تروريزم

په ننګرهار کې داعش او نور اورپکي د ځنګلونو د ناقانونه پرې کولو په سر یو له بل سره نښتې کوي

د خالد زېري راپور

افغان کلیوال د ۱۳۹۶ د مرغومي په ۴ مه د ننګرهار ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ له خپلو وسلو سره ناست دي. د دې ولسوالۍ له ۵۰۰ نه ډېر اوسېدونکي سره ټول شوي چې د داعش د اورپکو پر ضد د جګړې کولو لپاره سره تړون وکړي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

افغان کلیوال د ۱۳۹۶ د مرغومي په ۴ مه د ننګرهار ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ له خپلو وسلو سره ناست دي. د دې ولسوالۍ له ۵۰۰ نه ډېر اوسېدونکي سره ټول شوي چې د داعش د اورپکو پر ضد د جګړې کولو لپاره سره تړون وکړي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

ننګرهار -- ځایي چارواکي وایي،‌په ننګرهار ولایت کې داعش ته وفادار ترهګر خپل فعالیتونه د ځنګلونو د ناقانونه پرې کولو له لارې تمویلوي.

د ننګرهار ولایت په اچین، نازیان او هسکه مېنه ولسوالیو کې ډېر ځنګلونه موجود دي -- او د دغو سیمو کنټرول له درې کالو راهیسې د داعش په لاس کې دی.‌

چارواکي وایي،‌داعش لرګي وهي او نښتر، څېړۍ او نور لرګي د خرڅانه لپاره پاکستان ته انتقالوي.

د اچین ولسوال محمد اسماعیل شینواري سلام ټایمز ته وویل، «د داعش ترهګر زمونږ د ولسوالۍ د غرنیو سیمو ځنګلونه وهي،‌ او د غرونو له لارې یې اخوا تیرا [قبایلي سیمو] ته اړوي او هلته یې خرڅوي،»

د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې د ۱۳۹۶ د تلې په ۲۲مه له یوې ودانۍ څخه بهر کوټه شوي لرګي لیدل کیږي. طالبان او د داعش غړي په دغه ولایت کې په ناقانونه توګه ونې پرې کوي او پیسې ترې ترلاسه کوي. اوس داعش او لشکر اسلام د ننګرهار ولایت په ځینې برخو کې عین کار کوي. [خالد زېری]

د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې د ۱۳۹۶ د تلې په ۲۲مه له یوې ودانۍ څخه بهر کوټه شوي لرګي لیدل کیږي. طالبان او د داعش غړي په دغه ولایت کې په ناقانونه توګه ونې پرې کوي او پیسې ترې ترلاسه کوي. اوس داعش او لشکر اسلام د ننګرهار ولایت په ځینې برخو کې عین کار کوي. [خالد زېری]

هغه وویل، داعش د سیمې د اوسېدونکیو مالونه او نور ملکیتونه هم چور کړي دي. شینواري زیاته کړه، د سیمې غریبو خلکو چې هر څه لرل هغه یې ترې نیولي دي.‌

په اچین ولسوالۍ کې د محلي پولیسو قوماندان نیازمحمد سلام ټایمز ته وویل، «هغوی ټول ځنګلونه وچلول.‌ د اچین او تیرا تر منځ یوازې یو غر پاتې دی. هغوی هلته د پاکستان له خوا نه یو سړک جوړ کړی دی. هغوی په هغه سړک باندې لارۍ باروي او اخوا ته یې اړوي.»

د اچین ولسوالۍ د شډل بازار یوه ۳۰ کلن اوسېدونکي قیوم خان وویل،‌«سم چې داعش را ورسېد، سمدلاسه یې د ځنګلونو نیولو ته مخه کړه،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، داعش چارتراشې په کچرو باندې باروي او پاکستان ته یې اړوي او خرڅوي یې، او زیاته یې کړه چې د ځنګلونو ناقانونه وهنه «اوس هم روانه ده».

