اقتصاد

د ملګرو ملتونو له خوا د کار په بدل کې د خوراکي توکو پروګرام په تخار کې له ۵۰۰۰ څخه ډېر کسان په کار ګومارلي دي

د محمد قاسم راپور

ځایي اوسېدونکي د کب په ۸مه د تخار ولایت د تالقانو په ابدال کلي کې د سرک جوړونې په یوه پروژه کې چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) له خوا تمویل شوې ده، برخه اخلي. [سمیع الله صمیمي/سلام ټایمز‍]

ځایي اوسېدونکي د کب په ۸مه د تخار ولایت د تالقانو په ابدال کلي کې د سرک جوړونې په یوه پروژه کې چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) له خوا تمویل شوې ده، برخه اخلي. [سمیع الله صمیمي/سلام ټایمز‍]

تخار -- د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) د کار په بدل کې د خوراکي توکو د یوه نوښت له لارې په تخار ولایت کې له اړمنو او کم وسو کورنیو سره خپله مرسته زیاته کړې ده.

د تخار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست کې د پروګرامونو آمر مؤحدالله حمید وویل، د ولایت په مرکز تالقانو او بېلابېلو ولسوالیو کې ۵۹ پروژې پیل شوي دي.

ډبلیو اېف پي دا پروګرام د کب په ۸مه پیل کړ، او په دوو میاشتو کې به تطبیق شي.

هغه وویل، «په دې پروژو کې د ویجاړو شویو کلیوالي سرکونو بیارغول، هوارول او پاکول؛ د نویو سرکونو جوړول؛ او د بزګرانو لپاره د اوبه خور د کانالونو پاکول شامل دي.»

هغه وویل، «د بېلابېلو کلیو تقریبا ۵۴۲۸ کسان په دې کار کوي چی د دغو پروژو سم تطبیق یقیني کړي.»

هر کاریګر په اونۍ کې د څلورو ورځو په ترڅ کې د اته ساعته کار په بدل کې، هر ۱۶ ورځې وروسته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۴ کیلوګرامه نخود او ۷ کیلوګرامه مالګه ترلاسه کوي، ترڅو د خپلې کورنۍ لپاره خوراکي توکي برابر کړي.

حمید وویل، «د دې پروژو بشپړتیا به د زرګونو کورنیو لپاره د سرکونو د نشتوالي ستونزه حل کړي او بزګرانو ته به د زراعت اوبه برابرې کړي.»

د دې پروژو هدف دا دی چې د عامو خلکو لپاره ټرانسپورټ اسان کړي، د زراعت لپاره اوبه برابرې کړي، کاري فرصت رامنځته او د فقر او لوږې پر ضد مجادله وکړي.

حمید وویل، «په دغه ولایت کې اکثر کلیوالي سرکونه په ډېر بد حالت کې دي. په ځینو کلیو کې سرکونه نشته او خلک په تګ راتګ او په ځانګړې توګه ژمي کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ وي.»

د فقر او لوږې پر ضد مجادله

د سیمې خلکو د داسې پروژو د تطبیق هرکلی وکړ، او د هغو د دوام غوښتنه یې وکړه.

د تالقان یوه اوسېدونکي میرویس حکیمي چې ۳۷ کاله عمر لري، او په یوه پروژه کې د مزدورکار په توګه کار کوي، وویل چې د کار له پیل څخه مخکې هغه په سختۍ سره دومره پیسې ګټلی شوای چې د خپلې څلورکسیزې کورنۍ نفقه ترې برابره کړي.

هغه وویل، «زه یو نجار یم. په روان بد اقتصادي حالت کې، هیڅوک هم نه غواړي چې په لاس جوړ لرګین فرنیچر باندې پیسې ولګوي. څو میاشتې کېږي چې زه بې کاره او له اقتصادي ستونزو سره مخامخ یم.»

