیک» ته ترجیح ورکوي.‌

له دې سره سره کارکوونکو وویل چې په سټېش کې کار کول یو «امتیاز» دی، په ځانګړې توګه چې ډېرې دولتي کارمندانې خپلو دفترونو ته له تګ څخه منع شوي دي.

د واک له تغیر راهیسې د نجونو اکثر دولتي ثانوي ښوونځي بند شوي چې په نتیجه کې یې د نجونو تر منځ ډېر اضطراب او ذهني ناروغۍ رامنځته کړي دي.

خو دغه راډېوي سټوډیو په ورځ کې دوه ځلې د یوه درسي ټولګي بڼه ځان ته نیسي.

د ای اېف پي له خوا د لیدنې پر وخت، شپږو نجونو او درې هلکانو چې ټولو یې ۱۳ یا ۱۴ کاله عمرونه لرل، ډېر په غور سره خپلو کتابونو ته کتل او وړاندې کوونکې د اجتماعي عدالت په هکله د راډېو په څپو درس ورکاوه.

ښوونکې چې ۱۹ کاله عمر یې درلود او تر څو میاشتو مخکې وخت پورې د ژورنالیزم د پوهنځي محصله وه، وویل، «اجتماعي عدالت د افراطیت خلاف دی».

طلایي فرصت

د مرسل په نامه یوه ۱۳ کلنه نجلۍ د زده کړې لپاره دغې سټوډیو ته ورځي ځکه چې د نجونو ثانوي ښوونځي اوس هم بند دي.‌

هغې وویل، «هغو نجونو ته چې نشي کولی ښوونځیو ته لاړې شي زما پیغام دا دی چې زموږ پروګرامونه په غور سره واوري، او له خپل طلایي چانس او فرصت څخه ګټه واخلي.»

هغې وویل، «کیدی شي هغوی بیا داسې چانس تر لاسه نه کړي.»

د لویانو لپاره هم د راډېو له لارې درسونه خپرېږي.‌

په یوه لوست کې، د سټېشن رییسې سبا چمن چې ۲۴ کاله عمر لري د مېشل اوباما د ژوند بیان ولوست.‌

هغه په ځانګړې توګه په یوه پروګرام باندې چې اورېدونکي د ټیلیفون له لارې اړیکه نیسي او روانی مشوره غواړي، افتخار کوي.

د تیر پوهنې وزارت په وینا، په ۱۳۹۵ کې په افغانستان کې یواځې ۱۸٪ ښځې لوستې وې په داسې حال کې چې د هغوی په پرتله ۶۲٪ سړي لوستي ول.‌

یوې ښځې چې لوستل نشي کولی راډېو ته وویل، «هغه ښځې چې لوست نشي کولی د ړندو خلکو په څېر دي.»

هغې وویل، «زه چې درملتون ته لاړه شم، هغوی ماته تاریخ تېر درمل راکوي. که ما لوستل وکولی شوای، هغوی به داسې کار نشوای کولی.»

خو امان وویل چې د هغوی د راډېو سټېشن راتلونکی معلوم نه دی.

د وږي په میاشت کې، د هېواد مخکښ مستقل تلوېزیون سټېشن طلوع نیوز راپور ورکړ چې له ۱۵۰ څخه ډېرې رسنۍ د محدودیتونو یا مالي ستونزو له امله تړل شوي دي.‌

بېګم راډېو نور د اعلانونو له لارې څه عاید نه ترلاسه کوي.

چمن وویل، که زه په راتلونکو درې میاشتو کې څه پیسې ترلاسه نه کړم،‌ د افغانستان د هوا له څپو څخه به د دغو ښځو غږونه ورک شي.