داعش او لشکراسلام د ځنګلونو په سر یو له بل سره نښتې کوي

داعش له مقاومت سره مخامخ دی، خو نه یوازې د ځایي اوسېدونکو او چارواکو له خوابلکې د لشکر اسلام له خوا هم.‌ د لشکر اسلام ترهګر ګروپ، چې منګل باغ یې مشر دی، د پاکستان په خیبر ایجنسۍ او په سرحدي سیمه کې فعال دی.‌

داعش او لشکر اسلام د سلواغې په ۱۵مه په اچین ولسوالۍ کې جګړه پیل کړه، او چارواکي وایي چې د نښتو سبب د ځنګلونو ناقانونه وهل دي.‌

د افغانستان د ملي امنیت په اداره کې یوې سرچینې د نوم پټ ساتلو په شرط سلام ټایمز ته وویل، د منګل باغ د پلویانو او د داعش د غړو تر منځ، چې ابوبکر کونړي او عبدالله اورکزي یې قومانده پر غاړه لرله، د وروستیو نښتو په ترڅ کې د داعش ۲۵ غړي د لشکر اسلام له خوا ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول.

سرچینې زیاته کړه، د لشکر اسلام ۵ غړي ټپیان شول.‌

د اچین ولسوالۍ یوه قومي مشر ملک کمین وویل، «له څو ورځو راهیسې داعش او د منګل باغ سړیو په بندر سیمه کې جګړه پیل کړې ده،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په نازیان، اچین او نورو ولسوالیو کې د څېړۍ او نښترو ځنګلونه دي. لشکر اسلام او داعش دواړه د دغه ځنګل د مالکیت ادعا کوي.»

هغه وویل،‌«داعش او لشکر اسلام د ځنګلونو د وهلو له لارې پیسې پيدا کوي او په هغو باندې خپله جګړه تمویلوي،»

په سیمه کې د محلي پولیسو یوه قوماندان خیرمحمد، چې له ډېرې مودې راهیسې یې د داعش پر ضد جګړه کړې ده، سلام ټایمز ته وویل، «د بندر د پورتنۍ برخې ځنګلي سیمې، چې اچین ولسوالۍ پورې تړلي دي، د لشکر اسلام له خوا نیول شوې وې او لاندنۍ سیمې یې د داعش له خوا نیول شوې وې. هغوی دغه سیمې په خپلو منځونو کې سره وېشلې وې.»

دغه ترتیب په چټکۍ سره مات شو او نښتې یې رامنځته کړې.‌

هغه وویل، «لرګي لرونکې سیمې د منګل باغ د سړیو له خوا ونیول شوې. کله چې د داعش غړي هلته ورغلل چې د نښترو ونې پرې کړي، د منګل باغ سړیو یې مخالفت وکړ،‌ او ویې ویل چې ځنګلونه د هغوی حق دی، نو جګړه ونښته... او تر اوسه هم روانه ده،»

دا لومړۍ جګړه نه ده

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګياڼي سلام ټایمز ته وویل، «لشکر اسلام او داعش مخکې د نازیان ولسوالۍ په سپینه ژۍ او دوه خولې سیمو کې د ځنګلونو په سر سره جګړې کړې وې،‌ چې د داعش او لشکر اسلام د لسګونو جنګیالیو د وژنې او یرغمل نیونې سبب شوې وې،»

خوګیاڼي وویل، داعش او لشکر اسلام دواړه «زمونږ د حکومت مخالفین دي، او هغوی یو له بل سره جګړې کوي،»

هغه وویل، «هغوی یو بل ته ډېر تلفات ور اړولي دي، خو مونږ نشو ویلی چې لشکر اسلام ته که داعش ته -- هغوی ټول یو ډول ترهګر دي،‌ او مونږ د هغوی پر ضد جګړه کوو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ستاسو راپورونه جالب دي چې د ژوند په بیلابیلو اړخونو او موضوعاتو باندې لیکل کوئ. دا مهم موضوع ده چې تاسو څیړلې ده. له تاسو نه ډیره مننه.

ځواب ورکړئ