امنیت

د هرات او بادغیس اوسېدونکیو د سولې په نوم نیالګي وکرل او د طالبانو تازه بریدونه یې وغندل

د عمر راپور

د هرات ولایت اوسېدونکیو او مقاماتو د کب په ۲۰مه په پارکونو او باغونو کې په زرګونو نیالګي وکرل. هغوی دا کار د یوې تلپاتې سولې لپاره د خپلې هیلې د یوه سمبول په توګه وکړ. په ورته وخت کې هغوی طالبان په دې وغندل چې د افغانانو پر ضد یې خپل بریدونه زیات کړي دي. [عمر]

هرات -- په هرات او بادغیس ولایتونو کې اوسېدونکیو او مقاماتو د سې شنبې په ورځ /د کب ۲۰مه/ په پارکونو او باغونو کې په زرګونو نیالګي کېنول. هغوی دا کار د یوې تلپاتې سولې لپاره د خپلې هیلې د یوه سمبول په توګه وکړ، خو طالبان یې په دې وغندل چې د افغانانو پر ضد یې خپل بریدونه زیات کړي دي.

برخه والو د کرنې د ملي ورځې په مناسبت، په هرات ښار کې د بام هرات په نامه نوي جوړ شوي پارک کې له ۱۰۰۰۰ څخه ډېر نیالګي وکرل، او ۹۰۰۰ نور نیالګي یې د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو په بېلابېلو برخو کې وکرل.

د هرات ولایت یوې اوسېدونکې راحلې شریفي وویل، د نیالګیو کرل مرسته کوي چې عام خلک د سولې لپاره سره راټول شي.

هغې په هرات کې جوړو شویو مراسمو کې وویل، «زه له ټولو افغانو ښځو سره یوځای د سولې هیله کوم، او جنګ باید ودرول شي ځکه چې افغانان له جنګ څخه ستړي شوي دي. نیالګي کېنول د سړیو او ښځو لپاره فرصت برابروي چې په یو سوله ییز چاپېریال کې سره راټول شي.»

د هرات ولایت اوسېدونکي د کب په ۲۰مه په هرات ښار کې نیالګي کري. [عمر]

د هرات ولایت اوسېدونکي د کب په ۲۰مه په هرات ښار کې نیالګي کري. [عمر]

هغې وویل، حکومت او طالبان باید یو له بل سره سوله وکړي، او زیاته یې کړه چې د نیالګیو کرل د دې یادونه کوي چې ټول افغانان په سوله او امنیت باندې د یوه سمبال ژوند هیله من دي.

په هرات پوهنتون کې د ټولنپوهنې یوې محصلې نګینې محمدي هم د هغې نظرونه غبرګ کړل.

هغې وویل، «موږ نیالګي کرو او هیله لرو چې تر پسرلي پورې هېواد ته سوله راشي او موږ وکولی شو چې له زرغونتیا څخه په یوه سوله ییز چاپېریال کې خوند واخلو.»

هغې زیاته کړه، «موږ په طالبانو او حکومت باندې غږ کوو چې ژر تر ژره د سولې خبرې پیل کړي او افغانان خفه نه کړي. هر ځوان شخص او هر افغان ملکي کس د سولې راتګ ته سترګې په لاره دی، او موږ نور نشو کولی چې د خپلو هېوادوالو وژل وزغمو.»

په قلعه نو ښار کې یوه بڼوال احمد شاه شفیق وویل، د زراعت د برخې اړوند خلک هیله لري چې د نویو کرل شویو بوټو مېوې به بالاخره د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته انتقال او ټولو افغانانو ته ورسول شي.

هغه تکرار کړه چې، دا کار یواځې په یوه سوله ییز چاپېریال کې شونی دی.‌

هغه وویل، «که موږ دا هیله نه لرلی چې سوله به راشي او خلک به زموږ د نویو جوړو شویو باغونو مېوه وخوري، موږ به هېڅکله هم هېڅ ونې نه وای کرلې. موږ هیله لرو چې زمون هېواد ته پوره سوله راشي چې موږ وکولی شو په یوه سوله ییز چاپېریال کې ژوند وکړو.»

هغه زیاته کړه، د بادغیس اوسېدونکي د جنګ او ناارامۍ قربانیان دي، او هغوی هیله لري چې نور په جنګ کې ایسار پاتې نشي، په سوله کې ژوند وکړي او د دې ولایت له ښکلي طبعیت څخه خوند واخلي.»

له سولې سره د طالبانو په ژمنتیا باندې شکونه

په داسې حال کې چې د نیالګیو کېنولو په پروګرامونو کې د هرات ولایت چارواکو او اوسېدونکیو د سولې لپاره خپلې هیلې په شدت سره څرګندولې، ځینې کسانو په طالبانو باندې تور ولګاوه چې په هېواد کې د افغانانو د وژلو په دوام سره د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې خپلې ژمنې ماتوي.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وویل، طالبانو هېڅکله هم سوله نه غوښتله او سوله د هغوی لپاره یواځې یوه لوبه ده.

د هرات د نیالګیو کرنې په مراسمو کې رحیمي وویل، «طالبانو اوس سوله نه غوښتله، او نه به یې په راتلونکي کې وغواړي. موږ به د هغو کسانو پر ضد ودریږو چې زموږ په امنیتي ځواکونو او عوامو باندې بریدونه کوي او هغوی شهیدانوي، او موږ به له خپلو خلکو او هېواد څخه دفاع وکړو.»

