امنیت

طالبانو په ۲ اونیو کې د افغانستان په لوېدیځ کې ۱۳۵بریدونه ترسره کړي

د عمر راپور

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۱ اخیستل شوی، د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د پولیسو یوه ویجاړه شوې پوسته لیدل کیږي. دا پېښه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه چې طالبانو په چاودېدونکیو توکو سمبال یوه موټرسایکل څخه په استفادې داسې یو برید ترسره کړ چې لږ تر لږه ۶ پولیس افسران یې ټپیان کړل، [عمر]

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۱ اخیستل شوی، د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د پولیسو یوه ویجاړه شوې پوسته لیدل کیږي. دا پېښه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه چې طالبانو په چاودېدونکیو توکو سمبال یوه موټرسایکل څخه په استفادې داسې یو برید ترسره کړ چې لږ تر لږه ۶ پولیس افسران یې ټپیان کړل، [عمر]

هرات -- د افغانستان په لوېدیځه حوزه کې چې طالبانو په کې بریدونه ترسره کړي دي، په تاوتریخوالي کې ډېرښت د افغان حکومت او طالبانو تر منځ‌ د سولې د خبرو په دویم پړاو باندې سیوری غوړولی دی.

د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالرؤف ارغندیوال وویل، د مرغومي د میاشتې د منځ په دوو اونیو کې، طالبانو په لوېدیځه حوزه کې ۱۳۵ بریدونه ترسره کړل چې ډېر یې د ولایتونو او ولسوالیو په مرکزونو وشول.

هغه وویل، د مرغومي په ۲۹مه د دغو بریدونو په لړ کې ۱۷ بریدونه په فراه ښار او د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو ترسره شول.

ارغندیوال وویل، د افغانستان په لویدیځ زون کې د طالبانو وروستي بریدونه بې ساري دي، او یادونه یې وکړه چې امنیتي ځواکونو د دغې لړۍ ډېر بریدونه په شا وتمبول او طالب جنګیالیو ته یې درانه تلفات ور واړول.

طالبان سوله نه غواړي

د قلعه نو اوسېدونکي عبدالسمیع قادري وویل،‌«طالبان او د هغوی ملاتړي په سوله باندې هېڅ باور نه لري،» او اشاره یې وکړه چې تاوتریخوالی «د سولې د خبرو له پیلېدلو څخه مخکې په دې سطحه نه وو».

هغه وویل، «حکومت په زرګونو طالب جنګیالي له محبسونو څخه خوسې کړل، او د طالبانو ټول وار له مخه شرطونه یې ومنل،» خو په بدل کې یې طالبانو لا نور د تاوتریخوالي کارونه ترسره کړل چې لا نورې وینې یې تویې کړې.

نوموړي وویل، خلکو هیله لرله چې خبرې به ارامي راولي، خو داسې ونشول او دغه حالت د سولې په هکله نهیلي رامنځته کړه.‌

د هرات ښار یوه اوسېدونکي‌ امیرمحمد قاسمي وویل، «د سولې پروسه کې د طالبانو د ګډون هدف دا دی چې قدرت ترلاسه کړي،‌ نه دا چې افغانستان ته تلپاتې سوله راولي.»

هغه وویل، «یو لاس ته، طالبان ادعا کوي چې هغوی سوله کوي ځکه چې استازي یې په دوحه کې د سولې خبرې ترسره کوي. بل لاس ته، د هغوی جنګیالي هره ورځ افغانان وژني.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي نثاراحمد میهن یار وویل، «زه باور لرم چې طالبان سوله نه غواړي،» او زیاته یې کړه چې که روان تاوتریخوالی او وینه تویول ونه درول شي، د سولې د رامنځته کولو هیله به له منځه لاړه شي.

په لوېدیځ زون کې تاوتریخوالی

طالبانو په لوېدیځ زون کې د تاوتریخوالي په لړ کې د مرغومي په ۲۷مه په غوریان کې برید وکړ چې په یاده ولسوالۍ کې یې د ولسي پاڅون ۱۲ غړي ووژل.

د تاوتریخوالي د وروستیو چارو په لړ کې د سلواغې په ۲۶مه دوه بریدونه ترسره شول: یو راکټي برید په کوهسان ولسوالۍ کې په یوه کور وشو چې یوه ښځه یې ووژله او ۱۲ کسه نور یې ټپیان کړل او بل په قلعه نور ښار کې ترسره شو.

همدارنګه، طالبانو د مرغومي په ۲۲مه په فراه ولایت کې د پشت رود ولسوالۍ په مرکز او د مرغومي په ۲۱مه په فراه ښار باندې برید وکړ.

د هرات والي سید وحید قتالي د مرغومي په ۲۹مه وویل چې د تېر یوه کال په ترڅ کې طالبانو هڅه کړې چې په هرات ولایت کې د هرې ولسوالۍ په مرکز باندې برید وکړي، خو مات شوي او غټ تلفات وراوښتي دي.

