امنیت

هغو ښځو چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي له طالبانو څخه وغوښتل چې سولې ته ژمن واوسي

د خالد زېري راپور

له ۱۰۰ څخه ډېرې افغانانې د ۱۳۹۹ د وږي په ۵ - ۷مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې راټولې شوې څو له طالب اورپکو او د افغانستان حکومت څخه وغواړي چې جنګ بس کړي او د سولې لاره ونیسي. [خالد زېری]‌

ننګرهار -- هغه ښځې چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د دوه لسیزو په جنګ کې یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي غوښتنه کوي چې د اورپکو ډله دې یوې دوامدارې سولې ته ژمنتیا وښیي او په راروانو خبرو کې دې د ښځو حقونه خوندي کړای شي.

د ننګرهار ولایتي ادارې له ۷ ولسوالیو څخه شاوخوا ۱۰۰ داسې ښځې چې خپل عزیزان یې په جنګ کې له لاسه ورکړي دي په جلال اباد کې یوه کانفرانس ته راوبللې چې د سولې د پروسې په هکله خبرې اترې وکړي. دغه کانفرانس د وږي په ۵مه پیل شو او درې ورځې یې دوام وکړ.

د کانفرانس منتظم عبدالمعید هاشمي وویل، د دې غونډې هدف دا وو چې د سولې پروسې څخه مخکې د دغو ښځو غږونه واورېدل شي.

هغه وویل، «دغه نوښت د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې (آی ډي اېل جي) د ولسي د ملاتړ پروګرام له خوا رامنځته شوی دی چې پيل یې له ننګرهار څخه شوی دی.»

د ننګرهار ولایت د ۷ ولسوالیو شاوخوا ‍‍۱۰۰ ښځې د وږي په ۵مه په جلال اباد کې په یوه درې ورځني کانفرانس کې د سولې د پروسې په هکله خبرې اترې کوي. مخکې ناستې ښځې داسې یوه نښه ورسره نیولې ده چې پرې لیکلي دي، «په موږ باندې رحم وکړئ.» [د ننګرهار د والي دفتر]

د ننګرهار ولایت د ۷ ولسوالیو شاوخوا ‍‍۱۰۰ ښځې د وږي په ۵مه په جلال اباد کې په یوه درې ورځني کانفرانس کې د سولې د پروسې په هکله خبرې اترې کوي. مخکې ناستې ښځې داسې یوه نښه ورسره نیولې ده چې پرې لیکلي دي، «په موږ باندې رحم وکړئ.» [د ننګرهار د والي دفتر]

هاشمي زیاته کړه، «دا پروګرام به په ۱۰ ولایتونو کې ترسره شي چې د جنګ د قرباني ښځو نظرونه راټول کړي څو د هغوی غوښتنې د حکومت په سطحه حل کړای شي.»

هغه وویل، «په بین الافغاني خبرو کې باید د دغو ښځو غوښتنې په پام کې ونیول شي.»

د سولې غوښتنې

کانفرانس ته رابلل شویو ښځو وویل، له طالبانو سره د سولې خبرې باید بریالۍ شي.‌

۷۵ کلنې سمیرا چې د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکې ده او څلور زامن او مېړه یې په اردو کې د خدمت پر وخت وژل شوي دي، وویل، هغه چمتو ده چې د سولې لپاره طالبانو ته بښنه وکړي.

هغې وویل، «زما مېړه او څلور زامن شهیدان شول.‌ هغوی د خپل وطن لپاره قرباني ورکړه. ما طالبانو ته بښنه کړې ده، خو طالبان باید سوله وکړي.»

هغې وویل، «طالبان او عسکر دواړه زما بچیان دي. زه نور جنګ نه غواړم. زه سوله غواړم.»

هغې وویل، «زما غم دومره سخت دی چې زه ان په لمانځه کې غلطېږم ځکه چې زما ټول لمسیان یتیمان دي. زه د خدای له مرستې څخه پرته بل هیڅوک نه لرم چې سرپرستی مې وکړی. زه سوله غواړم.»

نیاز بي بي چې شپږ زامن یې په جنګ کې له لاسه ورکړي دي هم په کانفرانس کې د سولې غوښتنه وکړه.

نیاز بي بي وویل، «داعش زما د کورنۍ شپږ غړي ووژل چې د درېو یې سرونه ور پرې کړل. ماته په لسګونو یتیمان ناست دي او هیڅوک نه لرم چې سرپرستي یې وکړي. زه سوله غواړم چې لږ تر لږه پاتې ماشومان په سوله کې ژوند وکړي.»

د ښځو د حقونو ساتل

د اچین ولسوالۍ یوې اوسېدونکې لیلما چې ۳۲ کاله عمر لري، تاکید وکړ چې، دا ضروري ده چې د ښځو د تېرو شلو کالونو لاسته راوړنې وساتل شي.‌

لیلما وویل، «ما په ډېرو سختو شرایطو کې زده کړې وکړې. زه اوس کار کوم او غواړم چې د سولې پروسې څخه وروسته کار ته دوام ورکړم. زه نه غواړم چې له تعلیم سره مې په کور کې ایساره شم.‌ زه غواړم کار وکړم او د خپلې کورنۍ لپاره روزي وګټم.»

هغې زیاته کړه، «که چېرې د سولې خبرې کېږي، ښځو ته باید په کې برخه ورکړل شي چې هغوی وکولی شي له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي او موږ له تعلیم، کار، د بیان ازادۍ، او نورو حقونو څخه بې برخې نشو.»

