د ښځو حقوق

امریکا مېشتې غیر انتفاعي موسسه د افغانستان په لوېدیځ کې د ماشومانو د ودېدلو پر ضد فعالیت کوي

د عمر راپور

ټو یانګ ټو وېډ (ټي وای ټي ډبلیو) غیر انتفاعي موسسه چې مرکز یې په متحده ایالاتو کې دی، له بې وزلو افغانانو سره کار کوي څو د افغانستان په لوېدیځه سیمه کې د وړو نجونو د خرڅولو او په نکاح ورکولو په مخنیوي کې مرسته وکړي. دغه راز، ټي وای ټي ډبلیو کورنیو ته د خوراکی توکو لپاره میاشتنۍ خرڅه، د کار روزنه او د خوراکي توکو د پلورنې کراچۍ ورکوي څو له هغوی سره د لوږې او قحطۍ پر وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي.‌ [عکاس: معروف سعیدي]

هرات -- ټو یانګ ټو وېډ (ټي وای ټي ډبلیو) غیر انتفاعي موسسه چې مرکز یې په متحده ایالاتو کې دی، په دې کار کوي تر څو د افغانستان په لوېدیځه سیمه کې د وړو نجونو د خرڅولو او په نکاح ورکولو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

افغانستان له تېر کال راهیسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی، چې فقر او لوږه په کې بې ساري حد ته رسېدلي دي.

نهیلۍ ډېرې کورنۍ مجبورې کړي چې خپلې لوڼې خرڅې او په نکاح ورکړي او د کورنۍ نورو غړو ته پرې نفقه برابره کړي.‌

له ۹ میاشتې مخکې وخت راهیسې چې ټي وای ټي ډبلیو هڅې پیل کړي، دغې موسسې شاوخوا ۳۰۰ کم وسو او غریبو کورنیو ته چې د خپلو کم عمره لوڼو خرڅولو او په نکاح ورکولو ته مجبورې شوې وې، مالي ملاتړ برابر کړی دی.

ښځې د زمري په ۱۲مه د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې د ټي وای ټي ډبلیو له خوا د خیاطۍ کورس کې برخه اخلي. [عکاس: معروف سعیدي]

ښځې د زمري په ۱۲مه د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې د ټي وای ټي ډبلیو له خوا د خیاطۍ کورس کې برخه اخلي. [عکاس: معروف سعیدي]

د ټو یانګ ټو وېډ (ټي وای ټي ډبلیو) موسسې له خوا ورکول شوې کراچۍ چې د زمري په ۱۲مه په فیروزکوه کې لیدل کیږي، افغان نارینه وو ته اسانتیا برابروي چې یو عاید ترلاسه کړي او خپلې کورنۍ له مالي پلوه حمایه کړي. [عکاس: معروف سعیدي]

د ټو یانګ ټو وېډ (ټي وای ټي ډبلیو) موسسې له خوا ورکول شوې کراچۍ چې د زمري په ۱۲مه په فیروزکوه کې لیدل کیږي، افغان نارینه وو ته اسانتیا برابروي چې یو عاید ترلاسه کړي او خپلې کورنۍ له مالي پلوه حمایه کړي. [عکاس: معروف سعیدي]

دا موسسه په هرات، بادغیس او غور ولایتونو کې فعالیت کوي.

په غور ولایت کې د ټي وای ټي ډبلیو موسسې یوه چارواکي محمد ولي اخوند زاده وویل، ټي وای ټي ډبلیو تر اوسه پورې د هر ولایت له شاوخوا ۱۰۰ کورنیو سره مرسته کړې ده.

هغه وویل، «د پروژې په لومړۍ مرحله کې شاوخوا ۲۰ ښځو په غور ولایت کې د ګنډلو کورسونه پيل کړي دي. سربېره پر دې،‌ ۳۰ ښځې د قالینو اوبدنې په کورسونو کې نیول شوي دي، او تمه ده چې له ۵۰ څخه ډېرې ښځې په دویمه مرحله کې له دغې پروژې څخه ګټه پورته کړي.»

هغه وویل، «تمه ده چې دا ښځې یو شپږ میاشتنی روزنیز کورس واخلي او د کورس له بشپړولو څخه وروسته به د خپلو سوداګریو د جوړولو لپاره اړتیاوړ وسایل ترلاسه کړي.‌ سربېره پر دې، موږ د دغو کورنیو د نارینه غړو لپاره د کراچیو او د خوراکي توکو مرسته کړې چې په بازار کې یې خرڅ کړي او دا د هغوی لپاره د کار روزګار ښه بدیل دی.»

