د ښځو حقوق

په فاریاب کې د کرنې پروژې د ښځو لپاره له ۲۰۰۰ څخه ډېر کاري فرصتونه برابر کړي دي

د هدایت الله راپور

یوه ښځه د غبرګولي په ۲۰مه د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې په خپله زرغونه خونه ځمکني توتان راټولوي. [د فاریاب د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست]

یوه ښځه د غبرګولي په ۲۰مه د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې په خپله زرغونه خونه ځمکني توتان راټولوي. [د فاریاب د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست]

کندوز -- په فاریاب ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې هغوی په تېرو ۱۰ میاشتو کې په فاریاب ولایت کې له ۲۰۰۰ څخه ډېرو ښځو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.‌

د فاریاب د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس نور احمد نور وویل،‌ دا دندې د کورنیو باغچو د جوړېدلو له لارې چې بېلابېل ډولونه مېوې او ترکارۍ کري، رامنځته شوي دي.‌

هغه وویل، «د دغو ښځو لپاره د زرغونو خونو او کورنیو باغچو د جوړولو تر څنګ،‌ موږ د ۱۶ ډوله ترکاریو تخمونه هم وېشلي دي.»

هغه زیاته کړه، «ښځې په ۱۰ - ۳۰ کسیزو ګروپونو وېشل شوي چې په بېلابېلو سیمو کې د یوه ټیم لیډر تر نظارت لاندې کار کوي او د فاریاب د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ورکړل شویو وسایلو څخه استفاده کوي.»

هغه وویل، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست یادو ګروپونو ته د ۲۵۰۰۰ افغانیو (۳۲۳ ډالرو) په ارزښت پورې وسایل پیرودلي او وېشلي دي څو هغوی وکولی شي چې خپل د فصل ټولونې میتودونه پیاوړي کړي.

نور وویل، «د دغه ولایت کروندګر د وروستیو نښتو په نتیجه کې اغېزمن شوي،‌ خو اوس ښځې د خپلو کورنیو لپاره په یوه مرستندوی مټ باندې بدلې شوي دي.»

د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژه له ۱۳۹۳ کال راهیسې کورنۍ باغچې او باغونه جوړوي، او تر اوسه د فاریاب ولایت په بېلابېلو برخو کې له ۶۰۰۰ څخه ډېرو ښځو له دغه پروګرام څخه ګټه اخیستې ده.

نور وویل، د فاریاب د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نیت لري چې په راتلونکي لمریز کال کې د مرخیړیو او زغفرانو د کرنې په برخو کې ښځې وروزي او د لبنیاتو د پروسیس مرکزونه جوړ کړي.‌

له پخوا څخه ډېرې پیاوړې

د فاریاب د ښځو د چارو ریاست رییسې ماریا نوري‌ وویل، په دغه ولایت کې د کارکوونکیو ښځو شمېر د تېرو کالونو په نسبت ۳۰٪ زیات شوی چې دا یوه غټه لاسته راوړنه ده.‌

نوري زیاته کړه، سره له دې چې په فاریاب کې د نورو ولایتونو په پرتله لږ مرستندویې ادارې کار کوي، په فاریاب کې ښځې د ټولنې فعالې غړې جوړې شوي دي او د دې ولایت په پرمختګ کې یې مرسته کړې ده.‌

هغې وویل، «ډېرې داسې ښځې شته چې د سړیو په پرتله ډېرې مستعدې او ماهرې دي، او موږ نشو کولی ادعا وکړو چې د ۲۰۰۰ ښځو لپاره د کاري فرصتونو برابرول کفایت کوي،» او ټینګار یې وکړ چې لا نور کار باید وشي.‌

نوموړې وویل، تمه ده چې د «ښځو بازار» په نامه یوه بازار د جوړېدلو په نتیجه کې د ښځو لپاره له ۱۰۰۰ څخه ډېر کاري فرصتونه رامنځته شي. دا په فاریاب کې د خپل ډول لومړنی بازار دی چې په راروان لمریز کال کې به د سوداګرۍ لپاره پرانستل شي.

نوري وویل، «په دغه بازار کې به ښځې د دوکاندارۍ، خیاطۍ، وېښتانو جوړولو او ګلدوزۍ په برخو کې کار وکړي او ښه عاید به ترلاسه کړي.»

نوري یادونه وکړه چې، د فاریاب د ښځو چارو ریاست د فاریاب د ترافیکو مدیریت په همکارۍ ۳۰ ښځو ته د موټر چلونۍ درسونه برابر کړل او هغوی د تېر وږي په میاشت کې په ازموینه کې له بریالیتوب څخه وروسته د موټرچلونۍ جوازونه ترلاسه کړل.

هغوی په خپل ولایت کې لومړنۍ ښځې وې چې د موټر چلونې حق یې ترلاسه کړ.‌

پرځان د بسیاینې لپاره هیله مندي

د قیصار ولسوالۍ د کوهي خانه کلي اوسېدونکې هنګامې کوهي چې ۳۶ کاله عمر لري وویل چې هغه له شپږو میاشتو راهیسې په خپله زرغونه خونه کې کار کوي.‌

هغې وویل، «زه د کور ښځه او د څلورو ماشومانو مور یم. زما مېړه بزګر دی. اوس موږ سهار یو ځای له کور نه وځو او په خپل پټي کې کار کوو.»

