د ښځو حقوق

په فراه کې خبریالانې رسنیزو فعالیتونو ته دوام ورکوي او راتلونکي ته هیله لري

د عمر راپور

په داسې حال کې چې له یوه کال څخه ډیره موده کیږي افغانې ښځې په کور ناستې دي، خبریالانې اوس هم په فراه ښار کې نوای زن راډېو ته ځي ترڅو خپل پروګرامونه تمرین او ثبت کړي او دا یقیني کړي چې د ښځو غږونه ټپ شوي نه دي. [عمر/سلام ټایمز]

فراه -- په داسې حال کې چې په افغانستان کې ښځینه خبریالانې په رسمي توګه اجازه نه لري چې کار وکړي، لاکن په غیر رسمي توګه هغوی خپلو د رسنیو اړوندو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.

هغوی خپلو دفترونو ته ځي او د خپلو پروګرامونو ثبتولو ته دوام ورکوي څو د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې خوندي کړي او د خپلو رسنیزو مهارتونو انکشاف ته دوام ورکړي.

ثبت شوي پروګرامونه په یوه آرشیف کې په دې هیله جمع کیږي چې ښایي یوه ورځ بیا د ښځو غږونه واورېدل شي. د ۱۴۰۰ کال په وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ښځو د غږ په خپرولو بندیز ولګول شو.

په فراه ښار کې د نوای زن راډېو رییسې حمیرا محمدي وویل، په داسې حال کې چې له یوه کال څخه ډیره موده کیږي چې افغانې ښځې په کور ناستې دي، خبریالانې د نوي وضعیت له پام کې نیولو څخه پرته، راډېو سټېشن ته ځي ترڅو خپل پروګرامونه تمرین او ثبت کړي او دا یقیني کړي چې د ښځو غږونه ټپ شوي نه دي.

د نوای زن راډېو دوه کوربنې د لیندۍ په ۱۷مه په فراه ښار کې له دوو ښځینه مېلمنو سره د افغان ښځو د ستونزو په هکله خبرې اترې کوي. [عمر/سلام ټایمز]

د نوای زن راډېو دوه کوربنې د لیندۍ په ۱۷مه په فراه ښار کې له دوو ښځینه مېلمنو سره د افغان ښځو د ستونزو په هکله خبرې اترې کوي. [عمر/سلام ټایمز]

نوای زن راډېو په ځانګړې توګه د ښځو لپاره پروګرامونه لري، او ټولې کارکوونکې یې ښځې دي. دا سټېشن هره ورځ ۱۲ ساعته خپرونې کوي.‌

که څه هم چې په ژوندیو پروګرامونو کې د ښځو غږونه ممنوع دي، دا سټېشن اوس هم کولی شي چې د ښځو له خوا او مخکې ریکارډ شوي پروګرامونه چې د ملګرو ملتونو او نورو غیرحکومتي موسسو له خوا تمویلېږي، خپاره کړي.

حمیرا وویل، «په راډېو سټېشن کې موږ ۸ تنه کارمندان لرو چې ټول یې لوستې او مجربې ښځې دي. هغوی د دې لپاره راډېو ته راځي ځکه چې د رسنیو له کار سره مینه لري.»

هغې وویل، «د ۱۴۰۰ د زمري میاشتې څخه مخکې موږ هره ورځ ۱۸ ساعته بېلابېل پروګرامونه خپرول، خو له هغه وروسته د ښځو د غږونو په خپرولو بندیز ولګېد. بیا هم، ښځې او نجونې راډېو سټېشن ته راځي او هیله لري چې بیا به دا اجازه ترلاسه شي چې د هغوی غږونه خپاره کړای شي.»

د پروګرامونو او په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د پروګرامونو له تولیدولو او خپرولو څخه، په فراه کې د ښځینه خبریالانو هدف دا دی څو یقیني کړي چې د ښځو غږونه غلي کړای شوي نه دي.

محمدي وویل، «زموږ هدف دا دی چې ښځې د هغوی په حقونو باندې خبرې کړو او هغوی ته دا ور وښیو چې یو بهتر ژوند ولري. موږ د خپلو پروګرامونو له لارې کورنیو ته دا ور ښیو چې د ښځو د حقونو او غوښتنو درناوی وکړي

د ښځو د غږونو پورته کول

فرنګیس نورزۍ چې ۲۲ کاله عمر لري، په ډېره لېوالتیا سره د نوای زن راډېو ته راځي او د ښځو غږ پروګرام ثبتوي. هغه پروګرام ته فعالې ښځې راغواړي او د افغان ښځو او نجونو د روان وضعیت په هکله خبرې اترې کوي.

نورزۍ وویل، هغه د دې لپاره د دې پروګرام کوربه توب کوي چې په فراه کې د ښځو ستونزې او غوښتنې منعکسې کړي.

هغې وویل، «د ښځو او نجونو کوربه توب او د غږونو پورته کول زما حق دی، او زه باید دا حق ولرم. زه غواړم وکولی شم چې د پخوا په څېر کار وکړم او له خپل ولایت څخه د نجونو او ښځو تر څنګ ودرېږم.»

نورزۍ وویل، «له بده مرغه چې په فراه کې د ښځو او نجونو غږونه چوپ کړای شوي دي. زه غواړم چې د خپلو پروګرامونو له لارې د هغوی غږ واوسم. زه غواړم چې د راډېو له لارې د هغوی غوښتنې او هیلې منعکسې کړم.»

په نوای زن راډېو کې د پروګرامونو یوې کوربنې فروزان ابوبکر وویل، د هغې او د هغې د همکارانو وظیفه دا ده چې د هغو ښځو او نجونو غږ واوسي چې نشي کولی خپل غږونه پورته او خپلې ستونزې شریکې کړي.

