امنیت

افغان ځواکونو هرات ښار ته نږدې د طالبانو برید په شا وتمباوه او ۴۰ اورپکي یې ووژل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د ولسي پاڅون د ځواکونو یو غړی د زمري په ۸مه د هرات ښار په لمنه کې د طالب یاغیانو د موندلو لپاره سیمه څاري. [د هرات ولایت د رسنیو دفتر]

د ولسي پاڅون د ځواکونو یو غړی د زمري په ۸مه د هرات ښار په لمنه کې د طالب یاغیانو د موندلو لپاره سیمه څاري. [د هرات ولایت د رسنیو دفتر]

هرات -- چارواکو وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ /د زمري ۷مه/ د هرات ښار په لمنو کې د طالبانو یو برید په شا وتمباوه، او دا یې ثابته کړه چې یاده ډله د ښارونو د نه په نښه کولو په هکله دروغ وايي.

طالبانو په وروستیو کې د خپلو مرګوني بریدونو په دوام، د ښار شاوخوا څو ولسوالۍ او له ایران او ترکمنستان سره د سرحدونو په اوږدو کې دوه سرحدي دروازې نیولي دي.

د غوایي له نیمایي راهیسې، د هېواد په بېلابېلو برخو کې تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شو چې یاغیانو د متحده ایالاتو په مشرۍ ناټو ځواکونو له خوا د وروستي خروج له پیلولو څخه څو ورځې وروسته، چې اوس بشپړېدلو ته نږدې شوی دی، بریدونه پيل کړل.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، «طالب جنګیالیو تېره شپه د هرات ښار ته نږدې په ګذره ولسوالۍ کې بریدونه پيل کړل.»

د متحده ایالاتو بیرغ د زمري په ۸مه په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت د ودانۍ په کړکیو کې ښکاري. [سجاد حسین/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو بیرغ د زمري په ۸مه په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت د ودانۍ په کړکیو کې ښکاري. [سجاد حسین/ای اېف پي]

هغه وویل، «له نېکه مرغه چې، افغان امنیتي ځواکونو د هغوی برید په شا وتمباوه، لاکن له بده مرغه چې د افغان امنیتي ځواکونو څلور غړي ووژل شول.»

فرهاد وویل، په دې ولسوالۍ کې ځای، ځای جنګ روان دی، او زیاته یې کړه چې تر ۴۰ پورې طالب جنګیالي وژل شوي دي.‌

د ای اېف پي یوه خبریال راپور ورکړ چې، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه او د پخواني افغان جنګسالار او د طالبانو مخالف قوماندان اسماعیل خان ملېشې د شاوخوا ۶۰۰ زره اوسېدونکیو لرونکي ښار په شاوخوا کې ځای پرځای شوي دي.

د طالبانو تاوتریخوالی په ډېرېدلو دی

د حقونو د څار یوې ادارې د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې، طالبانو د ۱۳۹۸ د کب په میاشت کې له امریکایی مرکچیانو سره د سولې د یوې هوکړې له لاسلیکولو څخه وروسته چې په پام کې وه د سولې بین الافغاني خبرو ته لاره هواره کړي، په افغانستان کې خپل بریدونه دوه برابره زیات کړي دي.

په افغاني هدفونو باندې د طالبانو بریدونه د دوحې تړون څخه مخکې د درې میاشتو په ترڅ کې ۶۷۰۰ یاد شوي وو خو وروسته د ۲۰۲۰ له سپتمبر څخه تر نومبر پورې د درې میاشتو په ترڅ کې ۱۳۲۴۲ ته زیات شول.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي مفتش (سیګار) د راپور په اساس، له هغه نه را وروسته په هره ربعه کې بریدونه له ۱۰ زرو څخه ډېر حساب شوي دي.

راپور په افغانستان کې د متحده ایالاتو - ناټو د ګډ ځواک له خوا د ورکول شویو معلوماتو په اساس لیکلي چې، د ۲۰۲۰ له جنورۍ څخه تر مارچ پورې ۵۱۰ تنه ملکیان مړه او ۷۰۹ ټپي شوي دي.‌

له هغه وروسته،‌ د تېر کال په درېیمه ربعه کې د مړو شمېر ۱۰۵۸ او د ټپیانو شمېر ۱۹۵۹ ته پورته شو او همداسې پسې زیات شو.‌

د سیګار په راپور کې راغلي چې، د سږ کال د اپریل او می ارقامو وښودله چې سږ کال ۷۰۵ تنه ملکیان مړه او ۱۳۳۰ نور ټپي شوي دي.

له افغان دوستانو سره مرسته کول

د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي په زیاتېدلو سره، د متحده ایالاتو حکومت د هغو افغانانو اېستل پيل کړي‌ چې د متحده ایالاتو پوځ او دیپلوماتیک ماموریت سره یې د ترجمانانو په توګه کار کاوه. ترجمانان د طالبانو له خوا د انتقام له خطر سره مخامخ دي.‌

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ وویل، لومړۍ الوتنه چې افغان ترجمانان یې راپورته کړي وو امریکا ته را رسېدلې ده.‌

د سپینې ماڼۍ له خوا خپره شوې یوه اعلامیه کې، بایډن وویل، «موږ له هغو زرګونو افغان وګړو سره د خپلې ژمنې ترسره کولو ته دوام ورکوو چې د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې یې په افغانستان کې له امریکایي عسکرو او دیپلوماتانو سره اوږه په اوږه خدمت وکړ،»

د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدلو څخه وروسته، شاوخوا ۲۰ زرو افغانانو د متحده ایالاتو حکومت سره کار وکړ، او د بهرنیو چارو وزارت د مهاجرت د ځانګړیو وېزو پروګرام لاندې یې د وتلو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي دي.‌

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا یوه چارواکي روس تراورس وویل، لومړني رارسېدلي کسان چې شمېر یې نږدې ۲۰۰ تنه دی به روغتیایي کتنې او نورې پروسې بشپړې کړي او بیا به د هېواد په بېلابېلو برخو کې نویو کورونو ته ولېږل شي.

تراورس وویل،‌ له ۲۰۰۸ کال راهیسې له ۷۰ زرو څخه ډېرو افغانانو د مهاجرت ځانګړې وېزې ترلاسه کړي او په متحده ایالاتو کې ځای پرځای شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د کاري ګروپ یوې غړې تریسي جاکوبسن وویل، د وږي په ۹مه «د عسکرو د خروج له بشپړېدلو څخه وروسته موږ غواړو چې دې پروګرام ته دوام ورکړو.»

د متحده ایالاتو کانګرس د پنجشنبې په ورځ د رایو په اتفاق سره داسې یوه لایحه تصویب کړه چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ماموریت د ملاتړ کوونکیو افغانانو د ځای پرځای کولو لپاره ۱.۱ میلیارد ډالر بودجه ځانګړې کوي.

تمه ده چې بایډن به دغه مصوبه توشیح کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500