اقتصاد

د خوړو نړۍ وال پروګرام په تخار کې د ژمي مخه کې له زرګونو کورنیو سره مرسته وکړه

خبریال: محمد قاسم

یو زوړ سړی د لړم په ۲۹مه د تخار ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) څخه د خوراکي توکو کڅوړې ترلاسه کوي. [د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست]

یو زوړ سړی د لړم په ۲۹مه د تخار ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) څخه د خوراکي توکو کڅوړې ترلاسه کوي. [د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست]

تخار -- ځایي مقامات وایي، د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) له خیریه موسسو سره په همکارۍ کې په تخار ولایت کې د ژمي په رارسیدو سره زرګونو کورنیو ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وېشي.‌

د تخار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست یوه ویاند سمیع الله صمیمي سلام ټایمز ته وویل، د مرستو وېش د لړم په نیمایي کې پيل شو او اوس هم روان دی.

د مرستو په هره کڅوړه کې اوړه، وریژې، غوړي، بوره، چای، مالګه، دال او د ژمي جامې شامل دي او شاوخوا ۴۳۰۰ افغانۍ (۵۰ ډالر) قیمت لري.

صمیمي د لیندۍ په ۸مه وویل، «په مرکز او د کلفګان، اشکمش، چال، نمک آب، ورسج، دشت قلعه او بهارک په ګ‌‌‌‌‌‌ډون اوو ولسوالیو کې تر ۱۷۰۰۰ پورې کورنیو مرسته ترلاسه کړې ده.»

هغه وویل، دا مرسته د یوې سروې په اساس چې د شلټر فار لایف موسسې له یاد ریاست سره په همکارۍ کې ترسره کړې وه، توزیع شوه.

هغه زیاته کړه، سروې «د تخار په مرکز او ۱۶ ولسوالیو کې له ۶۰۰۰۰ څخه ډېرې کم وسه کورنۍ په ګوته کړلې.»

صمیمي وویل، «غریبو او اړمنو کورنیو ته د خیریه مرستو توزیع له پلان سره سمه روانه ده، او د روان لمریز کال تر پایه پورې به ټولې سروې شوې کورنۍ د ملګرو ملتونو (ډبلیو اېف پي) له خوا تر پوښښ لاندې ونیول شي.»

هغه وویل، «د ژمي په رارسېدلو سره،‌ اکثرې داخلي بې ځایه شوې کورنۍ... له ستونزو سره مخامخ دي. موږ هڅه کوو چې دغو کورنیو ته په چټکۍ سره مرستې ور ورسوو.»

سختې ورځې

کورنیو د دغې مرستې هرکلی کړی، او وایي چې د ژمي رارسېدا د خوراکي توکو د کمي او د هغوی د ماشومانو د ژوندي پاتې کېدلو په هکله وېرې رامنځته کړي دي.

د ولایتي مرکز تالقان ښار یو اوسېدونکی عبدالاحمد چې ۶۳ کاله عمر لري او د ډبلیو اېف پي د مرستو کڅوړه یې ترلاسه کړې ده، یو مزدورکار دی او د خپلې کورنۍ د نفقې ګټل ور ترغاړې دي.‌

احمد وویل هغه ټوله ورځ په دې لګوي چې کار ولټوي او اکثر وختونه تش لاس کور ته ستنېږي.

هغه وویل،‌ کله چې هغه یوه ورځ کار ومومي د هغې ورځې په ۳۰۰ - ۴۰۰ افغانۍ (۳.۵۰ - ۴.۶۰ ډالر) عاید باندې تر هغه ګوزاره کوي چې بل کار ورته پیدا شي.

احمد وویل، «دا مرسته به له موږ سره د ژمي په درې میاشتو کې مرسته وکړي، خو زه بیا هم مجبور یم کار وکړم ترڅو یو څه پیسې پیدا کړم ځکه چې د ناروغیو د درملنې په څیر نورو مصارفو لپاره هم پیسو ته اړتیا ولرو.»