هغه وویل، «اوس زه ډېر خوښ یم چې یوه وظیفه لرم او کولی شم چې نفقه وګټم او د خپلې کورنۍ په دسترخوان باندې حلال خواړه کېږدم.»

هغه زیاته کړه، «دا پروژې موږ ته دا وړتیا راکوي چې د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره بدیلې لارې ومومو.»

د تالقانو د نهر چمن کلي یوه لرګي ماتوونکي توخته مراد چې ۵۳ کاله عمر لري، وویل هغه خوښ دی چې په دې پروژه کې کار کوي.

هغه وویل، «څو کاله کیږي چې زه د خپل لاس د تڼاکې له لارې نفقه ګټم. معمولا په ژمي کې کار ښه وي، خو له هغه وروسته زه میاشتې میاشتې بې کاره یم.»

هغه وویل، «زه چې بې کاره وم، نه پوهېدم چې څنګه خپلې اوه کسیزې کورنۍ ته خواړه برابر کړم، خو اوس زه خوښ یم چې خواړه ترلاسه کوم او په خپله سیمه کې د سرکونو په بیارغونه کې مرسته کوم.»

هغه په ملګرو ملتونو باندې غږ وکړ چې په دې ولایت کې په راتلونکي کې هم دې ته ورته پروژې پیل کړي څو د بې روزګاره خلکو ملاتړ پرې وکړي.

د سرکونو د حالت ښه کول

ډېر هغه سرکونه چې د تخار کلي سره نښلوي په تېرو کالونو کې د جګړې په ترڅ کې ویجاړ شوي ول، او جدي بیارغونې ته اړتیا لري.

ځایي اوسېدونکي او مقامات وایي، لنډمهالې پروژې لکه د ډبلیو اېف پي پروژه تر یوه حده پورې دا ستونزې حلوي.

په تالقانو کې د یوې پرمختیایي شورا یوه غړي شمس الدین قادري وویل، اکثر کلیوال بازارونو او روغتیایي کلینیکونو ته د تګ راتګ پر وخت د سرکونو د وضعیت د خرابوالي له امله له جدي ستونزو سره مخامخ کیږي.

هغه زیاته کړه، د داسې پروژو تطبیق کولی شي چې د ټرانسپورټ په برخه کې د عامو خلکو ستونزې هوارې کړي.

قادري وویل، «دا چې اکثر سرکونه چې کلیو ته ځي په بد حالت کې دي یا غټې کندې په کې دي، حتی موټروانان نه غواړي چې پرې لاړ شي. ځینې وختونه اوسېدونکي مجبورېږي چې ناروغان د مرکب په واسطه کلینیکونو ته ورسوي ځکه چې موټرونه نه وي.»

هغه وویل، «په موجودو شرایطو کې د کار په بدل کې د خوراکي توکو پروژې ډېرې مؤثرې دي ځکه چې هغه د سرکونو په بیارغونه کې مرسته کوي او عام خلک په لېوالتیا سره په داسې رغنیز کار کې برخه اخلي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یو وخت ما فکر کاوه چې د داسې وړو پروژو پر ځای باید غټ پروګرامونه تطبیق شي. لاکن اوس زه وایم چې څاڅکی، څاڅکی په سمندر بدلیږي. که هره قریه داسې یو پروګرام ولري، کېدی شي چې په نتیجه کې یې ښه باغونه او پټي جوړ شي او زراعتي تولیدات وده وکړي. په دې توګه به زمونږ د خلکو او ولس لپاره عایداتي سرچینې برابرې شي. یوه بله خبره چې ډېره مهمه ده هغه دا ده چې د افغانستان د داخلي بازار تر څنګ باید د افغاني زراعتي تولیداتو لپاره په ګاونډیو هېوادونو کې هم بازارونه ولټول شي. د دې کار لپاره د ګاونډیو هېوادونو او نورو هېوادونو له خوا د افغانستان د حکومت په رسمیت پېژندلو ته اړتیا ده. د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره باید د افغانستان اوسني حاکمان د نړۍ والې ټولنې شرایط ومني؛ باید بشري حقونه رعایت کړي، د بیان ازادي تضمین کړي، د اقلیتونو استازي او ښځې په حکومت کې شریک کړي. او د دې تر څنګ، باید ښځو ته د کار کولو او نجونو ته د زده کړو حق ورکړي.