هغه وویل، «طالبانو دوه ورځې مخکې د اوبه ولسوالۍ په مرکز باندې برید وکړ، د اوسېدونکیو دوکانونو ته یې اور ورته کړ او د ملکي خلکو د کورونو او دوکانونو تر منځ یې ماینونه خښ کړل.»

قتالي وویل، «همدارنګه، طالبانو د هرات - اسلام کلا لویه لاره چې د هېواد له مهمو اقتصادي لارو څخه ده، ناارامه کړه،خو امنیتي ځواکونو هغوی مات کړل او لویه لاره یې بېرته امن کړه.»

هغه زیاته کړه، طالبانو د تېرې میاشتې په ترڅ کې د ۱۱ ولسوالیو په مرکزونو باندې غټ بریدونه ترسره کړل، خو د درنو تلفاتو د ور رسېدلو له امله بېرته په شا شول.

د فراه والي جنرال تاج محمد جاهد وویل، د مرغومي په نیمایي کې،‌ طالبانو په فراه ښار او د انار درې، قلعه کاه، پشت رود او بالابلوک ولسوالیو په مرکزونو باندې ۲۴ بریدونه ترسره کړل.

هغه وویل، په فراه کې د طالبانو له خوا خښ شوي ۱۳ ځمکني ماینونه وچاودېدل چې امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ته یې مرګ ژوبله ور واړوله.

هغه وویل، «په وروستیو ورځو کې طالبانو ډېر بریدونه په فراه ښار او بالابلوک ولسوالۍ کې د فراه - هرات په لویه لاره باندې وکړل.»

نوموړي وویل، طالبانو له دغو بریدونو څخه هېڅ هم ترلاسه نه کړل، او ونه توانېدل چې له امنیتي ځواکونو څخه لږه خاوره هم ونیسي.

د بادغیس والي حسام الدین شمس وویل، په وروستیو ورځو کې یادې ډلې څو ځلې هڅه وکړه چې د قلعه نو په لمنو کې پرتو پوستو باندې د بریدونو ترسره کولو له لارې دغه ښار ته ننوځي خو بریالي نشول.

هغه وویل، د مرغومي په ۲۶مه شپه «طالبانو له قلعه نو څخه بهر د تلاشۍ په امنیتي پوستو باندې برید وکړ، خو ماتې یې وخوړله.» تر دې څو ورځې مخکې امنیتي ځواکونو دې ته ورته یو برید په شا تمبولی وو.

د سولې تړون څخه سرغړونه

په هرات ښار کې د امنیتي چارو شنونکي محمد نعیم غیور وویل، د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ د سولې تړون یواځې د کاغذ پر مخ رنګ پاتې دی ځکه چې څو‌‌ ځلې ترې سرغړونه شوې ده.

هغه وویل، «طالبانو د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ د سولې تړون له لاسلیکولو څخه وروسته په امریکایي او ناټو ځواکونو باندې بریدونه درولي، خو د افغان حکومت او خلکو پر ضد یې پراخ جنګ پیل کړی دی.»

نوموړي وویل، «هغوی هره ورځ افغانان د خپلو بریدونو نښه کوي.»

د نیمروز د ولایتي شورا غړي نعمت الله صدیقي‌ وویل، «د تاوتریخوالي او جنګ دوام ښیي چې طالبان سوله نه غواړي، او هغوی هڅه کوي چې قدرت ترلاسه کړي او د سولې پروسې څخه ناوړه استفاده وکړي.»

صدیقي وویل، «د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي په پېښو کې ملکي خلکو ته تلفات رسیږي او عامه پروژې په کې ویجاړېږي. د تاوتریخوالي د دغو پېښو دوام به د سولې خبرو ته سخت زیان ور ورسوي.»

هغه زیاته کړه، «که طالبان غواړي ثابته کړي چې هغوی د سولې کولو اراده لري، هغوی باید تاوتریخوالی او وینه تویول کم کړي.»

افغان چارواکو د شنبې په ورځ /د سلواغې ۴مه/ د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د ادارې د هغې پرېکړې هرکلی وکړ چې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ هوکړه به بیا وارزوي او په دې باندې به تمرکز وکړي چې آیا یاغیانو له هوکړې سره سم په افغانستان کې بریدونه کم کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاندې ایمیلي هوم د سلواغې په ۳مه وویل، د ولسمشر بایډن د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان له خپل افغان سیال حمدالله محب سره خبرې وکړې او «دا یې روښانه کړه چې متحده ایالات اراده لري ترڅو په هوکړه باندې بیاکتنه وکړي.»