د تالقان ښار یوه اوسېدونکي ذبیح الله چې ۵۲ کاله عمر لري او دی هم مزدورکار دی، وویل چې هغه خوښ دی چې کولی شي په هغې مرسته چې ترلاسه کړې یې ده خپل بچیان ماړه کړي.‌

ذبیح الله وویل، «دا ډېره سخته ده چې زه خپله کورنۍ د ورځ مزدورۍ له لارې په خېټه ماړه کړم. د ژمي په را رسېدلو سره د خوراکي او سون توکو قیمتونه ورځ تر بلې لوړېږي.»

هغه وویل، هغه په اونۍ کې یواځې یوه یا دوه ورځې کولی شي چې کار پیدا کړي.

هغه وویل، که څه هم چې ژمی لا پیل شوی نه دی، لاکن د یو کال مخکې وخت په پرتله، د یو من لرګیو قیمت له ۹۰ افغانیو (۱ ډالر) څخه ۱۰۰ افغانیو (۱.۱۵ ډالر) ته ختلی دی. د یو من ډبرو سکرو قیمت هم له ۳۵ افغانیو (۰.۴۰ ډالر) څخه ۶۵ افغانیو (۰.۷۵ ډالر) ته ختلی دی.

بې ساري لوږه

د تخار اوسېدونکي وایي، د خیریه موسساتو له خوا وړاندې کړای شوې مرسته اوس د پخوا په پرتله ډېره حیاتي ده.‌

د تالقان ښار یوه اوسېدونکي عزت الله رحیمي چې ۳۷ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، بې وزلي، بې کاري او د خوراکي توکو نه نشتون په افغانستان کې د لوږې د بې ساري ډېرښت سبب شوي دي.

هغه وویل، «مرستې ته ډېره سخته اړتیا ده ... ځکه ډېر خلک په ځانګړې توګه واړه او زاړه د لوږې له لوی خطر سره مخامخ دي او هېڅ نه لري چې پرې وپایي.»

هغه وویل، «د خیریه موسسو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له خوا وړاندې کړای شوې مرسته پر وخت او ډېره مؤثره ده. اکثرو کورنیو هېڅ نه لرل چې ویې خوري او که داسې مرسته نه وای برابره شوې له لوږې سره به مخامخ شوې وای.»

رحیمي وویل، خیریه موسسې باید له توپیر پرته له کم وسه کورنیو سره مرسته وکړي، که نه، هغوی به په را روان ژمي کې له لوږې سره مخامخ شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان کې ډېر سخت ژمی په داسې حال کې را روان دی چې د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی. په افغانستان کې د معمول په څېر تر اوړي په ژمي کې مصرف زیاتېږي، هغه داسې چې د ډېری سیمو خلک د ژمي لپاره د سونګ موادو ته ضرورت لري. دغه حالت په خپله یوه تراجېدي ده چې له یوه پلوه مصارف زیاتېږي او له بله پلوه اقتصاد کمزوری وي. په تېر شل کلن جریان کې چې نړیوالو په میلیاردونو ډالر راوړل، هيڅ بنیادي کار پرې و نه شو. البته نړیوالو هم که افغانستان ته کومې پیسې راوړي، یا یې خپله بېرته وړي او یا یې افغان غلو ته په لاس ورکړي. د ملت لپاره هيڅ داسې یوه کارخانه یا بل داسې بنیادي کار و نه شو چې نن یې په کې کار کړې و او خپلو اولادونو ته یې روزي تر لاسه کړې وه. افغانان د نړیوالو بشري مرستو چې د ډبلیو ایف پي له لارې یې کوي منندوی دي خو زمونږ هیله له نړیوالو څخه دا ده چې افغانانو ته بنیادي کارونه وکړي تر څو له فقر او محتاجۍ څخه خلاص شي.