اخوندزاده وویل، د دې پروژې هدف دا دی چې له افغان کورنیو سره مرسته وکړي څو پر خپلو ځانونو بسیا شي او مجبورې نشي چې د غریبۍ له امله خپلې کوچنۍ لوڼې خرڅې او په نکاح ورکړي.‌

دغه راز، ټي وای ټي ډبلیو کورنیو ته د خوراکي توکو میاشتنی خرڅ هم ورکوي څو له هغوی سره مرسته وکړي چې د لوږې او قحطۍ پر ضد مبارزه وکړي.‌

له ټولو کورنیو سره مرسته کول

ګل افروز صدیقي، چې ۲۸ کاله عمر لري او د څلورو ماشومانو مور ده، په وروستیو کې د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې د ټي وای ټي ډبلیو د خیاطۍ کورس پیل کړ.

هغه د هغو ۱۹ ښځو له جملې څخه ده چې د سهار له ۹ بجو څخه د ماسپښین تر ۴ بجو پورې په کورس کې زده کړه کوي.‌

ټي وای ټي ډبلیو د نورو تر څنګ، د ګل افروز مېړه سره چې یو مزدورکار دی او له تېرو څو میاشتو راهیسې بې کار وه، د یوې کراچۍ او د خوراکي توکو مرسته وکړله.‌

دوه میاشتې مخکې، دغې جوړې د ډېرې غریبۍ او لوږې له امله، پرېکړه وکړه چې خپله ۱۱ کلنه لور زرمینه د ۱۰۰۰۰۰ افغانیو (۱۱۰۰ ډالرو) په بدل کې په نکاح ورکړي. هغوی له ټي وای ټي ډبلیو څخه د مرستې ترلاسه کولو څخه وروسته خپل نظر بدل کړ.

صدیقي وویل، اوس چې د هغې مېړه یوه وظیفه لري او هغوی د خوراکي توکو میاشتنی لګښت ترلاسه کوي، دغه کورنۍ نور له سختو اقتصادي ننګونو سره مخامخ نه ده.‌

هغې وویل، «ما وظیفه نه لرله او ټوله ورځ په کور کې وم، خو اوس زه هره ورځ د خیاطۍ کورس ته ځم. ما تر څه حده دا زده کړي چې څنګه کالي وګنډم. اوس زه کولی شم چې د خپلو ماشومانو لپاره کالي جوړ کړم.»

هغې وویل، «دا لومړی ځل دی چې زه د ګنډلو په ماشین باندې کار کوم. ما د خپل استاد په لارښوونه زده کړي چې څنګه رخت پرې کړم او کالي وګنډم.»

صدیقي وویل هغه ډېره خوشحاله شوه چې هغوی نور مجبور نه دي چې خپله لور ورکړي.‌

محمد عارف چې ۶۵ کاله عمر لري، وویل هغه له ټی وای ټي ډبلیو څخه د خوراکي توکو د کڅوړې او کراچۍ له ترلاسه کولو څخه وروسته د خپلې لور د خرڅولو پرېکړه بېرته واخیستله، ځکه د یادو شیانو له ترلاسه کولو څخه وروسته هغه وتوانېد چې یو عاید ترلاسه کړي.

هغه وویل، «په کراچۍ باندې کار کول، تلل او خوراکي توکي ما بوخت ساتي. هیله ده چې دا به له ما سره مرسته وکړي چې د خپلې کورنۍ لپاره حلال خواړه پیدا کړم او په دسترخوان یې ورته کېږدم. څو میاشتې کېدلې چې زه بې کار وم، او تر دې چې موږ یوه مړۍ ډوډۍ نه لرله چې ویې خورو.»

هغه وویل، «زما په کورنۍ کې اوه کسان دي، او د ګټې سړی یواځې زه یم.‌ موږ ځمکه نه لرو چې ویې کرو، او زه مزدورکار یم. له تېر کال راهیسې د کار بازار ټول درېدلی، او په دا ټول وخت کې زه بې کاره وم.»

هغه زیاته کړه، «زه خوښ یم چې بیا په کار بوخت شوم. زه باوري یم چې زه کولی شم دومره څه وګټم چې خپله کورنۍ پرې مړه کړم.»