هغې وویل، «دا وخت زما د امید یواځینی عامل دا دی چې پوهېږم چې زه له افغانو ښځو سره د مرستې کولو په لړ کې په خپل ژوند کې یو مهم کار ترسره کوم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زموږ غږ باید آزاد وي. که ښځې خپل کار ته دوام ورکړي، ښايي ښځې کار ولري او خپل میاشتني معاش ترلاسه کړي، خو دا د افغانستان د خلکو درد نشي له منځه وړلی. په افغانستان کې د بیان ازادي نشته. هیڅوک نشي کولی خپل غږ پورته کړي. راډیوګانې نشي کولی هغه ډول خپرونې وکړي چې پخوا یې کولې. په دې میرمنو یو ځل بیا آفرین چې د مسؤلیت احساس کوي. خبریالان تل د راډیو او ټلویزیون له لارې د خلکو غږ نړۍ ته رسوي او له بده مرغه په افغانستان کې د بیان ازادي نشته. هغسې چې په کار ده، هیڅوک نشي کولی حقیقت بیان کړي.

ځواب ورکړئ

دا سمه ده چې د بېګم په نوم راډیو اوس هم فعاله ده او نشرات کوي، خو خبره یوازې دا نه ده چې یو رسنۍ دې ۲۴ ساعته نشرات وکړي. اصله خبره دا ده چې کومې رسنۍ اوس نشرات کوي هلته د طالب قانون باید پلی کړي، د بیان د ازادۍ په نوم طالب څه نه پېژني، نه یې پېژني او نه یې په پوله تېر شوی. بس طالب چې څه پېژني هغه نن سبا په ادارو کې په بې ساري کچه د رشوت اخیستل دي. نو خبره داده چې د بېګم په نوم کومه راډیو فعالیت کوي د پخوا په څېر نه ده. نه په کې ښځې خپل د زړه خبره کولی شي او نه د رسنیو په چوکاټ کې چې کومې خبرې لازمې دي هغه کولی شي. ټوله ورځ مشورې او ترانې خو هم دومره مهمه نه دي. مهم حقیقتونه دي چې باید هره رسنۍ یې راوسپړي. د خلکو ستونزې راواخلي او تر چارواکو یې ورسوي. د مېرمنو، ماشومانو د حقونو غږ پورته کړي خو نه دا یو څه هم نن سبا د افغانستان په رسنیو کې نه شي کېدلی ځکه چې طالب اجازه نه ورکوي. یوازې یو شی چې خلکو ته وايي «موږ د ډوډۍ وعده نه ده کړې» لکه دوی چې هېڅ مسؤلیت په دې وطن کې ونه لري. هلته ځآن ته مسؤل وايي او هلته د وږو خلکو مسؤلیت نه اخلي. بل وايي، «خدای ته بغارې ووهئ» ښه نو په بغارو خو وطن نه جوړېږي، پلان غواړي برنامه غواړي. منظم کار غواړي، بودیجه غواړي.

ځواب ورکړئ

مريم بېگم (شغنانۍ) (لقب: نيرت الحرم) نېک ادم بېگم (هزاره) (لقب: ) بسو بېگم (هزاره) (لقب: ) مملکت بېگم (شغنانۍ) (لقب: ) رابيلي بېگم (هزاره) (لقب: ) شبو بېگم (هزاره) (لقب: ريحنات الحرم) صنوبر بېگم (هزاره) (لقب: نخبت الحرم) سوار بېگم (چترالۍ) (لقب: دولت الحرم) گل چېره بېگم (نورستانۍ) (لقب: ) ستاره بېگم (شغنانۍ) (لقب: ) سلطنت بېگم (لقب: ) کاويک بېگم (نورستانۍ) (لقب: ) همشاهي بېگم (نورستانۍ) (لقب: ) بلبل بېگم (نورستانۍ) (لقب: نخل الحرم) استاني بېگم (نورستانۍ) شمشاد بېگم (نورستانۍ) (لقب: زين الحرم) مرجان بېگم (نورستانۍ) (لقب: صبحات الحرم) دغسې یې د لورګانو نومونه هم د بیګم لقب لري چې یو شمېر یې په دې ډول دي: صفورا بېگم قمر البنات (د گلچېره بېگم لور) د شاه محمود خان غازي ماندينه ساهره بېگم لقب سراج البنات (د ملکه سرور سلطانې لور) د جنرال علي احمد جان شاغاسي لقب تاج افغان دويمه ماندينه صفيه بېگم لقب ثمرة السراج (د ملکه سرور سلطانې لور) د مارشال غازي شاه ولي خان ماندينه راضيه بېگم لقب نور السراج (د ملکه سرور سلطانې لور) د سردار عالی محمد حسن جان ماندينه زهرا بېگم (د نواب جان لور) په ماشومتوب کې مړه شوې گوهر بېگم (د زرين بېگم لور) د صفدر خان (د سردار جمعه خان زوی) ماندينه شاه جهان بېگم (د زرين بېگم لور) د غلام حيدر خان اعتمادي (د جنرال سردار عبدالقدوس خان لقب اعتماد الدولة او تاجور بي بي زوی) دويمه ماندينه فرخ تاج بېگم حوا بېگم (د زمرود بېگم لور) د ستر جنرال عبدالروف خان طرزي (د حبيب الله بېگ طرزي درېم زوی) څلورمه ماندينه رابعه بېگم اول (د زمرود بېگم لور) د غلام يحيا خان طرزي ماندينه حنيفه بېگم (د زمرود بېگم لور) د جلال الدين خان طرزي ماندينه رابعه بېگم دويم (د خير بانو بېگم لور)

