چاپیریال

د متحده ایالاتو حکومت د پاکستان له سېلاب ځپلیو خلکو سره مرستې زیاتوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د پاکستان د افتونو د مدیریت ملي ادارې (اېن ډي اېم ای) او د متحدو ایالاتو د نړۍ والې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) چارواکي د وږي په ۱۰مه له سند، بلوچستان او خیبر پښتونخوا څخه د یوې هوایي کتنې په ترڅ کې د سېلاوونو په نتیجه کې پېښ شوي زیانونه ارزوي. [یو اېس ای آی ډي/ټوېټر]

د پاکستان د افتونو د مدیریت ملي ادارې (اېن ډي اېم ای) او د متحدو ایالاتو د نړۍ والې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) چارواکي د وږي په ۱۰مه له سند، بلوچستان او خیبر پښتونخوا څخه د یوې هوایي کتنې په ترڅ کې د سېلاوونو په نتیجه کې پېښ شوي زیانونه ارزوي. [یو اېس ای آی ډي/ټوېټر]

واشنګټن -- د متحدو ایالاتو حکومت د پاکستان په تاریخ کې د بدترینو سېلابونو په ترڅ کې له دغه هېواد سره مرستې زیاتوي.‌

په پاکستان کې د ریکارډ په کچه ډېرو څو میاشتنیو مونسوني ورښتونو څخه وروسته، د دغه هېواد نژدې یو پر درې برخه ځمکه، چې د برتانیا له خاورې سره برابره ده، اوبو لاندې کړې ده. دغو سېلاوونو ۱۳۰۰ کسان وژلي او کورونه، تجارتي شرکتونه، سرکونه او پلونه یې لاهو کړي دي.‌

د متحده ایالاتو نړۍ والې پرمختیایي ادارې د جمعې په ورځ /د وږي په ۱۱مه/ وویل، دغې ادارې د پاکستان د سېلابونو پر وړاندې د غبرګون د هڅو په ملاتړ کې د افتونو د مدیریت کارپوهان په کار ګومارلي دي.‌

یادې ادارې وویل، د افتونو پر وخت د مرستې د غبرګون ټیم (ډی ای آر ټي) «زیانونه ارزوي، د لومړیتوب اړتیاوې په ګوته کوي، او د پاکستان حکومت او د بشري مرستو له شریکانو سره له نژدې څخه همغږي کوي څو د مرستو اغېزمن او ګټور اجرأت یقیني کړي.»

د وږي په ۱۵مه، د پاکستان د سند ایالت په جېکب اباد سیمه کې له سختو مونسوني بارانونو څخه وروسته، ځوانان له مېښو سره د سېلاو په اوبو کې لامبي.‌[عامر قریشي/ای اېف پي]

د وږي په ۱۵مه، د پاکستان د سند ایالت په جېکب اباد سیمه کې له سختو مونسوني بارانونو څخه وروسته، ځوانان له مېښو سره د سېلاو په اوبو کې لامبي.‌[عامر قریشي/ای اېف پي]

کارګران د وږي په ۱۴مه د پاکستان د سند ایالت د سکر سیمې په هوایي ډګر کې له یوې پوځي الوتکې څخه له راښکته کولو وروسته، د هغو پاکستانیانو لپاره چې د سېلابونو له امله په هېواد کې دننه بې ځایه شوي دي د مرستندویو خوراکي توکو کڅوړې په یوه لارۍ کې باروي.‌ [عامر قریشي/ای اېف پي]

کارګران د وږي په ۱۴مه د پاکستان د سند ایالت د سکر سیمې په هوایي ډګر کې له یوې پوځي الوتکې څخه له راښکته کولو وروسته، د هغو پاکستانیانو لپاره چې د سېلابونو له امله په هېواد کې دننه بې ځایه شوي دي د مرستندویو خوراکي توکو کڅوړې په یوه لارۍ کې باروي.‌ [عامر قریشي/ای اېف پي]

دا په هغو ۳۰ میلیونو ډالرو بشري مرستو سرباری دی چې متحده ایالاتو د تېرې اونۍ په لومړیو کې اعلان کړې څو د پاکستان له هغو خلکو سره چې ویجاړوونکیو مونسوني بارانونو د غبرګولي میاشتې راهیسې ځپلي دي، مرسته وکړي.