ژوند ژغورل

د ټي وای ټي ډبلیو له خوا وړاندې شوې مرستې د کوچنیو نجونو د خرڅولو او په نکاح ورکولو په مخنیوي کې مهم رول لوبولی دی.‌

د فیروزکوه یوه اوسېدونکي محمد اسرائیل چې ۴۵ کاله عمر لري او د ټي وای ټي ډبلیو د پروژې یو ګټه اخیستونکی دی، وویل چې د دغې موسسې مرستندویې کڅوړې هغه د خپلې اته کلنې لور له خرڅولو څخه ایسار کړ.‌

هغه وویل، «زه د یوې ۸ کسیزې کورنۍ لپاره د نفقې برابرولو مسؤلیت پر غاړه لرم، او ما هېڅ عاید نه درلود. زه دې ته نږدې شوی وم چې خپله کوچنۍ لور خرڅه کړم او د کورنۍ نور غړي له لوږې او مرګ څخه وژغورم. موږ بې چاره وو، او هیڅوک هم دې ته چمتو نه وو چې له موږ سره مرسته وکړي.»

اسرائیل وویل، «زما مېرمن اوس د کالو په ګنډلو بوخته ده. زه اوس کراچۍ او خوراکي توکي لرم چې هره ورځ پرې کار کوم. اوس زه کولی شم چې د ورځې له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ افغانیو (۲.۲۰ تر ۳.۳۰ ډالر) وګټم.»

هغه وویل، که دا مرسته نه وای، «زه به مجبور شوی وای چې خپله کوچنۍ لور خرڅه کړم، او دا به د یوه پلار په توګه زما لپاره تر ټولو سخته پریکړه وای.»

په فیروزکوه کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد سلیم قاضي زاده وویل، د نړۍ والې ټولنې او نړۍ والو موسساتو له خوا وړاندې کړای شوې مرستې د تېر کال په اوږدو کې د زرګونو افغانانو ژوند ژغورلی دی.

هغه زیاته کړه، «فقر او نېستي دې حد ته رسېدلې چې ځینې میندې او پلرونه مجبور شوي ترڅو خپل کوچني ماشومان وپلوري. له دغو کم وسو کورنیو سره مرسته کول ډېر مهم او ارزښتناک کار دی.»

قاضي زاده وویل، «د کوچنیو نجونو د خرڅلاو مخنیوی د هغوی د ژوند د ژغورلو په معنی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

8 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د کوچنیو نجونو ودېدل او همدا راز کوچني هلک ته په کوچنیوالي کې واده کول بې ځایه او بې وخته مسولیت سپارل دي. دا عمل د افغانستان په لوېدیځ کې ډېر تر سره کېږي. داسې هم نه ده چې په نورو سیمو کې نه تر سره کېږي. خو هغه سیمې چې د پوهې کچه په کې کمه ده، ډېره لیدل کېږي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې له پیړیو راهیسې کم عمره ودونه معمول دي. د جګړې او وچکالۍ له امله رامنځته شوې بې وزلۍ ډیری کورنۍ دې ته مجبوروي چې خپلې لوڼې د پیسو په بدل کې له وخت څخه مخکې واده کړي. په داسې حالاتو کې، د هلکانو میندې او پلرونه کولی شي د ولور په اندازه جوړجاړی وکړي او مخکې تر مخکې د ولور په تادیه کولو سره د خپلو زامنو لپاره تنکۍ پېغلې واده کړي.

ځواب ورکړئ

ښځې تل په افغانستان کې د هر ډول ناخوالو قرباني کیږي. ولې ښځې باید تل د نارینه وو د غوښتنو او اړتیاوو قرباني شي؟ ولې نارینه باید خپلې لوڼې د ځانونو د تغذیې لپاره خرڅې کړي؟ زه د دې خلکو وجدان ته حیران یم. دوی څنګه د خپلو لوڼو د خرڅولو جرات لري او په کوم وجدان سره په دې پیسو ژوند کوي؟ ولې دوی دومره ماشومان زیږوي چې نشي کولی هغوی ته خواړه ورکړي؟ ولې دوی سخت کارونه نه کوي او زحمتونه نه وباسي؟ په افغانستان کې ښځې په پرله پسې ډول د دویمې درجې خلکو په توګه پیژندل شوي او تل یې قرباني شوي دي. خدای دې افغانې ښځې له دې سړیواک نظام څخه خلاص کړي.