هغې وویل، واشنګټن غواړي معلومه کړي چې طالبان «په خپلو دې ژمنو، چې له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، په افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي، او له افغان حکومت او نورو برخه والو سره ګټور مذاکرات ترسره کړي، ولاړ دي.»

د طالبانو په مشرتابه کې درز

په هرات کې د سیاسي چارو شنونکي عبدالقادر کامل وویل، په وروستیو کې د طالبانو له خوا په تاوتریخوالی کې په ډېرېدلو سره په افغانستان کې هیڅوک هم د خوندیتوب احساس نه کوي.

هغه وویل، «طالبان غواړي چې د ملکي خلکو په وژلو سره په خبرو اترو کې امتیازات ترلاسه کړي.»

هغه وویل، طالبان د وژنو او تاوتریخوالي یوه خطرناکه ستراتیژي روانه کړې ده چې ښایي په دوحه کې د سولې پروسه د تل لپاره ګډه وډه کړي.

د هرات ښار د مدني ټولنې فعال جواد عمید وویل، «افغانانو په طالبانو باندې باور له لاسه ورکړی دی ځکه چې هغوی خپلې وعدې ماتې کړي او تاوتریخوالی یې زیات کړی دی.»

هغه وویل، «د طالبانو مشر یو نه دی او هغوی نشي کولی چې خپلواکې پرېکړې وکړي. د طالبانو سیاسي ټیم د سولې او روغې جوړې په هکله خبرې کوي، خو نظامي څانګه یې هره ورځ افغانان وژني او افغانستان ورانوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یوه انګلیس خبيث څو کاله مخکې داسې نظر ورکړی وو چې په افغانستان باندې اتوم بم وغورځوي که نه د حل بله لاره نه لري. هغه خنځیر به هم له حالاتو ستړی شوی وي لاکن حقیقت دا دی چې د افغانستان په روان جنګ کې هم انګریزان لاس لري. تاسو پوهېږئ چې جنګ څنګه جوړ شو؟ په هغه وخت کې نه شورویان وه نه د شورویانو پلوي حکومت وه خو د افغانستان یو شمېر افراطي ځوانان لکه ګلبدین حکمتیار، برهان الدین رباني، احمدشاه مسعود، جلال الدین حقاني، مولوي خالص... د پاکستان د داخله وزیر نصیرالله بابر په هڅو پاکستان ته وتښتیدل. هلته د پاکستان ټروریسټ فوج ټریننګونه ورکړل او ورته یې وویل چې لاړ شئ د ولسمشر داودخان پر ضد جنګ وکړئ. علت یې دا وه چې په ۱۹۹۳ کې د ډیورنډ د ۱۰۰ کلنې معاهدې ۱۰۰ کاله پوره کېدل او پاکستان مجبور وو چې د هغه قرارداد له مخې د پښتونخوا سیمې افغانستان ته وسپاري لاکن پاکستان دې ته حاضر نه وو چې دا کار وکړي. فلهذا پورتني او یو شمېر نور جاسوسان یې تربیه کړل او افغانستان ته یې د جنګ لپاره راولېږل او هغه جنګ دا دی له څلویښتو کالونو نه هم ډېر اوږد شو. وروسته په دغو جنګونو کې روسانو، ایرانیانو،‌ چینایانو، امریکایانو، عربانو... هم مداخله وکړه او د افغانانو په کور تر اوسه پورې لمبې بلې دي. لعنت په انګریزانو، پاکستاني فوج او آی ایس آی، د ایران په ترهګرو استخباراتي ادارو چې بې ګناه افغانان وژني.

ځواب ورکړئ

او که د طالبانو او افغان حکومت تر منځ سوله ونشي، په راتلونکي پسرلي کې به بریدونه د اوس په نسبت ډېر زیات شي او غریب افغانستان به لا نورې قربانۍ ورکړي.‌

ځواب ورکړئ

مشکل ټول د پاکستان پوځ او انټیلیجنس ایجسنیو جوړ کړی دی. هغوی په افغانستان کې د طالبانو د ترهګریزو کارونو ملاتړ کوي. ټوله دنیا پوهیږي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې ناست دي، د پاکستان له خوا حمایه کیږي، پاکستان د کاروبار او سوداګرۍ امکانات ورته برابر کړي دي، د پاکستان مذهبي ګوندونه چې د پوځ او آی ایس آی په حکم چلیږي د طالبانو ملاتړ کوي. که سړی ریښتیا ووایي امریکا هم پوهیږي چې طالبان د پاکستان له خوا حمایه کیږي لاکن پاکستان ته هیڅ نه وایي. اوس نو سړی نشي ویلی چې امریکا ولې هغه پاکستان ته چې د لکونو افغانانو او په زرګونو نړۍ والو عسکرو قاتل دی څه نه وايي! مرګ د پاکستان په ټرورسټ فوج

ځواب ورکړئ