هغه زیاته کړه، «طالبانو د خپل تحریک د را منځته کیدو له پیل څخه د افغانانو پر ضد جنک پيل کړی، او جاري یې ساتلی دی. د هغوی جنګ د بهرنیانو پر ضد نه دی ځکه چې هغوی له کالونو راهیسې په زرګونو افغانان وژلي او ښوونځي، روغتونونه او جوماتونه یې ویجاړ کړي دي.»

رحیمي وویل، طالبان له متحده ایالاتو سره خپلې د سولې هوکړې ته ژمن نه دي ځکه چې هغوی په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د چارو په ترسره کولو سره څو ځلې خپله هوکړه ماته کړه.

د هرات ولایت د مدني ټولنې فعال سید اشرف سادات ومنله چې د طالبانو هدف تاوتریخوالی او وینه تویول دي.

هغه وویل، «له متحده ایالاتو سره د سولې د هوکړې له لاسلیکولو څخه وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو خونړي بریدونه ښیي چې هغوی سولې ته په رسېدلو کې ژمن نه دي. طالبانو تل د جنګ او وینې تویولو لاره نیولې ځکه هغوی فکر کوي چې هغوی کولی شي چې د تاوتریخوالي په ترسره کولو سره خپل ځواک ستر وښیي او د سولې په خبرو کې ترې د فشار د اعمال په توګه استفاده وکړي.‌»

سادات زیاته کړه، طالبانو تل له افغان حکومت سره د سولې د خبرو د پيلولو په برخه کې بهانې جوړې کړي دي او دا ښیي چې هغوی له بهرنیانو څخه حکمونه ترلاسه کوي او دا قوت نه لري چې پخپله پرېکړه وکړي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي چې د نیالګیو کرلو په پروګرام کې یې برخه اخیستې وه ومنله چې په طالبانو باندې دا باور نشي کېدلی چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.‌

هغه وویل، «کله چې په قطر کې د متحده ایالاتو او طالب استازو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه، دغه کار موږ خوښ او سولې ته هیله من کړو، خو په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو بریدونو او د هغوی له خوا د امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو وژلو یو ځل بیا موږ خفه کړو.»

هغه زیاته کړه، د طالبانو هدف دا دی چې یو ځل بیا قدرت ترلاسه کړي، په حکومت کې د نورو خلکو د اشتراک مخالفت کوي او له همدې امله به هغوی تاوتریخوالی او وینه تویول ونه دروي.

د بې ګناه افغانانو وژل روان دي

د سولې له هوکړې څخه وروسته د افغان ځواکونو پر ضد د طالبانو په بریدونو کې زیاتوالي د افغانانو غوسه راپارولې ده.

د کب په ۱۶مه د هرات ولایت په کېشک رباط سنګي ولسوالۍ کې په خواجه نور کلي کې په یوه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ ملکي خلک ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول.

د زهرا په نامه یوې ښځې چې په برید کې ټپي شوې او لا هم په روغتون کې بستر ده، وویل، طالبانو د هغې په کورنۍ باندې د لاسي بم برید وکړ چې هغه او د هغې شپږ ماشومان یې ټپیان کړل.

زهرا وویل، «طالبانو د شپې شاوخوا ۱۲ بجې زموږ په کلي باندې برید وکړ. زه او ماشومان مې په کور کې ویده وو چې طالبانو زموږ په کور باندې لاسي بمونه را وغورځول، او موږ یي زما د تي خوري ماشوم په ګډون ټول سخت ټپیان کړو.»

هغې وویل، طالبان هره ورځ زموږ ماشومان او ښځې وهي او وژني، په داسې حال کې چې کورونه سوځوي او خلکو ته هېڅ هم نه پرېږدي.

زهرا زیاته کړه، «موږ د طالبانو له ظلم سره بلد یو ځکه چې هغوی تل زموږ په کلي باندې بریدونه کوي. طالبان زموږ په ځوانانو باندې فشار راولي چې له هغوی سره یوځای شي او د حکومت پر ضد جنګ وکړي، خو زموږ خلک نه غواړي چې له طالبانو په لیکو کې خدمت وکړي، له دې امله، طالبان زموږ په کلي باندې بریدونه کوي.»

د هرات ولایت د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کې د حکومتي دوایرو د عملیاتو د څانګې رییس وحید احمد اسلمي وویل، د ملکي خلکو پر ضد د طالبانو تاوتریخوالی یو جنګي جنایت او یو د نه بښلو وړ کار دی.‌

هغه وویل، «طالبانو تل د جنګ اصول او نړۍ وال بشري قوانین مات کړي ځکه چې هغوی په قصدي توګه د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي خلک وژلي دي. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د طالبانو دښمنانه کارونه غندي او په یاده ډله باندې غږ کوي چې د ملکی خلکو وژل ودروي.»

اسلمي وویل، «د ملکي خلکو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو وژل په داسې حال کې چې هغوی د جنګ برخه نه دي، یو جنګي جنایت دی، او د طالبانو مشران باید د دې وژنو مسؤل وګڼل شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه له ټولو څخه غواړم چې د هېواد د سمسورتیا لپاره یو نیالګی وکري. همدارنګه زه له طالبانو څخه غواړم چې جګړه بس کړي او د خپل هېواد لپاره نیالګي وکري چې زمونږ هیواد زرغون شي.‌

ځواب ورکړئ