په اعلامیه کې راغلي، «په دې مرستو سره، د یو اېس ای آی ډي شریکان خوراکي، تقویتي موادو، نغدو پیسو، پاکو اوبو، حفظ الصحې او د سرپناه عاجلو مرستو ته لومړیتوب ورکوي.»

یو اېس ای آی ډي وویل، «د ډي ای آر ټي په توظیف سربېره، په سیمه او واشنګټن ډي سي کې د متحده ایالاتو د حکومت کارمندان د هرو هغو احتمالي اغېزو په شمول چې سېلاب یې ښایي د سیمې په خواوشا کې رامنځته کړي، وضعیت له نژدې څخه څاري.»

یو اېس ای آی ډي د زمري په ۲۵مه اعلان وکړ چې هغوی۱۰۰۰۰۰ ډالر د عاجلې مرستې په دود ورکوي څو له هغو پاکستانیانو سره چې سختو سېلابونو ځپلي دي، مرسته وکړي.

یو اېس ای آی ډي وویل، «متحده ایالات د پاکستان د خلکو یو قوي ملاتړی وو او وي به، او له هغه هېواد سره تر ټولو لوی یوازنی بشري مرستندوی دی.»

د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو قوماندانۍ (سینټکام) د جمعې په ورځ وویل،‌ د متحده ایالاتو د دفاع وزارت هم له پاکستان سره یو پوځي مرستندوی ماموریت ترسره کوي.‌

د مرکزي قوماندانۍ ویاند ډګروال جو بوچینو په یوه اعلامیه کې وویل، «مرکزي قومانداني یو ټیم اسلام اباد ته لېږي څو معلومه کړي چې د دفاع وزارت یو اېس ای آی ډي ته څه ډول ملاتړ برابرولی شي څو په پاکستان کې د سېلاب په ناورین کې مرسته وکړي.»

دا پرېکړه د پنجشنبې په ورځ د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان جنرال مایکل ایریک کوریلا او د پاکستان د پوځ لوی درستېز جنرال قمر جاوېد باجوه تر منځ له ټیلیفوني خبرو څخه وروسته وشوله.

د خوړو تأمین له خطر سره مخامخ دی

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې، په پاکستان کې سېلاوونو هغه هڅې هم اغېزمنې کړي چې په ترڅ‌ کې یې ګاونډي افغانستان ته د خوراکي توکو د رسولو په لړ کې کېدلې څو د هغه هېواد د بشري ناورین په مهارولو کې مرسته وکړي.

مقاماتو د وضعیت پړه د اقلیم بدلون باندې ور اچولې چې د هوا د پېښو شمېر او قوت زیاتوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي)‌ وویل،‌ د خوراکي توکو ډېره مرسته د پاکستان له لارې له سرکونو څخه په استفادې سره کېدله، او دغه شبکه د هېواد په تاریخ کې د بدترینو سېلابونو له امله سخته زیانمنه شوې ده.‌

د پاکستان لپاره د ډبلیو اېف پي مشر کرېس کای وویل، «دا وخت مونږ په مطلق ډول په پاکستان کې د خلکو پر اړتیاوو تمرکز کوو، خو هغه اغېزې چې مونږ یې دلته ګورو ډېرې پراخې دي.»

هغه وویل، «مونږ په عمومي توګه، نه یوازې په پاکستان کې په سملاسي او منځمهاله توګه د خوړو د تأمین په هکله ډېر اندېښمن یو، بلکې دغه راز هغه څه ته هم اندېښمن یو چې په افغانستان کې عملیاتو پورې تړاو لري.»

هغه وویل، «افغانستان ته د تأمیناتو لویه لاره په پاکستان تېرېږي.» د افغانستان د خوړو ډېره برخه د کراچۍ بندر له لارې ورځي.‌

کای له دوبۍ څخه د ویډیو لېنک له لارې په جنیوا کې خبریالانو ته وویل، «هغه سرکونه چې اوبو خراب کړي، هغه مونږ د لوجیستیک په برخه کې له یوې غټې ننګونې سره مخامخ کوي.»

