امنیت

د ننګرهار او نورستان اوسېدونکیو له اسلامي ارزښتونو څخه د طالبانو متابعت د پوښتنې وړ وباله

د خالد زېري راپور

د دیني عالمانو په ګډون د ننګرهار ولایت شاوخوا ۵۰۰ اوسېدونکي د تلې په ۲۰مه د جلال اباد په شېرزي لوبغالي کې راټول شول او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې اوربند اعلان کړي او په هېواد کې تاوتریخوالی پای ته ورسوي. [خالد زېری]

د دیني عالمانو په ګډون د ننګرهار ولایت شاوخوا ۵۰۰ اوسېدونکي د تلې په ۲۰مه د جلال اباد په شېرزي لوبغالي کې راټول شول او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې اوربند اعلان کړي او په هېواد کې تاوتریخوالی پای ته ورسوي. [خالد زېری]

جلال اباد -- د نورستان او ننګرهار ولایتونو په سلګونو اوسېدونکیو په دوه جلا جلا غونډو کې د اسلام له ارشاداتو او د ولسواکۍ له اساساتو څخه په استفادې سره په طالبانو باندې غږ وکړ چې د افغانستان د حکومت له خوا د سولې وړاندیز ومني.‌

د دیني عالمانو په ګډون د ننګرهار شاوخوا ۵۰۰ اوسېدونکي د تلې په ۲۰مه د جلال اباد ښار په شېرزي لوبغالي کې راټول شول. د غونډې برخه والو وویل، که طالبان سولې، افغاني ارزښتونو او اسلام ته ژمن وي، هغوی به خپل جنګ پای ته ورسوي.‌

هغوی په طالبانو باندې پړه واچوله چې تاوتریخوالی یې زیات کړی چې په نتیجه کې یې ملکي خلک وژل کیږي،او ویې ویل،په داسې حال کې چې د سولې خبرې روانې دي، د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالۍ او لغمان ولایت کې موټربمي بریدونه وشول.

ځایي چارواکو وویل، یوه ځانمرګي برید چې د لغمان والي یې په نښه کړی وو د تلې په ۱۴مه لږ تر لږه ۸ کسان ووژل او ۲۸ نور یې ټپیان کړل.‌والي ته څه زیان ونه رسېد.‌

له ۳۰۰ څخه ډېر دیني عالمان، قومي مشران او ښځې د تلې په ۱۵مه د نورستان ولایت په مرکز پارون کې راټول شول او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې روانو خبرو ته یې هیله مندي څرګنده کړه. [د کونړ د والي دفتر]

له ۳۰۰ څخه ډېر دیني عالمان، قومي مشران او ښځې د تلې په ۱۵مه د نورستان ولایت په مرکز پارون کې راټول شول او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې روانو خبرو ته یې هیله مندي څرګنده کړه. [د کونړ د والي دفتر]

د غونډې یوه برخه وال سلیمان خپلواک وویل، «موږ په ننګرهار او لغمان کې شوي وروستي خونړي موټربمي بریدونه چې ډېر افغان ملکیان یې ووژل او ټپیان کړل غندو، او موږ له طالبانو څخه وغوښتل چې سوله او اوربند وکړي.»

یوه قومي مشر محمد امین صداقت وویل، «که طالبانو د دې لپاره جنګ کاوه چې د شریعت په اساس نظام راولي، په کار دی چې هغوی له اوسني فرصت څخه ګټه واخلي، د افغانستان د حکومت له خوا د سولې د خبرو وړاندیز چې د قران کریم او اسلام په اساس دی، ومني او سوله وکړي.»

موږ سوله غواړو

د غونډې یوه بل برخه وال محمد رفیع شینواري وویل، «موږ په هېواد کې سوله غواړو.»

هغه وویل، «زموږ په ولسوالۍ غني خېلو کې، داسې ماشومانو ژوند له لاسه ورکړ چې له جنګ نه هېڅ خبر نه ول. هغوی د ښوونځي زده کوونکي ول خو په یوه موټربمي برید کې شهیدان شول. موږ سوله غواړو.»

