امنیت

پخواني افغان جنګسالار اسماعیل خان ژمنه وکړه چې بیا به له طالبانو سره وجنګیږي

د ای اېف پي راپور

اسماعیل خان د چنګاښ په ۱۸مه په هرات کې په خپل کور کې یوې غونډې ته وینا کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

اسماعیل خان د چنګاښ په ۱۸مه په هرات کې په خپل کور کې یوې غونډې ته وینا کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

هرات -- په داسې حال کې چې یاغیان هرات ته نږدې شوي دي، یوه پخواني افغان جنګسالار چې ملېشو یې په ۱۳۸۰ کې له امریکایي ځواکونو سره د طالبانو په نسکورولو کې مرسته وکړه، ژمنه وکړه چې بیا به وسله پورته کړي.

اسماعیل خان چې ۷۵ کاله عمر لري او یو وخت د چریکي جنګیالیو د داسې یوه اتحاد مخکښ غړی وو چې د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو څخه وروسته یې د متحده ایالاتو د یرغل په ترڅ کې د طالبانو پر ضد جنګ وکړ، وویل، «موږ به ژر سنګرونو ته لاړ شو او د خدای (ج) په مرسته به وضعیت بدل کړو.»

خان دا خبرې په داسې حال کې وکړې چې طالبان ادعا کوي چې د ایران، تاجکستان او ترکمنستان د سرحدي دروازو په ګډون، اوس د افغانستان په ډېرو برخو باندې کنټرول لري.

اسماعیل خان اصلا د هرات ښار اوسېدونکی دی چې له اسلام کلا څخه په ۱۰۰ کیلومترو کې پروت دی. دا له ایران سره اصلي سرحدي دروازه ده چې د جمعې په ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې وه.

په زوړتیا سره مقاومت وکړئ

هغه وویل، «موږ له ټولو پاتې امنیتي ځواکونو څخه غواړو چې په زړورتیا سره مقاومت وکړي.»

خان یوه خبري کانفرانس ته په خبرو کې وویل، د هېواد د بېلابېلو برخو په سلګونو اوسېدونکيو هغه ته مراجعه کړې او ورته یې ویلي دي چې هغوی چمتو دي ترڅو د طالبانو پر ضد وجنګیږي.‌

په وروستیو ورځو کې، د ټولنیزو رسنیو شبکې د پارلمان د وکیلانو په ګډون د مخکښو افغانانو له عکسونو او ویډیوګانو څخه ډکې دي چې وایي هغوی چمتو دي ترڅو له خپلو ملاتړو سره یوځای وسلې واخلي او د یاغیانو پر ضد وجنګیږي.

ځینې نه تایید شوې ویډیوګانې په سلګونو ښځې په داسې حال کې ښیي چې وسلې یې را اخیستي او ژمنه کوي چې جنګ به وکړي.

اسماعیل خان وویل، «موږ هیله لرو چې د هرات سړي او ښځې دا وخت د مقاومت د جبهې د ملاتړ پرېکړه وکړي، له خپلې ازادۍ څخه دفاع وکړي او خپل عزت خوندي وساتي.»

کله چې طالبان په لومړي ځل واک ته ورسېدل، د خان پراخو ملېشو د هغوی پر ضد یو لړ بریاوې ترلاسه کړې وې.

نوموړی په ۱۳۷۶ کې هغه وخت طالبانو ونیو چې د یوه پاڅون د تنظیمولو لپاره راستون شو خو بیا دوه کاله وروسته په کندهار کې له یوه زندان څخه وتښتېد او تر ۱۳۸۰ پورې فراري وو.‌

اسماعیل خان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې وزیر وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په دې کې شک نشته چې د سولې د هوکړې له لاسلیک کېدلو څخه وروسته د طالبانو بریدونه زیات شوي دي، او دغه بریدونه به لا نور زیات او سخت شي، ځکه چې اوس طالبان خپل ځانونه له امریکا او ناټو هېوادونو سره د شل کلن جنګ فاتحان بولي.‌ هغوی وایي چې د نړۍ تر ټولو غټ ځواکونه د دغه ګروپ پر ضد مقابله کې ناکام شوي، بیا نو څنګه کېدی شي چې افغان حکومت د دې ډلې پر ضد مقابله وکړي.‌ طالبان موجود حکومت په رسمیت نه پېژني او یو ګوډاګی حکومت یې بولي، او زه باور لرم چې د امریکایی ځواکونو له وتلو څخه وروسته به هغوی په څو میاشتو کې دا حکومت رانسکور کړي او خپل د امارت نظام به بیا پرځای کړي او دا جنګسالاران لکه اسماعیل خان اوعطا محمد نور نشي کولی چې د طالبانو د راتګ مخه ونیسي.‌ نړۍ واله ټولنه، په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالات باید ژر تر ژره په ټول هېواد کې د سولې تأمین یقیني کړي. د ملېشو جوړول د افغانستان لپاره ښه نه دي.‌

ځواب ورکړئ