هغې چې اقتصاد لوستلی دی، د ښځو د اقتصادي پرمختګ او دندو په هکله د پروګرامونو کوربه توب کوي.

هغې وویل، «زما غوښتنه دا ده چې ښځې اجازه ترلاسه کړي څو د خپلې خوښې په ساحو کې کار وکړي او خپلې وړتیاوې پراخې کړي.»

ابوبکر وویل، «موږ غواړو چې د نورو ښځو او نجونو لپاره د رول بېلګې واوسو څو هغوی هم وکولی شي چې دنارینه وو تر څنګ کار وکړي او له جنسیتي اپارتاید پرته د خپل هېواد د راتلونکي برخه وګرځي.»

هغې وویل هغه ډېره هیله منه ده چې ژر به وکولی شي خپل کار ته د تېر په څېر په نورمال ډول دوام ورکړي.

د ښځو د حقونو درناوی کول

په فراه کې ښځې له ټولنې سره د همکارۍ لپاره د خپل کار، زده کړو او ظرفیت لپاره درناوی غواړي.

په فراه ښار کې د ښځو د حقونو یوې فعالې مرضیې نورزۍ وویل، «ښځو او نجونو په وروستیو کالونو کې علم حاصل کړ او په بېلابېلو برخو کې مهارتونه او تجربې لري.»

هغې وویل، «بهتره به دا وي چې هغوی ته فرصت ورکړل شي څو په کورونو کې د ایسارېدلو پر ځای هغوی اجازه ولري چې له خپلو کورونو څخه بهر کار وکړي. که لوستې ښځې مجبورې کړای شي چې تر اوږدې مودې پورې په کورونو کې پاتې شي، هغوی به په ژور خفګان اخته شي او امید به له لاسه ورکړي.»

هغې زیاته کړه، «د محدودیتونو له امله، ډېرې ښځې هڅه کوي چې له افغانستان څخه وځي. که لوستې ښځې لاړې شي، څوک به په افغانستان کې کار وکړي او ټولنه به ورغوي؟»

نورزۍ وویل، که ښځې مجبورې شي چې په کورونو کې پاتې شي او د هغوی استعدادونه له پامه وغورځول شي، د هغوی ټولې لاسته راوړنې او وړتیاوې به له منځه لاړې شي. د افغان ښځو او نجونو وړتیاوو ته باید په کمه سترګه ونه کتل شي.

په فراه ښار کې د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې پروانې توپان وویل، په روانو حالاتو کې، دې ته اړتیا ده چې ښځې او نجونې د کار کولو اجازه ترلاسه کړي.

هغې وویل، «ښځې د ټولنې یو قوي مټ دی او د نفوس نیمایي برخه جوړوي. د ټولنې قوي مټ باید فلج نه شي.»

هغې وویل، «کله چې یوه ښځه له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا وي،‌د کورنۍ ۵۰٪ اقتصادي ستونزې حلېږي. ډېرو ښځو په جګړه کې خپل مېړونه له لاسه ورکړي او د خپلو کورنیو مشرانې دي. که هغوی کار ونه کړي، څه به وخوري؟»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که د رسنیو غږ غلی شي نو پوه شه چې د افغانستان د نیمايي نفوس غږ به غلی شي. دا رسنۍ دي چې د افغان نجونو او ښځو غږ د نړۍ نورو هېوادونو ته رسوي. که د راډیو او ټلویزیون خپرونې نه وای، د نړۍ د نورو هېوادونو خلک به هېڅکله د افغان مېرمنو له وضعیت خبر شوي نه وای. دا هغه رسنۍ دي چې د افغانانو غږ د نړۍ ټولو هېوادونو ته رسوي. د رسنیو غږ باید هیڅکله غلی نه شي. که د رسنیو غږ بند شي، پوه شه چې په شلو کلونو کې مو ټولې لاسته راوړنې له لاسه ورکړې. که هر څومره چیغې وکړو، هیڅوک به مو غږ وانه اوري. د افغانستان نیمايي نفوس ښځې دي. که ښځې په کور کې پاتې شي او د کار اجازه ورنکړل شي، په افغانستان کې به یو بشري ناورین رامنځته شي. اکثرو دغو مېرمنو خپل باعزته میړونه له لاسه ورکړي او اوس دوی د خپلو کورنیو سرپرستانې دي. له همدې معاشونو څخه چې دوی یې ترلاسه کوي، د خپلو کورنیو لپاره نفقه برابروي. که د دوی لپاره د ژوند زمينه نه وي، نو ماشومان به يې له لوږې مړه شي او په افغانستان کې به هيڅ داسې انسان ونه موندل شي، چې پر يتيمانو رحم وکړي.

ځواب ورکړئ

ستاسو نظر تر یوه حده ښه دی خو زه ستاسو له نظر سره موافق نه یم چې په افغانستان کې هیڅوک په یتیمانو رحم نه کوي. د افغانستان مسله ډیره لویه ده. د افغانستان مسله یوازې داخلي اړخ نه لري. بلکې د افغانستان مسله بهرني اړخونه لري. له یوې خوا روسیه په افغانستان کې لاسوهنه کوي، له بلې خوا چین هڅه کوي چې د افغانستان زیرمې او کانونه ولوټي. له بلې خوا، پاکستان د یوه حریص غله په څیر عمل کوي. او له بلې خوا ایران د یوه ناولي دښمن په توګه عمل کوي. امریکا هم یو داسې هیواد دی چې په دې باور دی چې پاکستان دوی ته د افغانستان په پرتله پنځوس چنده مهم دی. وروستۍ جمله د ولسمشر بایډن یوه له هغو خبرو څخه ده چې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته یې د مرستیالۍ پرمهال کړې وه.

ځواب ورکړئ