د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ای اېف پي ته وویل، یوه ځانمرګي بمي بریدګر خپل موټر چې له چاودېدونکیو توکو څخه ډک وو، د تلې په ۱۲مه په غني خېلو ولسوالۍ کې د یوې اداري ودانۍ چې ځینې پوځي تاسیسات هم په کې وو، په دروازه کې وچاوه.

هغه وویل، د یوې ښځې او څلورو ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکي کسان ووژل شول او د امنیتي ځواک د څلورو غړو په ګډون ۴۲ کسان ټپیان شول.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین وویل، د تلې په ۸مه، د ۷ ښځو او ۵ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ ملکي کسان په دایکندي ولایت کې د سرک د غاړې یوه بم ووژل.

هغه زیاته کړه، درې ماشومان ټپیان شول او هغه د پېښې پړه پر طالبانو ور واچوله.

شینواري وویل، «زه قسم خورم چې موږ ټول له دغه جنګ څخه چې موږ ته هېڅ ګټه نه رارسوي، ستړي یو. په دې جنګ کې موږ یواځې وژل کیږو.»

د تلې په ۱۹مه، د ننګرهار په لسګونو اوسېدونکیو په یوه سمبولیک حرکت کې، یو تابوت چې «د جنګ تابوت» یې پرې لیکلی وو، په جلال اباد ښار کې خښ کړ.

د یاد کمپاین یوه تنظیموونکي مولوي حبیب الله جلال آبادي خبریالانو ته وویل، «موږ دا تابوت جوړ کړی وو او بیا مو په شېرزي لوبغالي کې خښ کړ ترڅو طالبانو او حکومت ته یو پیغام ورکړو چې هغوی باید جنګ ته د پای ټکی کېږدي ... او په دوحه کې داسې یوې هوکړې ته ورسیږي چې د افغانانو وژنه ودرولی شي.»

په ننګرهار کې د مدني ټولنې یوه فعال حیات الله حمیدي چې د کورنۍ یو غړی یې په جنګ کې له لاسه ورکړی دی، وویل، «زه غواړم چې دا جنګ پای ته ورسیږي. طالبان باید د دیموکراتیک نظام ملاتړ وکړي او د سولې د خبرو په بریالي کېدلو کې مرسته وکړي.»

د وینو تویولو پای ته رسول

په ورته وخت کې، له ۳۰۰ څخه ډېرو دیني عالمانو، قومي مشرانو او ښځو د نورستان په مرکز پارون کې د تلې په ۱۵مه په یوه غونډه کې وویل چې ښایي دا د افغانانو لپاره د سولې کولو په خاطر وروستی فرصت وي.

په نورستان کې یوه دیني عالم مولوي محمد حنیف وویل، «تاسو به خدای ته زما د خور، زما د ماشوم، زما د لویانو او زما د مشرانو د وژل کېدلو، چې داسې په بې رحمۍ سره وژل کیږي چې په تاریخ کې ساری نه لري، په هکله څه ځواب وایئ؟ آیا د مسلمان وینه دومره بې ارزښته ده چې تاسو یې له کوم دیني حکم څخه پرته داسې بهوئ؟»

مولوي سبحان الله سبحاني هم غونډې ته خبرې وکړې او د طالبانو روانه جګړه یې د اسلام د حکم له مخې غیرمشروع وبلله.‌

هغه وویل، «شریعت موږ ته دا حق نه دی راکړی چې وینه تویه کړو. هېڅ مسلمان دا اجازه نه لري چې د بل مسلمان وینه تویه کړي.»

هغه وویل، «که دا کار داسې روان وي، جنګ به تر څه وخت پورې دوام مومي؟ تر هغه چې افغانان ختم شي؟ دا نشي کېدلی. دا جنګ له ۴۰ کالونو راهیسې روان دی. هر پیل یو پای لري. راځئ چې دا فرصت له لاسه ورنه کړو او هڅه وکړو چې دا جنګ پای ته ورسیږي او موږ په سوله کې ژوند وکړو.»