ځواب ورکړئ

د کار په بدل کې پیسې؛ دا نهایت زیات د ستاینې وړ کار دی. دې سره به هغه کارمندان چې په دې پروژه کې شامل دي او هره ورځ له کوره ووځي، کار کوي او ماښام راځي نو ځان او کورنۍ ته به جیګې سترګې وي او همېش به فکر ورسره وي چې سوال ته نه دی ناست؛ بلکې کار یې کړی، خوله یې توی کړې، خواري یې کړې او په بدل کې یې خوراکي توکي ترسره کړي دي. دې سره به وزګار خلک په کار شي. هغه شیطاني فکرونه او وسوسې چې د بې کارۍ په وخت کې ورته پیدا کېږي له ذهن لرې او ټوله ورځ به بوخت وي چې هم به خوراکي توکي ترلاسه او هم به ذهناً راحت وي. هو فزیکي ستړیا به وي مګر وجدان ته به ارام او د وطن جوړونې برخه کې به یې ونډه اخیستي وي چې دا به نهایت ارام بخش کار دی.

ځواب ورکړئ

د کار په بدل کې د خوراکي توکو پروګرام د تخار ولایت د اوسیدونکو لپاره یو ښه پروګرام دی. دا پروګرام د ملګرو ملتونو یا ډبلیو اېف پي له خوا بې وزلو خلکو ته د بشري مرستو په توګه د ۴۳۰۰ افغانیو له ورکولو څخه غوره دی. د دې ولایت بې وزله خلک خپل وطن ابادوي او له دې کار څخه د خپلو کورنیو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي. زما په اند ملګري ملتونه باید د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د کار په بدل کې د خوراکي توکو پروګرام بهیر پلي کړي. زه ډاډه یم چې دوی به ښه پایله ترلاسه کړي. د کلیو ډېری خلک د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه کابل ته د خپلو کورنیو لپاره د نفقې د موندلو لپاره راځي. که څه هم چې د هغوی د کلیو سړکونه په خراب حالت کې دي، د اوبو لګولو کانالونه یې باید پاک شي، پلونه یې د موټرونو د تېرېدو لپاره مناسب نه دي او افغان حکومت د دوی په کلیو کې د دې کار د ترسره کولو لپاره کافي لاس رسی نه لري. زما شخصي نظر دا دی چې ملګري ملتونه کولی شي د کار په بدل کې د خوراکي توکو پروګرام ته پراختیا ورکړي او د ملګرو ملتونو له خوا له کار پرته د مرستې په توګه د ۴۳۰۰ افغانیو نغدي مرستې بندې کړي. له بدخشان ولایت څخه یو غریب سړی د کار موندلو لپاره کابل ته راځي، خو په کابل ښار کې کار نشته، د موټر کرایه او د خوراک لګښت هم د هغه غریب لپاره تاوان دی، خو په دغه ولایت کې د هغوی سرکونه ویجاړ دي،‌ پلونه یې ویجاړ دي، د اوبو لګولو کانالونه یې پاکوالي ته اړتیا لري. که دا بې وزله کس څو ورځې په خپل کلي کې کار وکړي، کورنۍ یې د خوړلو لپاره ډوډۍ نه لري، ‌ډوډۍ به ترلاسه کړي. له دې امله خلک په خپلو کلیو کې کار نه شي کولی. د دې بې وزلو خلکو لپاره ډېر ضروري دا ده چې خوراکي توکي ومومي. له همدې امله زه وایم چې د کار په بدل کې د خورا

ځواب ورکړئ