ځواب ورکړئ

د دې موسسې او نورو موسسو کارونه د ستایلو وړ دي. لاکن نړۍ والې موسسې او مرستندوی هیوادونه باید په افغانستان کې داسې اوږدمهالې پروژې تطبیق کړي چې د خلکو لپاره تولیدي وسیلې رامنځته کړي. مننه

ځواب ورکړئ

د ماشومو ودول په اسلام دین کې نشته. اسلام د ژوند د هرې برخې لپاره حد او حدود ټاکلي. په اسلام کې په چا تیری او ظلم نشته. خو دا مسایل تر ډېره په هغو سیمو کې ترسره کېږي چې خلک یې له اسلام دین ناخبره او یا هم یوازې لمونځ اودس کوي هغه هم د پلار نیکه ورپاتې وي نور په هېڅ نه وي خبر. کنه اسلام ښځې ته د زده کړو حق، په خپله خوښه او د اسلامي اصولو په رڼا کې د ژوند کولو او د ژوندي د ملګري ټاکلو حق ورکړی. همدا رنګه د ژوند هره برخه یې ورته تشریح کړې خو دا چې موږ مطالعه کمه لرو یا زده کړو ته لاسرسی نه لرو دا بېله خبره ده.

ځواب ورکړئ

د طالبانو د نامشروع حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د خلکو د کړکېچن اقتصادي او ټولنیز وضعیت په ترڅ کې وايي چې هیڅوک له طالبانو سره د اختلاف له امله له افغانستانه نه دی وتلی. طالبانو د خپلې یو کلنې واکمنۍ پر مهال د خلکو له وژلو، پر ښځو د بندیزونو لګولو، د افغانستان د بنسټونو له ویجاړولو او د افغانستان د کانونو له پلورلو پرته بل څه نه دي کړي. په سلګونو زره کسان د طالبانو له خوا د خراب اقتصادي وضعیت له امله له هیواده تېښتې ته اړ شوي دي. د همدې راپور له مخې خلک اړ شوي چې خپل ماشومان وپلوري. نږدې هر افغان غواړي چې په یوه یا بله بڼه له افغانستانه ووځي. طالبانو په ټولو دولتي پوستونو او دندو قبضه کړې ده او د پاکستان د مدرسو نالوستو طالبانو د لوستو کدرونو ځای نیولی دی. خو طالبان په بې شرمۍ سره وايي چې، «خلک له موږ راضي دي او غواړي چې موږ په واک کې پاتې شو.» طالبان فکر کوي چې خلک غولولی شي، خو دا ریښتیا نه ده. د هرې ورځې په تېرېدو سره د طالبانو کرکه نوره هم زیاتېږي او دا کرکه به یوه ورځ د دوی د نامشروع حکومت د سقوط لامل شي.

ځواب ورکړئ

د کم عمره نجونو ودول (چې بالغه شوي نه وي) په اسلام کې هېڅ جواز نه لري. بلکې هغه وخت چې بالغه شي واده کولی شي، خو اسلام بیا هم شرط ورته ایښی او هغه دا چې له نجلۍ دې هم وپوښتل شي چې ایا د هغې خوښه ده او که نه؟ که یې خوښه وه یعني هلک او د هغه کورنۍ یې خوښ و نو بیا کورنۍ یې کولی شي چې ور یې کړي مګر که یې خوښه نه وه نو اسلام ورته اجازه نه ده ورکړې. اسلام د اسانۍ دین دی، نه د جبر او زور چې کارونه دې په زور وکړل شي. که واده په زور او یا هم د کورنۍ د مجبوریت له وجې کېږي په دغه حالت کې بدې پایلې لرلی شي، مثال ډېر کله نجلۍ درمل خوري او ځان وژنه کوي، یا هم ځان سوځوي، یا د بل چا سره تښتي. چې بیا د کورنیو تر منځ دښمنۍ رامنځته کېږي. نو ښه ده چې واده په کم عمرۍ کې ترسره نه شي. بلکې د نجلۍ او د هلک په خوښه په ټاکلي عمر کې ترسره شي.

ځواب ورکړئ

دا د شرم او خجالت خبره ده چې افغانان دومره بې وزله شوي چې د کم عمره نجونو پلورلو ته اړ شوي دي. دا نجونې باید په دې عمر کې زده کړې وکړي، ښوونځيو ته لاړې او له خپلو ملګرو سره لوبې وکړي. د طالبانو د رژیم له امله، دوی د خپلو پلرونو په عمر کې د خلکو سره ودونه کوي. د دې ټولو ناخوالو پړه د اسلامي امارت په غاړه ده، د طالبانو له امله د دغو نجونو پلرونو خپلې دندې او کارونه له لاسه ورکړل، او د دې وحشي او تنګ نظره ډلې له خوا د نجونو د ښوونځیو دروازې هم تړل شوې دي. افغانان هره ورځ مجبورېږي چې داسې کارونه وکړي چې د شرم او خپګان سبب وي. خدای دې پر موږ خپل رحم وکړي.

ځواب ورکړئ