د نورستان یوه قومي مشر حمزه نورستان غونډې ته په وینا کې وویل، «ما واورېدل چې د غني خېلو ولسوالۍ د چاودنې د یوه قرباني پلار وویل چې هغه د خپل یوه زوی چې د درېیم ټولګي زده کوونکی وو پښې دوه ورځې وروسته وموندلې. هغه دواړه پښې ښخې کړې خو نور بدن یې اوس هم ورک دی.»

هغه د برید ترسره کوونکو ته په خطاب کې وویل، «دغه کوچني ماشوم څه کړي وو چې تاسو داسې ټوټه ټوټه کړ. یوه مور چې کلینیک ته تلله له خپلو دوو زامنو سره یوځای ووژل شوه. هغه د یو چا مور وه، د یو چا لور وه، د هغوی ګناه څه وه؟»

هغه وویل، «نور بس ده. راځئ چې دا جنګ پای ته ورسوو، که نه ستاسو کورونو ته به هم در ورسیږي. زه دا خبره هغو کسانو ته کوم چې جنګ ته نور هم زور ورکوي.»

د ښځو د لاسته راوړنو ساتل

د تلې په ۲۰مه، د «ملي کمپاین» تر نامه لاندې یوه غونډه کې چې د ننګرهار د ښځو چارو ریاست کې ترسره شوه، ښځو په دوحه کې د سولې په خبرو کې ښکېلو لوریو ته وویل چې د ښځو حقونه په پام کې ونیسي.

د ننګرهار د ښځو د چارو رییسې فتانې عزیزي وویل، «په دغه ریاست کې نږدې ۳۰۰ ښځې راټولې شوې ترڅو د ولسواک نظام د ملاتړ په ملي کمپاین کې برخه واخلي،‌ او غږ یې وکړ چې حقونه یې خوندي کړای شي او لا نوره توجه ورته وشي.»

د غونډې یوې برخه والې خاطرې نعمتي وویل، «موږ د اوربند غوښتنه کوو او ټینګار کوو چې زموږ د تېرو ۲۰ کالونو اقتصادي،‌ تعلیمي او نورې لاسته راوړنې باید د سیاسي هوکړو په ترڅ کې له پامه ونه غورځول شي.»

د غونډې یوې بلې ویناوالې زېبا کریمي له طالبانو او حکومت څخه وغوښتل چې اوربند اعلان کړي ځکه چې ښځې د شخړې دواړو لوریو ته خپل بچیان او د کورنیو غړي له لاسه ورکوي.

د ملي کمپاین د غونډې یوې برخه والې شبانې وویل، «ښځې به د خپلو حقونو لپاره په داسې قوت سره مبارزه وکړي لکه څنګه یې چې د سولې او اوربند لپاره کوي، او هغوی به هیچاته هم اجازه ورنه کړي چې د هغوی په لاسته راوړنو باندې سیاسي جوړجاړي وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ټولو خلکو ته روښانه ده چې د طالبانو جنګ نور دیني توجیه نه لري، ځکه چې بهرنیان له افغانستان څخه ووتل او وځي. اوس د مسلمانانو پر ضد د مجاهدینو جنګ مجاز نه دی. اوس د طالبانو جنګ داسې دی لکه د ډاکتر نجیب الله د حکومت پر ضد چې مجاهدینو جنګ کاوه.‌ له افغانستان څخه د روسانو له وتلو څخه وروسته، مجاهدینو د حکومت پر ضد جنګ وکړ او بالاخره حکومت یې له بېخه ونړاوه. ډاکتر نجیب غریب له مجاهدینو څخه وغوښتل چې له هغه سره سوله وکړي، خو جهادي مشرانو یې غوښتنه ونه منله. خدای دې په مونږ باندې رحم وکړي چې بیا هغسې کار ونشي چې طالبان راشي او نظام ړنګ کړي.‌

ځواب ورکړئ

ننگرهار د علم او فرهنگ کور دی او انشاالله سوله به له ننگرهار څخه شروع کیږي. تل دې وي آباد د ننګرها مېړنی ولس.

ځواب ورکړئ