نوموړي وویل، «ډبلیو اېف پي د تېر کال په ترڅ کې له ۳۲۰۰۰۰ مټریک ټنو څخه ډېر توکي اخیستي څو په افغانستان کې له روانو عملیاتو سره مرسته وکړي.‌ په پاکستان کې سېلابونه به دغه ظرفیت ته غټ زیان ور ورسوي.»

هغه وویل، په پاکستان کې د زراعتي تولیداتو بیا رغونه چې دغه هېواد پرې خپل خلک ماړه کړي او افغانستان ته خوراکي توکي ور ورسوي، یوه «غټه ستونزه» وه.

یوه بله ستونزه دا وه چې د غنمو حاصلات په پاکستان کې په داسې سیمو کې ذخیره شوي وو چې هغه سېلابونو وهلي او «د غنمو یوه لویه برخه اوبو وړې ده».‌

هغه وویل، په پاکستان کې د خوړو د تأمیناتو وضعیت حتی له سېلابونو څخه مخکې هم «خراب» وو، چې ۴۳٪ اوسېدونکي یې د خوراکي توکو له نه تأمین سره مخامخ ول او دغه هېواد د نړۍ د ۱۱۶ وږو هېوادونو په کتار کې ۹۲م ځای نیولی وو.‌

له بزګرانو سره مرسته کول

متحده ایالات په افغانستان کې، او ورسره په سیمه کې له افغان کډوالو سره،هم د بشري مرستو تر ټولو لوی مرستندوی دی.

له تېر زمري راهیسې، د متحده ایالاتو حکومت د افغانستان د خلکو سره له ۷۷۵ میلیونو ډالرو څخه ډېره بشري مرسته کړې ده.‌

تېره میاشت، یو اېس ای آی ډي اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت موسسې (اېف ای او) سره به د ۸۰ میلیونو ډالرو نوره مرسته وکړي.‌

یو اېس ای آی ډي د زمري په ۲۱مه اعلان وکړ چې، دا «به له افغان کروندګرو سره مرسته وکړي چې د چاپېریال له پایښت لرونکیو طریقو څخه په استفادې سره به د مغذي خوراکي توکو تولید، او د ښه کیفیت لرونکو تخمونو او نورو زراعتي توکو لاسرسی زیات کړي.»

په اعلامیه کې راغلي چې، «دا مرسته به د فصلونو د تنوع او د کرنې په غوره لارو چارو سره چې د وړې کچې د خوراکي توکو تولیدوونکیو،‌ ښځو، د کورنیو له بزګرانو، مالدارانو او کب نیوونکیو سره مرسته هم په کې شامل دي، د اقلیم او د اقتصادي ټکانونو پر وړاندې د کوچنیو بزګرانو انعطاف زیات کړي.»

اعلامیه وایي، «دا به د افغانستان د وړې کچې زراعتي تجارتونو ته ګټه ورسوي چې د خوړو د تولید د پایښت لرونکیو سیستمونو سره مرسته یقیني کړي، او د خوراکي توکو تأمین او د کم وسه افغان کورنیو تغذیې ته وده ورکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پاکستان، افغانستان او د نړۍ نور هېوادونه د نړۍ د صنعتي هېوادونو د ګټو قربانيان دي. دا زبرځواکونه د ناورینونو مسؤل دي. د کاربن او چاپیریال لپاره د زیان رسوونکو موادو په تولید سره، دا هیوادونه د نړیوالې تودوخې لامل شوي، چې په پایله کې یې د موسمي بارانونو مقدار زیات شوی دی. د نړۍ مخ پر ودې هېوادونه لکه افغانستان، پاکستان او داسې نور د چاپېريال ککړتيا نه رامنځته کوي، خو بيا هم تر ټولو زيات زيان ورته رسېږي. دا حالت باید بدل شي. د نړۍ زبرځواکونه باید د پرمختللو هیوادونو او راتلونکو نسلونو لپاره خپل رول ولوبوي. دغه هېوادونه بايد د هوا د ککړتيا د مخنيوي لپاره زيات پروګرامونه او تګلارې جوړې کړي. دوی باید د پاریس د تړون مادې هم تطبیق کړي او د پرمختللو هیوادونو سره مرسته وکړي. متحده ایالات نشي کولی د څو کڅوړو اوړو، خوراکي کڅوړو او خیمو په چمتو کولو سره خپل مسؤلیت ترسره کړي. متحده ایالات باید خپل هغه مسؤلیتونه چې پایلې رامنځته کوي، وپیژني.