ځواب ورکړئ

خلک مو سوال ته کېنولي. سمه ده چې تاسو د انساني همدردۍ له وجې خلکو سره مرسته کوئ. مګر همدغه مرسته چې تاسو ورکړه یوه میاشت یې نه کېږي. فرض کړه دوه میاشتې یې وشوه. بیا به څه کوي؟ سوال وکړي؟ غلا وکړي؟ چیشی وکړي چې د دې خلکو بچي وږي پاتې نه شي؟ که ریښتیا هم د دې خلکو سره مرسته کول غواړئ، نو د مرستې همدغه پیسې چې تاسو یې په یوه ولایت کې زرګونه کورنیو ته ورکوئ ښه به وي چې په داسې یوه پروژه یې بندې کړئ چې دوی ترې حد اقل د پنځه کلو لپاره ګټه واخلي که اوږدمهاله کار ورته نه جوړوئ. او که اوږدمهال کارونه ستاسو په نظر د افغانانو لپاره ښه نه وي؛ نو بیا زرو کورنیو ته نه پینځه سوه کورنیو ته واړه کاروبارونه جوړ کړئ. لکه یوه کس ته د سوپ ګاډی او مواد یې واخلئ او لارښوونه ورته وکړئ چې ستاسو لخوا د څومره پیسو مواد ورته اخیستل کېږي هغه دې ترې هر ماښام د سبا ورځې لپاره مواد اخلي او ګټه دې بل جېب ته اچوي او کورنۍ ته دې پرې خوراکي او نور د اړتیا وړ توکي اخلي. همداسې نورو کسانو ته نور نور کارونه برابر کړئ چې خلک له سوال او ستاسو مؤسساتو په څېر ادرسونو پسې هره ورځ منډې ونه کړي او نه یې د سرک او خلکو مخه کې عزت لیلام شي. مننه

ځواب ورکړئ

د خوړو نړیوال پروګرام په تخار ولایت کې له ۱۷۰۰۰ کورنیو سره مرسته وکړه. د ۵۰ ډالرو یا ۴۳۰۰ افغانیو په ارزښت توکي هیڅکله د ژمي ۳ میاشتې د یوې کورنۍ لپاره بسنه نه کوي. د افغانستان خلک د فقر په سختو شرایطو کې ژوند کوي. په افغانستان کې هیڅ کار نشته، د پیسو سرچینه نشته، یوه کورنۍ څنګه کولی شي چې د ژمي درې میاشتې په څلور لیتره غوړیو باندې تیر کړي. دا سمه ده چې دا د یوې کورنۍ له ۱۰ څخه تر ۱۵ ورځو پورې کفایت کولی شي، لاکن موږ د خوړو نړیوال سازمان باندې حق نه لرو، موږ په خپل حکومت حق لرو. د افغانستان اسلامي امارت باید د خپلو خلکو لپاره کاري چاپېریال برابر کړي، تر څو خلک وکولی شي د خپلې کورنۍ لپاره د اړتیا وړ خواړه چمتو کړي. د ملګرو ملتونو او یا د یوې بهرنۍ موسسې له خوا د افغانستان خلکو ته د خوراکي توکو اساسي مرسته یوازې د څو ورځو لپاره د یوې کورنۍ ستونزې هوارولی شي. زما په اند د افغانستان اوسنی حکومت باید د بهرنیو موسسو په همکارۍ د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د کانالونو د جوړولو کار ژر تر ژره پیل کړي تر څو زموږ وچې مځکې په کرنیزو ځمکو بدلې شي او له دې لارې موږ د ځان لپاره خواړه چمتو کړو. د افغانستان په زیربنا باندې باید کار پیل شي تر څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي. په یوه کورنۍ کې د دې شیانو د اړتیا په اړه فکر وکړئ چې د خوړو نړیوال پروګرام ورسره مرسته کړې ده. تر څو چې د افغانستان خلک یوازې په خپل وطن پاتې نشي، له سوالګرۍ به خلاص نشي. د افغانستان خلک خپل وطن ته صادق نه دي او خپل وطن ته یې خدمت نه دی کړی. هغه څوک چې خپل هیواد ته خدمت نه کوي تل د نورو محتاج وي.

ځواب ورکړئ