ځواب ورکړئ

نوی حکومت باید د ښځو د تېرو شلو کالونو لاسته راوړنې یوه په یوه داسې وساتي او دفاع ترې وکړي لکه د شهید مقدسه وینه. په دې لاسته راوړنو باندې نارینه او ښځو افغانانو سختې قربانۍ ورکړي دي. یوه خبره چې تاسو په خپل راپور کې د بیګم لفظ د ایران ګڼلی دی، صحیح نه دی. زمونږ یې له جنوبي اسیا او ایران سره څه؟ ایران دې ورک شي او نوم دې یې ورک شي. ایران تل افغانانو ته زیانونه رسولي دي نو لطفا کوشش مه کوئ چې د ایران په ګټه تبلیغ وکړئ. اصلا د بیګم لفظ پخپله په افغانستان کې له سلو کالونو نه ډېر قدامت لري. تاسو وګورئ چې د افغانستان د پخواني پاچا او د پاچا امان الله خان د پلار حبیب الله خان د څو مېرمنو له نومونو سره یې بیګم لقب لیکلی دی؛ جمال بېگم (لقب:بدر الحرم شجاعت صاحب عالي جناح) وزير بېگم (لقب:نواب جان) سرور سلطانه بېگم (لقب: سراج الخواتين، عاليه حضرت) زهرا بېگم (لقب: سرتاج الحرم، عاليه رتبه) د مير سورا بېگ لور يوه چترالۍ ماندينه (لقب: ) د اکبر خان مومند د لالپورې لور (لقب: ) محبوبه بېگم (لقب: نور الحرم، عاليه جناب) زرين تاج (لقب: عصمت الحرم) عاليه بېگم (لقب: عاليه قدر) ادېکو بېگم د پکتيا د قومي مشر اصيل خان لور (لقب: ) بېگم جان د مير محمد علي يفتلي دويمه لور (لقب: ) زرين بېگم (هزاره) (لقب: ) زمرود بېگم (شغنانۍ) (لقب: ) خير بانو بېگم (هزاره) (لقب: ) صندل بېگم (چترالۍ) (لقب: ) ياسمين بېگم (نورستانۍ) (لقب: نضهت الحرم) ميمونه بېگم (د مير محمد علي يفتلي کشره لور) (لقب: سراج الحرم) مهري بېگم د مير ادينا محمد خان لور (لقب: ) جان سلطانه بېگم (شغنانۍ) (لقب: ) بنفشه بېگم (هزاره) (لقب: نجم الحرم) حکيمه بېگم (هزاره) (لقب: عزت الحرم) شگوفه بېگم (نورستانۍ) (لقب: ) نيلم بېگم (هزاره)

ځواب ورکړئ