ځواب ورکړئ

جالبه ده چې تاسو د پاکستان ملاتړ کوئ! د پاکستان پنجاب ایالت ۱۱۰ میلیونه نفوس لري. ټول پنجابیان ټیزونه اچوي. که هر یو یې په ورځ کې لس ټیزونه واچوي، یو میلیارد او سل میلیونه ټیزونه ترې جوړېږي چې له زرو فابریکو څخه ډیره تودوخه تولیدوي.

ځواب ورکړئ

د امریکا له خوا له پاکستان سره هر ډول مرسته د انسانیت توهین دی. دا مرسته د هغو لسګونو زرو افغانانو توهین دی چې د پاکستان له خوا د تروریزم د ملاتړ په جنګ کې ووژل شول. دا د هغو ۲۳۰۰ امریکایي عسکرو سپکاوی دی چې د پاکستان له خوا حمایه شوي تروریزم ووژل. دا د ناټو د هغو عسکرو توهین دی چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو د ترهګریزې پالیسې په نتیجه کې ووژل شول. دا د هغو سلګونو میلیونو امریکایانو او اروپایانو سپکاوی دی چې د خپلې خولې مړۍ یې نیموله او د خپلو ټکسونو پیسې یې د پاکستاني،‌ چینایي،‌ عربي تروریزم پر ضد جنګ ته لېږلې. د پاکستان مثال د هغې رقاصې دی چې هر څوک ډېرې پیسې ورکړي د هغه لپاره ښه ګډېږي. د پاکستان مرتد پوځ او وحشي استخباراتي ادارې د تېرو ۴۵ کالونو په ترڅ کې افغانستان وران کړ او په میلیونونو افغانان یې ووژل. دا د امریکا لپاره د شرم خبره ده چې د داسې چا (پاکستان) ملاتړ کوي چې هغوی ترهګر روزي او نړۍ ته یې صادروي.‌

ځواب ورکړئ

افغانستان کې هم سېلابونو زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او هم یې د استوګنې ځایونه ورته ویجاړ کړي. دغسې فصلونه یې ورته خراب کړي. حاصل خېزه ځمکې یې د خلکو وړي دي. مګر د افغانستان په حق کې تر اوسه ما هېڅ یو هېواد ونه لیده چې د مرستې غږ یې ورته پورته کړی وي. افغانان هم انسانان دي مرستې دې ورسره وشي. افغانستان کې نه یوازې سېلابونو بلکې دې وروستیو کې څو ځل شدیدې زلزلې شوي چې خلک یې سخت ځپلي هم په مالي لحاظ او هم په ځاني لحاظ. نو نړیوال دې یوازې پاکستان ته مخه نه کوي افغانانو سره دې هم مرستې وکړي. که وايي چې طالبانو سره اړیکې ښې نه دي نو طالبان خو هم همدې امریکایانو راوستل. اوس دې ورسره خپله پوه شي خو عام افغانان دې په دې حالت کې یوازې نه پرېږدي.

ځواب ورکړئ

امریکا هیڅکله هم د افغانستان له خلکو سره صادقه نه وه. افغانستان هم له ورته حالت څخه تیریږي، خو امریکا د افغانستان له خلکو سره هیڅ ډول مرسته ونه کړه. هغه څه چې تاسو په خپل راپور کې ویلي د افغانستان د خلکو په وړاندې د متحده ایالاتو د مسؤلیتونو یوه کوچنۍ برخه ده. امریکا باید له افغانستان سره نوره مرسته وکړي. د امریکا متحده ایالات د افغانستان د روان سخت او بحراني وضعیت مسوول دی.

ځواب ورکړئ