کوهي چې ۱۵۰ مربع متره زرغونه خونه لري، وویل،‌ «زه په خپله زرغونه خونه کې بادرنګ، رومیان، بانجان او نورې موسمي ترکارۍ کرم او د خدای فضل دی چې ژوند مې ښه روان دی.»

کوهي وویل هغه د ۲۰۰ او ۴۰۰ افغانیو (۲.۵۰ او ۵ ډالرو) تر منځ ورځنی عاید لري چې د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو یې لګوي. هغې وویل چې دا د هغې لګښتونه پوره کوي.

د فاریاب ولایت د مرکز میمنې د سیدان کلي یوې ټیم مشرې سامعې رحیمي وویل، «له څلورو کالو مخکې وخت راهیسې چې زه واده شوې وم زه د کور ښځه وم. د یوې زرغونې خونې او کورنۍ باغچې په جوړولو سره،‌ اوس زه وظیفه لرم او له نورو ښځو سره هم مرسته کوم چې خپلې کورنۍ باغچې وکري.»

رحیمي وویل، «موږ په دغو کورنیو باغچو کې رومیان، بانجان، مرچک او نورې ترکارۍ کرو او له خپلو فصلونو څخه ښه حاصلات ټولوو.»

هغې وویل، هره میاشت د ګروپ غړي د فصل یوه برخه د کور د استعمال لپاره ساتي او پاتې یې په بازار کې خرڅوي چې د میاشتې له ۱۰۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰۰ افغانیو (۱۳۰ - ۲۶۰ ډالر) ګټه ترلاسه کوي.

هغې زیاته کړه، «په فاریاب کې ډېرې کورنۍ نشي کولی چې خپل لګښتونه پوره کړي. دغې پروژې له ډېرو ښځو سره مرسته کړې چې کار پیدا کړي او له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي.»

د پشتون کوټ ولسوالۍ یوې اوسېدونکې خدیجې رحیمي چې ۳۴ کاله عمر لري، وویل، «موږ هغه فرصت ته چې زموږ لپاره برابر شوی دی خوښې یو. له دې لارې، موږ کولی شو چې له خپلو ځانونو او خپلو کورنیو سره مرسته وکړو.»

رحیمي هغو کورنیو ترینګلتیاوو ته په اشارې چې کېدی شي په اضافي لګښت سره ارام شي، وویل، ډېرې کورنۍ شخړې د بې کارۍ له امله رامنځته کیږي.‌

هغې وویل، «که په افغانستان کې سوله راشي او فاریاب خوندي شي، ډېرې ښځې به په کارونو بوختې شي.»

خدیجې رحیمي وویل، «زه سوله غواړم ترڅو موږ ته ډېر داسې فرصتونه برابر شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د لسګونو بدو خبرونو تر څنګ، دا یو هیله بخښونکی خبر دی.‌

ځواب ورکړئ

ډېرښه! دا یو ښه ګام دی چې د هېواد نورو ولایتونو ته هم باید اوږد شي. د هېواد په ټولو ولایتونو کې فقر او بې کاري موجود دي. حکومت باید د هېواد اتباعو ته کاري فرصتونه برابر کړي چې خلک له فقر او لوږې سره مخامخ نشي.‌

ځواب ورکړئ

ښه خبر دی. افغان حکومت او مرستندویې موسسې باید لومړی هڅه وکړي چې هغه ښځې چې سرپرستان نه لري او کونډې دي،‌ تر پوښښ لاندې ونیسي، او بیا دغه ډول کاري فرصتونه هغو ښځو ته چې غریبې دي، برابر کړي. په افغانستان کې هره ورځ په لسګونو افغان دفاعي او امنیتي سرتېري وژل کیږي، چې خپلې کورنۍ بې حامیانو پرېږدي. که حکومت نشي کولی چې میاشت په میاشت د افغان امنیتي ځواکونو د شهیدانو کورنیو سره مرستې وکړي، لږ تر لږه دا خو کولی شي چې د افغان امنیتي ځواکونو د شهیدانو د ښځو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي.‌ د افغان ځواکونو د قربانیانو کورنۍ په بدترین حالت کې ژوند تېروي. حکومت باید هغوی ته کاري فرصتونه برابر کړي.

ځواب ورکړئ

دا راپور او پیغام یې جالب دي. مونږ خوښ یو چې د افغانستان په یوه ولایت کې د ښځو د پرمختګ لپاره داسې کار کیږي لاکن بدبختانه چې داسې کارونه د پښتنو په ولایتونو کې نه کیږي. د پښتنو ښځو او نارینه وو لپاره له یوې خوا طالبانو وطن سور تنور کړی او بلې خواته حکومت او ایتلافی ځواکونو. طالبان د پښتنو د سیمو مشران، روشنفګران، معلمان، ملایان وژني او تاسیسات یې ورانوي او حکومت یې چې اصلا حکومت نه بلکه پخوانۍ شمال ټلواله ده او یوازې په راس کې یې یو پښتون ناست دی هغه بیا پښتانه د ترهګر او وسله وال مخالف په نامه وژني او ژوند ترې اخلي.

ځواب ورکړئ