د ننګرهار د علماوو د شورا یوه غړي مولوی حبیب الله جلال ابادي کانفرانس ته وویل، «دا چې په پام کې ده چې په قطر کې له خبرو اترو څخه وروسته بین الافغاني خبرې پيل شي، موږ غواړو چې د ښځو حقونه قرباني نشي بلکې درناوی یې وشي ځکه چې ښځو ډېره زیاته قرباني ورکړې ده.»

د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ په کانفرانس کې وویل، ښځې ډېرې زیاتې لاسته راوړنې لري، او نشي کولی چې له هغو تیرې شي.‌

کاکړ د کانفرانس برخه والو ته وویل، «موږ د ښځو له حقونو څخه دفاع کوو، او د هغو لپاره مبارزه کوو. زه ښځه او د یوه ولایت مرستیاله یم. زه سوله غواړم چې دغه بهیر جاري وساتم، نه چې په کور کېنم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په تصویرونو کې دا ټولې میرمنې پښتنې ښکاري. ددې مانا دا ده چې پښتانه ډير د تشدد ښکار شوي. په دې کې شک نشته چې پښتانه د افغانستان تر ټولو ډير سیویلایزډ یا متمند قوم دې خو متاسفانه نور قومونه د استخباراتو هدف نه دي او پښتانه دي ځکه پښتانه متمدن دي. ددوي د متمدن والي له امله دوی هم استخباراتو او هم ټرروریزم هدف ګرځولي او ښکار شوي دي. دې مسلي د نړۍ یو متمدن قوم داسې معرفي کړی چې ګواکې ددوی په سیمه کې تروریزم زیات دی. پښتنو په تیرو څلویښتو کلونو کې په هیچا برید نه دی کړی خو شوروي اتحاد لمړی بیا د طالب په شکل او د تروریزم په شکل کې پاکستان او حتي امریکایانو په پښتنو برید وکړ. بل دلیل دا هم دی چې پښتانه ځانونه د افغانستان مالکان ګڼي او دا وطن خپل کور ګڼي خو اقلیتونه بیا دا ډول نه دي ځکه خو په پښټنو بریدونه هم ډير دي - درناوی

ځواب ورکړئ

افغانستان د دې هېواد د ښځو لپاره د یوه دوزخ په څېر دی. د دې وطن د جنګونو اصلي قربانیانې ښځې دي ځکه په افغانستان کې چې هر سړی وژل کیږي یا د یوې ښځې مېړه دی یا ورور دی یا یې زوی دی. دا ښځې دي چې د مېړونو، ورونو او زامنو له مرګ نه وروسته یو سخت ژوند تېروي. سربېره پر دې، افغانانې د فقر او لوږې قربانیانې دي. هغوی په فقر کې ژوند تېروي. افغانانې خپل ماشومان په سختیو او ستونزو لویوي. هغوی د خپلو ماشومانو له لویولو څخه وروسته، د خپلو زامنو شهادت په خپلو سترګو ویني چې ډېر زیات د تأسف وړ دی. طالبان او نور وسله وال ګروپونه چې د حکومت پر ضد جنګ کوي باید د دې هېواد په ښځو باندې رحم وکړي او وژل او جنګ کول ودروي.‌

ځواب ورکړئ

طالبان باید له خدای نه وډار شي او او د دغو مظلومو ښځو، چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي، غوښتنې ته غوږ ونیسي. د طالبانو په ۲۰ کلن جنګ کې، په هېواد کې په زرونو ښځو خپل مېړونه له لاسه ورکړل، په زرونو ښځو خپل زامن له لاسه ورکړل، او په زرونو ماشومان یتیمان شول. له دې امله، طالبان باید د سولې لپاره برابر شوي فرصت څخه ګټه واخلي، د سولې پروسې ته راشي او د خپل هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي. خلک نور صبر نه لري؛ هغوی له جنګ څخه ډېر ستړي شوي دي. که دا جنګ یوه لسیزه نور دوام وکړي،‌ په دې هېواد کې به بشري ناورین رامنځته شي. جنګ بس دی، مونږ سوله غواړو.‌

ځواب ورکړئ

ښځې زمونږ خویندې، میندې او لوڼې دي. هغه عزت چې ښځو ته اسلام ورکړی دی هغه د دنیا په هېڅ قوانینو کې نه لیدل کیږي، خو له بده مرغه هغه ښځې چې نن د افغانو ښځو په استازیتوب خپل غږونه پورته کوي،‌ چې ځینې یې د ایران مزدورانې دي چې په حکومت کې دننه د وکیلانو، وزیرانو او د ګوندونو د مشرانو په حیث کارکوي، هغوی هېڅکله هم د هیواد د ښځو استازیتوب نشي کولی.

ځواب ورکړئ

زه له تاسو سره موافقه نه یم ځکه چې افغانانې هېڅکله هم د بهرنیانو اجیرانې شوي نه دي.‌ دا تاسو سړي وئ چې کله د روسیې غلامان کېدئ او کله د متحده ایالاتو. کله د ایران لپاره جاسوسي کوئ او کله د پاکستان لپاره.‌ دا وطن تاسو سړیو وران کړ. اوس تاسو راځئ او وایئ چې ښځې داسې دي او هغسې دي.‌ آیا تاسو کولی شئ چې د تاریخ په اوږدو کې د یوې ښځې جنایت وښیئ؟ تاسو هېڅکله نشئ کولی چې د ښځې له خوا د خیانت او جاسوسۍ یوه قضیه ثابته کړئ. مونږ ښځو تل خپل غږونه اوچت کړي دي.‌ هر څه چې تاسو سړیو وکړل مونږ هېڅ ونه ویل. اوس تاسو بلد یئ، راځئ او ښځو ته کنځلې کوئ.

ځواب ورکړئ